د يو ملي ارمانجن پيژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


لاپه هیواد کې دجمهوریت لومړنۍ واکمني وه' دشپیلۍ اوابشار نغمې غږیدې' دشپانه درمې دسرکښ ګړینګي به خوبولي په ناز و ادا' سوز و ګداز را ویښول' ګیډۍ ګیډۍ' غاړه غړۍ اوبو به دوجد اوجذب دملکوتي ازانګو په بدرګه دورشو د' راڼه طبعیت اوسمسورو درو دفطرت نیازبین ولسونه؛ دواحد څښتن درګاه ته دسجدې اوشکران سر ایښدوته رابلل.

دانو هغه دور وو چې؛ دهیواد ارمانجن ولسمشر " محمد داوود خان" دشهید غازي امان الله خان دپرمختګ اوتعالي دناتمام او نیمګړي فصل دبشپړاوي دخوبونو تعبیرونه او پلانونه پلي کول او دسوکاله پرځان بسیا افغانستان دروښانه ګاندې چار اوڅار یې راتلونکو نسلونو او پرګنو ته؛ دامانتې اوپرځان پور ډالۍ او سوغات په توګه دخپل ملي' اند. واند'په پسوله سینګاراوو!

هوکې!

خپله خاوره خپل اختیار وو' د اور او لمبو ارزاني نه وه!

یوه ګاونډي به له بل ګاونډي "اور او سکور" په نادودو ترخپل کاله راووړ.

دسپین غره دسمسورې لمنې بې ازاره توتکیو به د' بزرګې' لوړ قامته څوکې ته خوښۍ وربښلې او لکه دپاولیو شرنګا به یې ختله' اوسپنیزې شوبلې اوبدمرغه' دیو' غږې چورلکې چا نه پیژندلې' مرګ په نیټه وو! اودومره دروند چې؛ له یوې جنازې سره په پراخه سیمه ساندې او ویر ګډ وو! 'مينه او مېنه' درانه وو او ' وینې' نه وې سپینې شوې!؟

ولې یبرې' حاصل' ته نیږدې شینکي فصلونه دغوایي د'۷' مې دغوایانو دغوبل اوښکرونو تر ګواښ لانې وو!؟.

د۱۳۵۳ لمریز کال دمني دموسم دتلې اوومه نیټه وه چې دکائناتو ستر پنځوونکي" ج" ذات دخپلې لورینې او پیرزونې له انعامه؛ د ننګرهار ولایت ' چپرهار ولسوالۍ دچینې کلي'دولتزیو دنبیرې دمتدین هیوادپال او میلمه پال شخصیت؛ ارواښاد حاجي محمد' عمرخان' پرکاله کوچنی' فضل هادي' ولوراوه!

ارواښاد حاجي محمد عمرخان دخپلې راسخې او مؤمنې عقیدې اوپښتني سوچه دود له مخې دزړه ټوټه" فضل هادي مسلم یار" دیني زده کړو ته کیناوو.

دښاغلي مسلم یار کورنۍ دکفر او استعمار' کمونیزم اوشوروي یرغل پرضد دمبارزې' معرکې او مجاهدې دکاروان له هغو لومړنیو کورنیو حسابیږي چې دهجرت اوجهاد سپیڅلې لاریې غوره کړه دغې مجاهدې کورنۍ داعلاء کلمت الله په لار کې سترې قربانۍ ورکړي.

دمجاهد ورور مسلم یار " څلور ورونه" دشوروي اشغال ضد جهاد کې خپل سرونه نذرانه کړي! چې دکورنیو دکفالت' پالنې اوروزنې درند پیټی یې دده پر اوږو وو.

مسلم یار صیب لومړنۍ زده کړې دکډوالۍ پرمهال دالهجرت والجهاد په دیني مدرسه کې منځنۍ هغه یې په '۱۳۷۴ کال کې له جامعه امدادیه څخه دفراغت سند په اخستلوسرته رسولي.

عصري زده کړې یې دچپرهار لیسې څخه تر فراغت وروسته داریانا پوهنتون دحقوقو اودیپلوماسي څانګې  ته داخل اوپه '۱۳۸۹' لمریزکال یې دلسانس سندترلاسه اودوه کاله وروسته یې په همدغه برخ کې د ماسترۍسند هم تر ګوتو کړ .

ښاغلي مسلمیار دصالحې کورنۍ داسلافو دیوه ښه خلف په توګه په ختیزه جبهه کې د' شهید استاد حافظ الحق او شهید استاد سازنور' په جبهو کې دمجاهد او سرګروپ په توګه جهادي فریضه اداکړې' له ښاغلي استاد ملنګ یار سره دمرستیال په توګه او بیا د" دعوت اسلامي" ګوند دزون درییس په توګه پاتې شوی دی.دلنډ مهال لپاره ښاغلی مسلمیاردننګرهار دیوولسمې فرقې مرستیال او امنیه قوماندانۍ ددفتر رییس هم پاتې شوی.

