د يونان کلتور
د يونان کلتور د زرګونو کلونو په موده کې بدلون موندلی، په «مينون» کې او بيا وروسته په «مايسينين» کې پيل شوی، تر کلاسيک يونان پورې يې د پام وړ دوام کړی، په رومي سترواکۍ او د هغې په ځای ناستې بيزانس سترواکۍ يې اغېز پرېښی. د فرانکي دولتونو، عثماني سترواکۍ، وينيشين جمهوريت او باوريايي او ډنمارکي پاچاييو په څېر نور کلتورونه او دولتونو هم په اوسني يوناني کلتور خپل اغېز پرېښي. خو تاریخ پوهان د يونان د خپلواکۍ جګړه د يونان د ګڼ اړخيز کلتور د بيا راژوندي کولو او په يوه هسته کې د بيا پنځولو لامل بولي.
يونان په پراخه کچه د لوېديځ کلتور او ديموکراسۍ زانګو بلل کېږي. اوسني جمهوريتونه د ولسونو له خوا د حکومت، د منصفه پلاوي به مټ د محاکمې او قانون تر مخې د برابرۍ په برخه کې د يونان پوروړي دي. لرغوني يونانيان په ګڼو ډګرونو کې مخکښان وو، کوم چې پر منظم فکر متکي دي، په دې ډګرونو کې بيالوژي، هندسه، تاريخ، فلسفه او فيزيک شامل دي. يونانيانو د حماسي او غزليزې شاعرۍ، تاريخ، ناورين او ټوکو ټکالو په څېر مهمې ادبي بڼې وړاندې کړي دي. د ترتيب او تناسب د تر لاسه کولو په برخه کې، يونانيانو د ښکلا يوه داسې بېلګه وپنځوله چې په لوېديځ هنر يې ژور اغېز پرېښود.[۱][۲][۳]
هنرونه
[سمول]ودانيز هنر
[سمول]لرغونی يونان
[سمول]لومړی ستر لرغونی يوناني مدنيت «ماينوين» و، کوم چې د ژړو په عصر کې په کريټ او د ايجين ټاپوګانو د ايجين مدنيت و، له ۳۰۰۰ مخزېږديز څخه تر ۱۴۵۰ مخزېږديز پورې يې وده وکړه او د زوال له يو وروستي پړاو څخه وروسته بالاخره د يونان په تياره پېړیو کې د ۱۱۰۰ مخزېږدز په شا اوخوا کې پای ته ورسېد. د خپل ځواک د عروج پر مهال، دوی له ښاري کورونو څخه نيولې تر شاهي ماڼيو پورې ودانۍ جوړې کړې. د دې ودانۍ بېلګه په «کنوسوس» کې د «مينوس» پاچا ماڼۍ وه، کومه چې له دوه څخه تر درې سطحو جوړه وه، له پنځه سوو څخه زياتې خونې او د دالانونو او زينو لرونکې ډېرې چوترې يې درلودې. د دې ماڼۍ په داخلي برخه کې د ښه راغلاست لوړ تالارونه، د ملکې او ماشطو لپاره پراخه کورونه، د پوره فاضلاب او اوبو نظام لرونکي حمامونه، د خوراکونو زېرمې، دوکانونه، صحنې، د لوبو ميدانونه او نورې اسانتياوې شاملې وې. ديوالونه له توږل شويو مرمرو يا صافو کړای شويو ډبرو څخه جوړ شوي وو، کوم چې په ډېرو ښايسته شويو نقاشيو پوښلي وو. د ماڼۍ تر څنګ، د «سينټوريني» په ټاپو، په ۱۹۶۷ز کال کې يو پوره م«ينون» ښار وموندل شو چې «اکروتيري» بلل کېږي، وروسته، «مايسينين» مدنيت په مايسينای، ټيريانز او پيالوس کې د ماڼۍ ودانۍ جوړې کړې.[۴]
