د ويکيپېډيا خبرې اترې:اسلامي مذاهب

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زه خو د زړه درد غواړم په هر  يوه مذهب كې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ كړې


د خوشال بابا موخو ته د رسېدو څرک[سمول]

پخوا راهيسې د اسلامي مذاهبو په باب پر مطالعې بوخت وم،چې څنګه راوټوکېدل،له تاريخي پلوه يې څنګه وده وکړه او څه اغېزې يې وشيندلې او په دې ترڅ کې پر مذاهبو د يو بل کره کتنې مې هم لوستې او تر دې پړاو وروسته هغوى،چې د مذاهبو د نژدېوالي او پيوستون لپاره هلې ځلې کړي،ليکلي آثار مې هم ولوستل او دا راته په دريمڅه کې يوه رڼا شوه . هغوى زړه سواندو او مخلصو پوهانو او مبارزينو،چې د مسلمانانو د يووالي لپاره څه زيار ګاللى،تر وسې مې راټول او پښتو مې کړل او په اند مې څوک چې هېواد،سيمه او نړۍ کې د مسلمانانو د راوېښولو لپاره هڅې کوي،دا څېړنه ورته د لارې مشال دى،چې په رڼا کې يې د"اسلامي امت" د جوړولو لپاره ځان په فرهنګي وسله سمبال کړي او هم به پوه شي،چې ددې تاريخي بهير په کوم پړاو کې پروت دى او دې اوس څه وکړي ؟

د عثماني امپراطورۍ تر ړنګېدو وروسته (١٣٠٢ س ١٩٢٣ ل ) مسلمانان سياسي او پوځي هډه نه لري او د نورو اديانو پر وړاندې له ځواکمن "سياسي-پوځي" هډې برخمن نه دي که څه په په ګران هېواد افغانستان،ماليزيا،ايران،ترکيې،مصر،ليبيا او تونس کې په دولتي کچه او په ګرده اسلامي نړۍ کې د خوځښتونو په ډول د روڼ سباوون څه نښـې راښکاره شوي؛خو د ا يو څرک دى او اوسنۍ ستونزې ځوابولاى نه شي. مسلمان مبارز،چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي، د اسلامي نړيوال خوځښت غړى دى؛نو دا چې افغانان له ديني پلوه په سيمه او نړۍ کې ځلیدلي او تاريخي وياړنې يې پر برخه دي، اوس تر هر څه ډېر تاريخي مسئووليت ورترغاړې دى،چې د دسيسو له راچاپېر شوي جاله ځان په فرهنګي ويښتيا او مؤمنانه ځيرکۍ خلاص کړي. موږ دا څېړنه د همدې موخو لپاره د يوې فرهنګي وسلې په توګه راوړاندې کړه،چې پر لار د تلو پر دود پوه شو.له چارو او فکري مسلو سره څرنګه دريځ ونيسي او چلن ورسره وکړي او وروستۍ موخه يې څه ده ؟ که څه په دې څېړنه کې پر سياسي چارو بحث نه دى شوى؛خو داچې د مسلمانانو سياست پر دين ولاړ دى؛نو ځکه پر دين د سمې پوهېدو لاره چاره ورښوول شوې،چې بيا سياسي مبارزه هم کړاى شي .

بلخوا مسلمانان ګروهن دي،چې امام مهدي راښکاره کېږي،چې د نبوي سنتو له مخې وروستى دولسم امام دى،چې پر ګردې نړۍ به عدالت واکمن کړي؛نو ځکه په هره سيمه کې،چې د امام مهدي مشرۍ په پام کې نيوو سره هلې ځلې کېږي؛مبارزه شرعي بڼه مومي او پالونکى يې په عبادت کې شمېري؛نو ځکه دا څېړنه د مبارزې د عقيدتي پخې اډانې د جوړولو لپاره بې اغېزې نه ده.

دا څېړنه مسلمان مبارز ته مخه پرانځي،چې د اسلامي مذاهبو له سرچينو څنګه ګټنه وکړي او ځان پوه کړي او په فکري پياوړې وسله پر مبارزه لګيا شي .

په پاى کې وايو: د اسلامي مذاهبو په باب مو د"شاه ولي الله محدث دهلوي" لاره ده،چې په اختلافي مسايلو کې له انصافه کار اخلو او کوم لورى،چې پر حق وي،خبره يې و منو.

اسلامي مذاهب[سمول]

پر اسلام پوهېدنه بې له عقل کارونې ناشونې ده موږ د عقل او دين ترمنځ پر تړاو د پوهېدو لپاره د "الفقه على المذاهب الخمسه" [د لبناني ستر عالم او د اسلامي مذاهبو د پيوستون مخكښ؛ارواښاد "محمد جواد مغنيه" لېكنه] د كتاب سريزه را اخلو.

((په يوه حديث شريف كې راغلي دي : حضرت جبراييل،آدم عليه السلام ته راغى، ويې ويل:خداي تعالى راته ويلي،چې درته يې ووايم: "په  عقل،دين او حيا كې كوم يو ټاكې "؟ حضرت آدم ( ع ) وويل : عقل مې وټاكه ؛ بيا نو حيا او دين وويل : آدمه ! موږ هم درسره يو ؛ ځكه خداى راته ويلي : چېرې چې عقل وي،هملته وسئ ))

له پورته حديثه  لاندې حقايق تر لاسه کېږي :

(الف)_عقل چې څه ونه مني؛نو هغه به په دين كې نه وي،څوك چې عقل نه لري؛نو دين او حيا به هم نه لري كه څه  د ورځې روژې نيسي او د شپې عبادتونه كوي.

د مسلمانانو يو مشر (امام) ويلي دي : " عقل يوه ډاډمنه او سمه تله ده،چې  د نبوي حديث سموالى راښوولى شي؛ځكه رښتينى حديث ځلانده او ښكاره رڼا ده او په څه كې چې حقيقت او رڼا نه وي،هغه به د شيطان وينا وي. "

( ب ) _ دا چې دين له عقله نه بېلېږي؛نو د اجتهاد بندېدل په حقيقت كې پر دين د پوهېدو د لارې تړل دي؛ځكه د اجتهاد مانا د فكر آزادي ده او هم له اصولي قواعدو د فروعاتو د استنتاج لپاره د وره پرانستل دي. په پايله كې كه د عقل لار مو وتړله؛نو عقل او دين،چې يو له بله نه بېلېږي ؛ نو په حقيقت كې د دين لار به مو هم تړلې وي.كه ووايو چې عقل له دين سره مرسته نشي کولاى؛نو دا به د شرعې له منطق او واقعيته لرې وي.

( ج ) _ كه يو عالم او پوه له كوم مذهب سره تعصب كوي؛نو دا تر نا پوهه خطرناك دى؛ځكه دا د مذهب له راوړونكي سره تعصب كوي او عقل د داسې چا لاروي لازم نه بولي.همدغسې بايد ووايو كه څوك د يوه مذهب مخالف وي،په واقع كې د اسلام د حقيقت او واقعيت مخالف نه دى؛ بلكې له يو چا سره مخالف دى،چې په مذهب پورې يې خرافات تړلي وي( او يا له اسلامه خيالي انځور لري).

په صدر اسلام كې مذاهب او ډلې ټپلې نه وې،مسلمين تر يوه بيرغ لاندې را ټول ول. ټول پوهېږو ،چې مذاهبو د مسلمانانو ترمنځ درز اچولى او د دوى د عظمت او د بدبې مخه يې نيولې ده،د اسلام دښمنان د همدغسې فرصتونو په لټه كې ول،چې پر هېوادو د ښكېلاك واكمني له همدغه ځايه راولاړه شوې ده؛نو ځکه د رښتينو مشرانو او پوهانو له افكارو او ويناوو د يووالي بوى راخېژي او د مسلمينو د يووالي او پيوستون لپاره له هرې مناسبې لارې چارې ګټه اخلي،چي همدا هلې ځل د دې لامل شوې،چې د " اجتهاد " ور پرانستل شي .

يوه ډله داسې انګېري ،چې كه د اجتهاد ور پرانستل شي؛ نو څوك چې لږ او ډېر پر فقه پوه شو،سم له لاسه به اجتهاد پيلوي،چې دا يو ډول خپلسري ده ،چې د پرېشانۍ لامل ګرځي.

دا مطلب اسلافو او ړومبنيو په خپلو كتابو كې كښلى او وروستنيو بې له دې ،چې مسله وڅېړي،منلې يې ده؛خو زه د اجتهاد تړل په دوو لاملونو كې وينم :

( 1 ) ظالم واكمن تل د فكر،عقل او راى له آزادۍ وېرېدل ؛ نوځکه له دينه يې يوه وسيله جوړه كړې وه او په چل ول به يې هر يو آزاد خياله ځپه .

