د ٢٠١٨م کال پارالمپيک ژمنۍ سيالۍ
Appearance
د ٢٠١٨م کال پارالمپيک سيالۍ (په انګريزۍ کې: 2018 Winter Paralympics) د دغې لړۍ ١٢مې ژمنۍ مسابقې يا سيالۍ دي. دغه سيالۍ سږکال د جنوبي کوريا په پوينګ چانګ کې کېږي. په دغو مسابقو کې ګڼې ورزشي رشتې شاملې دي او د ګڼو هېوادونو معلوليت لرونکي ورزشکاران په کې برخه اخلي. د مارچ له نهمې پيلېږي د مارچ تر ١٨مې نېټې پورې دوام کوي. د المپيک نړيواله کمېټه يې مشري کوي.
د پارالمپيک کمېټې د ٤٩ غړو هېوادونو ورزشکاران په پارالمپيک مسابقو کې برخه اخلي، دا اول ځل دى چې د پارالمپيک ژمنۍ مسابقې په جنوبي کوريا کېږي او دا دويم ځل دى چې په دې ټاپووزمه کې دا مسابقې کېږي.
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f8/Pyeongchang_Olympic_Stadium_at_day_for_2018_Winter_Paralympics_opening_ceremony_-_6.jpg/220px-Pyeongchang_Olympic_Stadium_at_day_for_2018_Winter_Paralympics_opening_ceremony_-_6.jpg)
سرچینې
[سمول]