د وګړو یا ډلو جنیټیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د وګړو یا ډلو جنیټيک د جنیټیک یوه فرعي څانګه ده چې د جمعیتونو تر منځ د جنیټيکي توپیرونو په اړه بحث کوي او د تکاملي بیولوژۍ یوه برخه ده. د بیولوژۍ په دې څانګه کې د تطابق، تکثیر او د جمعیت د جوړښت په څېر ښکارندې یا پدیدې څېړل کېږي. [۱]

د وګړو یا ډلو جنیټيک د معاصر تکاملي ترکیب په رامنځته کېدو کې یو حیاتي عنصر و. لومړني بنسټګران یې «سېوال رایټ»، «جي بي اېس هالډن» او «رونالډ فېشر» وو چې د کمیتي جنیټیک د اړوندو څانګو بنسټونه یې هم کېښودل. د وګړو جنیټیک په دودیز ډول یوه ډېره ریاضیکي څانګه ده او نظري، لابراتواري او ساحوي څېړنې په کې شاملې دي. د وګړو یا ډلو جنیټیکي ماډلونه هم د DNA د مسلسل  احصایوي استنتاج لپاره او هم د مفهوم د ثبوت او رد لپاره کارول کېږي. [۲]

تاریخچه[سمول]

د وګړو یا ډلو جنیټیک د منډلي وراثت او بیوسټاټيک ماډلونو تر منځ د روغې جوړې په توګه پیل شو. طبیعي انتخاب یوازې هغه وخت د تکامل لامل کېږي چې په یوه نفوس کې پوره جنیټيکي بېلابېلوالی موجود وي. د منډلي جنیټیک تر کشف وړاندې یوه عامه فرضیه د وراثت ترکیب و. خو د وراثت په ترکیب سره جنیټیکي بدلون په چټکۍ له منځه ځي او د طبیعي یا جنسي انتخاب په مرسته شوی تکامل داسې کېږي چې د منلو وړ نه وي. په منډلي وراثت سره په وګړو یا ډلو کې د بېلابېلوالي د ساتنې د څرنګوالي لپاره «هارډي واینبرګ» حل‌لاره وړاندې کوي. د دغه اصل له مخې د انتخاب، تحول [په وراثت کې ناڅاپي بدلون]، لېږدېدنې او جنيټيکي بدلون په نشتون کې د الیلونو (په یوه جین کې بدلونونه) زیاتوالی ثابت پاتې کېږي.[۳]

په دې برخه کې بل مهم ګام د بریتانیايي بیولوژېسټ او د احصایې متخصص «رونالډ فېشر» څېړنه وه. فېشر د مقالو په یوه ټولګه کې چې له ۱۹۱۸ کال وروسته پیل شوې او په ۱۹۳۰ کال کې د جنیټيکی نظریې په نامه کتاب ترې جوړ شو، وښوده چې د بیومټرېسټونو په مرسته دوامدار اندازه شوي ګډ بدلونونه د اکثرو جلا جینونو له ترکیبي کړنلارې سره رامنځته کېدای شي، طبیعي انتخاب په وګړو کې د الیلونو فرېکونسي بدلولی شي او په پایله کې تکامل ته رسېږي. بل انګرېز جنيټيک پوه « جي بي اېس هالډن» د مقالو په یوه لړۍ کې چې په ۱۹۲۴ کال کې پیل شوه، د شرایطو تر پراخې کچې لاندې په يوه جیني ځای کې د الیل د فرېکونسۍ د بدلون ریاضیات وکارول. هالډن د طبیعي انتخاب د واقعي دنیا د بېلګو لپاره احصایوي تحلیل وکاراوه، لکه د پتنګ تکامل او صنعتي میلانیزم؛ ده څرګنده کړه چې د انتخاب ضرایب ښايي تر هغه ډېر وي چې فېشر فکر کاوه، دا د ککړتیا تر ډېرېدو وروسته د ستر یا پټولو د یوې ستراتيژۍ په توګه د چټک تطبیقي تکامل لامل کېږي. [۴][۵]

امریکايي بیولوژېسټ «سېوال رایټ» چې د حیواناتو د نژاد د اصلاح په ازمېښتونو کې یې مخینه لرله، د کوچنیو او نسبتاً منزوي وګړو یا ډلو د متقابلو جینونو پر ترکیب او هغو هم‌نژادي اغېزو یې تمرکز وکړ چې جنیټيکي بېځایه کېدنې ښيي. رایټ په ۱۹۳۲ کال کې د تطبیقي منظرې مفهوم وړاندې کړ او استدلال یې وکړ چې جینیټکي بېځایه کېدنه او هم‌نژادي کولی شي کوچني او منزوي فرعي جمعیتونه یا ډلې له یوه تطبیقي اوج څخه لرې کړي او طبیعي انتخاب ته دا اجازه ورکړي چې دغه کوچنی جمعیت د بېلابېلو تطبیقي اوجونو لوري ته واړوي.