( 2 ) _ پر چاپېريال د ارتجاع جال غوړېدلى و. دا هم يو مهم لامل دى ،چې د اجتهاد ور يې وتاړه، په پټو سترګو لاروي د افكارو له آزادۍ سره اړخ نه لګوي؛ لكه څنګه چې موږ په خپل چاپېريال كې آزاد اوسېږو،بايد د يوه مذهب او قول له لاروۍ تېر شو او په آزاد ډول د ټولو اسلامي مذاهبو ( چي له عقل او آسماني شريعت سره اړخ لګوي) اجتهاد ومنو.

كه د اسلامي مذاهبو ټاكنه مطلق اجتهاد نه وي؛ نو د اجتهاد يوه برخه خو ده؛نوځكه دې ته اړ شوم ،چې دا كتاب وليكم او د پينځګونو اسلامي مذاهبو ( جعفري ، حنفي ، مالكي، شافعي ، حنبلي ( رحمة الله عليهم ) اقوال له سرچينو او ماخذونو يې راټول كړم. "


د اسلامي مذاهبو پيوستون[سمول]

    موږ ته تر پېغمبر اكرم (ص) وروسته دين له دوو لوريو رارسېدلى دى؛يو لورى ځان د اهل بيتو عليهم السلام لاروي بولي او بل لورى د اصحابو كرامو رضى الله عنهم. خوشال بابا د "حق دين" د څرګندولو لپاره په اوولسمه ميلادي پېړۍ (1612-1688ز يا 1022-1100س) كې خپله هيله داسې څرګندوي:


زه خو د زړه درد غواړم په هر  يوه مذهب كې

تا زده ستا خبرې چې نقلونه رنګارنګ كړې

                                                                           

چې دا په حقيقت كې په سيمه او اسلامي نړۍ كې د "اسلامي مذاهبو د پيوستون = جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه" بنسټ اېښوول وو،چې بيا د 1366 س د ربيع اول پر 30  مه (،چې د 1947 ز له فبرورۍ سره سمون خوري) د اسلامي نړۍ شلو تنو مشهورو پوهانو په قاهره كې د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " په نامه يو ديني او ټولنيز ټولى جوړ كړ،چې په حقيقت كې د خوشال بابا هيلې يې ترسره كولې او په لنډ ډول يې موخې دا وې :

( الف ) _ د اسلامي مذاهبو تر منځ ،چې بې د اسلام له اساسي اصولو،په نورو نظرياتو كې كوم بېلتون راغلى ؛ نو زيار باسي،چې سره يې نږدې كړي او دا به په دې مفهوم نه وي،چې ګنې مذاهب سره ګډوډ او نوى مذهب جوړ كړي.

( ب ) _ پر بېلا بېلو ژبو د اسلامي عقايدو او قوانينو خپرول او پر دې ټينګار،چې ټولنې د قوانينو عملي كولو ته اړينې دي؛يعنې دا "ټولى" نړيوالو ته د اسلام د دين د حقانيت جوتولو ته خپل تبليغي رسالت سرته رسوي او كومې ټولنې،چې ترې قوانين وغواړي؛نو دوى به د قوانينو په چمتو كې ورسره مرسته كوي .

( ج ) _ د اسلامي مذاهبو يا طايفو ترمنځ د شخړو او تا ويلي او ما ويلي لرې كول او ترمنځ يې پيوستون راوستل، ډېر ځل په اسلامي مذاهبو كې د ځينو مسايلو او اصطلاحاتو په باب په پوهېدو يا ناوړه تفاهم،ژبنۍ يا ليكنۍ شخړې رامنځ ته كېږي او يا پردي لاسونه د درز او اختلاف را پيدا كېدو ته د يوه مذهب په نامه په بل پسې كتابونه ليكي،ډنډورې خپروي،پر يو بل د كفر فتواوې لګوي،چې په پايله كې متعصبې او ړندې ډلې راټوكېږي او د اسلامي نړۍ وياړلي پوهان يا د شخصيت او يا له جسماني پلوه وژني.


د اسلامي مذاهبو د پيوستون  بنسټګر[سمول]

1 _ محمد علي علوبه پاشا

2 _ شيخ عبدالمجيد سليم ( د ازهر پوهنتون د دارالافتا رئيس ) حنفي

3 _ حاج امين الحسيني ( د فلسطين ستر حنفي )

4 _ محمد حلمي عيسى پاشا

5 _ شيخ محمد عبداللطيف،د( الازهر اداري مشر او هم د مذهبي ښوونو رئيس )

6 _ شيخ احمد حسيني د اوقافو وزارت مفتي

7 _ شيخ محمد عبدالفتاح العناني د سترو علماوو د پلاوي غړى او مالكي مذهبى

8 _ شيخ عيسى منون د سترو علماوو د پلاوي غړى ، د " شرعياتو " پوهنځي رئيس، شافعي مذهبى

9 _ شيخ محمود شلتوت د سترو علماوو د پلاوي غړى " حنفي مذهبى "

10 _ محمد تقي قمي ( اماميه شيعه )

11 _ شيخ عبدالوهاب خلاف (اسلامي حقوقپوه او استاد)

12 _ شيخ حسن البنا ( د اخوان المسلمين مشر )

13 _ شيخ علي الحنيف ( د فواد پوهنتون د فقهې استاد )

14 _ احمد بن علوبه مستشار

15 _ علي بن اسمعيل مريد (د يمن د زيديه شيعه و استازى )

16 _ قاضي محمد بن عبدالله الامري (د يمن د زيديه شيعه و استازى )

17 ميرزا مهدي رفيع بيشكي

18 شيخ محمد عبداللطيف السبكي (د الازهر استاد، حنبلي )

19 _ شيخ محمد المدني ( د الازهر استاد )

20 _ استاد محمد عبدالهادي .

بيا له نجف اشرفه،شيخ محمد حسين كاشف الغطاْ له كاظميه،سيد هبه الدين شهرستاني او له لبنانه سيد عبدالحسين شرف الدين اماميه شيعه ورونه هم پرې ورزيات شول .

" تقريب " د اسلامي مذاهبو د پيوستون غوره لار ده، چې " شيعه " او "سني" يو بل سم وپېژني او د مغرضينو كوم تورونه، چې پر يو بل لګېږي،لرې شي . په شيعه وو كې، چې د سني وروڼو په باب ځينې بدګومانۍ ، ناوړه ذهنيتونه او ډول ډول تورونه دي، لرې كړاى شي او پر عكس؛ نو دا لار د اسلام لار ده، چې بريا يې حتمي ده، تقريب غواړي تعصب له منځه يوسي او د اصلاح ماڼۍ پر سمې پوهې جوړه كړي،د اختلافاتو د لرې كېدو مانا دا نه ده، چې ګنې هر يو اړخ بل ته سترګې نيولې وي،چې له خپلو عقايدو لاس پر سر شي او له بلې لار سره يو ځاى شي،نه داسې نه ده؛بلكې شيعه به شيعه وي او سني به سني وي،يا په بله وينا : د تقريب مطلب دادى، چې شيعه او سني يو بل ته د ديني ورور په سترګو وويني او پوه شي،چې دواړه يو خداى،يو پېغمبر،يو كتاب او يوه قبله لري .

" تقريب " ، پر اختلافي مسايلو رڼا اچولې ده، چى نچوړ يې دا دى :

| په بنسټيزو اصولو كې مسلمانان(سني – شيعه) سره يو دي.

| امامت يوازې د شيعه مذهب له اصولو ځنې دى او د دين له اصولو نه ګڼل كېږي، چې ګنې څوك ترې منكر شي،مسلمان به نه وي .

|څه چې د شيعه وو د احاديثو په كتابو كې دي،دليل يې دا نه دى،چې ګنې شيعه به هغه ټول مني.

| حضرت على ( ك ) د دوست او دښمن پر وړاندې د زغم ، صبر،تېرېدنې او نرمښت بېلګه و،چې په حقيقت كې د " تقريب " امام دى .

| د خلافت او امامت مسلې يو له بله بېلې دي، چې سره اړخ لګولاى شي.

| اهل سنت،اهلبيتو ته احترام لري او په فضايلو كې يې روايتونه نقل كړي دي .

| شيعه " غلات " نه دي.

| د اصحابو په باب د شيعه وو نظر،هماغه د اهل بيتو نظر دى.

| شيعه معتزلي نه دي؛بلكې په كلامي عقايدو كې مستقل او خپلواك دي،چې د اشاعره و او معتزله وو تر منځ دي .

| شيعه د قرآن پر تحريف ګروهن نه دي او په دې باب روايتونه په ټينګه ردوي .

| ټول اسلامي مذاهب په يوه ملت كې ګڼل كېږي او داچې فقهي اختلافات له اجتهاده راولاړېږي ؛نوځكه ټول معذور او ماجور دي .

