د وینو داغ اثارو تحلیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وینو داغي اثارو تحلیل (په انگلیسي: Bloodstain pattern analysis، چې لنډیز یې : BPA) کېږي، د جرمپوهنې تخصصي څانگې له مهمو کړنو څخه گڼل کېږي.

په وینه ککړو اثارو څېړونکي کارپوهان په جنایي پېښې ځای کې د پاشل شویو څاڅکو یا بهېدلو وینو په څېړلو چې د ډي اېن اې معاینه هم په کې وي. او په همدې توگه د وینو د نمونو پرتلنه چې کولای شي د جنایي پېښې په پلټنو او قاتل ته د ورنږدې کېدو په اړه مهم مسائل رابرسېره کړي.

په پرمختللیو هېوادونو کې د وینې د اثارو تحلیل په علمي تگلارو سره د بیولوژي، کیمیا، شمېرپوهنې او فېزیک په څېر نورو علومو په گټې اخېستنې کېږي. له دې ډول علمي تگلارو په وسیله کولای شو د جنایي دوسیو په حلونه کې د عدالت او قانون پلي کولو ښه مدرک و اوسي.

سرچینې[سمول]

Bevel, Tom; Gardner, Ross M. Bloodstain Pattern Analysis With an Introduction to Crimescene Reconstruction, 3rd Ed. CRC Press 2008 کينډۍ:پای چپ‌چین