فېشر، هالډن او رایټ د وګړو یا ډلو د جنيټيک د څانګې بنسټ کېښود. دغه طبیعي انتخاب له منډلي جنيټيک سره مدغم شو چې د تکامل د کړنلارې د څرنګوالي په اړه د یوې واحدې نظریې په پراختیا کې لومړنی حیاتي ګام و. [۴][۵]

معاصر ترکیب[سمول]

د موجوداتو د جنیټيک ریاضیاتو په لومړیو کې د معاصر ترکیب د پیل په توګه وده وکړه. د «بیټي» په څېر ځينو لیکوالانو ادعا وکړه چې د موجوداتو جنیټيک د معاصر ترکیب هسته تعریفوي. د شلمې پېړۍ په لومړیو څو لسیزو کې ډېری ساحوي طبیعت‌پالان هم پر دې باور وو چې لامارکېزم او ارتوجینزېس په ژوندۍ نړۍ کې د لیدل شویو پېچلتیاوو لپاره غوره تشرېح وړاندې کوي. د معاصر ترکیب په جریان کې دغه نظریې له منځه لاړې او یوازې هغه تکاملي لاملونه وساتل شول چې د موجوداتو د جنيټيک د ریاضیاتو په چوکاټ کې بیانېدلی شوای. په دې اړه اجماع رامنځته شوه چې کوم تکاملي لاملونه ښايي پر تکامل اغېز وکړي، خو د بېلابېلو لاملونو د نسبي اهمیت په اړه د نظر یووالی نه موجود نه و.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

څلور پروسې[سمول]

انتخاب[سمول]

طبیعي انتخاب چې جنسي انتخاب هم په کې شاملېږي، هغه واقعیت دی چې ځينې ځانګړنې د ارګانېزم د ژوندي پاتې کېدو او تکثیر احتمال لوړوي. د وګړو جنیټیک طبیعي انتخاب د ژوندي پاتې کېدو د وړتیا او په یوه ځانګړګي چاپېریال کې د بیا زیږېدو د احتمال په توګه تعریفوي. د ژوندي پاتې کېدو وړتیا معمولاً د w=1-s په سمبول سره ښودل کېږي چې په دې کې s د انتخاب ضریب دی. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

تحول[سمول]

تحول (په وراثت کې ناڅاپي بدلون) د نویو اللونو (alleles) په ډول د جنیټيکي بېلابېوالي نهايي سرچینه ده. پر دې سربېره کله چې یوې خوا ته د تحول یا ناڅاپي بدلون تمایل موجود وي، یعنې د بېلابېلو ناڅاپي بدلونونو د پېښېدو لپاره بېلابېل احتمالات وي، دغه تحول ښايي د تکامل پر مسیر اغېز وکړي؛ د بېلګې په توګه هغه مکرر تحول چې غواړي د انتخاب په مقابل مسیر کې وي، کولای شي د تحول-انتخاب تعادل رامنځته کړي. په مالیکوالي کچه، که له A څخه G ته د تحول پر ځای له G څخه A ته تحول ډېر پېښ شي، A لرونکي جینوټيپونه به تکامل ته تمایل ولري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

جنیټيک ډرېفټ[سمول]

جنیټيک ډرېفټ په اللي فریکونسۍ کې بدلون راتلل دي چې د ناڅاپي بېلګې اخیستنې په پایله کې رامنځته کېږي. یعنې په بچیانو کې موجود اللونه د والدینو د اللونو ناڅاپي بېلګې دي. جنیتيک ډرېفټ ښايي د جیني ډولونو د ورکېدو لامل شي او په پایله کې جنیټيکي بېلابېوالی کم کړي. د طبیعي انتخاب پر خلاف چې د تکثیر د بریالیتوب په مټ جیني ډولونه لږ یا ډېر معمولوي، د جنیټيک ډرېفټ بدلونونه د چاپېریالي یا تطبیقي فشارونو له امله نه دي او هماغومره احتمال لري چې یو الل لږ یا ډېر معمول یا مشترک کړي.