د اسلام په تاريخ كې د " اسلامي دارالتقريب " شتون ګټور جوت شوى دى. زما په ګومان،چې دا يوه تاريخي " اجماع " وه او په تاريخ كې،چې ځينې شېبې " تلپاتې " وي، هغه به د " تقريب " په شانته ناستې وي ، خداى تعالى دې پردې بنسټګرو علماوو تاييدوونکيو او چا چې په يو ډول نه په يوه ډول ددې خوځښت ملاتړ كړى ولورېږي او په اوسني وخت كې چې څوك د همدغې لارې لارويان وي ورته هم توفيق وركړي،چې د مسلمينو ترمنځ هر اړخيز پيوستون راولى .

د تقريب د كړنو لنډيز دا دى :

١_ د اجتهاد ور يې پرانست او د الازهر په پوهنتون كې يې د " مقارنې فقې " دپارتمنت رامنځ ته كړ او جواز يې وركړ،چې هر څوك كړاى شي له معتبرو اسلامي مذاهبو لاروي وكړي. د واده او طلاق قوانين يې "د جعفري مذهب" له مخې ومنل او اعلان يې هم كړل .

2 _ د سني او شيعه فرقو د مشرانو تر منځ پيوستون او اړيكې يې رامنځ ته كړې او په هغه وخت كې دې مشرانو يو بل ته ليكونه  ولېږل.

3 _ د دارالتقريب په مرسته د مسلمانانو لپاره د نړۍ په څو ځايونو كې اسلامي كنګرې جوړې شوي،چې مثلاْ يوه يې په 1952 ز د فبروري مياشت كې په كراچۍ كې او دوه نورې يې په امريكا كې وې.

4 _ د دارالتقريب خپرونو،د شيعه وو په معرفي كولو كې لوى ګام پورته كړ،چې دا دى :

( الف ) _ الحج على المذاهب :

د پينځګونو اسلامي فقهي مذاهبو عالمانو ليكلى .

( ب ) _ د نافع لنډيز : نجم الدين حلي.

( ج ) _ تذكره الفقهاء ، تاليف : علامه حلي.

( د ) _ وسائل الشيعه ، تاليف : محمد بن حسن حر عاملي.

( ه ) _ حديث الثقلين ، تاليف : محمد قوام الدين قمي.

( و ) _ د مجمع البيان تفسير ، تاليف ، حسن طبرسي.

5 _ د قرآن مجيد تفسير.

د " تقريب " له مهمو چارو  يو هم بې تعصبه د قرآن مجيد تفسير دى،چې ارواښاد ستر اسلامي مفسر شيخ شلتوت په "رسالة الاسلام " مجله كې څوارلس كاله خپراوه.

6 _ د دارالتقريب له مهمو كړنو  يو هم پر 1378 س د اهل سنتو د ستر مفتي ارواښاد شيخ محمود شلتوت تاريخي فتوى وه،چې د شيعه مذهب په لاروۍ يې وركړې وه :

" جعفري ښوونځي،چې په اثناى عشري اماميه مذهب مشهور دى ، شرعاً يې لاروي داسې روا ده؛لكه له څلورګونو مذاهبو چې روا ده. "

7 _هغه احاديث،چې دواړه لوري يې مني،په يوه كتاب كې را ټولول.

٨ _ د سني او شيعه علماوو تر منځ راشه درشه پيل شوه.))


د اهل سنتو عالمان او مشران[سمول]

   مصري نوماند عالم ډاكټر اسلام خالد محمود پر 1406 س د "المختار الاسلامي" مجلې په 29 مه ګڼه ، اووم ټوك كې يوه مقاله خپره كړې،چې يوه برخه يې لولو:

  له ځينو اورو، چې د " اماميه اثنا عشري " او د " اهل سنتو" د نورو مذهبونو تر منځ څه بېلتون نشته،پردې سربېره دا خبرې هم اورېدل كېږي،چې"اثنا عشري اماميه "شيعه هم د غالي فرقو په څېر كافر، زنديق او مجوسي ګڼي.

په دې لنډه ليكنه كې به موږ د " اهل سنت " د علما وو او " اسلامي نهضتونو " د  مشرانو د رايو غونډولو هڅه وكړو،چې دا ترې څرګنده شي،چې" اثنا عشري اماميه "شيعه يوه اسلامي فرقه ده،چې په اصولو او عقايدوكې راسره يوه خوله ده .

  البته په ځينو داسې مسايلو كې راسره اختلاف لري ،چې په هغې سره پرې نه كفر نښلي او نه له اسلامه وځي

    اسلام فطري دين دى،چې انسان تفكر،عقل او د خپلمنځي پو هونې راپوهونې هڅونه كوي. په اسلام كې كه مجتهد په خپل اجتهاد كې تېروځي؛نو يو اجر او كه كامياب شي،دوه اجره وركول كيږي؛ځکه اسلام داسې ستر تمدن رامنځ ته كړ،چې د فكري او ذهني پر مختيا نښه يې ده؛ خو له دې هرڅه سره سره يو ځل داسې استثنايي او فوق العاده حالات را پيدا شول،چى د فكري الغاو تلغاو په كې باچايي وه او د ملي ضد حكومتونو له خوا نه؛بلكې په خپله د ټولنې د ځينو ډلو له خوا هم د وېرې اچونې او تنګ نظرۍ څرګندونه كېده. د هر راز خپلمنځي خبرو اترو او تفاهم لارې بندې دي او له همدې ځايه زوړتيا او ماتې مو پيل شوه او تعصب او تقليد واكمن شو،امامانو كرامو مو چې كوم فكري ښوونځي ( فكري ودې ته) جوړ كړي ول، هغه پر داسې ګوندونو بدل شول،چې يو له بل سره لاس وګرېوان شول،كله پخپلو كې يو بل كافر وي او كله په خپلو كې په اخ وډب وي. زموږ د تاريخ د سترې فكري زېرمې او د اسلام د ستر مفكر حجة الاسلام " ابو حامد غزالي " كتابونه پخپله د مسلمانانو په لاسونو وسوځول شول. همداراز د شيخ الاسلام " ابن تيميه " كتابونه هم د مسلمانانو له خوا د اور خوراك شول .

     " غزالي " او " اشعري " تصوف ته ورمات ول او "ابن تيميه " د سلفيت لېوال و،له دې ښكاري،چې وېره اچونه په كومې ځانګړې ډلې پورې اړه نه لري." احيا ْ العلوم الدين " د كتاب او سنت د مخالف كتاب په نامه وسېځل شو . متعصب" شافعي " د هغو خوړو په باب وپوښتل شو، چې د شرابو يو څاڅكى پكې تويې شوى وي؛نو ځواب يې وركړ،چى داسې خواړه،سپي يا كوم حنفي ته وركړه او چې بيا كوم حنفي له شافعي ښځې سره د نكاح په باب وپوښتل شو؛نو ورته يې وويل:نه كېږي؛ځكه ايمان يې مشكوك دى. بل ځواب وركړ : هو! دا داسې يوه نكاح ده؛ لكه له كتابي(يهودي يا نصراني) سره چې روا وي.

شيخ محمد غزالي په خپل كتاب كې ليكي :

    ما په هغه زمانه كې هم شپې تېرې كړي دي،چې په يوه جومات كې به د څلور واړو مذهبونو لمونځ كېده.

   اوس حالات داسې نا انډول شول،چې د خپل مذهب د دفاع او پر بل مذهب د تورونو لګولو لپاره احاديث راپيدا شول؛لكه احناف چې وايي:رسول الله (صلى الله عليه وآله) ويلي ،چې " په امت كې به مې د ابوحنيفه په نامه يو سړى پيدا شي،چې امت ته به څراغ وي".

   بلخوا ځينې خلك دا ګڼي،چې امام مالك د ابوحنيفه په باب ويلي: " هغه ډېر بد انسان دى،چې په اسلام كى پيدا شو او ددې امت پر خلاف يې تورې ته هم لاس كړ او داسې (ناوړه) كار هم ورته اسان وي".

  همداشان شافعيان له رسول الله (صلى الله عليه وآله) روايتوي، چې ويلي يې دي:"د قريشو يو عالم به د ځمكې پوړونه له علمه ډكې كړي". حنفيانو د شافعيانو پر وړاندې دا حديث راولاړ كړى،چې رسول الله (صلى الله عليه و آله) ويلي دي :"په امت كې به مې يو سړى پيدا شي،چې محمد بن ادريس به نومېږي(شافعې به وي) او تر ابليسه به هم زيات مضر وي".

كه موږ دغه شان افسوسناكې خبرې ليكل پيل كړو،ښايي له شمېره ووځي. ان چې په خپله " شيخ الاسلام ابن تيميه " به هم يو وخت كافر بلل شوى واى؛ هغه ابن تيميه،چى نن يې له فتواوو د ځينو مذهبونو په تكفير كې كار اخستل كېږي.

د تقى الدين دمشقي د " شبهه من شبه وتمرد " په 45 مخ كې يو ځانګړى عنوان دى : د " ابن تيميه د كفر په باب د څلو رګونو مذهبونو د علماوو د كفر فتوى".

