د ټکر پېښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ټکر پېښه، د دوو ستوريزو شيانو تر منځ مخامخ کېدلو يا ټکر نه رامنځته کېږي، چې د اندازې وړ اغېزو سبب کېږي. د ټکر پېښې فزیکي پايلې لري او په لويو نظامونو کې يې په باقاعده ډول پېښېدل موندل شوي دي، که څه هم تر ټولو زيات پېښېدونکي يې اسماني واړه ستوري، لکۍ لرونکي ستوري يا اسماني تيږې دي او لږې اغېزې لري. کله چې لوی شيان له ځمکنيو سيارو ،لکه ځمکې سره ټکر وکړي، د پام وړ فزیکي او د ژونديو موجوداتو د کرې پايلې لرلی شي، که څه اتموسفيرونه د فضايي داخلېدنې په واسطه د زياتره سطحي ټکرونو اغېزه کموي. د ټکر سرچينه او جوړښتونه، د لمريز نظام پر زياتو جامدو شيانو باندې اداره حاکمې landforms دي او د دوی د تکرار او اندازې لپاره تر ټولو پياوړي ازمېښتي شواهد وړاندې کوي. [۱]

ښکاري چې د ټکر پېښې د لمر نظام په بشپړتيا کې د هغه له جوړښت راهيسې د پام وړ ونډه لوبولې ده. د ټکر سترو پېښو په اغېزناک ډول د ځمکې تاريخ ته بڼه ورکړې ده او د ځمکې او سپوږمۍ نظام په جوړښت باندې يې دلالت کړی دی.

داسې  ښکاري چې، د ټکرونو پېښو د ژوند د تاریخچې په بشپړتيا کې د پام وړ ونډه لوبولې ده. کېدای شي ټکرونو د ژوند جوړوونکو برخو (د panspermia نظريه د همدې انګېرنې پر بنسټ ده) په وړاندې کولو کې مرسته کړې وي. ټکرونه د ځمکې پر مخ د اوبو د مبدا په توګه په پام کې نيول شوي دي. دوی بېلابېلو کتلو د له منځه وړنې سبب هم ګرځېدلي دي. له تاريخ څخه د ۶۶ ميليونه کلونه مخکې Chicxulub ټکر په اړه باور دی، چې نه يوازې د Cretaceous-Paleogene د له منځه وړنې د پېښې سبب دی، بلکې د تي لرونکو ژوو د بشپړتيا د چټکتيا سبب هم دی، چې د دوی واک ته اشاره کوي او په خپل وار د انسانانو د راپورته کېدنې لپاره شرایط برابروي. [۲][۳]

د ثبت شوي تاريخ په اوږدو کې د ځمکې د ټکرونو په سلګونه پېښې راپور شوې دي، چې ځينو يې مړي، ټپيان، د ملکيتونو ويجاړي يا د پام وړ نوري متمرکزې پایلې لرلې دي. په معاصرو دورو کې د ثبت شويو تر ټولو پېژندل شوې یوه پېښه د Tunguska پېښه وه، په ۱۹۰۸ ز کې د روسيې په سايبريا کې پېښه شوه. په ۲۰۱۳ ز کې د Chelyabinsk اسماني کاڼې د لوېدلو پېښه په معاصرو دورو کې يوازینۍ دا ډول پېژندل شوې پېښه ده، چې د ګڼو وګړو د ټپي کېدلو سبب شوه. د دې پېښې اسماني کاڼی يو لړ تر ټولو هغو سترو جسمونو څخه دی، چې له Tunguska له پېښې راوروسته يې له ځمکې سره مخامخ شوی دی [ټکر کړی دی]. [۴]

د (Comet Shoemaker–Levy 9) ټکر، هغه مهال د لمريز نظام د شيانو د پراخې ځمکني ټکر لومړنۍ سيده کتنه چمتو کړه، چې ياد لکۍ لرونکی ستوری ټوټه ټوټه شو او د ۱۹۹۴ ز په جولای کې يې له مشتري سره ټکر وکړ. د خورا لمريز ټکر په ۲۰۱۳ ز کې هغه وخت وکتل شو، چې د يوې سترې ځمکنۍ سيارې ټکر د NASA د Spitzer فضا دوربين په واسطه د (NGC 2547) ستورو په ټولګه کې د ID8 ستوري شا او خوا ته موندل شوی او د ځمکنيو کتنو له مخې تاييد شوی و. د ټکر پېښې د ساينس په رامنځته کېدنه کې يوه خاکه او د شاليد عنصر و. [۵]

