د ټریاسیک – جوراسیک ورکېدو پېښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ټریاسیک – جوراسیک ورکېدو پېښه. (Tr-J) چې ځینې وخت د ټریاسیک پایلنۍ ورکېدنې په توګه هم نومول کېږي، د ټریاسیک او جوراسیک دورو ترمنځ سرحد، ۲۰۱.۳ میلیون کاله پخوا مشخص کوي او د فانوزوئیک عصر د ورکېدنو یوه اصلي پېښه ده چې پر ځمکني او سمندري ژوند یې ژوره اغیزه یې پرېښوده. په سیندونو کې د کونوډونټانو ټول کلاس او ۲۳ تر ۳۴ سلنه سمندري نسلونه ورک شول. په وچه کې، ټول آرکوسورومورفونه بغیر له کروکوډیلومورفان، پتروسوران او ډایناسوران ورک شول؛ ځینې ډلې چې له منځه لاړې پخوا یې شمېر ډېر زیات وو لکه، آیټوساوران، فایټوساوران او راویسوچیډان.[۱][۲]

ځینې پاتې ټراپسیډ تی نه لرونکي او ډېری لوی ټمنوسپونډیل ذوحیاتین له جوراسیک مخکې هم ورک شوي وو. په هرحال، تراوسه د Tr-J سرحد او ځمکني مهره دارانو ترمنځ اړیکې ډېر قاطع شواهد شتون نلري، ځکه چې د ټریاسیک Rhaetian (پایلنۍ) مرحلې ځمکني فوسیلونه ډېر لږ دي. کوم څه ته چې کابو هیڅ زیان ونه رسېدل بوټي، ډایناسوران، پټروسوران او تی لرونکي وو. دې کار ډایناسورانو او پټروسورانو ته اجازه ورکړه ترڅو په راتلونکو ۱۳۵ میلیونو کلونو کې د ځمکې په غالبو حیواناتو بدل شي.[۳][۴][۵]

په دې زمانه کې د سمندري زیانونو احصایوي تجزیه او تحلیل ښکاروي چې د تنوع کموالي د ورکېدو زیاتوالي په پرتله د ډولونو پیدا کېدو کموالي له امله رامنځته شوی. سربېره پر دې، یو مشخص بدلون په نباتي سپورونو کې او د مرجاني صخرو ټولنې سقوط دا ښکاروي چې د ټریاسیک – جوراسیک په سرحد کې یو چاپېریالي ناورین رامنځته شوی دی. لا پخوانیو فرضیو د دې ورکېدنې په هکله سپارښتنه کړې چې د اقلیم یا سمندري سطحې تدریجي بدلېدل کېدای شي ملامت وي، یا کېدای شي د څو آسټروییډونو برخورد یې لامل وي. په هرحال، هغه نظریه چې د Tr-J ورکېدو پېښې لامل په هکله په ښه او پراخه توګه ملاتړ کېږي د مرکزي اتلانټیک سمندر ماګمایي ولایت (CAMP) کې د آتشفشاني چاودنو پیل دی. CAMP له جغرافیوي پلوه ترټولو لوی پېژندل شوی آذرین ولایت دی او د سمندرونو د تېزابي کېدو او د نړیوالې تودوخې رامنځته کولو لپاره د کاربن ډای اکسایډ د تولید مسئول وو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

اغیزې[سمول]

دې پېښې د ځمکې ایکولوژیکي طاقونه تش کړل او ډایناسورانو ته یې اجازه ورکړه ترڅو په جوراسیک دوره کې غالب رول په غاړه واخلي. دا پېښه له ۱۰۰۰۰ کلونو څخه کم وخت کې پېښ شوه او د پانګایا تجزیې له پیل څخه مخکې سمدستي پېښ شوه. د توبینګن (آلمان) سیمه کې، کولی شو د ټریاسیک – جوراسیک هډوکو یو بستر پیدا کولی شو چې د دې سرحد ځانګړنه ده.[۱۲]

د ورکېدو پېښه د ګلانو یو بدلون هم څرګندوي. د مونوساکات او بایساکېټ متنوع ګلانو ټولګو کابو ۶۰ سلنه د Tr-J په سرحد کې ورکېږي چې د عمده نباتي ډولونو د ورکېدو ښکارندویي کوي. د لومړني جوراسیک ګرده ټولګې د کارولینا تر واک لاندې دي، یو نوی نسل چې د ورکېدو پېښې څخه پاتې شويو خالي طاقونو څخه یې ګټه واخیسته.[۱۳]

سمندري غیرفقاري حیوانات[سمول]

