د ټولني په وړاندي د عصري پوهانو مسئوليتونه:

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا معلومه خبره ده چي د خپلي ټولني په وړاندي هر وګړی خاص مسئوليت لري نو لکه ديني علماء چي د خپلي ټولني په وړاندي مسئوليتونه لري همداسي نور پوهان يې هم لري چي هر يو يې په آداء کولو باندي مکلف دی، د طبيعي او عصري علومو پوهان د خپلي ټولني په وړاندي لاندي مهم مسئوليتونه لري چي آداء کولو ته يې بايد ځانونه ژمن وبولي:

1 – خپل زده کړي معلومات د تدريس او بيان په بڼه د اړتيا سره سم خلګو ته ورسوي او د پوهنتون، مکتب او مدرسې له لاري خپلي ټولي زده کړي د خپل ولس سره شريکي کړي او د ماشومانو او نوي نسل په روزلو کي خپل فعال رول په پوره ايماندارۍ او ډېري ليوالتيا سره ولوبوي.

2 – د خپلي ټولني په عصري کولو او جوړولو کي خپل علمي مهارتونه او عملي تجربې د خلګو سره شريکي کړي او د شريعت په چوکاټ کي د ننه په مادي قوت کي د خپلو خلګو د بسيا کولو لپاره کار وکړي، په اسلام کي د معنوي قوت تر څنګ مادي قوت، ساينسي تحقيقات او اختراعاتو ته ډېر ارزښت ورکول سوی دی نو د مسلماني ټولني هر وګړی بايد د خپل توان سره سم د مسلمانانو په پياوړي کولو کي خپله دنده سرته ورسوي.

3 – د خپل مسلک څخه تجارتي منبع جوړ نکړي او د ظاهري خدمت په مقابل کي د خلګو وينه و نه زبېښي البته د کار په مقابل کي مناسب اجرت اخيستل شرعا کوم مشکل نلري خو دا چي څوک د خپلي پوهي اصلي هدف مال وګرځوي او بېله ماله خپل ولس او خلګو ته خدمت نکوي هلته نو بیا دا کس د خپل وطن او ولس سره جفا کړېده او د خپل هيواد او ټولني په وړاندي خپل مسئوليت ندی آداء کړی.

4 – پدې خاطر چي رسنيزه فضا په هيواد کي تر ډېره بريده ډکه ښکاري نو د همدې برخي پوهانو يعني ژورنالستانو ته دا لازمه ده چي د خپل مسلک اصولو ته پوره پاملرنه وکړي او ددې تر څنګ ديني اصولو ته هم پوره ژمن وي ځکه اسلام زموږ لپاره داسي دين دی چي  د ژوند هري برخي لپاره يې اصول او احکام ذکر کړيدي نو درواغ ویل، ناحقه اخبار او تبصرې کول، موسیقی غوږ ایستل او داسي نور منفي کارونه ټول هغه ناوړه کارونه دي چي له بده مرغه ډېری ځوانان په اخته دي.

5 – د عصري علومو او تجربو په برخو کي داسي نوښتونه تر سره کړي چي زموږ هيواد په نړۍ کي ددې تر څنګ چي د سيالانو سيال سي بلکي په تمامه معنی خودکفاء او صادراتي هيواد وګرځي ترڅو موږ په تخنيک، ساينس او طب کي د نورو هيوادونو د اړتيا څخه خلاص سو.

6 – لکه ديني علماء چي دنده لري تر څو د دیني او عصري علومو او ښوونځایونو تر مینځ واټن کم کړي د عصري علومو پوهان هم دېته ورته دنده لري چي تر سره کول يې سل په سلو کي ددې وطن او ټولني په خير باندي تماميږي.

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري