د ټيټو او سټالین بېلوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ټیټو-سټالین انشعاب یا د یوګسلاویا-شوروي انشعاب له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته کلونو کې د یوګسلاویا او شوروي اتحاد د سیاسي مشرانو هر یوه جوزیپ بروز ټیټو او جوزیف سټالین تر منځ د شخړو د اوج ټکی و. که څه هم دا انشعاب د دواړو لورو له خوا د ایدیالوژيکي شخړې په توګه وړاندې شوه، خو دا شخړه په همغه اندازه په بالکان کې د جیوپولیټیکي مبارزې محصول وه چې په هغه کې البانیا، بلغارستان او په یونان کې کمونیسټي یاغیان شامل و، کوم چې د یوګسلاویا ټیټو له هغوی ملاتړ کاوه او شوروي اتحاد په پټه ورسره مخالفت کاوه.

له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته کلونو کې، یوګسلاویا د خپلو اقتصادي، کورنیو او بهرنیو تګلارو موخې تعقیب کړي، چې د شوروي اتحاد او د ختیځ بلاک د متحدینو له ګټو سره همغږې نه وي. په تیره بیا، یوګسلاویا هیله درلوده چې خپل ګاونډی هېواد، البانیا د یوګسلاویا له فدراسیون سره یو ځای کړي. دا کار د البانیا په سیاسي مشرتابه کې د ناامنۍ د فضا د رامنځته کېدو او له شوروي اتحاد سره د کړکېچ د ډېریدو لامل شو، کوم چې هڅه یې کوله له یوګسلاویا سره د البانیا د یو ځای کېدو مخه ونیسي. د شوروی اتحاد بر خلاف د یونان له کمونیست یاغیانو نه د یوګسلاویا ملاتړ، سیاسي اوضاع لا پسې پیچلې کړه. سټالین هڅه وکړه چې یوګسلاویا تر فشار لاندې ونیسي او د هغه تګلارې د یوې واسطې په توګه د بلغارستان له خوا تعدیل کړي. کله چې په ۱۹۴۸ ز کال کې د یوګسلاویا او شوروي اتحاد تر منځ شخړه علني شوه، نو په ختیځ بلوک کې د واک پر سره د جګړې د اغېزې د تصور د مخنیوي په خاطر د یوې ایډیالوژيکې مناقشې په توګه انځور شوه.

دغه انشعاب د یوګسلاویا په کمونیست ګوند کې دننه د پاکولو د دورې (Informbiro period) پیل و. دغې چارې د یوګسلاویا په اقتصاد کې د پام وړ اختلاف رامنځته کړ، کوم چې پخوا په ختیځ بلاک پورې تړلی و. همداشان دا شخړه د شوروي د نږدې ترسره کېدونکې تیري او ان له شوروي سره د نږدې پوځي لوړپوړو مشرانو له خوا د کودتاه د کېدو د ډار لامل هم وګرځېد، هغه ډار چې په پولو کې د زرګونو پیښو او د شوروي او د ملګرو له خوا یې د سازمان شوو تیریو په مټ لا پسې پیاوړی شو. کله چې یوګسلاویا د شوروي اتحاد او ختیځ بلوک له مرستو نه محروم شوی و، نو یې د اقتصادي او پوځي مرستو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته مخ ور واړاوه.

شالید[سمول]

د نړیوالې دویمې جګړې په درشل کې د ټیټو-سټالین شخړه[سمول]

د نړیوالې دویمې جګړې په درشل کې، د شوروي اتحاد د متحدینو او د شوروي د مشر جوزیف سټالین هیله دا وه تر څو شوروي ډوله نفوذ د شوروي جمهوریتونو له پولې هاخوا هم پراخ کړي او د جوسیف بروز ټیټو په مشرۍ د یوګسلاویا د کمونیست ګوند (KPJ) او په تبعید کې د یوګسلاویا د حکومت چې د یوګسلاویا د پاچا پیټر دوم له خوا یې مشري کېده سره ښکر په ښکر کړي، چې دې کار د ټیټو او سټالین تر منځ اړیکې پسې پیچلې کړي. [۱]