د ۲۰۱۸ ز په اپريل کې د B612 بنسټ د خپل ۱۰۰ سلنه ډاډ راپور ورکړ، چې موږ به د يو ويجاړوونکي اسماني وړوکي ستوري له خوا ژوبل شو، مګر د وخت په اړه يې ډاده نه يو. په ۲۰۱۸ کې فزيکپوه Stephen Hawking په خپل وروستي کتاب (سترو پوښتنو ته لنډ ځوابونه : Brief Answers to the Big Questions) کې د يوه اسماني کوچني ستوري ټکر په پام کې ونيو، چې د ځمکې کرې ته به يو ستر ګواښ وي. د ۲۰۱۸ ز په جون کې د متحده ايالتونو د ساينس او ټيکنالوژۍ ملي شورا خبرداری ورکړ، چې امريکا د اسماني سيارې د تکر پېښې پر وړاندې چمتو نه ده او د غوره چمتووالي په موخه يې «د ځمکې سر نږدې جسم د چمتووالي اوږدمهاله ملي عملياتي پلان» خپور کړ. د کره او موثقې وینا له مخې: د امريکا د متحده ايالتونو د ۲۰۱۳ ز په کانګرس کې به ناسا د اسماني کوچنۍ سيارې د مخنيوي په موخه د يوه ماموریت د پلي کولو لپاره لږ تر لږه د پينځو کلونو چمتووالي غوښتنه کړی وی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

پېښې او ځمکه[سمول]

د ټکر سترو پېښو په اغېزناک ډول د ځمکې تاريخچه جوړه کړې ده، چې د ځمکې او سپوږمۍ نظام په جوړښت، د ژوند بشپړتيا تاريخچه، پر ځمکه باندې د اوبو د پيل او نورې کتلوي وژنې په کې شاملېږي. د ټکر جوړښتونه پر جامدو شيانو باندې د ټکر پېښو پايله دي او د لمريز نظام پر زياتو جامدو شيانو باندې د حاکمې landforms دي چې له تاريخ څخه د مخکې پېښو ډېری جامد شواهد وړاندې کوي. د يادونې وړ ټکر پېښو کې د Late-Heavy Bombardment شاملېږي، چې کېدای شي د ځمکې او سپوږمۍ نظام د تاريخ په لومړيو کې به پېښه شوې وي او د ۶۶ ميليونه کلونو پخوا Chicxulub تاييد شوي، ټکر په اړه باور دی، چې د Cretaceous-Paleogene د له منځه وړنې پېښې سبب و.

تکرار او ګواښ[سمول]

کوچني جسمونه په پرله پسې ډول له ځمکې سره ټکر کوي. د يوه جسم د اندازې او دې ډول پېښو د تکرار تر منځ يوه سرچپه اړيکه ده. د سپوږمۍ( cratering ) ثبت ښيي، چې د ټکرونو تکرار پېښې د اغېز لرونکې crater د قطر مربع، چې په منځني ډول د ټکر کوونکي له قطر سره ورته دی؛ کمېږي، چې په منځني ډول د ټکر کوونکې له قطر سره ورته ده. د يو کيلو متر (0.62 mi) قطر لرونکي اسماني ستوري په منځني ډول په هرو ۵۰۰۰۰۰ کلونو کې پر ځمکه بريد کوي. د ۵ کیلومترو يا ۳ ميلو قطر لرونکو جسمونو ستر ټکرونه، په هرو ۲۰ ميليونه کلونو کې يو ځل پېښېږي. د ۱۰ کیلومترو (۶ ميل) يا ورڅخه د زيات قطر لرونکي جسم تر تولو وروستی پېژندل شوی ټکر، ۶۶ میليونه کلونه پخوا د Cretaceous-Paleogene د له منځه وړنې په پېښه کې و. [۱۵][۱۶][۱۷]

