Jump to content

د ټایلنډ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ټاي قومي ګروپ د سویل ختیځې اسیا اصلي خاورې ته د څو پېړیو په اوږدو کې کډه کړې ده. د سیام کلیمه (سیام) په پالي ژبه کې د سروزرو خاوره معنی ورکوي، په سانسکریټ ژبه کې بیا د تیاره معنی ورکوي او په مون ژبه کې د پردي معنی ورکوي. د Xianluo کلیمه بیا د چینایانو له خوا د ایوتایا سلطنت ته کاریدله چې د سوفانافوم له ایالت چې مرکز یې په نننی سوفان بوري کې ده او د لاو ایالت څخه یو ځای شوی و چې مرکز یې په ننني لاپ بوري کې ده. ټایلنډیانو ته د دوی د هېواد نوم موئانګ ټای و. [۱]

د غربیانو له خوا د دې هېواد لپاره د سیام نوم کارول په ډېر احتمال سره له پرتګالیانو څخه تر لاسه شوی. پرتګالي تاریخ لیکونکي لیکلي دي چې د ایوتایا پاچا بوروماټرایلوکاناټ په ۱۴۵۵ کال کې د اوسنۍ مالیزیا په ټاپووزمه کې د مالاکا سلطنت ته لشکرکشي وکړه او کله چې په ۱۵۱۱ کال کې مالاکا فتحه شوه، نو پرتګالیانو د ایوتایا سلطنت ته یو ډیپلوماتیک پلاوی ولیږول. یوه پېړۍ وروسته، د ۱۶۱۲ کال د اګسټ په ۱۵مه د ختیځ هند د کمپنۍ یوه سوداګر د لومړي جیمز پاچا یو لیک له ځان سره راوړ او سیام ته ولاړ. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، د سیام کلیمه په جغرافیايي نوم اېښودنو کې هومره کاریدلی و چې پرته له دې نوم په بل هېڅ نوم سره چا نشوای پېژندلای.[۲][۳]

د هندوشوو پاچاهي ګانې لکه مون، د خمر سترواکي او د مالای ټاپووزمې مالایايي دولتونو او سوماترا پر دغه سیمه باندې حکومت کاوه. ټایلنډیانو خپل ایالتونه رامنځته کړل: نګوینیانګ، د سوکوټای پاچاهي، د چینګ مای پاچاهي، لان نا او ایوتایا پاچاهي. دغو هېوادونو له یوه بل سره جګړې وکړي او تل د خمریانو، برما او ویتنام تر ګواښ لاندې و. په نولسمه پېړۍ او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، په سویلي ختیځه اسیا کې یوازینی هېواد چې د اروپایانو له استعمار څخه خوندي پاتې شو هغه ټایلنډ و او د دې کار لامل هم د پاچا چولالانګکورن له خوا د متمرکزو اصلاحاتو راوستل او دا چې فرانسویانو او بریتانویانو تصمیم ونیو تر څو دا هېواد د خپلو سترواکیو تر منځ د شخړو د مخنیوي په خاطر د یوه حایل بې پلوه هېواد په توګه وساتي. په ۱۹۳۲ کال کې د مطلقه سلطنت له پای ته رسېدو وروسته، ټایلنډ د ۶۰ کلونو لپاره یو بشپړ پوځي حکومت درلود تر هغه چې بیا وروسته یو منتخب دیموکراتیک دولت په کې رامنځته شو.

وړاندې له تاریخ

[سمول]

د سویل ختیځې آسیا اصلي خاوره د زرګونو کلونو لپاره د بېلابېلو بومي خلکو سیمه وه. د لامپانګ انسان په توګه د هومو ارکتوس د فوسیلونو کشف کېدل د لرغونو انسانانو یوه بېلګه ده. دا پاتې شونې د لومړي ځل لپاره د لامپانګ د ولایت په غارونو کې کشف شو. د همدې موندنو قدامت په پلیستوسن کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ کلونو پورې رسیږي. همداشان د ۴۰۰۰۰ کاله وړاندې اړوند سنګي مصنوعات د ټایلنډ په کرابي کې د مای هونګ سون او لانګ رونګرین په یو ډبرین پناځای ټام لوډ کې تر لاسه شوي دي. له ۱۸۰۰۰ تر ۳۰۰۰ کاله وړاندې د لرغون پېژندونکو معلومات چې زیاتره یې له غارونو او ډبرینو پناځایونو څخه تر لاسه شوي دي له هاوبینهین وښو خوړونکو سره تړاو لري.[۴][۵]