د جین جریان[سمول]

د جین جریان د جمعیتونو یا نوعو تر منځ د جینونو تبادلې ته ویل کېږي. په یوه نوعه کې د جین د جریان بېلګې مهاجرت [یا بل مېشت‌ځای ته حرکت] او بیا په ارګانېزمونو کې تکثیر او یا د ګردې تبادله ده. په نوعو کې د جینونو انتقال د هیبریډي ارګانېزمونو د تشکیل او د جین د افقي انتقال په ډول دی. د وګړو یا ډلو د جنیټيک ماډلونه د دې لپاره کارولی شو چې کوم جمعیتونه له یو بل څخه پام وړ جنیټيکي انزوا لري او د دې تر څنګ یې د هغوی د تاریخچې د بیا جوړولو لپاره هم کارولی شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د جین افقي انتقال[سمول]

د جین افقي انتقال له یوه موجود څخه بل هغه موجود ته د جنیټيکي موادو لېږد ته ویل کېږي چې ترې زیږېدلی نه وي. دا کار تر ډېره په یوکاریوټونو کې معمول دی. په طبابت کې د انټي بیوټیک د مقاومت له ډېرېدو سره مرسته کوي، ځکه کله چې یوه باکټریا د مقاومت جینونه ترلاسه کوي، په چټکۍ سره يې نورو ډلونو ته لېږدولی شي. په لویه کچه د انتقال بېلګه یوکاریوټي بډلویيډ روټیفرونه دي، داسې ښکاري چې په پراخه کچه یې جینونه له باکټریاوو، فنجي او نباتاتو څخه ترلاسه کړي دي. ویروسونه هم کولای شي د ارګانېزمونو تر منځ DNA ولېږدوي او د جینونو د انتقال امکان ان په بیولوژیکي برخو کې رامنځته کړي. د یوکاریوټونو او پروکاریوټونو د اجدادو د حجرو تر منځ په لوړه کچه د جین انتقال د کلوروپلاسټونو او مایټوکانډریا د ترلاسه کولو په جریان کې هم پېښ شوی دي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچینې[سمول]

