د وینې تېرَونه
د یوه وګړي د وینې دوراني سیسټم ته د رګ لهلارې د وینې ترلاسه شوي محصول د لېږدولو بهیر ته د وینې تېرَونه (په انګلیسي: Blood Transfusion) وایي. په بېلابېلو طبي شرایطو کې، د وینې ضایع شویو برخو د تشو ډکولو په موخه یو وګړي ته وینه ورکول کېږي. په لومړیو کې د وینې بشپړې برخې په سالمه او کره توګه تېرېدلې، خو په پرمختللي طبابت کې د وینې تېرولو پر مهال، په ټولیز ډول، د وینه سره کرویاتو، د وینې سپین کرویاتو، پلازما، د پرنډولو (لخته کولو) فکټورونو او دمویه صفحاتو په څېر، د وینې یوازې اړینې برخې کارول کېږي.[۱]
د وینې سره کرویات (RBC) هموګلوبیني حجرې لري او د وجود حجرو ته اکسېجن تامینوي. د وینې سپین کرویات د وینې تېرونې پر مهال، په ټولیزه توګه، نه کارول کېږي؛ خو نوموړي کرویات د معافیتي سیسټم یوه برخه ده او همدا راز له انتانونو سره مبارزه کوي. پلازما د وینې «زېړرنګه» مایع برخه ده، د یوه حایل په توګه عمل کوي او د وجود ټولیزې روغتیا لپاره د اړین پروټین او مهمو موادو درلودونکي دي. دمویه صفحات د وینې په پرنډتوب کې ونډه لري او له وجود څخه د وینې بهېدنې مخنیوی کوي. د دغو برخو تر پېژندنې دمخه، ډاکتران پر دې باور وو چې وینه یوه متجانسه مایع ده. د دغې علمي مغالطې لهامله، ډېرشمېر ناروغانو د ناجوړې او نامناسبې وینې د تېرېدلو لهامله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
طبي کارَونې[سمول]
د وینې سرو کرویاتو تېرونه[سمول]
له تاریخي پلوه، د وینې سرو کرویاتو تېرَونه هغه مهال ترسره کېدله چې د هموګلوبین کچه له 100g/L څخه یا د هېماتوکریت کچه له 30% څخه راټیټېدله. څرنګه چې د ورکړل شوې وینې هر واحد له خطرونو سره مل دی، اوسمهال تر ډېره د دغې کچې په پرتله لږ څه ټیټه کچه (70 تر 80g/L) په پام کې نیول کېږي، ځکه ښودل شوې ده چې د ناروغ لپاره لا ښې پایلې لري. په روغتون کې د بستر شویو ناروغانو لپاره، چې وینهبهېدنه نهلري، د وینې یوه واحد تجویزول معیاري دي، او دغه درملنه د بیاارزونې او د نښو او د هموګلوبین غلظت په پام کې نیولو سره دوام مومي. کېدای شي د اکسېجن ضعیفې اشباع لرونکي ناروغان لا زیاتې وینې ته اړتیا ولري. تر ډېره بریده توصیه کېږي چې یوازې د وینې شدید کموالي په صورت کې، وګړي ته وینه تېره شي او داسې شواهد شته چې د ډېر مقدار وینې تجویزول، ناوړې پایلې رامنځته کوي. کېدای شي هغه چا ته چې د ټټر درد یا سالنډي په څېر د زړه-عروقي ناروغۍ نښې نښانې لري، وینه ورکړل شي. که چېرې د ناروغانو د هموګلوبین کچه د اوسپنې د کمښت لهامله ټیټه وي، خو د زړه-عروقي وضعیت یې باثباته وي، هم د موثروالي او هم د خوندیتوب لهپلوه، په parenteral توګه د اوسپنې اخېستنه یې لا غوره ګڼل کېږي. د وینې نور محصولات د اړتیا په صورت کې ورکول کېږي؛ د بېلګې په توګه: د پرنډتوب د نیمګړتیاوو درملنې په موخه.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]