د يوه ټکر کوونکي له لورې خوشې شوې انرژي د هغې په قطر، غلظت، چټکتيا او زاويې پورې اړه لری. ځمکې ته د نږدې ستورو قطر، چې تر اوسه د رادار (infrared )په واسطه نه دی څېړل شوی، د ستوري پر روښنايي باندې د تکيې کولو له مخې، د دوو عواملو له ډلې په ۱ کې اټکل کېدلی شي. غلظت په عمومي ډول په پام کې نيول شوی دی، ځکه هغه قطر او کتله چې له مخې يې غلظت ګڼل کېدلی شي،هم په عمومي ډول اټکل شوي دي. د ځمکې د تښتېدنې چټکتيا (Earth’s escape velocity) له امله د ټکر تر ټولو لږه چټکتيا پر ځمکه باندې د ستوري ټکرونو په يوه ثانيه کې د نږدې ۱۷ کیلومترو منځنۍ چتکتيا په لرلو سره په يوه ثانيه کې ۱۱ کیلومتره ده. د تر ټولو شوني ټکر زاويه ۴۵ درجې ده.

د ټکر شرطونه، لکه: د اسماني ستوري اندازه او چټکتيا او همدارنګه غلظت او د ټکر زاويه د ټکر په يوه ټېښه کې خوشې شوې حرکي انرژي معلوموي. هر څومره چې زياته انرژي خوشې کېږي، همغومره د ټکر په واسطه د چاپېريالي اغېزو له امله د ځمکې پر سطحه باندې زياته ويجاړي پېښېږي. دا ډول اغېزې، د ټکان څپې، تودې وړانګې، د زلزلې په ملتيا د craters جوړښت او پر اوبيزو جسمونو د بريد په حالت کې سونامي کېدلی شي. انساني نفوس، که په اغېزمنو سيمو کې ژوندي کوي، د دې اغېزو پر وړاندې حساس دی. لويې seiche waves  چې له زلزلو څخه راپورته کېږي او د اسماني تيږو لويه کافي زېرمه، له ټکر څخه زرګونه کيلومتره لرې د تکر په دقيقو کې دننه پېښېدلی شي. [۱۸][۱۹]

د هوا چاودنې[سمول]