لومړني دولتونه او د هندوشوو دولتونه

[سمول]

په ننني ټایلنډ کې زیات شمېر داسې سیمې شته چې لرغونتوب یې د برونزو (۱۵۰۰ تر ۵۰۰ وړاندې له میلاد) او د اوسپنې عصر (۵۰۰ کاله وړاندې له میلاد تر ۵۰۰ کاله وروسته له میلاد) ته رسیږي. لکه څرنګه چې د لرغون پېژندونکو د څېړنو له مخې په ګوته شول، هغه سیمې چې اوسنی ټایلنډ ورته ویل کېږي، د یشم په سمندري لاره کې یې برخه درلوده. دا د سوداګرۍ هغه شبکه وه چې د ۳۰۰۰ کلونو لپاره یې له میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې او له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله را وروسته فعاله وه. اوسمهال د بن چیانګ سیمه (د اوډون ټاني ولایت شاوخوا) په سویل ختیځه اسیا کې د مسو او برونزو د تولید د لومړني مرکز په توګه پېژندل شوې ده چې لرغونتوب یې له میلاد څخه شاوخوا ۲۰۰۰ کاله مخکې وخت ته رسیږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

په هندوچین کې د یوه سیاسي نهاد تر ټولو زاړه پېژندل شوي سوابق فونان کې دي – د دې سیمې مرکز د مکونګ په ډلټا او د ننني ټایلنډ په ځینو برخو کې راځي. چینايي کلیزې د لومړۍ میلادي پېړۍ شاوخوا د فونان شتون مني. د لرغون پېژندنې اسناد د دې ښکارندوی دي چې په دغه سیمه کې له میلاد څخه څلور پېړۍ مخکې انسانانو په پراخه کچه ژوند کړی دی.[۱۱][۱۲]

همداشان، دا سیمه د استرواسیایي او مالایو – سومباوان ژبو د بومي تمدنونو کوربه وه. سره له دې هم، د ټایلنډ په اړه له ۱۳مې پېړۍ وړاندې ډېر کم معلومات وجود لري، ځکه چې ادبي او عیني سرچینې کمې دي او د همدې دورې په اړه زیاتره معلومات د لرغون پېژندنې له شواهدو څخه تر لاسه شوي دي. د سویل ختیځې اسیا د نورو سیمو په څېر، ټایلنډ په کلکه سره د هند د کلتور او مذهبونو تر اغېز لاندې و یعنې په لومړۍ میلادي پېړۍ کې د فونان له پاچاهي نیولې بیا د خمر تر سترواکۍ پورې. دغه هندوشوي پاچاهۍ عبارت دي له Dvaravati، Srivijaya او خمر سترواکۍ څخه. E. A. Voretzsch پر دې اند دی چې بودیزم باید د هند د ماوریا سترواکۍ د اشوکا سترواک پر مهال په لومړۍ زریزه کې ټایلنډ ته راغلی وي. وروسته بیا ټایلنډ د سویلي هند د پالاوا سلسلې او د شمالي هند د ګوپتا سترواکۍ تر اغېز لاندې راغی. [۱۳][۱۴]

مرکزي ټایلنډ

[سمول]

د چاو فرایا سیند چې اوس مهال د ټایلنډ په مرکز کې بهیږي یو مهال د Mon Dvaravati د کلتور کور و چې له اوومې پېړۍ تر لسمې پېړۍ پورې ډېر عام و. سامویل بیل د سویل ختیځې اسیا د چینايي لیکنو به منځ کې د «دولوبودي» په نوم د حکومت د ډول په نوم کشف کړ. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د کوډس جورج په مشرۍ د لرغون پېژندنې څېړنو د ناخون پاټوم ولایت د Dvaravati د کلتوری مرکز په توګه په ګوته کړ. دا دوه مهمې سیمې ناکورن پاټوم او یو ټونګ (په ننني سوفان بوري ولایت کې) و. د Dvaravati کتیبې په سانسکریټ او مون ژبو لیکل شوي دي چې د الفبا توري یې د سویلي هند د Pallava له سلسلې څخه را اخیستل شوي دي.[۱۵]