ښاغلي مسلمیار د۲۰۱۱ میلادي کال دسپتامبر یوولسمې له پیښې وروسته عملي سیاست ته را ودانګل' نوموړی چې دننګرهار دولسونو اوپرګنو ترمنځ د' عالم' مجاهد او قومي مخور' په توګه دبې داغه ماضي او سیاسي تقوا درلودو په برکت مشهور وو د۱۳۸۴ لمریز کال په ټاکنو دولایتي شورا لپاره نوماند شو چې په غوڅ اکثریت ولایتي شورا ته بریالی اوتر '۱۳۸۸ لمریزه کاله څلور پرلپسې کلونه دولایتي شورا رییس پاتې شو.

په پوره درایت اوبشپړ دیانت او ملي احساس سره یې دمحلي ادارې سره په ټولو قضایاوو کې بشپړه همکاري درلوده اوددولتي بنسټونو دتقویې لپاره یې دزون په کچه نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې!

دانو ددیموکراسي نوې او تازه تجربه وه چې په ګڼو ولایاتو کې به سره ولایتي شوراګانې او ولایتي ادارې په ټکر کې وې!

ریښتینې سیاسي تقوا اوتدبر دمسلم یار صیب دتقدس اودرایت په برکت دده او ننګرهار ولایتي شورا دمحبوبیت کچه دومره لوړه کړه چې ؛ مرکزي دولت اونړیوالې ټولنې دننګرهار ولایتي شورا پرستیژ دولسواکۍ دټینګښت په لار کې دهیواد په کچه لومړۍ درجه وه ارزاوو.

ددغو ریښتینولیو په زبات ننګرهار ولایتي شورا فضل هادې مسلم یار دملي شورا' مشرانو جرګې' ته داستازي' سناتور' په توګه را ولیږلو چې یوځل بیا دخپل ملي محبوبیت اودرنښت په اساس دمشرانو جرګې دپنځلسمې دورې داداري هیئت په داخلي ټاکنو کې ددغې دورې دپنځم کال'۱۳۸۸/۱۲/۱ تر۱۳۸۹/۱۱/۱' نیټې پورې یې دنائب اول په توګه دنده سرته ورسوله!

دمشرانو جرګې دشپاړسمې دورې داداري هیئت په ټاکنو کې ښاغلی فضل هادي مسلمیار وتوانید چې د'۱۳۸۹/لمریز کال دسلواغې په لومړۍ نیټه دمشرانو جرګې درییس پوست وګټي.

داچې ښاغلي مسلمیارته شخصي' سیمه ییزې' تنظیمي اوژبني امتیازات هیڅ ارزښت نلري او تل دیوه ملي اوژمن مشر اوسیاستوال په توګه دملي او اسلامي ارزښتونو په پاللو مشهور دی اوترڅنګ یې توانیدلی له بیلابیلو قومونو' مذهبونو'  ژبو اوګوندونو له سناتورانو سره دملي سیاست له ستیجه علیا ملي مصالح وپالي او سنا په اصلي مانا داعتبار اواغیز خاونده کړي اود همدغو قیادي ځانګړنو په درلودو مشرانو جرګه دولسي جرګې پر خلاف له مرکزي دولت سره په مرسته او همکارۍ څنګ ترڅنګ پرمخ بوځي نو دولس داستازو'" سناتورانو" په زړونو کې یې ځای نیولی او دهیواد په معاصر تاریخ کې لومړنی سیاستوال دی چې په انتخابي بڼه اته کاله' له۱۳۸۹ تر۱۳۹۷'پورې دمشرانو جرګې رییس پاتې شوی.

دولسمشر محمد اشرف غني دواکمنۍ په ټاکنو کې سره له دې چې ښاغلی مسلم یار دهغه له سیاسي سیال سره دټاکنیزو سیالیو په برخه کې مرستندوی او ملاتړ وو؛ خو دخپل اصلي سیاسي نصب العین" ملي ګټې' ملي سیاست' داصولو پر بنسټ یې تل له ولسمشر او مرکزي دولت اوملي امنیتي بنسټونو سره دولسواکۍ' خپلواکۍ' ارضي تمامیت او ملي وحدت په پار ملګرتیا کړې اودټولو هغو کورنیو اوبهرنیو کړیو پرضد یې توند غبرګون ښودلی چې دافغان او افغانستان ځلیدنه یې پیرزو نه وه! دمسلم یار همدغې اورژبۍ' متانت ' زړورتیا او حقانیت ته په کتو چې" ان لا یخاف لومة لائم".

ولسمشر محمد اشرف غني دملي شورا اولسمې دورې ته داساسې قانون د'۸۴' یمې مادې ددریمې فقرې پر اساس ښاغلی فضل هادي مسلم یار دیوه فرمان له مخې د۱۳۹۷/ سلواغې په دویمه دانتصابي سناتور په توګه وګوماره!

دیادونې وړده چې ښاغلي مسلمیار دهیواد او هیوادوالو دسالمیت' بقا او ملي بنسټونو دپیاوړتیا او بډاینې په پار لسګونو هیوادونو ته رسمي سفرونه کړي او له ښو پایلو سره ډکې منګولې هیواد ته راستون شی دهیڅ بهرني هیواد تابعیت نلري دپرګنو له منځه راپورته شوی دپرګنو خدمت کوي او له پرګنو سره به اوسیږي.