د ۴ ميترو (۱۳ فټ) قطر په لرلو سره ډبرين اسماني ستوري په کال کې نږدې يو ځل د خمکې فضا ته ننوځي. د ۷ میتر قطر لرونکي اسماني کوچني ستوري پر هيروشيما باندې د غورځول شوي اتومي بم د حرکي انرژي (د TNT نږدې ۱۶ کیلوټنونه) په اندازه انرژي په لرلو سره په نږدې هرو پينځو کلونو کې يو ځل د ځمکې فضا ته ننوځي، مګر د هوا چاودنه تر ۵ کیلو ټنونو پورې راټيټېږي. د فضا په پورتنۍ برخه کې په عادي ډول دا چاودېدل او د کلکو جسمونو ډېری يا ټول يې تبخيرېږي. که څه هم د ۲۰ میترو (۶۶ فټ) قطر لرونکي اسماني کوچني ستوري او هغه چې په هره پېړۍ کې نږدې دوه ځله پر ځمکه بريد کوي، خورا پياوړې هوايي چاودنې رامنځته کوي. د ۲۰۱۳ ز کال Chelyabinsk اسماني کاڼی د نږدې ۵۰۰ کیلو ټنونو هوايې چاودنې په لرلو سره د نږدې ۲۰ میترو قطر لرونکی اټکل شوی و، چې دا د هيروشيما د چاوندنې په پرتله ۳۰ برابره ستره وه. خورا ستر شيان کېدای شي، پر جامدې ځمکې باندې بريد [ټکر] وکړي او يو crater رامنځته کړي. [۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. Rumpf, Clemens M.; Lewis, Hugh G.; Atkinson, Peter M. (2017-04-19). "Asteroid impact effects and their immediate hazards for human populations". Geophysical Research Letters (په انګلیسي ژبه کي). 44 (8): 3433–3440. arXiv:1703.07592. Bibcode:2017GeoRL..44.3433R. doi:10.1002/2017gl073191. ISSN 0094-8276. S2CID 34867206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Becker, Luann (2002). "Repeated Blows". Scientific American. 286 (3): 76–83. Bibcode:2002SciAm.286c..76B. doi:10.1038/scientificamerican0302-76. PMID 11857903. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hughes, Jonathan J.; Berv, Jacob S.; Chester, Stephen G. B.; Sargis, Eric J.; Field, Daniel J. (2021-10-11). "Ecological selectivity and the evolution of mammalian substrate preference across the K–Pg boundary". Ecology and Evolution. Wiley. 11 (21): 14540–14554. doi:10.1002/ece3.8114. ISSN 2045-7758. PMC 8571592 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 34765124 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lewis, John S. (1996), Rain of Iron and Ice, Helix Books (Addison-Wesley), د کتاب پاڼې 236, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-201-48950-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Smash! Aftermath of Colossal Impact Spotted Around Sunlike Star
  6. Smash! Aftermath of Colossal Impact Spotted Around Sunlike Star
  7. (په 15 October 2018 باندې). Stephen Hawking feared race of 'superhumans' able to manipulate their own DNA.
  8. Haldevang, Max de (14 October 2018). "Stephen Hawking left us bold predictions on AI, superhumans, and aliens". Quartz. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 18 June 2018 باندې). Comment - Better Way To Avoid Devastating Asteroids Needed?. The New York Times.
  10. Staff (21 June 2018). "National Near-Earth Object Preparedness Strategy Action Plan" (PDF). whitehouse.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۸ – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 21 June 2018 باندې). America Isn't Ready to Handle a Catastrophic Asteroid Impact, New Report Warns. Gizmodo.
  12. Myhrvold, Nathan (22 May 2018). "An empirical examination of WISE/NEOWISE asteroid analysis and results". Icarus. 314: 64–97. Bibcode:2018Icar..314...64M. doi:10.1016/j.icarus.2018.05.004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 14 June 2018 باندې). Asteroids and Adversaries: Challenging What NASA Knows About Space Rocks - Two years ago, NASA dismissed and mocked an amateur's criticisms of its asteroids database. Now Nathan Myhrvold is back, and his papers have passed peer review.. The New York Times.
  14. (په 14 June 2018 باندې). Asteroids and Adversaries: Challenging What NASA Knows About Space Rocks - Relevant Comments. The New York Times.
  15. Crater Analysis Techniques Working Group; Arvidson, R. E.; Boyce, J.; Chapman, C.; Cintala, M.; Fulchignoni, M.; Moore, H.; Neukum, G.; Schultz, P.; Soderblom, L.; Strom, R.; Woronow, A.; Young, R. (1979), "Standard Techniques for Presentation and Analysis of Crater Size-Frequency Data", Icarus, 37 (2): 467–474, Bibcode:1979Icar...37..467C, doi:10.1016/0019-1035(79)90009-5, hdl:2060/19780014063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Paine, Michael; Peiser, Benny (2002). "The Frequency and Consequences of Cosmic Impacts Since the Demise of the Dinosaurs". Bioastronomy 2002: Life Among the Stars. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bostrom, Nick (March 2002), "Existential Risks: Analyzing Human Extinction Scenarios and Related Hazards", Journal of Evolution and Technology, 9 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. A seismically induced onshore surge deposit at the KPg boundary, North Dakota - Proceedings of the National Academy of Sciences - Robert DePalma et al., published ahead of print 1 April 2019. (PDF direct link, Supplementary published information)
  19. Rumpf, Clemens M.; Lewis, Hugh G.; Atkinson, Peter M. (2017-04-19). "Asteroid impact effects and their immediate hazards for human populations". Geophysical Research Letters (په انګلیسي ژبه کي). 44 (8): 3433–3440. arXiv:1703.07592. Bibcode:2017GeoRL..44.3433R. doi:10.1002/2017gl073191. ISSN 0094-8276. S2CID 34867206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Clark R. Chapman & David Morrison; Morrison (January 6, 1994), "Impacts on the Earth by asteroids and comets: assessing the hazard", Nature, 367 (6458): 33–40, Bibcode:1994Natur.367...33C, doi:10.1038/367033a0, S2CID 4305299 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)