چلنلاره[سمول]
د وینې تر ورکولو دمخه، یو لړ پړاوونه په پام کې نیول کېږي، ترڅو د وینې محصولاتو له کیفیت، وړوالي او د وینې اخېستونکي له خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه شي. په ۲۰۱۲ز کې، په ۷۰ سلنه هېوادونو کې د وینې په تړاو ملي پالیسي شتون درلود او په ۶۹ سلنه هېوادونو کې ځانګړي قوانین تصویب شوي وو چې په هغو کې د وینې تېرولو کیفیت او خوندیتوب په جدي توګه په پام کې نیول شوی دی.[۸]
د وینې ورکړه (اهدا)[سمول]
د وینې تېرولو پر مهال، د وینې سرچینې په توګه یا د خپله شخص (په اتولوګ ډول د وینې تېرونه) یا د بل چا له وینې څخه کار اخېستل کېږي (په الوجېنیک یا هومولوګ ډول د وینې تېرونه). دوهیمه سرچینه د لومړۍ په پرتله لا متداوله ده. د بل چا له وینې څخه د کار اخېستنې په صورت کې، لومړی باید وینه اهدا شي. وینه، تر ډېره د بشپړې او سالمې وینې په توګه اهدا کېږي، چې په لومړي کې د رګ لهلارې له اهدا کوونکي څخه ترلاسه او وروسته له د پرنډتوب ضد موادو (رقیق کوونکي مواد) سره ګډېږي. په پرمختللو هېوادونو کې، ډېري وخت د وینې اخېستونکي لپاره د اهدا بهیر او اهدا کوونکی ناپېژندلی پاتې کېږي، خو د وینې بانک محصولات بیا د اخېستونکي لپاره د اهدا، ازمایښت، د اجزاوو جلا کېدنې، زېرمه کېدنې او تجویز د ټولو پړاوونو په ترڅ کې څرګند او د تعقیب وړ دي. پهدې توګه د هر ډول شکمنې وینې د تېرولو اړوند ناروغیو انتقال یا له وینې تېرولو وروسته د معافیتي سیسټم غبرګون په تړاو، د مدیریت او څېړنې امکان رامنځته کېدلای شي. مخ په ودې هېوادونو کې، د وینې اهدا کوونکی ځیني وخت د وینې ترلاسه کوونکي لهخوا ټاکل کېږي او ډېري وخت د کورنۍ یو غړی د وینې اهدا کولو لپاره حاضرېږي او د وینې تر تېرېدلو دمخه، سملاسي وینه اهدا کوي.
دا چې د الکولو، یا لومړی د الکولو او وروسته د ضد عفوني موادو په کارولو سره د اهدا کوونکي د وینې ککړتیا کچه راټیټېدلای شي او که نه، څرګنده نهده.[۹]
پروسس او ازمایښت[سمول]
اهدا شوې وینه له ترلاسه کېدلو وروسته د پروسس پړاو ته ځي، ترڅو ځانګړو ناروغانو ته د استفادې وړ وګرځي. وروسته بیا ترلاسه شوې وینه د سانتریفوګاسیون عملیې په ترڅ کې د وینې اجزاوو ته جلا کېږي: د وینې سره کرویات، پلازما، دمویه صفحات، د البومین پروټین، د پرنډتوب فکټورونو غلظتونه، کرایوپرسیپیتیت، د فیبرینوجېن غلظت او معافیتي ګلوبولینونه (انتيبادي). د وینې سره کرویات، پلازما او دمویه صفحات کېدای شي په جلا توګه، د «افایرېسیس» په نامه د یوې لا پېچلې عملیې لهلارې اهدا شي.
