د ويکيپېډيا خبرې اترې:کړنلارې او لارښوونې

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کمپیو ټر په ورځني ژوند کي په ورستیو لسیزو کې د کمپیوټر پیدایښت د ژوند په هره برخه اغیزه کړي،حتی ویلی شو په ځینو چارو کې ی نه تصور کیدونکي اغیزه لري. له دې ډلې څخه کولی شو د الکترونیکي زده کړو، الکترونیکي تجارت او داسي نورو یادونه وکړو چې د کمپیوټر په پیدایښت سره یې نسبت پخواته خورا ډیر بدلون کړی دی، له بله اړخه د بشر د پوهې پراخوالی او د علم پر مختلفو برخو کې د مالوماتو تولید له کمپیوټر کاروني پرته نا ممکن دي او همدا رنګه کمپیو ټر د Data په ساتلو، څیړلو او ارزولو کې خورا مرسته کوي. دا به قبوله کړو چې سافټ ویر ، هارډ ویر او کارکوونکی د کمپیوټري سیستمونو دری اړینې او مهمې برخي دي. له شک پرته د کار کوونکو مؤثر ټریننګ د سافټ ویر او هارډ ویر څخه د مناسبې او صحیح ګټه اخیستنې لپاره خورا لوړ اهمیت لري. له همدې کبله د پوهنې وزارت د کمپیوټر زده کړه او کمپیوټر کارونه په ښوونیزو پروګرامونو کې اضافه کړه. د زده کړي اصطلاح په خپل ذات کې و سیله ده چې انسانان د هغې په واسطه خپل مسلکې ژوند ته بڼه ورکوي او له خپلې خوښې سره سمه روښانه راتلونکي جوړه وي. څرنګه چې پوهیږی د انسان د ژوند یوه شیبه هم له زده کړي څخه خالي نه ده، هیڅ انسان به پیدا نشو کړای چې په ژوند کې یې څه نه وې زده کړي او یا یې هم چاته څه نه وې ښوولې. البته د ژوند خوند په همدې کې دی چې انسان تل په زده کړه او ښوونه کې قرار ولري. پس په همدې بنسټ کولی شو زده کړه او ښوونه د ژوندې پاتي کیدو د کلیمې په نوم ونموو. ځکه هر څومره چې زده کړه او ښوونه په ښه ډول صورت ونېسي په هماغه کچه ژوند بامعنی او خونده ور کیږي. څرنګه چې تجربو جوته کړي هر څومره چې انسان ښه تربیه او وروزل شي په هماغه کچه نیک مرغه، پرمختللی او با سعادته دژوند فرصتونه ورته نصیب کیږي. او په دې ور برسیره د ټولنې لپاره د یو فعال او ګټور غړي په توګه پیژندل کیږي چې هر ټولنه دا ډول وګړو ته اړتیا او درناوی لري. دا ځکه چې علم د طبیعت د پدیدو د لاښه درک لپاره د انسانې منظموکوښښونو پایله ده چې د تجربو په و سیله تر لاسه کیږي.

عبدالرحمن حیاء</ref>