د يونان له تياره پېړيو وروسته، مهندسي په داسې سبک بدله شوه چې له روميانو سره په شريکه يې په کلاسيکي معمارۍ او وروسته په نوي کلاسيک اغېز وکړ. د دې سبک بېلګې د دوی عبادتځايونه وو، لکه «پارتينين» او «ايريکټونين» چې دواړه د اتن په «ايکروپوليس» کې موقعيت لري، نندارځايونه هم د دې سبک بېلګې دي. دې عبادتځايونو او نندارځايونو د نظري وهم او متوازن تناسب يو پېچلی مرکب کارولی دی. د لرغوني کلاسيکي يونان عبادتځايونه عموماً له يو بنياد څخه جوړ وي چې په هره څنډه کې زينې لري (چې په کريپيډوما پېژندل کېږي)، يوه «سيلا» (انګړ) (يا ناوس) چې په هغې کې د يوې مذهبي ډلې مجسمه وي، ستنې، د ستنې پر سر پرته تخته او د ليندۍ په بڼه کږې شوې دوه ستنې چې يوه به مخ لور ته او بله به شا لور ته وه، موجود وو. تر څلورمې مخزېږديزې پېړۍ پورې، یوناني معمارانو او ډبرتوږونکو د ټولو ودانيو لپاره د اصولو يو نظام جوړ کړی و چې د اوامرو په نوم پېژندل کېدو: ډوري، لوني او کورنتين. دا ودانيز اصولد خپلو ستنو (په ځانګړي ډول د ستنې د پورته برخې په واسطه، کومې چې له بام سره نږدې وي او تاج يې بولي) په مټ په ډېرې اسانۍ سره د پېژندل کېدو وړ دي. ډوري ستنه پیاوړې او بنسټيزه ده، لوني يې نرۍ او د پورته سر په کونجونو کې څلور تاوشوې برخې (چې تاوشوې يا حلزوني برخې/طومار يې بولي) لري (د ستنې سر) او کارنيتن ستنه يې کټ مټ د لوني په څېر ده، خو سر يې په بشپړ ډول بدل دی چې د اکانتوس په پاڼو او څلورو تاوشويو برخو ښکلې شوې ده.[۵]
بيزانسي يونان
[سمول]په ۳۳۰مخزېږديز کې قسطنطنيې ته د رومي سترواکۍ د پلازمېنې د بيا لېږدولو او شا او خوا ۱۵۰ کاله وروسته د لوېديځې رومي سترواکۍ له سقوط وروسته، د ختيځې رومي سترواکۍ يا بيزانس سترواکۍ معمارانو ښاري ديوالونه، ماڼۍ، د ډرامو وړاندې کولو ميدانونه، پلونه، ويالې او کليساګانې جوړې کړې. د بيزانس له خوا د کليسا جوړه شوې تر ټولو مشهوره بڼه يې «باسليکا» وه، کومه چې ډېره پراخه وه او په دې سترواکۍ کې د جوړو شويو ټولو صومعو په منځ کې يې زياته وده وکړه. د سيمه ييزې هڅونې د سمون او موافقت په مټ، د بيزانس د ودانۍ سبک په ختيځ ارتودوکس هېوادنو کې د ودانيزو سبکونو لپاره د هڅونې یوې مهمې وسيلې په توګه وکارول شو. د بېلګې په ډول، په رومانيه کې، د « Brâncovenesc» سبک تر ډېره بريده پر بيزانس مهندسۍ ولاړ دی، خو خپل انفرادي رومانيايي خصوصيات هم لري.[۶]
لکه «پارتينون»، کوم چې لرغوني يوناني مذهب ته د وقف لپاره جوړ شوی و، ايا صوفيا د مسيحيت يوه مشهوره کليسا بلل کېده. د دواړو دينونو عبادتځايونه د ظاهري او داخلي اړخونو ته په کتنې سره يو له بل څخه زيات توپير لري. په لرغونې زمانه کې، د يو عبادتځای بهرنی منظر تر ټولو زياته مهمه برخه وه، ځکه چې داخلي برخې ته يواځې راهبانو لاسرسی درلود، چېرته چې د هغه خدای مجسمه کېښودل کېده، د کوم لپاره به چې دا عبادتځای جوړ شوی و. په دې ځای کې مراسم بهر تر سره کېدل او عبادت کوونکو چې څه ليدل هغه د عبادت ځای مخه وه، کومه به چې له ستنو جوړه وه، دوه طوماري لوړې برخې او د ليندې په څېر ستنې يې درلودې. په ورته وخت کې، مسيحي عبادتي مراسم د کليساګانو په داخل کې تر سره کېدل، عموماً بهرنۍ اړخ يې ډېر کم يا بيخي نه ښکلې کېدو.[۷]