د ټریاسیک – جوراسیک ورکېدو پېښې په آمونیټانو باندې د پام وړ اغیزه وکړه. سراتیتیدان، په ټریاسیک کې د آمونیټانو ترټولو نامتو ډله، په نوریان کې د هغوی تنوع د پام وړ کمېدو وروسته، د رتیان دورې په پای کې له منځه لاړل. نور آمونیټي ډلې لکه آمونیټینا، لایټوسراټینا او فایلوسراټینا له لومړني جوراسیک وروسته متنوع شوې. bivalves د لومړني او منځني رتیان دورو کې په لوړه کچه ورکېدو سره مخ شول. د پلانکټون او ګاسټروپوډ تنوع د Tr-J په سرحد کې په سختۍ سره تر اغیزې لاندې راغلل، که څه هم کېدای شي په راډیولاریانو کې ځایي ورکېدل شتون ولري. براخیوپوډان د ټریاسیک په وروستیو کې ورو ورو خپله تنوع راکمه کړه مخکې له دې چې په لومړنۍ جوراسیک کې نوې تنوع رامنځته کړي. داسې ښکاري چې کونولاریډان په بشپړ ډول د ټریاسیک دورې په پای کې له منځه لاړل. د صخرو ټولنې سقوط لپاره ښه شواهد شتون لري، ځکه مرجان په عملي بڼه د ټریاسیک دورې په پای کې د تېتیس سمندر څخه ورک شول او د سینموریان تر وروستیو (د جوراسیک له ۱۱ دورو څخه دوهمه مرحله) پورې به خپل ډېروالی بېرته ترلاسه نکړي. د صخرو دا سقوط په لوړ ګومان د CO2 له امله د سمندرونو د تېزابي کېدو له امله رامنځته شوی وي کوم چې د CAMP چاودنو لخوا فضا ته وړاندې کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶]

سمندري فقاري حیوانات[سمول]

د ټریاسیک دورې پای کې کبان د ډله‌ییزې ورکېدنې سره مخامخ نشول. وروستنۍ‌ ټریاسیک په ټولیز ډول په منځنۍ ټریاسیک کې د یوه تکاملي چاودنې وروسته، د اکتینوپتریژي تنوع تدریجي کمېدل تجربه کړل. که څه هم کېدای شي د سمندر کچې ټیټېدو له امله یا د پلوویال کارني پېښې له امله وي، خو کېدای شي د نمونه اخیستنې غلطه پایله وي، ځکه چې د منځنۍ ټریاسیک دورې کبان د وروستني ټریاسیک دورې کبانو په پرتله په پراخه توګه مطالعه شوي دي. د تنوع ښکاره کمېدو سربېره، نئوپتریژیان (چې ډېری مډرن هډوکي لرونکي کبان په کې شاملېږي) د اکټینوپتریژیانو په پرتله له ډېر څخه لږ زیان ولید، چې د بیولوژیکي بدلون ښکارندویي کوي چېرته چې د کبانو مډرنو ډلو د پخوانیو ډلو ځای نیونه باندې پیل وکړ. کونوډونټان چې په ټول پالئوزوئیک او ټریاسیک کې ښکاره شاخص فوسیلونه وو، بلآخره د Tr-J په سرحد کې د تنوع کمېدو وروسته له منځه لاړل.[۱۷][۱۸]

د کب په شان، سمندري خزندګانو هم د منځنۍ ټریاسیک او جوراسیک تنوع په منځ کې د پام وړ کموالی تجربه کړ. په هرحال، په ټریاسیک – جوراسیک سرحد کې د هغوی د ورکېدو کچه لوړه نه وه. د ورکېدو ترټولو لوړه کچه د مزوزوئیک سمندري خزندګانو کې د لاډینیان مرحلې په پای کې رامنځته شوې چې د منځنۍ ټریاسیک پای پورې تړاو لري. د سمندري خزندګانو یوازنۍ کورنۍ چې د ټریاسیک – جوراسیک په سرحد کې یا له هغه څخه لږ مخکې له منځه لاړل، پلاکوچلیډان (د پلاکوډونټانو وروستنۍ کورنۍ) او لوی ایکټیوسوران لکه شستازوریډان او شونیسوریډان وو. سربېره پر دې، ځینې لیکوالانو استدلال کړی دی چې د ټریاسیک پای د ایکټیوسورانو لپاره د یوه جنیټیکي «خنډ» په توګه عمل وکړ، چې هیڅکله یې د تنوع او اناټومیکي نابرابرۍ هغه کچه چې د ټریاسیک په اوږدو کې یې لرله، بیا لاس ته رانوړه.[۱۹][۲۰]