د " برائه الاشعريين من عقائد المخالفين "د لومړي ټوك د 75 مخ عنوان هم وګورئ :"عقيده ابن تيميه التىخالف بها جماعة المسلمين ".

يعنې : "د ابن تيميه هغه عقيده وه،چې د مسلمانانو ټولي يې مخالفت كړى دى".

حافظ بن حجر د خپل كتاب " الفتاوى الحديثه " په 86 مخ كې د ابن تيميه په باب يوه هېښنده خبره دا ليكلې ده چې :

   "ابن تيميه يو داسې بنده دى،چې الله تعالى دې يې سپك،ورك، ړوند او كوڼ كړي"  .

    ددې خبرې پخلى او څرګندونه هغو امامانو هم كړې ده، چې د هغه ( ابن تيميه ) د احوالو فساد او د وينا دروغ يې بيان كړي دي . په دې باب د زياتو معلوماتو لپاره د امام ابى الحسن سبكي، د هغه د زوى تاج ، د شيخ الاسلام العز بن جماعة او د هغه شافعي او مالكي معاصرو علماوو د نظريو مطالعه په كار ده.

   علامه ذهبي،ابن تيميه ته په يوه ليك كې تردې زيات يې سپكاوى كوي ،ابن حجر عسقلاني د كافيې د لومړي ټوك په 47 مخ كې ليكي:"په د مشق كې جار وهل كېده،چې څوك د ابن تيميه په عقيده وي سرومال يې روا دى."

د خواشېنۍ خبره ده،چې د جامعه الازهر په درسي كتابو كې هم تر پرونه همدا شان خبرې ليكلې وې؛خو د الازهر پوهنتون يو استاد جناب شيخ عبد المتعال سعيدي په خپل كتاب"المجددون فى الاسلام " كې ابن تيميه د خپلى پېړۍ مجدد ګڼلى او د هغه د مصلح والي او مجاهدت په باب يې ښه څه ليكلي دي.

   تكفير يا كافرول يوه خطرناكه مسله ده،په دې،كې هر مسلمان ته احتياط په كار دى. دا هماغه شيخ الاسلام (ابن تيميه) دى،چې په فتوى يې ځينې خلك اثنا عشري شيعه د كافر ګڼلو هڅه كوي،چې همدا يې اصلي موخه ده.

دلته لږ سوچ او تمېدل په كار دي،چې ايا اثنا عشري شيعه د رافضيه كلمې په ترڅ كې راځي،چې شيخ الاسلام يې نوم بيا بيا اخلي ؟

استاد انور الجندي[1] ليكي: رافضي پر شيعه اوسني سربېره يو بل مذهب دى ".

  استاد سعيد افغاني[2] ليكي :

"علماء چې د رافضي كلمه کاروي؛نو مراد يې ترې شيعه نه وي؛ ځكه "رافضي"هغه فرقه ده،چې د اسلام د كمزورولو او په مسلمانانو كې د فساد خپرولو لپاره اسلام ته راننووتې وه ".

    پخپله د " منهاج السنه " له مولف " شيخ الاسلام ابن تيميه " ولې نه پوښتو،چې رافضي څه ته وايي؟ هغه د خپل دغه تاليف د لومړي ټوك په 167 مخ كې ليكي : "رافضيت د نصيري،اسماعيلي او ملحدو ډلو په څېر فرقو كې راځي".

    په دې كې ابن تيميه اماميه اثنا عشري نه راولي؛خو امام محمد ابوزهره په خپل كتاب "ابن تيميه" كې ځينو داسې شيعه ډلو ته اشاره كوي ، چې د ابن تيميه هم زمانه وې؛لكه اثنا عشري او زيديه؛البته محمد ابو زهره ددغو د واړو ډلو په باب په خپل كتاب كې د ابن تيميه كوم منفي دريځ ته اشاره نه كوي؛البته د اسماعليه وو په باب د كتاب په ( 170 ) مخ كې ليكي:دا هغه فرقه ده،چې د ابن تيميه دريځ يې سخت پر خلاف و،هغه ددې فرقې پر خلاف په علم، قلم او تورې جنګ كړى دى."

  ځکه " ابو زهره " د دې فرقې په باب څېړنې ارزښتناكې بولي، وايي: ابن تيميه[3] د شيعه وو په باب د ځينو خلكو ناوړه نظر ردوي،ليكي:(( له عامو شيعه وو،چې كوم د غندنې وړ كړنې او وينا راولاړېږي،هغه كه څه  تر هغې زياته ده،چې دغه ښاغلي كړې ده؛خو دا ټولې خبرې په اماميه اثنا عشري كې نه ښكاري؛البته په غاليانو او په لاريانوكې يې اورېدل كېږي )).

ابو زهره زياتوي :"... نو د شيخ الاسلام په نظر شيعه او سني دواړه مسلمانان دي".

تر دې وروسته د يو بل هغه ستر ديني عالم ليكنه لولو،چې تر ابن تيميه څو پېړ ۍ مخكې تېر شوى او ابو منصور عبدالقاهر البغدادي نومېږي او د " الفرق بين الفرق " مولف دى،كه څه  امام فخرالدين رازي د ده په باب وايي :"په " الملل والنحل " كې د بېلابېلو مذهبونو يادونه راغلې؛ خو دا كتاب ځكه باوري نه دى،چې ده پكې د اسلامي مذهبونو په ترڅ كې د ابو المنصور  بغدادي پر كتاب " الفرق بين الفرق " زيات باور كړى دى او ابومنصور بغدادي د خپلو مخالفينو په باب سخت متعصب و او پر خپل مذهب سربېره نور مذهبونه يې هم سم نه دي ښوولي[4].

خو د امام فخرالدين رازي له دې دريځ سره سره د اماميه وو په باب د " الفرق بين الفرق " د څښتن نظر لولو،دى په 22 مخ كې ليكي: "زيديه،اماميه او غاليه فرقې پر جلاجلا ډلوو ايشل شوې، هره  ډ له بل تكفيروي، د غاليه وو ټولې څانګې له اسلامي ډلو بهر دي؛خو اماميه او زيديه ډلې ددې امت له فرقوشمېرل كېږي."

څه وخت چې "جماعة التقريب بين المذاهب السلاميه " امام شهيد حسن البنا ْ،شيخ الازهر امام اكبر،عبدالمجيد سليم ،مصطفى عبدالرزاق  او شيخ محمود شلتوت تاسيس كړ،استاد سالم البساوى[5] ليكي :"له څه وخته چې "جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه "(چې امام حسن البناء او شيخ محمد قمي يې په جوړولو كې تر ټولو زياته برخه واخسته) رامنځ ته شوې،د " اخوان المسلمين "او شيعه وو ترمنځ د همكارۍ مزي دومره ټينګ شوي،چې امام نواب صفوي يې پر 1954ز كال قاهري ته وروست ".

بيا په همدې مخ كې ليكي :"په دې كې څه حيرانتيا هم نه شته؛ ځكه د دواړو ګوندونو اهداف يو دي" . د اخوان المسلمين يو پخواني مشر ارواښاد استاد عمر التلمساني[6] ليكي :"امام حسن البنا ْ د مسلمانانو خپلمنځي اتحاد ته دومره ارزښت وركاوه،چې د ټولو اسلامي فرقو يوه ستره غونډه يې ددې لپاره بلله،چې د يو بل پر نه كافرولو يوه خوله شي؛ځكه قرآن،دين،رسول او الله تعالى مو يو دى؛ ځکه هغه له سترو شيعه علماوو شيخ محمد القمي تر ډېره پورې په خپل مركز كې مېلمه وساته،دا هم مشهوره ده،چې په 1948 زكې امام حسن البناء په حج كې د شيعه وو له مرجع آيت الله كاشاني سره ليده كاته وكړل، چې د دواړو ترمنځ خبرې اترې هم شوې وې".

عبدالمتعال الجبري[7] د حسن البنا ْ په باب د " روبرجكسن "وينا را اخلي او ليكي :" كه حسن البنا  ته لږ فرصت او ژوند وركړ شوى واى؛نو د اسلامي هېوادو لپاره ډېر څه كېداى شول،په تېره د امام حسن البنا  او آيت الله كاشاني ترمنځ خو اتحاد هم راڅرګند شوى و،چې په دغه اتحاد سره د شيعه او سني ترمنځ د اختلاف په كمېدو كې پوره مرسته كېداى شوه، دواړو په حجاز كې سره ليدلي هم ول او په ښكاره خو اتحاد ته هم رسېدلي ول ، خو ارمان،چې شهيد كړاى شو."

استاد الجبري پردې ليكنه د تبصرې په ترڅ كې ليكي: " روبر جكسن رښتيا ويلي او په خپل سياسي بصيرت سره پوه شوى و،چې د اسلامي مذاهبو پيوستون كې امام حسن البنا څومره ونډه درلوده ؟ كاشكې وخت وركړ شوى واى".