باور پر دې دی چې Dvaravati د Theravada بودیزم له سريلانکا سره د اړیکو له لارې تر لاسه کړی، په داسې حال کې چې حاکمې طبقې بیا په هندو دینونو کې برخه اخیسته. د Dvaravati هنر له هغې ډلې د بودا مجسمې او اسټوپي، د هند د ګوپتا سترواکۍ سره ډېر ورته والی لري. د چاو درې ختیځې برخې بیا د خمریانو او هندوانو تر اغېز لاندې وه ځکه چې هلته موندل شوې کتیبې ټولې په سانسکریټ او خمر ژبو باندې لیکل شوي دي.[۱۶]

Dvaravati د ښاري دولتونو یوه شبکه وه چې د ماندالا د سیاسي ماډل له مخې به یې ځواکمنو ته درناوی کاوه. د Dvaravati کلتور همداشان ایسان او د ټاکرا ایسټموس سویل ته هم وغځید. Dvaravati کلتور د لسمې پېړۍ په شاوخوا کې خپل اغېز له لاسه ورکړ، دا هغه مهال و چې هغوی د لاو-خمر یو موټي سیاست ته تسلیم شول.

د لسمې پېړۍ شاوخوا، د Dvaravati ښاري دولتونه د لاوو له ماندالانو (نننۍ لوپبوري) او سووارنابومي (نننی سوفان بوري) سره یو ځای شو. په شمالي تواریخو کې د یوې افسانې له مخې، په ۹۰۳ کال کې د تمبرالینګا یوه پاچا په لاو برید وکړ او لاو یې ونیو او یو مالایي شهزاده یې پر تخت کېناوه. مالایي شهزاده د خمر له یوې شهزادګۍ سره چې د انګکوري د سلسلې د وینو له حمام څخه را تښتیدلې وه واده وکړ. د همدې جوړې زوی د خمر له تاج او تخت سره سیالي وکړه او لومړی سوریاوارمان (۱۰۰۶-۱۰۵۰) شو او په همدې ترتیب سره یې لاوو د واده په مټ د خمر تر سلطې لاندې راوست. لومړي سوریاوارمان همداشان د خورات سیمې (چې وروسته د ایسان په نوم یادیده) ونیولي او زیات شمېر معبدونه یې ودان کړل.

سرچينې

[سمول]
  1. Campos 1941, p. 119
  2. Wright & Breakspear 1908, p. 18
  3. Wright & Breakspear 1908, p. 16
  4. Lekenvall 2012
  5. Anderson 1990
  6. Tsang, Cheng-hwa (2000), "Recent advances in the Iron Age archaeology of Taiwan", Bulletin of the Indo-Pacific Prehistory Association, 20: 153–158, doi:10.7152/bippa.v20i0.11751
  7. Turton, M. (2021). Notes from central Taiwan: Our brother to the south. Taiwan's relations with the Philippines date back millennia, so it's a mystery that it's not the jewel in the crown of the New Southbound Policy. Taiwan Times.
  8. Everington, K. (2017). Birthplace of Austronesians is Taiwan, capital was Taitung: Scholar. Taiwan News.
  9. Bellwood, P., H. Hung, H., Lizuka, Y. (2011). Taiwan Jade in the Philippines: 3,000 Years of Trade and Long-distance Interaction. Semantic Scholar.
  10. Higham, Charles; Higham, Thomas; Ciarla, Roberto; Douka, Katerina; Kijngam, Amphan; Rispoli, Fiorella (10 December 2011). "The Origins of the Bronze Age of Southeast Asia". Journal of World Prehistory. 24 (4): 227–274. doi:10.1007/s10963-011-9054-6. S2CID 162300712.
  11. "The Virtual Museum of Khmer Art – History of Funan – The Liang Shu account from Chinese Empirical Records". Wintermeier collection. Archived from the original on 13 July 2015. نه اخيستل شوی 10 February 2018.
  12. "State-Formation of Southeast Asia and the Regional Integration – "thalassocratic" state – Base of Power is in the control of a strategic points such as strait, bay, river mouth etc. river mouth etc" (PDF). Keio University. Archived (PDF) from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 10 February 2018.
  13. Thailand. History Archived 6 October 2014 at the Wayback Machine.. Encyclop?dia Britannica Online
  14. "Some Aspects of Asian History and Culture" by Upendra Thakur p.157
  15. Wyatt 2003, p. 18
  16. Brown, Robert L. (1996). The Dvaravati wheels of law and the Indianization of South East Asia. Leiden: E.J.Brill