د ويکيپېډيا خبرې اترې:خداى د علي زړۀ پر ايمان ازمېلى دى

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژباړه: اجرالدین اقبال

پته: www.andyal.com

خداى د علي زړۀ پر ايمان ازمېلى دى 31- حديث: حضرت علي(ک) وايي: پېغمبر اکرم ته د قريشو يوه ډله راغله او ورته يې وويل: موږ ستا ګاونډيان يو، زموږ يو شمېر مريان د كم عقلۍ له مخې مسلمان شويدي، چې هغوى زموږ ملكيت او پانګه ده، بېرته يې راكړه. رسول اکرم حضرت ابوبكر(رض) ته وويل: ستا څه نظر دى؟حضرت ابوبكر(رض) وويل: د قريشو خبره سمه ده،مسلمان شوي مريان به بيرته وركړو.په دې خبره د پېغمبر اکرم څېره له غوسې سره شوه او له حضرت عمر(رض) نه يې هم نظر وغوښت. هغه هم د حضرت ابوبكر په څېر ځواب وركړ.د پېغمبر اکرم نوره هم غوسه ډېره شوه او قريشو ته يې وويل:((د قريشو ډلې! پر خداى قسم،چې خداى ستاسو ځپلو ته داسې يو سړى ټاكلى، چې خداى زړۀ يې پر ايمان ازمېلى او هغه درسره په ټينګه د دين لپاره جنګېږي . حضرت ابوبكر وويل: د هغه چا په باب مو ، چې وويل زه يم؟ رسول اکرم وويل: نۀ!حضرت عمر وويل : زه يم! رسول اکرم وويل: نۀ ! هغه چې اوس زما اس ته نعلونه لګوي .(او رسول اکرم خپل نعلونه علي(ک) ته وركړي و، چې پر اس يې ولګوي) .

31 حديث په نورو سر چينو كې : مصنّف ابن ابي شيبه :‌ ج 6 ، ص 370 ، ح 32072 (17) ؛ مسند احمد : ج2 ، ص 448 ، ح 1336 ؛ فضائل احمد : ص 158 ، ح 227 ؛ سنن ابي داود : ج 3 ، ص 65 ؛ مسند بزّار : ج1 ، ص 79 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 634 ، ح 3715اوص 35 ، ح 2660 ؛ شرح طحاوي : ج 4 ، ص 359 ؛ مستدرك حاكم : ج 2 ، ص 137اوج 4 ، ص 298 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 9 ، ص 229 ؛ مناقب ابن مغازلي : ص 54 ، ح 78 ؛ كنز العمال : ج 13 ، ص 127 ، ح 36402 .