  استاد تلمساني[8] ليكي :" په 1940 ز كې به د شيعه مذهب ستر عالم (سيد الامام القمي) د اخوان المسلمين مركز ته د مېلمه په توګه راته،په هغو شپو كې امام حسن البناء د اسلامي مذهبونو د غاړه غوټې كولو په هڅو بوخت و،چې دښمن نور له دغه فرقه پالنې ګټه وانه خلي". يوه ورځ مو وپوښت: د شيعه او سني ترمنځ اختلافات څومره دي ؟ موږ يې په دې باب له اندېښنې  منع كړو،ويې ويل: "دا وخت د مسلمانانو ترمنځ د پيوستون او يووالي اړتيا ده ؛ خو دښمن مو ترمنځ د فتنې اور په لمبو كول غواړي".

  عرض مو وكړ:موږ د تعصب او تنګ نظرۍ له مخې نه؛ بلكې د خپلو معلوماتو د زياتوالي او پر شيعه او سني مذهب د پوهېدو لپاره وپوښتل،موږ زياتې مطالعې ته وخت نه لرو؛نو ويې ويل:"اهل سنت او اهل تشيع دواړه مسلمانان دي او پر "لا اله الا الله محمد رسول الله" كلمې دواړه يوه خو له دي او همدا اصل عقيده ده، كه څه اختلاف وي؛نو هغه پر داسې فروعي مسايلو دى،چې دواړه پكې يو بل ته نږدېداى شو."

د امام حسن البناء شهيد له دې دريځه څو خبرې را ايستلاى شو :

1 _ سني او شيعه دې يو بل وروڼه وګڼي .

2 _ د دواړو ترمنځ دې ليده كاته او خبرې اترې روانې وي او له اختلافاتو دې ډډه وكړي.د اسلامي نهضت لپاره همدا كار ضروري دى.

ډاكتر اسحاق موسى الحسيني په خپل كتاب " الاخوان المسلمين " كې د همدې د ملاتړ په ترڅ كې يوه خبره ليكي :"په مصر كې پر زده كړه بوخت ځينې شيعه محصلينو په اخوان المسلين كې غړيتوب تر لاسه كړ،دا هم هر چا ته څرګنده ده،چې د عراق په اخوان المسلمين كې د اثناعشره وو اكثريت دى.

   سوريې ته د نواب صفوي د سفر پر وخت د اخوان المسلمين مشر داكتر مصطفى سباعي ورته له ځينو شيعه ځوانانو شكايت وكړ،چې په غير مذهبي نهضتونو كې ورګډېږي،نواب صفوي منبر ته وخوت او د شيعه او سني ګډه غونډه  يې مخاطبْ كړه او اعلان يې وكړ:"څوك چې په رښتيا ځان جعفري كول غواړي،په كار ده،چى په اخوان المسلمين كې ورګډ شي".

   نواب صفوي څوك و ؟نواب صفوي د شيعه اسلامي نهضت "فدايان اسلام " لارښود و.

استاد محمد على ضناوي[9] د برناردلويس له خولې ليكي:" پر شيعه مذهب ګروهن د اسلامي اتحاد لپاره داسې تيار دي؛لكه د مصر اخوانيان،كله كله د دوى ترمنځ راشه درشه هم كېږي".

استاد ضناوي د" فدايان اسلام " موخې په دوو ټکيو كې څرګندوي:

1 _ اسلام بشپړ ژوند دود او نظام دى .

2 _ په شيعه او سني كې بېلتون نه دى په كار .

استاد ضناوي ورسره د نواب صفوي دا وينا هم را اخلي چې :" موږ ته په ګډه د اسلام لپاره كار په كار دى‏ او جهاد مو بايد يوازې د اسلام د درناوي لپاره وي. ايا دا خبره تر اوسه مسلمانانو ته سپينه شوې نه ده او ايا د اختلاف د پرېښودو وخت نه دى؟

    استاد فتحي يكن[10] د نواب صفوي د قاهرې د سفر او له ولولو سره د هغه د هر كلي د يادونې په ترڅ كې ليكي :"هغه( نواب صفوي ) چې څه وخت پاچا د اعدام پر تخته ودراوه؛نو غبرګون يې د ليدو و،په اسلامي هېوادو او مسلمانو اولسونو كې بوږن او هيبت خپور شو.له دې د نواب صفوي د مړانې،جهاد او انقلاب اندازه لګېداى شي.( د نواب صفوي ) په نه تلافي كېدونكي شهادت د احتجاج په توګه له اسلامي نړۍ په زرګونو د خواخوږۍ تيلګرامونه ولېږل شول".

او دا شان د استاد " فتحي يكن " په فكر د يوه شيعه مسلمان درناوى د سترو اخواني شهيدانو په څېر وشو؛ ځكه هغه وايي: نواب صفوي او د هغه ملګري د شهادت په كتلو سره د هغو شهيدانو په قافله كې شامل شو ، چې پاكې وينې يې د خپلواكۍ د لارې په هوارولو او د سرښندنې او قربانۍ د ډيوې په بلولوكې ستره ونډه ولري.

     استاد يكن[11] پر همدې دريځ ټينګ دى او د اخوان المسلمين د مجلې" المسلمون " د پينځم كال (1956 ) د اپريل ګڼې په73 مخ كې " له نواب صفوى سره " تر عنوان لاندې ليكي:له "المسلمون"مجلې سره "د شهيد صفوي ژورې اړيكې وې او چې د 1954ز په جنوري كې راغى؛نو" المسلمون " مجلې د كوربه توب وياړ يې درلود."

" المسلمون " مجله زياتوي:اسلامي شخصيتونه چې څه وخت د ظالمانو په لاسو ښكار كېږي؛نو مسلمانان چې هر چېرې وي،د خپلو مذهبي اختلافاتو په پرېښوو سره يو د بل درد احساسوي او يو د بل په غم كې شرېكېږي. شك نشته،چې د مسلمانانو ترمنځ د تفرقه اچوونكي دښمن هره دسيسه په خپل زيار سره ځپلاى شو.د بېلابېلو مذهبي فرقو په شته والي كې څه خبره نشته،موږ ته په كار دي، چې اختلافاتو ته د لمن وهونکيو پر خلاف ګام پورته كړو،چې منفعت پالونكي مو(له اختلافاتو ) ګټه وانه خستاى شي".

   "جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " ياد ته  له بېرته راګر ځېدو مخكې دې خوا ته هم اشاره ضروري ده، چې په يمن كې د اخوان المسلمين سيمه ييز مشر هم زيدي شيعه " استاد عبد المجيد زنداني" دى، په 1985 زكې قاهرې ته راغلى و،د قرآن د اعجاز په باب يې ځينې ليكچرونه وركړل،د يادونې وړ ده،چې د يمن د شمالي برخې د اخوان المسلمين زياتره غړي شيعه دي.

د"جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه "په باب امام شلتوت په خپل كتاب"الوحده الاسلاميه"كې ليكي:"ما د مذاهبو خپلمنځي اړيكو او سره نژدې كېدو ته ډېر ارزښت وركړى او يو غوره كار يې ګڼم او له هماغه لومړۍ ورځې مې په كې برخه اخستې ده".

بيا وايي: د "جامعة الازهر" همدا اصول دي،چې مختلف اسلامي مذاهب دې يو له بل سره نژدې وي،اسلامي فقهې(سني وي كه شيعه ) په درسي نصاب كې شاملېږي او پر دغو كتابو له هر راز تعصبه لرې او  پر دليل او برهان ولاړې څېړنې كېږي".

وړاندې ليكي :"هيله مې وه،چې داسې سترو غونډو ته وينا وكړم ، چې په " دارالتقريب بين المذاهب "كې كېږي او مصري، ايراني ،لبناني ، عراقي،پاكستاني،افغاني او نور اسلامي اولسونه سره يو د بل ترڅنګ ناست وي او شافعي،مالكي او حنفي ټول په ګډه د اماميه او زيديه ډلې له غړيو سره پر يوه دستر خوان ناست وي د ټولو غږ انګازې وكړي او علم ، تصوف او فقه په كې وي او پر دې ټولو سربېره په كې د علم او عرفان ملګرتياوي".

بياوايي :"ډېرو تنګ نظرو او غرضيانو خلكو د "تقريب بين المذاهب " د نظريې مخالفت وكړ،يو امت هم له دغه شان وګړيو پاك نه وي ، چې تل پر بېلتون اچونه خپل ژوند اوږدولاى شي،پر دې سربېره ذهني ناروغان او د هيلو او اغراضو ښكېللي او اسيران زموږ يو موټى كېدل نه غواړي،ځكه د داسې كسانو قلم دهغو سياستوالو په لاسو كې ټينګ دى،چې د هر سمونپالي خوځښت مخالف دي او د مسلمانانو د اتحاد په لار كې تر وسې وسې خنډونه اچوي."