ځمکني فقاري حیوانات[سمول]

د وروستنۍ ټریاسیک دورې ورکېدنو یو له لومړنیو شواهدو څخه د ځمکني ټټراپوډانو لکه ذوحیاتینو، خزندګانو او سیناپسیډانو عمده بدلون وو. آډوین اچ کولبرټ د ټریاسیک – جوراسیک او کرېټیسوس – پالیوجین سرحدونو ترمنځ د ورکېدو سیسټم او تطابق یو ورته والی رسم کړ. د هغه پام شو چې څنګه ډایناسورانو، لپیډوسپورانو (مارمولکانو او د هغوی خپلوانو) او تمساح ګانو (کروکوډیلانو او د هغوی خپلوانو) د لرغونو ذوحیاتینو او خزندګانو ډلو طاقونه ډک کړل چې د جوراسیک دورې له پیل سره له منځه تللي وو. اولسن (۱۹۸۷) د خپلو مطالعو په اساس د ځناورو بدلونونو په هکله د شمالي امریکا په ختیځ کې د نېوآرک لوی ګروپ کې اټکل وکړ چې د ټولو ځمکني ټټراپوډانو ۴۲ سلنه د ټریاسیک دورې په پای کې له منځه تللي دي. نویو مطالعو په دې هکله بحث کړی دی چې آیا د ټریاسیک ټټراپوډانو بدلون د ټریاسیک دورې په پای کې ناڅاپي وو یا هم په تدریجي ډول رامنځته شوی.[۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Some sources (Whiteside et al 2010) give a date 181.8268 Ma.
  2. "The extinction of conodonts — in terms of discrete elements — at the Triassic–Jurassic boundary" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Graham Ryder; David E. Fastovsky; Stefan Gartner (1996). The Cretaceous-Tertiary Event and Other Catastrophes in Earth History. Geological Society of America. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780813723075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sepkoski, J. John (1984). "A kinetic model of Phanerozoic taxonomic diversity. III. Post-Paleozoic families and mass extinctions". Paleobiology. 10 (2): 246–267. doi:10.1017/s0094837300008186. ISSN 0094-8373. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Tanner LH, Lucas SG, Chapman MG (2004). "Assessing the record and causes of Late Triassic extinctions" (PDF). Earth-Science Reviews. 65 (1–2): 103–139. Bibcode:2004ESRv...65..103T. doi:10.1016/S0012-8252(03)00082-5. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 25, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bambach, R.K.; Knoll, A.H.; Wang, S.C. (December 2004). "Origination, extinction, and mass depletions of marine diversity". Paleobiology. 30 (4): 522–542. doi:10.1666/0094-8373(2004)030<0522:OEAMDO>2.0.CO;2. ISSN 0094-8373. S2CID 17279135. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Colbert, Edwin H. (1958-09-15). "Tetrapod Extinctions at the End of the Triassic Period" (PDF). Proceedings of the National Academy of Sciences. 44 (9): 973–977. Bibcode:1958PNAS...44..973C. doi:10.1073/pnas.44.9.973. ISSN 0027-8424. PMC 528676. PMID 16590299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Olsen, P. E.; Shubin, N. H.; Anders, M. H. (1987-08-28). "New early Jurassic tetrapod assemblages constrain Triassic–Jurassic tetrapod extinction event" (PDF). Science (په انګلیسي ژبه کي). 237 (4818): 1025–1029. Bibcode:1987Sci...237.1025O. doi:10.1126/science.3616622. ISSN 0036-8075. PMID 3616622. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Spray, John G.; Kelley, Simon P.; Rowley, David B. (12 March 1998). "Evidence for a late Triassic multiple impact event on Earth" (PDF). Nature (په انګلیسي ژبه کي). 392 (6672): 171–173. Bibcode:1998Natur.392..171S. doi:10.1038/32397. ISSN 1476-4687. S2CID 4413688. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hautmann, Michael (28 July 2004). "Effect of end-Triassic CO2 maximum on carbonate sedimentation and marine mass extinction". Facies. 50 (2): 257–261. doi:10.1007/s10347-004-0020-y. S2CID 130658467. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Blackburn, Terrence J.; Olsen, Paul E.; Bowring, Samuel A.; McLean, Noah M.; Kent, Dennis V; Puffer, John; McHone, Greg; Rasbury, Troy; Et-Touhami7, Mohammed (2013). "Zircon U-Pb Geochronology Links the End-Triassic Extinction with the Central Atlantic Magmatic Province" (PDF). Science. 340 (6135): 941–945. Bibcode:2013Sci...340..941B. CiteSeerX = 10.1.1.1019.4042 10.1.1.1019.4042. doi:10.1126/science.1234204. PMID 23519213. S2CID 15895416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Johannes Baier: Der Geologische Lehrpfad am Kirnberg (Keuper; SW-Deutschland) Archived 2011-10-02 at the Wayback Machine.. - Jber. Mitt. oberrhein. geol. Ver, N. F. 93, 9–26, 2011.