متفقینو ځواکونو د ۱۹۴۱ ز کال د اپریل په ۶مه د یوګسلاویا پر سلطنت برید وکړ. دا هېواد ۱۱ ورځې وروسته تسلیم شو او حکومت بهر ته وتښتید او سمدستې په لندن کې ځای پر ځای شو. نازي جرمني، فاشیستې ایټالیا، بلغاریا او هنګري د دې هېواد برخې له ځان سره وصل کړي. پاتې برخې یې په لاندې ډول سره ووېشل شوې: چې زیاتره یې د کرواسي د خپلواک دولت (NDH) په توګه سره را ټولې شوي، هغه ګوډاګی دولت چې د جرمني او ایټالوي ځواکونو له خوا ساتل کېده، په داسې حال کې چې د هېواد پلازمینه بلګراډ د جرمني له خوا په اشغال شوې سیمه صربستان کې پاتې وه. شوروي جمهوریتونو اتحاد چې لا تر اوسه پورې د مولوتوف-ریبنتروپ تړون ته درناوی لري، خپلې اړیکې یې د یوګسلاوي له دولت سره پرې کړي او د خپلو اطلاعاتي شتمنیو له لارې د کرواسي په خپلواک دولت کې له KPJ نه خپلواک د یوه نوي کمونیستي سازمان پر جوړولو پیل وکړ. شوروي اتحاد همداشان په ضمني ډول د بلغاریا د کارګرانو د ګوند نوي تشکیلات تصویب کړل. په تېره بیا، د ګوند نوی تشکیلاتي جوړښت او عملیاتي قلمرو له بلغارستان سره د یوګسلاوي د ځمکو الحاق ته تنظیم شو. شوروي اتحاد یوازې د ۱۹۴۱ ز کال په سپټمبر کې وروسته له هغه چې متفقینو پر شوروي اتحاد تیری وکړ، د KPJ له خوا د مکررو لاریونونو نه وروسته یې خپل ملاتړ له دا ډول کړنو څخه بیرته واخیست.[۱][۲]

د ۱۹۴۱‍ ز کال په جون میاشت کې، ټیټو د متفقینو د اشغال پر وړاندې کمنټرن او سټالین ته د خپلو قیامونو د پروګرامونو په اړه خبر ورکړ. که څه هم، سټالین د یوګسلاویا د پارتیزانو له خوا د کمونیست سمبولونو په ځای کارونه ستونزمن ولید. دا په دې خاطر و چې سټالین له بریتانیا او متحده ایالاتو سره خپل اتحاد د متفقینو له خوا د «دیموکراتیکو ازادیو» د له منځه وړلو برخلاف اړین لیده. له همدې امله سټالین احساس کړه چې د متفقینو تر اشغال لاندې اروپا کې کمونیست ځواکونه په حقیقت کې د دیموکراتیکو ازادیو د بیرته را ژوندي کولو د مبارزې لپاره دنده لري- ان که د لنډ مهال لپاره هم وي. د یوګسلاویا له نظره، دا په دې معنی وه چې سټالین له KPJ څخه هیله درلوده تر څو په تبعید کې پروت دولت د بیرته راوستلو لپاره وجنګیږي. د ډګروال درازا میهایلوویچ په مشرۍ د یوګسلاویا د سلطتني پوځ پاتې شونو چې چیتنیک ورته ویل کېدل لا له پخوا نه تخت ته د دویم پیټر پاچا د راوستلو لپاره هلې ځلې کولي.[۳][۴]

د ۱۹۴۱ ز کال په اکټوبر کې، ټیټو له میهایلوويچ سره دوه ځلې وکتل تر څو هغه ته له متفقینو سره د ګډې مبارزې وړاندیز وکړي. ټیټو هغه ته د پارتیزن ځواکونو د لوی درستیز چوکۍ وړاندیز کړه، خو میهایلوویچ هغه رد کړه. د میاشتې په پای کې، میهایلوویچ وویل چې کمونیستان ریښتیني دښمنان دي. په لومړي سر کې د میهایلوویچ چیتنیک ځواکونه په ورته وخت کې هم د متفقینو او هم د پارتیزانو پر وړاندې وجنګیدل، خو له څو میاشتو وروسته هغوی د پارتیزانو پر وړاندې له متفقینو سره همکاري پیل کړه. د نوامبر تر میاشتې پورې، پارتیزانو د چیتنیک پر وړاندې جګړه کوله په داسې حال کې چې مسکو ته به یې د شوروي د هغو پروپاګنډو په اړه خپل اعتراضونه لیږل چې له مهیایلوویچ نه به یې ستاینه کوله. [۵][۶]