د " جعفري مذهب " په باب د امام شلتوت تاريخي فتوى را اخلو:      " اثنا عشري شيعه مذهب چې په جعفري مذهب يادېږي،داسې مذهب دى،چې د اهل سنتو د نورو مذاهبو په څېر شرعاً غوره كېداى شي ، مسلمانانو ته په كار دي،چې په دې پوه شي او له كوم مذهب سره له ناروا تعصبه ډډه وكړي،د الله تعالى جل جلاله دين او شريعت نه د كوم مذهب تابع او نه په انحصار كې دى (د مذهب امامان)،ټول مجتهدان دي او ټول د الله تعالى په دربار كې منلي دي".

   امام غزالي[12] د امام شلتوت پر دې فتوى د تبصرې په ترڅ كې ليكي: يو اولسي سړى راته ډېر پر غوسه راغى او راڅخه يې وپوښتل چې،شيخ الازهر دا فتوى څنګه وركړې ده،چې شيعه مذهب هم يو اسلامي مذهب دى ؟ ما ورته وويل :ته د شيعه وو په باب څه وايي ؟ تر لږې چوپتيا وروسته يې وويل:هغوى زموږ په دين نه دي،ما ورته وويل:ما خو هغوى په روژه او لمانځه ليدلي دي،زموږ په څېر لمونځ كوي او روژه نيسي،هغه اريان شو،ويې ويل:څنګه ؟ ما ويل : تر دې اريانوونكې خبره لا درته دا ده چې هغوى قرآن هم زموږ په څېر لولي،د رسول الله (صلى الله عليه و اله) تعظيم كوي،حج هم داسې كوي لكه موږ،هغه وويل:ما خو اورېدلي ول،چې قرآن يې بېل دى او د كعبې سپكاوۍ ته مكې ته ځي ؟ ما ورته وويل:ځينې خلك مو يو د بل پر خلاف داسې خبرې كوي،چې د يو بل پت،درناوي او وقار ژوبلول يې مراد وي لكه موږ چې د يو امت پر ځاى دوه بېل او دښمن امتونه يو".

بيا په 257 مخ كې ليكي :"زموږ د سمونپالو د مخکښانو مسووليت دى، چې دا حالات سم كړو او د خلكو له ذهنونو داسې وهمونه وباسو،پوهېږم،چې د شيخ محمود شلتوت دا فتوى په دې لړ كې د مخلصو اهل سنتو د هڅولو پر لور يو ګټور ګام دى او  له دې به د مستشرقينو دا ارمان هم شنډ شي،چې دا امت دې د كينې او خپلمنځي شخړو  له امله د ځنكدن سلګۍ ووهي او تر يوه بيرغ لاندې راغونډ نه شي،د دغو دسيسو پر خلاف زما په نزد دا فتوى لومړنى ګام دى ".

امام غزالي[13] ليكي :" عقايد له اندېښنو او ناكرارۍ ځكه نه شي ژغورل كېداى،چې شهرت خوښو په كې هر هغه څه ورننه ايستى،چې له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري ، د مسلمانانو دوې ډلې: شيعه او سني،دواړه ډلې د الله تعالى پر وحدانيت او د محمد (صلى الله عليه و آله‏) پر رسالت ايمان لري او په دوى كې داسې كوم اختلاف نشته،چې د عقايدو اصول وګرځي".

زياتوي :"سره  له دې چې زما په ډېرو خبروكې  له شيعه مذهب سره اختلاف دى؛خو دا هېڅكله نه ګڼم،چې له ما سره مخالفت كوونكي ګنهكار دي، په همدې ډول مې د اهلسنتو له ډېرو خبرو سره همدا نظر دى " .

په 143 مخ كې يې ليكلي : د شيعه او سني خپلمنځي بېلتون اخر د دين اصول وګڼل شول،چې يو دين دوه ټوكړې او يوموټى امت دوه برخې شي او يو د بل وينو ته تږي كېني،څوك چې په دې بېلتون كې څه لاس ولري،ددې آيت مصداق به شي :

((إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعاً لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْ‏ءٍ إِنَّما أَمْرُهُمْ إِلَى اللّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ[14] =په حقيقت کې ستا له هغوى سره هېڅ اړيکه نشته،چې خپل دين يې ټوټه ټوته كړى او په بېلابېلو ډلو (او جلا جلا مذهبونو) وويشل شول، د هغوى سروكار يوازې  له خداى سره دى، بيا به يې هغه په خپلو کړنو خبر کړي، چې تل يې کول.))

   " پوهېږم چې په شخړه كې د كفر فتوى وركول اسان دى. په ناندريوكې د مشخصې نظريې له مخې د مخامخ لوري كافرول ډېر اسان كار دى " .

په 144 مخ كې زياتوي :" دواړه (شيعه او سني ) ډلې له اسلام سره د تړون دعوې لري.قرآن او سنت د ايمان جز ګڼي او د دين پر ګډو اصولو دواړه يوه خوله دي.كه په دواړو كې كوم فكري اختلاف وي هم؛ نو داسې اختلاف په ټولو مذهبونو كې وي،د مجتهد نظريه سمه وخېژي كه ناسمه ، اجر وركول كېږي " .

بيا ليكي :"موږ چې د فقهې ډګر ته ننوځو  او په رايو كې اختلاف او په يوه حديث د بل حديث پياوړتيا لولو؛نو داسې ښكاري،چې د شيعه او سني ترمنځ اختلاف د مالكي او حنفي يا د شافعي او حنبلي ترمنځ اختلاف هومره دى كه څه  د لټون په بڼه او دود كې اختلاف دى، موږ په حقيقت كې د حق په هڅه او لټون كې يوه خوله يو "

    امام غزالي[15] د ځينو شيعه علماوو ويناوې را اخلي او د يوه په باب ليكي:"هغه له سترو شيعه فقهاوو او اديبانو ځنې دى،چې پوره وينايې مخكې رااخستل غواړم،چې هغو خلكو ته چې وايي شيعه مذهب له اسلامه يو جلا مذهب دى، څرګنده شي،چې ورڅه وايي،همداراز به د قرآن مجيد د اعجاز په باب د شيعه وو زياته پېژندګلوي وكړم " .

په 158 مخ كې د يوه بل شيعه عالم " هبه الدين حسيني " پېژندګلوى داسې كوي:" دا ښاغلى له سترو شيعه علماوو  ځنې دى،موږ دلته ټوله څېړنه را اخلو،چې خلك د ديني عالم علمي مقام وپېژني او د قرآن د سپېڅلتيا په باب يې نظر څه دى ؟".

  امام غزالي[16] د يوې پوښتنې په ځواب كې د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " په ترڅ كې وايي :"هو ! زه  " تقريب بين المذاهب اسلاميه " ته زيات ارزښت وركوم په دې لړ كې ما همېشه يوه ونډه درلودلې ده،زه همېشه په دارالتقريب پورې مربوط يم،شيخ محمد تقى القمي،شيخ محمد جواد المغنيه او ځينې نور وتلي شيعه علماء زما دوستان دي؛نو غواړو هغه ډلبندي او دښمني له منځه ووځي،چى له څه مودې راهيسې د مسلمانانو ترمنځ خنډ دي، هغه هم په داسې وخت كې،چې مسلمانان وروسته پاتېوالي ځپلي دي".

ډاكتر صبحي صالح[17] ليكي :" شيعه  په احاديثو كې هم دا خبره ياده ساتي،چې له نبوي سنتو سره سم روايتونه دې راواخستل شي او د سنت هومره ارزښت لري؛لكه تر " قرآن " وروسته چې شرعي مصادر يې لري".

     د عراق د اخوان المسلمين ستر غړى داكتر عبدالكريم زيدان[18]  ليكي :" شيعه وو ته فقهي مصادر كتاب، قرآن،سنت،اجماع او عقل دي".

او په 178 مخكې ليكي :"جعفريه مذهب په افغانستان، عراق،ايران ، پاكستان او لبنان كې رايج دى او پلويان يې په سوريه او نورو سيمو كې هم شته . د جعفريه فقهې او نورو اسلامي مذاهبو ترمنځ د نورو مذاهبو هومره اختلاف نشته.د جعفريه فقهې لار په ډېرو لږو خبرو كې جلا ده او ښايي په هغو كې ډېره غټه خبره متعه (وختي نكاح ) ده[19] ".

امام ابومحمد زهره[20] ليكي :"شك نشته،چې شيعه يوه اسلامي فرقه ده ، كه څه  موږ سبائيه فرقه،چې حضرت علي (رضى الله عنه) خداى ګڼي ، له اسلامه ايستې ده؛خو شيعه مسلمانه فرقه ده او دا هم ګڼو،چې اثنا عشري شيعه  هم سباييان كافر بولي. ابن سبا هم يو خيالي نوم و،په دې كې هم څه شك نشته شيعه  چې څه وايي، د قرآني نصوصو او نبوي احاديثو له مخې وايي  . "

  او په 52 مخ كې وايي :"هغوى (شيعه) له ګاونډيو اهلسنتو سره په مينه چلن كوي او كركه ترې نه كوي ".

