د ويکيپېډيا خبرې اترې:غونډه

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مفتی محمد الغزنوی / پذیراحمد[سمول]

مفتي محمدالغزنوي / پذیراحمد د مولوي یارمحمد اخندزاده چې د نوروزي په اخندزاده صاحب یې شهرت درلود زوی او دمولوي عبدالمجید نوروزوي لمسی دی

مفتي صاحب په کال ۱۳۶۰ هجري شمسي کې چې له کال ۱۴۰۲ هجري قمري او له  ۱۹۸۲ میلادي سره سمون خوري  د حمل په لمړۍ نیټه  دې نړۍ ته په داسي حالت کې چې کورنۍ یې  له خپل پلرني کلي یوې غرنۍ سیمي ته هجرت کړی ؤ  سترګي پرانستلي 

نوموړی په یوه دینداره ، علمي اوجهادي کورنۍ کې نړۍ ته سترګي وغړولي له ماشومتو ب نه یې له دیني علومو اوزده کړو سره مینه درلوده ، تر ډېره یې ابتدائي درسونه، فارسیات ، نحو اوصرف آن تر کافیې پوري کتابونه یې له خپل پلار محترم مولوي یارمحمداخندزاده صاحب څخه لوستي له هغه وروسته دهجرت په دیار پاکستان کوئټه کې یې په مختلفو مدرسوکې درسونو ته دوام ورکړ چې له کورنیو مشکلاتوسره سره یې دخپل پلار دهیلي پوره کولو لپاره درسونو ته دوام ورکړ او تر شپږمې درجې ( سادسه درجې ) پوري یې په کوئټه کې سبقونه وویل وروسته په کال ۲۰۰۵ کې دوړې دوري یا (سابعه درجې ) ویلو لپاره دکراچۍ فاروقیې مدرسې ته ولاړ اوهلته یې په شیخ المشائخ حضرت مولاناسلیم الله خان صاحب – رحمه الله تعالی – باندي دمشکاة شریف لمړني درسونه وویل او د وړې دوري له کتابونوسره سره به بعدالوخت دشیخ صاحب دبخاري شریف په درس کې هم کېناست په کال ۲۰۰۵/۲۰۰۶ م کې یې په دارالعلوم کراچي کې دلویې دورې لپاره داخله واخسته اوپه ممتاز نمبرونو باندي یې د وفاق المدارس العربیه پاکستان او دارالعلوم سند ترلاسه کړ له دې وروسته نوموړي د علمي تندي ماتولو لپاره تخصص في الفقه الاسلامي ته مخه کړه چې دکورني مشکلاتو له امله یې یواځي دیوکال لپاره په استاذالعلماء مفتي محمدهارون صاحب سره یوکال تخصص في الفقه وکړچې د ښه زیار اومحنت په برکت سره په لمړۍ درجه ممتاز یې سند ترلاسه کړ له ۲۰۰۷ م کال راهیسي دیو لړ نورو ټولنیزو خدمتونو ترڅنګ په درس تدریس او امامت باندي بوخت دی چې تردې مهاله یې ګڼ شمېر شاګردان روزلي

والسلام  : ستاسو ورور  مولوي آدم خان  دمفتي صاحب محمدالغزنوي شاګرد او دعاګو