  1. "Population genetics - Latest research and news". www.nature.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Servedio, Maria R.; Brandvain, Yaniv; Dhole, Sumit; Fitzpatrick, Courtney L.; Goldberg, Emma E.; Stern, Caitlin A.; Van Cleve, Jeremy; Yeh, D. Justin (9 December 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Not Just a Theory—The Utility of Mathematical Models in Evolutionary Biology"]. PLOS Biology 12 (12): e1002017. doi:10.1371/journal.pbio.1002017. PMID 25489940. 
  3. Ewens, W.J. (2004). Mathematical Population Genetics (الطبعة 2nd). New York: Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-387-20191-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bowler, Peter J. (2003). Evolution : the history of an idea (الطبعة 3rd). Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼي 325–339. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-23693-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Larson, Edward J. (2004). Evolution : the remarkable history of a scientific theory (الطبعة Modern Library). New York: Modern Library. د کتاب پاڼي 221–243. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-679-64288-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Beatty, John (1986). "The Synthesis and the Synthetic Theory". Integrating Scientific Disciplines. 2. Springer Netherlands. د کتاب پاڼي 125–135. doi:10.1007/978-94-010-9435-1_7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789024733422. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mayr, Ernst; Provine, William B., المحررون (1998). The Evolutionary synthesis : perspectives on the unification of biology (الطبعة [New ed].). Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 295–298. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674272262. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Provine, W. B. (1988). "Progress in evolution and meaning in life". Evolutionary progress. University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 49–79. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Provine, William B. (1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The role of mathematical population geneticists in the evolutionary synthesis of the 1930s and 1940s"]. Studies of the History of Biology 2: 167–192. PMID 11610409. 
  10. Ford, E. B. (1975) [1964]. Ecological genetics (الطبعة 4th). London: Chapman and Hall. د کتاب پاڼي 1ff. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mayr, Ernst (1988). Toward a New Philosophy of Biology: Observations of an Evolutionist. Cambridge, Massachusetts: Belknap Press of Harvard University Press. د کتاب پاڼې 402. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-89665-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Mayr, Ernst; Provine, William B., المحررون (1998). The Evolutionary Synthesis : perspectives on the unification of biology (الطبعة [New ed].). Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 338–341. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674272262. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Provine, William B. (1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The role of mathematical population geneticists in the evolutionary synthesis of the 1930s and 1940s"]. Studies of the History of Biology 2: 167–192. PMID 11610409. 
  14. Haldane, J. B. S. (1927). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Mathematical Theory of Natural and Artificial Selection, Part V: Selection and Mutation"]. Mathematical Proceedings of the Cambridge Philosophical Society 23 (7): 838–844. doi:10.1017/S0305004100015644. Bibcode1927PCPS...23..838H. 
  15. Orr, H. A. (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The population genetics of beneficial mutations"]. Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences 365 (1544): 1195–1201. doi:10.1098/rstb.2009.0282. PMID 20308094. 
  16. Hermisson, J.; Pennings, P. S. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Soft sweeps: molecular population genetics of adaptation from standing genetic variation"]. Genetics 169 (4): 2335–2352. doi:10.1534/genetics.104.036947. PMID 15716498. 
  17. Smith, N. G. C.; Webster, M. T.; Ellegren, H. (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Deterministic Mutation Rate Variation in the Human Genome"]. Genome Research 12 (9): 1350–1356. doi:10.1101/gr.220502. PMID 12213772. 
  18. Petrov, D. A. (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evidence for DNA Loss as a Determinant of Genome Size"]. Science 287 (5455): 1060–1062. doi:10.1126/science.287.5455.1060. ISSN 0036-8075. PMID 10669421. Bibcode2000Sci...287.1060P. 
  19. Petrov, D. A. (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "DNA loss and evolution of genome size in Drosophila"]. Genetica 115 (1): 81–91. doi:10.1023/A:1016076215168. PMID 12188050. 
  20. Kiontke, K.; Barrière, A.; Kolotuev, I.; Podbilewicz, B.; Sommer, R.; Fitch, D. H. A.; Félix, M. A. (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Trends, stasis, and drift in the evolution of nematode vulva development"]. Current Biology 17 (22): 1925–1937. doi:10.1016/j.cub.2007.10.061. PMID 18024125. 
  21. Braendle, C.; Baer, C. F.; Félix, M. A. (2010). Barsh, Gregory S.. ed. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Bias and Evolution of the Mutationally Accessible Phenotypic Space in a Developmental System"]. PLOS Genetics 6 (3): e1000877. doi:10.1371/journal.pgen.1000877. PMID 20300655. 
  22. Palmer, RA (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Symmetry breaking and the evolution of development"]. Science 306 (5697): 828–833. doi:10.1126/science.1103707. PMID 15514148. Bibcode2004Sci...306..828P. 
  23. West-Eberhard, M-J. (2003). Developmental plasticity and evolution. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-512235-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Masel, J. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Genetic drift"]. Current Biology 21 (20): R837–R838. doi:10.1016/j.cub.2011.08.007. PMID 22032182. 
  25. Futuyma, Douglas (1998). Evolutionary Biology. Sinauer Associates. د کتاب پاڼې Glossary. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87893-189-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Avers, Charlotte (1989). Process and Pattern in Evolution. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Wahl, L. M. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fixation when N and s Vary: Classic Approaches Give Elegant New Results"]. Genetics 188 (4): 783–785. doi:10.1534/genetics.111.131748. PMID 21828279. 
  28. Boucher, Yan; Douady, Christophe J.; Papke, R. Thane; Walsh, David A.; Boudreau, Mary Ellen R.; Nesbø, Camilla L.; Case, Rebecca J.; Doolittle, W. Ford (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lateral Gene Transfer and the Origins of Prokaryotic Groups"]. Annual Review of Genetics 37 (1): 283–328. doi:10.1146/annurev.genet.37.050503.084247. ISSN 0066-4197. PMID 14616063. 
  29. Walsh, T. (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Combinatorial genetic evolution of multiresistance"]. Current Opinion in Microbiology 9 (5): 476–82. doi:10.1016/j.mib.2006.08.009. PMID 16942901. 
  30. Kondo, N.; Nikoh, N.; Ijichi, N.; Shimada, M.; Fukatsu, T. (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Genome fragment of Wolbachia endosymbiont transferred to X chromosome of host insect"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 99 (22): 14280–14285. doi:10.1073/pnas.222228199. ISSN 0027-8424. PMID 12386340. Bibcode2002PNAS...9914280K. 
  31. Sprague, G. (1991). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Genetic exchange between kingdoms"]. Current Opinion in Genetics & Development 1 (4): 530–533. doi:10.1016/S0959-437X(05)80203-5. PMID 1822285. 
  32. Gladyshev, E. A.; Meselson, M.; Arkhipova, I. R. (2008). "Massive Horizontal Gene Transfer in Bdelloid Rotifers". Science 320 (5880): 1210–1213. doi:10.1126/science.1156407. ISSN 0036-8075. PMID 18511688. Bibcode2008Sci...320.1210G. http://nrs.harvard.edu/urn-3:HUL.InstRepos:3120157. 
  33. Baldo, A.; McClure, M. (1 September 1999). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolution and horizontal transfer of dUTPase-encoding genes in viruses and their hosts"]. Journal of Virology 73 (9): 7710–7721. doi:10.1128/JVI.73.9.7710-7721.1999. PMID 10438861. 
  34. Poole, A.; Penny, D. (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evaluating hypotheses for the origin of eukaryotes"]. BioEssays 29 (1): 74–84. doi:10.1002/bies.20516. PMID 17187354.