   شيخ ابومحمد زهره په خپل ارزښتمن اثر " الامام الصادق " كې ليكي :" که موږ د خپلو شيعه وروڼو اصول ولولو؛نو څرګنده به شي،چې هغوى كتاب،سنت،اجماع او عقل ته رجوع كوي."

د همدې كتاب په 214 مخ كې د امامت د مسلې په ترڅ كې وايي :"زموږ اثنا عشري شيعه وروڼه پر امامت ګروهن دي او له تاريخي ترتيب سره يې مرتبوي . په نورو اصولو؛يعنې توحيد اورسالت كې راسره شريك دي،موږ له خپلو شيعه وروڼو هيلمن يو،چې پر امامت د نه اعتقاد له امله به زموږ پر ايمان د نيمګړتيا عقيده ونه لري او ګناه يې ونه ګڼي . "

وړاندې ليكي : " دا اختلاف هسې يو نظري اختلاف دى. " بيا ليكي : " يوه رښتيا خبره دا كوو، چې زموږ او د شيعه وو ترمنځ په اختلافي مسايلو كې يوازې د امامت مسله پاتې كېږي،چې هغه هم تش يو نظري اختلاف دى او څه عملي پايله يې نشته دا داسې ده؛لكه په تاريخي پېښو كې چې د نظر اختلاف وي".

    داكتر مصطفى الشكعه[21] ليكي :امامي اثنا عشري له موږ سره ګډ اوسي،زموږ ترمنځ خوږې اړيكي دي او د نور نژدېکت هڅه روانه ده،زموږ د دواړو دين يو دى؛نو بيا يو له بله بېلتون څه مانا لري ؟

  د شيعه وو د منځلارۍ د يادونې په ترڅ كې په 187 مخ كې ليكي : "هغوى له ځينو داسې خبرونه کرکجن دي، چې د ځينو فرقو پلويان يې كوي،هغوى دا خبرې كفر او بې لاري ګڼي " .

   شيخ حسن ايوب[22] ليكي :" په اسلامي فرقو كې شيعه تر ټولو زړه ډ له ده . شيعه هم راز راز دي او ځينې يې غالي يا افراطي دي او ځينې يې بيا منځ لارې دي، منځلاري د علي بن ابي طالب (رضى الله تعالى عنه) پر فضيلت سپارښتنه كوي او د نورو اصحابو له تكفير او سپكاوي ډډه كوي ."

    شيخ سعيد حوى[23] د يو هر اړ خيز ژوند دود په توګه د اسلام په باب ليكي: "اسلامي نړۍ له راز راز فقهي مذاهبو جوړه ده ،هر مذهب په يوه سيمه كې اكثريت لري،ايا ددې حقيقت په مخكې كوم خنډ شته،چې په هره سيمه كې دې ځانله خپلواك حكومت وي؟د يوې ژبې د ويونکيو دې يو ايالت وي،په شيعه سيموكې دې شيعه ايالت وي،د كوم بل فقهي مذهب په سيمه كې د هغوى ځان ته ايالت وي،هر ايالت دې د ځان لپاره يو واكمن غوره كړي او دغه ايالتونه ټول د مركزي حكومت تابع وي،چې همدا د خلافت نظام دى " .

   د شيخ سعيد حوى دا اعتراف چې د شيعه وو په ګډون دبېلابېلو مذاهبو اختلاف نه د اسلام لپاره مضر دى او نه د دين لپاره ، د اسلام تر سېوري لاندې " شيعه " هم يو امير درلوداى شي .

    مفكر اسلام نورالجندي[24] ليكي :" اسلامي تاريخ د شيعه او سني له اختلافاتو،فكري او سياسي شخړو ډك دى،بهرنيان هڅه كوي،چې په اسلامي نړۍ كې اتحاد رانشي ، د شيعه او سني ترمنځ د ټولو اختلافاتو تر شا د پرديو لاس و،اوس شيعه او سني د دښمنانو په دسيسه پوه شوي او پخپلو كې د اختلافاتو په كمولو لګيا دي،اوس ورته څرګنده شوې ده،چې د ناروا فتنو ګټه چاته رسي ؟ " .

استاد جندي په 421 مخ كې مسلمانان دې ته بولي،چې شيعه او غاليان سره وپېژني،غاليان هغه دي،چې پخپله د اهل تشيع امامانو د هغوى پر خلاف خپلې نظريې څرګندې كړې او له غاليانو يې د ډډې كولو لارښوونه كړې ده.همدا خبره د بغداد پوهنتون د فلسفې استاذ داكتر عرفات[25] هم ليكي:" دا به بېخي بې انصافي وي،چې د غاليانو ښوونې د شيعه وو د ښوونو په لړكې راوړل شي".

   له دې خبرو دا حقيقت هم په ډاګه كېږي،چې ځينې خلكو په شيعه و پورې تړلي دي؛لكه : كولدز بهر،واينزبرك ، فريد لندر او نور ...

  استاد سميع عاطف الدين په خپل كتاب " المسلمون ... من هم " كې د شيعه او سني پر موضوع ليكي :" له ښاغليو لوستونکيو داخبره نه پټوم،چې ما دا كتاب ځكه تاليف كړى، چې په خلكو كې يوه ړنده بېلتون پالنه روانه ده،په تېره بيا د شيعه او سني بېلتون،چې زه ورته جهالت وايم؛ خو د افسوس خبره دا ده،چې ددې بېلتون اچونې جرړې اوس هم په ناروغو ذهنونو كې غځېدلې دي؛ځكه ددې تخم كرونكي هماغه خلك ول، چې په بېلتون اچونې يې پر اسلامي نړۍ واكمني وكړه،دوى د كركې زړى وكاره ، يوازې په بېلتون پالنې ژوندي ول،د طفېليانو په څېر د نورو په وينه پايي "

زما مسلمانو ( شيعه او سني ) وروڼو !

    زه اوس درته هغه حقايق څرګندوم ، چې موږ پرې سره وران يو، دا ورانه او اختلاف د كتاب او سنت په باب نه ده؛ بلكې پر هغو د نه پوهېدو له امله ده،موږ اخر له هغو عواملو او اسبابو خبر شو،چې ، دغه امت په اختلافاتو يې وځپل شو،دا كتاب په دې جملو پاى ته رسوو، چې دا وخت د ټولو مسلمانانو دا مسووليت دى،چې د هغو بېلارې خلكو مخنيوى وكړي چې اسلامي مذهبونه د اسلام په باب د خلكو د شكمنولو لپاره وسيله كوي،دا هم ضروري ده چې د فرقه ييز بغض او كيني سا،خپه كړاي شي او په دين كې د فتنې او فساد د رامنځ ته كوونکيو د مخنيوي لپاره هڅه وشي او مسلمان دې د يوه ټولي او جماعت په جوړولو كې يو له بل سره مرسته وكړي ".

اارواښاد ابوالحسن ندوى[26] هم د شيعه او سني داتحاد هيلمن دى، ليكي : كه د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " هڅه بريالۍ شوه؛نو يو داسې انقلاب به ترې راولاړشي،چې سارى به يې د اسلام د بيا ژونديتوب په تاريخ كې نه وي ."

استاد صابرطعيمه[27] ليكي:"رښتيا خبره خو دا ده،چې په عامو اصولو كې د شيعه او سني ترمنځ څه اختلاف نشته ؛ځكه دواړه ډلې پر توحيد ايمان لري، يوازې په يو څو سرسري مسلو كې اختلاف دى او داسې اختلافونه خو پخپله د سني مذهبونو،شافعي او حنفي ترمنځ هم ليدل كېږي؛نو د دوى(شيعه وو) ديني اصول هماغه دي،چې تصريح يې قرآن او سنتو كړې ده او هغوى پر هغه څه ايمان لري،چې پر ځاى كول يې حقه خبره ده، چې شيعه او سني دواړه اسلامي مذهبونه دي او دواړه د كتاب او سنت لارويان دي".

     ډاكتر علي سامي د خپل " نشاة الفكر الفلسفى فى الاسلام " نومي اثر په دويم ټوك كې ليكي: " د اثنا عشري شيعه وو فلسفيانه افكار په عمومي توګه سوچه اسلامي دي؛ خو كه ترې وړاندې نورو فرقو ته ورسو ؛ نو په مسلك كې يې ګڼې خبرې تر سترګو كېږي،چې ډېر يې د پرديو له خوا راننووتي غير اسلامي افكار دي".

په 20 مخ كې ليكي:"....بلكې ويلاى شم،چې زموږ د معاصرو اثنا عشري شيعه وو عقايد له سني عقايدو بېل نه دي".

     د اصول فقهي علماء وايي :"څو د شيعه مجتهدينو اتفاق تر لاسه نشي تر هغې پورې د امت اجماع نشي راتلاى".