د استفادې کچه[سمول]
د نړۍ په کچه، هر کال د وینې سرو کرویاتو شاوخوا ۸۵ میلیونه واحده وګړو ته تېرېږي.[۱۰]
په متحده ایالاتو کې، په ۲۰۱۱ز کال کې په روغتون کې د بستر کېدلو پر مهال ناروغانو کابو ۳ میلیونه ځلي وینه ورکړل شوې ده، چې پهدې سره د وینې ورکړه تر ټولو متداول پروسیجر وګرځېده. په ۲۰۱۱ز کال کې، د ۴۵ کلنو او یا لا ډېر عمر لرونکو وګړو لپاره تر ټولو ډېر کارول شوې پروسیجر ؤ، او د هغو وګړو لپاره چې عمر یې له ۱ تر ۴۴ کلونو پورې ؤ، د پنځو لوړو کارول شویو پروسیجرونو په کتار کې راغی.[۱۱]
د نیویارک ټایمز د راپور لهمخې: «په طب کې بدلونونو د وینې تېرولو میلیونونو مواردو اړتیا لهمنځه وړې ده او دا د هغو ناروغانو لپاره، چې ډېرې وینې ته د اړتیا په صورت کې د کرونري موقتي حللارو په څېر پروسیجرونه غوره کوي، ښه خبر دی». او، «د وینې بانکونو عواید ورځ په ورځ رالوېږي او سږ کال [۲۰۱۴ز] د دغې لوېدا کچه ګڼې 1.5 میلیارد ډالرو ته راښکته شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ز کال کې د عوایدو کچه یې 5 میلیارد ډالرو ته رسېدله». د سره میاشت د څرګندونو پر بنسټ، تر راتلونکو درېیو تر پنځو کلونو پورې به ۱۲،۰۰۰ کارمندان خپلې دندې لهلاسه ورکړي، چې دا شمېر د نوموړي صنعت کابو یو پر څلورمه برخه ده.[۱۲]
تاریخچه[سمول]
د وینې د دوران سیسټم په هکله د ویلیام هاروې لهخوا د ازمایښتونو په پیلېدو سره، د وینې تېرونې په تړاو ثبت شوې څېړنې په اوولسمې پېړۍ کې پیل شوې او د ژویو ترمنځ د وینې په تېرونه کې ګڼشمېر ازمایښتونه بریالي وختل. سره لهدې، انسانانو ته د ژویو وینې تېرولو په موخه د ډاکترانو پرلهپسې هلوځلو ناوړې او تر ډېره وژونکې پایلې رامنځته کړي. [۱۳]
کله ناکله داسې ویل کېږي چې اتم پاپ اېنوسنت ته د هغه طبیب جیاکومو دي سان جنزیو «په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره وینه تېره کړه»، چې نوموړي (د خولې لهلارې) د درېیو لس کلونو هلکانو وینه وڅښله. هلکان سم دلاسه مړه شول. سره لهدې، د دغې کیسې شواهد تر ډېره د اعتماد وړ نهدي او په احتمال سره د یهود د سپکاوي په موخه دغه کیسه جوړه شوې ده.[۱۴]
لومړنۍ هڅې[سمول]
اېنکایان
داسې ویل کېږي چې د وینې د تېرونې لومړۍ هڅه د اېنکایانو لهخوا د ۱۵۰۰ز لسیزې په لومړیو کې په بریا سره ترسره شوه. سپانیایي کنکیستادوران (سوبمن) په شپاړلسمې پېړۍ کې د اېنکایانو مُلک ته ورسېدل او د وینې د تېرولو عیني شاهدان وو. د «اند» په سیمه کې د بومي وګړو ترمنځ د O ګروپ وینې خپرېدا پهدې معنی ده چې دغه ډول پروسیجرونه، د وینې نامناسبو ګروپونو د شتون په صورت کې، خامخا د وینې تېرونې په پرتله لا لږ خطرونه درلودل؛ چې دغې مسألې په اروپا کې د لومړنیو هڅو په ناکامۍ کې ستره ونډه درلوده.[۱۵][۱۶]
سرچينې[سمول]
- ↑ "Blood Transfusion | National Heart, Lung, and Blood Institute (NHLBI)". www.nhlbi.nih.gov. د لاسرسينېټه ۱۶ جون ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Anesthesia in cases of poor surgical risk. Some suggestions for decreasing risk"]. Surg Gynecol Obstet 74: 1011–1019. 1942.