  13. Fowell, S. J.; Cornet, B.; Olsen, P. E. (1994), "Geologically rapid Late Triassic extinctions: Palynological evidence from the Newark Supergroup", Geological Society of America Special Papers, Geological Society of America, د کتاب پاڼي 197–206, doi:10.1130/spe288-p197, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0813722887 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hönisch, Bärbel; Ridgwell, Andy; Schmidt, Daniela N.; Thomas, Ellen; Gibbs, Samantha J.; Sluijs, Appy; Zeebe, Richard; Kump, Lee; Martindale, Rowan C.; Greene, Sarah E.; Kiessling, Wolfgang (2012-03-02). "The Geological Record of Ocean Acidification". Science (په انګلیسي ژبه کي). 335 (6072): 1058–1063. Bibcode:2012Sci...335.1058H. doi:10.1126/science.1208277. hdl:1874/385704. ISSN 0036-8075. PMID 22383840. S2CID 6361097. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Greene, Sarah E.; Martindale, Rowan C.; Ritterbush, Kathleen A.; Bottjer, David J.; Corsetti, Frank A.; Berelson, William M. (2012-06-01). "Recognising ocean acidification in deep time: An evaluation of the evidence for acidification across the Triassic-Jurassic boundary". Earth-Science Reviews (په انګلیسي ژبه کي). 113 (1): 72–93. Bibcode:2012ESRv..113...72G. doi:10.1016/j.earscirev.2012.03.009. ISSN 0012-8252. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Greene, Sarah E.; Bottjer, David J.; Corsetti, Frank A.; Berelson, William M.; Zonneveld, John-Paul (2012-11-01). "A subseafloor carbonate factory across the Triassic-Jurassic transition". Geology (په انګلیسي ژبه کي). 40 (11): 1043–1046. Bibcode:2012Geo....40.1043G. doi:10.1130/G33205.1. ISSN 0091-7613. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Romano, Carlo; Koot, Martha B.; Kogan, Ilja; Brayard, Arnaud; Minikh, Alla V.; Brinkmann, Winand; Bucher, Hugo; Kriwet, Jürgen (27 November 2014). "Permian–Triassic Osteichthyes (bony fishes): diversity dynamics and body size evolution". Biological Reviews of the Cambridge Philosophical Society. 91 (1): 106–147. doi:10.1111/brv.12161. ISSN 1469-185X. PMID 25431138. S2CID 5332637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tanner LH, Lucas SG, Chapman MG (2004). "Assessing the record and causes of Late Triassic extinctions" (PDF). Earth-Science Reviews. 65 (1–2): 103–139. Bibcode:2004ESRv...65..103T. doi:10.1016/S0012-8252(03)00082-5. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 25, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bardet, Nathalie (1994-07-01). "Extinction events among Mesozoic marine reptiles". Historical Biology. 7 (4): 313–324. doi:10.1080/10292389409380462. ISSN 0891-2963. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Thorne, Philippa M.; Ruta, Marcello; Benton, Michael J. (2011-05-17). "Resetting the evolution of marine reptiles at the Triassic–Jurassic boundary". Proceedings of the National Academy of Sciences (په انګلیسي ژبه کي). 108 (20): 8339–8344. Bibcode:2011PNAS..108.8339T. doi:10.1073/pnas.1018959108. ISSN 0027-8424. PMC 3100925. PMID 21536898. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Olsen, P. E.; Shubin, N. H.; Anders, M. H. (1987-08-28). "New early Jurassic tetrapod assemblages constrain Triassic–Jurassic tetrapod extinction event" (PDF). Science (په انګلیسي ژبه کي). 237 (4818): 1025–1029. Bibcode:1987Sci...237.1025O. doi:10.1126/science.3616622. ISSN 0036-8075. PMID 3616622. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Colbert, Edwin H. (1958-09-15). "Tetrapod Extinctions at the End of the Triassic Period" (PDF). Proceedings of the National Academy of Sciences. 44 (9): 973–977. Bibcode:1958PNAS...44..973C. doi:10.1073/pnas.44.9.973. ISSN 0027-8424. PMC 528676. PMID 16590299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)