بيزانس معمارانو عموماً د مرمرو ستنې، د تشو خانو لرونکي چتونو او د ډېر سينګار ځانګړتيا درلوده، تر څنګ يې د زرين شاتختې سره د موزايکو (يو ډول ودانيز مواد دي) څخه هم زیات کار اخيست. د بيزانس معمارانو له خوا کارېدونکي ودانيز مواد نور مرمر نه و چې لرغونو يونانيانو يې زياته ستاينه او کارونه کوله، د دې پر ځای يې ډېر وخت ډبرې او خښتې غوره بللې، په داسې حال کې چې د کړکيو لپاره يې د نازکو مرمرو تختې کارولې.[۸][۹]
نوی يونان
[سمول]د يونان له خپلواکۍ وروسته او د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې، د دولتي او خصوصي دواړو ودانيو لپاره نوي کلاسيکي فن تعمير ډېر زيات کارول شوی دی. د یونان د پاچايۍ د اتن او نورو ښارونو لپاره د نولسمې پېړۍ د ودانۍ فن تر ډېره بريده د « Theophil Hansen, Ernst Ziller, Panagis Kalkos, Lysandros Kaftanzoglou, Anastasios Metaxas» او « Stamatios Kleanthis» په څېر معمارانو څخه اغېزمن دی. په همدې وخت کې، له بله اړخه، په یونان کې کليساګانو د نوي بيزانسي بيا راژوندي کول تجربه کړي دي.[۱۰]
په ۱۹۳۳ز کال کې، د اتن منشور، کوم چې د نويپال خوځښت يو منشور دی، د « Le Corbusier» له خوا لاسليک او خپور شو. د دې خوځښت لومړی معماران دا وو: Ioannis Despotopoulos, Dimitris Pikionis, Patroklos Karantinos او Takis Zenetos. له دويمې نړیوالې جګړې او يونان له کورنۍ جګړې وروسته، د یونان د سترو ښارونو په مرکزونو کې د کورونو د ودانيو په زياته کچه جوړېدل، د يوناني اقتصاد او له جګړې وروسته د بيا رغېدو لپاره يو مهم مرستندوی عنصر و. د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسيزې په اوږدو کې لومړۍ اسمان څکې ودانۍ هم جوړې شوې، لکه د OTE برج او اتن ټاور کمپلکس.
سرچينې
[سمول]- ↑ Mazlish, Bruce. Civilization And Its Contents. Stanford University Press, 2004. p. 3. Web. 25 Jun. 2012.
- ↑ Myres, John. Herodotus, Father of History. Oxford: Clarendon Press, 1953. Web. 25 Jun. 2012.
- ↑ Peter Krentz, Ph.D., W. R. Grey Professor of History, Davidson College. "Greece, Ancient." World Book Advanced. World Book, 2012. Web. 8 July 2012.
- ↑ George D. Hurmuziadis (1979). Cultura Greciei (په رومانيايي). Editura științifică și enciclopedică. p. 35.
- ↑ Hodge, Susie (2019). The Short Story of Architecture (په انګليسي). Laurence King Publishing. p. 14. ISBN 978-1-7862-7370-3.
- ↑ George D. Hurmuziadis (1979). Cultura Greciei (په رومانيايي). Editura științifică și enciclopedică. p. 89 & 90.
- ↑ George D. Hurmuziadis (1979). Cultura Greciei (په رومانيايي). Editura științifică și enciclopedică. p. 92.
- ↑ George D. Hurmuziadis (1979). Cultura Greciei (په رومانيايي). Editura științifică și enciclopedică. p. 93.
- ↑ Hodge, Susie (2019). The Short Story of Architecture (په انګليسي). Laurence King Publishing. p. 17. ISBN 978-1-7862-7370-3.
- ↑ Manos G. Birēs, Marō Kardamitsē-Adamē, Neoclassical architecture in Greece