په ۱۹۴۳ ز کال کې، ټیټو د یوګسلاویا د ملي ازادۍ لپاره د فاشیستانو ضد شورا (AVNOJ) د ټولې یوګسلاویا لپاره د یوه مشورتي او قانون جوړونکي پلاوي په توګه بدل کړ، په تبعید کې پروت دولت یې محکوم کړ او هېواد ته یې د پاچا راستنیدل ممنوع وګرځاوه. دغه تصمیمونه د شوروي د هغې ښکاره سپارښتنې په خلاف و چې ټیټو ته یې امر کړی و چې له پاچا پیټر او د هغه له بتعیدي دولت سره دښمني و نه کړي. سټالین په هغه وخت کې، د تهران په کنفرانس کې و او دا ګام یې د شوروي د جمهوریتونو له اتحاد سره خیانت باله. له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۵ کلونو پورې، د اروپا د کمونیست مشرانو لپاره سټالین نوې لارښوونې وکړي تر څو له بورژوازي سیاستوالو سره ایتلافونه رامنځته کړي، چې دا خبره په یوګسلاویا کې هېڅ نه واوریدل شوه. دغه شاک هغه مهال لا پسې پیاوړی شو چې د یوګسلاوي د لنډمهاله حکومت مرستیال ولسمشر، ایډوارډ کاردلج ته د سټالین له خوا د سلنو تړون (Percentages Agreement) افشاء شو. دا تړون چې د سټالین او د بریتانیا د لومړي وزیر وینسټون چرچیل تر منځ د ۱۹۴۴ کال د مسکو کنفرانس په مهال لاسلیک شوی و، د ختیځې اروپا هېوادونه یې د انګریزې او شوروي د نفوذو په دوو برخو سره وېشلې وو، چې یوګسلاویا هم د دې دواړو تر منځ په مساوي بڼه وېشل شوې وه.[۷][۸][۹]

په ټریسټ او کارینټیا کې ځمکني اختلافات[سمول]

د جګړې په وروستیو ورځو کې، پارتیزان ځواکونو د اطریش د کارینټیا سیمې ځینې برخې ونیولي او له جګړې مخکې د ایټالیا خاورې پر لور ور روان وو. په داسې حال کې چې لویدیځو متحدینو ګومان کاوه چې دا کار د سټالین له خوا ترتیب شوی، خو هغه په حقیقت کې ورسره مخالفت وښود. په ځانګړې توګه سټالین د شوروي د ملاتړ لرونکي اطریشي حکومت چې مشر یې کارل رینر و ډاریده او ډار یې له دې اړخه وه چې کېدای شي له متحدینو سره د ټریسټ پر سر پراخه جګړه پیل شي. سټالین سمدستې ټيټو ته امر وکړ چې له کارینټیا نه په شاتګ وکړي او پارتیزان ځواکونو هم د هغه دا امر پر ځای کړ.[۱۰][۱۱][۱۲]

د همدې په شاتګ باوجود هم یوګسلاویا د ایټالیا او اطریش پر وړاندې خپلې ادعاګانې وساتلي. د ایسټریا د جزیرې په شمال لویدیځه برخه او د ټریسټ د ښار شاوخوا کې ځمکني اختلافونه د دې لامل وګرځېدل چې له ایټالیا سره د سولې تړون تر ۱۹۴۷ ز کال پورې وځنډیږي او د ټریسټ ازاده سیمه رامنځته شي. دې کار ټیټو راضي نه کړ ځکه چې هغه د ټریسټ او کارنیټیا شاوخوا پولو په اړه د بیاکتنې په لټه کې او لویدیځ متحدین یې دې اړ کړل چې د یوګسلاویا له خوا د دغې سیمې د نیولو د مخنیوي لپاره هلته په ټریسټ کې یو کنډک ځای پر ځای کړي. د ټریسټ د نیولو لپاره د ټیټو پرله پسې ټینګار د سټالین له خوا د ایټالیا کمونیست ګوند ته یو شرم ګڼل کېده.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Banac 1988، ص. 4.
  2. Banac 1988، صص. 4–5.
  3. Banac 1988، ص. 9.
  4. Banac 1988، صص. 6–7.
  5. Banac 1988، ص. 10.
  6. Tomasevich 2001، ص. 142.
  7. Banac 1988، ص. 15.
  8. Banac 1988، ص. 12.
  9. Reynolds 2006، صص. 270–271.
  10. Reynolds 2006، صص. 274–275.
  11. Banac 1988، ص. 17.
  12. Tomasevich 2001، ص. 759.
  13. Judt 2005، صص. 141–142.