- ↑ . Clinical Transfusion Medicine Committee of the, AABB[اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Red Blood Cell Transfusion: A Clinical Practice Guideline From the AABB"]. Annals of Internal Medicine 157 (1): 49–58. Mar 26, 2012. doi:10.7326/0003-4819-157-1-201206190-00429. PMID 22751760.
- ↑ "Five Things Physicians and Patients Should Question", Choosing Wisely: an initiative of the ABIM Foundation, American Association of Blood Banks, 24 April 2014, د لاسرسينېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Carson, Jeffrey L.; Stanworth, Simon J.; Dennis, Jane A.; Trivella, Marialena; Roubinian, Nareg; Fergusson, Dean A.; Triulzi, Darrell; Dorée, Carolyn et al. (2021-12-21). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Transfusion thresholds for guiding red blood cell transfusion"]. The Cochrane Database of Systematic Reviews 12: CD002042. doi:10.1002/14651858.CD002042.pub5. ISSN 1469-493X. PMID 34932836.
- ↑ Villanueva, C; Colomo, A; Bosch, A; Concepción, M; Hernandez-Gea, V; Aracil, C; Graupera, I; Poca, M et al. (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Transfusion strategies for acute upper gastrointestinal bleeding"]. The New England Journal of Medicine 368 (1): 11–21. doi:10.1056/NEJMoa1211801. PMID 23281973.
- ↑ Gasche, C; Berstad, A; Befrits, R; Beglinger, C; Dignass, A; Erichsen, K; Gomollon, F; Hjortswang, H et al. (2007). "Guidelines on the diagnosis and management of iron deficiency and anemia in inflammatory bowel diseases". Inflammatory Bowel Diseases 13 (12): 1545–1553. doi:10.1002/ibd.20285. PMID 17985376. http://www.gasche.at/pdf/IBD_Journal_2007.pdf.
- ↑ "Blood safety and availability". World Health Organization. June 2014. د لاسرسينېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Webster, Joan; Bell-Syer, Sally EM; Foxlee, Ruth (2015-02-12). Cochrane Wounds Group. ed. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Skin preparation with alcohol versus alcohol followed by any antiseptic for preventing bacteraemia or contamination of blood for transfusion"] (in en). Cochrane Database of Systematic Reviews 2015 (2): CD007948. doi:10.1002/14651858.CD007948.pub3. PMID 25674776.
- ↑ . Clinical Transfusion Medicine Committee of the, AABB[اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Red Blood Cell Transfusion: A Clinical Practice Guideline From the AABB"]. Annals of Internal Medicine 157 (1): 49–58. Mar 26, 2012. doi:10.7326/0003-4819-157-1-201206190-00429. PMID 22751760.
- ↑ Pfuntner A., Wier L.M., Stocks C. "Most Frequent Procedures Performed in U.S. Hospitals, 2011". HCUP Statistical Brief #165. October 2013. Agency for Healthcare Research and Quality, Rockville, MD. .
- ↑ (په 2014-08-24 باندې). Blood Industry Shrinks as Transfusions Decline. The New York Times Newspaper.
- ↑ Scientific American (په انګلیسي ژبه کي). Munn & Company. 1869-02-20. د کتاب پاڼې 122. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Jacalyn Duffin, History of Medicine: A scandalously short introduction, University of Toronto Press, 1999, p. 171.کينډۍ:ISBN?
- ↑ Lusardi, Donna M. (2002). The New Book of Knowledge. Scholastic Library Publishing. د کتاب پاڼې 260. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lee, Rupert (2016). The Eureka! Moment: 100 Key Scientific Discoveries of the 20th Century. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136714764. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page?