همداراز استاد عبدالوهاب خلاف[28] ليكي : " د اجماع څلور ركنه دي،چې بې له هغې ‏ اجماع شرعاً نشي كېداى،په هغو كې دويم ركن دادى چې د يوې پېښې (د څېړنې ) پر وخت ټول مجتهدين پر شرعي حكم يوه خوله شي،هغه مجتهدين د هر ښار،جنس يا ډلې،چې وي،كه په پېښې پورې پر اړوند شرعي حكم يوازې د حرمينو،عراق او حجاز يوازې د اهلسنت مجتهدين اتفاق وكړي او شيعه مجتهدين پكې نه وي؛ نو اجماع له شرعي پلوه ثابته نه ده؛ځكه څو د يوې پېښې په باب د اسلامي نړۍ ټول مجتهدين اتفاق و نه كړي،د څو مجتهدينو اتفاق بې ارزښته دى."

كه د مسلمينو د اجماع لپاره د شيعه واتفاق ضروري دى؛نو بيا هم كافر اوبې لارې دي ؟

امام شلتوت،امام ابوزهره او د خلاف استاد،احمد ابراهيم بيك د خپل كتاب په 21 مخ كې ليكي :"شيعه اماميه مسلمانان دي، هغوى هم پر الله تعالى جل جلاله،رسول (صلى الله عليه وا له وسلم ) او قرآن او څه چې محمد (صلى الله عليه وآله وسلم) راوړي،ايمان لري او مذهب يې هماغه دى،چې په ډېرو هېوادو كې دود دى".

په 22 مخ كې ليكي:په لرغوني او نوي هر عصركې اماميه شيعه ستر فقهاء او په هر علم او فن كې علما لري،چى د ژور فكر او پراخه معلوماتو څښتنان دي،تاليفات يې له لكونو اوړي،زياتره كتابونه يې ما كتلي دي."

په پاى كې د همدې مخ په څنډه كې ليكي :"په شيعه ووكې ځينې غاليان هم پيدا كېږي،چې  له اسلامه وتلي دي،د اثنا عشري شيعه وو جمهور ورته څه ارزښت نه وركوي."

     د جامعة الازهر د روزنې د پوهنځي مدير او د ټولنپوهنې د څېړنو د نړيوالې ادارې غړى ؛ډاكتر علي عبدالواحد وافي[29] ليكي :" بې له پلوۍ، تعصب او سهل انګارۍ ‏د تحقيقاتو په پاى كې دې ته رسېدلي يو،چې زموږ او د شيعه وو ترمنځ،چې كوم اختلاف دى، هغه كه په ښكاره څومره غټ هم وښوول شي؛خوله جايز شرعي اجتهاده بهر نه دى."

په 5 مخ كې د خپل تاليف د موخو د څرګندولو په ترڅ كې ليكي :       "د دې تاليف مقصد د اهلسنتو او جعفري شيعه وو سره نژدې كول او دا ښوول دي،چې د دواړو ترمنځ اختلافات يوازې اجتهادي دى،هغه اجتهاد،چې اسلام يې نه يوازې اجازه وركړې؛بلكې هڅولي يې هم دي، دا سمه نه ده،چې موږ يو د بل پر خلاف كركه خپره كړو موږ پخپلو څېړنو كې بې له تعصب او پلويتوبه شيعه وو ته هماغه مقام وركړى،چې وركول يې په كار و".

     د پاكستان د كراچۍ د عربي پوهنځي مدير استاد محمد حسن اعظمي[30] ليكي :" اثنا عشري اماميه شيعه پر توحيد ګواهي وركوي،چې الله يو دى،صمد دى،لم يلد ولم يولد دى،بې سارى او بې مثله دې ، محمد (صلى الله عليه وآله وسلم ) يې را استولى استازى دى،د پېغمبرانو وينا يې رښتينې ده،پر ټولو انبياوو او رسولانو هم ايمان لري.انبياوو،چې د الله له لوري څه راوړي،هغه حق ګڼي،د هغوى وينا ده، چې حضرت علي كرم الله وجهه او دولس واړه زامن يې د نړۍ تر هر چا زيات د خلافت مستحق دي،هغوى تر رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم ) وروسته تر ټولو غوره دى، فاطمه الزهرا (رضى الله عنها) د نړۍ د ټولو ښځو اغلې ده، كه دوى (اثنا عشري امامان) په همدې عقيده كې رښتيني وي،خو ښه تر ښه،ګني دا خو نه د كفر سببېدا ى شي او نه د فسق."

بيا په 204 مخ كې ليكي :" شيعه  كه څه  د دوولس ګونو امامانو امامت واجب ګڼي؛خو نه منونكي يې له اسلامه هم نه باسي او ګرد اسلامي احكام پرې جاري كوي.هغوى ددين هغه احكام حجت او دليل ګڼي،چې له كتاب الله،پر له پسې توب (تواتر) ،له رښتين راوي،دولسو امامانو يا ژونديو باوري مجتهدينو له وينا ثابت شوي نبوي سنتونه راوتي وي.په دې كې كه هغوى په خپله نظريه كې تېروتي هم وي؛نو داسې څه پكې نشته،چې له اسلامه دې وايستل شي."

      " هغه  له اسلامه وتلي دي، چې د الله تعالى په وجود او وحدانيت او د محمد (صلى الله عليه و اله وسلم ) په نبوت كې شك كوي او يا څوك په نبوت كې شريك ګڼي،كه څوك داهلبيتو د امامانو په باب  له مبالغې كار واخلي او د بندګۍ له مقامه يې بهر ګڼي يا يې نبي بولي،يا يې له الهي صفاتو په كوم يوه وستايي؛نو د اسلام له کړۍ وتلي دي او دا خلك تر ټولو غاليانو او دې ته ورته خلكو کرکجن دي".

     د ازهر پوهنتون پخوانى استاد عبدالحكيم محمود[31] وايي :"غاليان اوس نشته،له هغوى اماميه شيعه و او زيديه دواړو ډلو کرکه څرګنده كړې ده."

بلكې په 104 مخ كې د شيخ الجامعه ددې حيرانونکې پوښتنې په راولاړېدو،چې ابوحنيفه (ره) سني وكه شيعه ؟ نه حيرانېږي او ځواب وركوې : " حضرت ابوحنيفه د عقيدې له مخې سني او له ګوندي پلوه شيعه و."

       اوس د مجاهدي زينب الغزالي دې څرګند ځواب ته ګورو، چې د لندن د " العالم "مجلې د 1985 ز د مارچ په ګڼه كې يې دې پوښتنې ته ويلي و،چې ولې په اسلامي مذاهبو كې دا دومره ګډوډي ده ؟

"زما په نزد شيعه او زيديه د ټولو څلورو واړو سني مذهبونو په څېر اسلامي مذهبونه دي، پر شيعه او سني پوهانو او مشرانو لازمه ده،چې پر يو ځاى را غونډ شي، يو له بل سره تفاهم وكړي.زه بلنه دركوم،چې اسلامي امامان دې د هر مذهب،چې وي يوموټى شي،په دې لړ كې زما خپله تجربه همدا ده،چې د 1952 ز خبره د " جماعة التقريب بين المذاهب الاسلاميه " په نوم يوه ټولنه وه،مشري يې دامام شيخ شلتوت او شيخ قمي پر غاړه وه ما هم پكې ګډون كړى و.دا ټولنه د شهيد امام حسن البناء د هڅو پايله وه او نظريه يې دا وه،چې ټول مسلمانان شيعه دي كه سني يو امت دى.ددې امت خپلمنځي اختلافات د دوى د وېشلو سببېداى نشي. "اخوان المسلمين" له دې ټولنې سره مرستيال و؛لكه د كفر پر وړاندې،چې يوازې اسلام يو ځواك او طاقت دى او د (مسلمانانو) الله تعالى، كتاب، رسول، حرام ،حلال،سياسي او اجتماعي نظام، اقتصاد او حكومت يو دي؛نو له هغه ظلم،زور او غولونې، چې ستر ځواكونه پرې اخته دي، د نړۍ د خلاصون لپاره پر شيعه او سني لازم دي،چې په ګډه كار وكړي."     

نو چې د ازهر د استادانو شلتوت،ابوزهره، غزالي، تلمساني، فتحي يكن ، انوارالجندي،عبدالكريم زيدان، شكعه خلاف،بهناوي،سعيد حوى ، وافي، اعظمي، مودودي او حسن ايوب او د مسلمانانو د نورو مشرانو نظريه دا ده ؛نو بيا له هرې خوا اورېدل کېدونكي غږونه، چې څوك د فتنې پر لور بلنه كوي او څوك د ترخو تجربو د راغبرګولو پر لور په هڅونې د نورو كركو لپاره كار كوي څه مانا؟ د كركې،كينې او دښمنۍ دغه استازي پخپلو پاڼو رسالو او درسونو،بې له دې نور څه غواړي،چې په دغسې وخت كې چې د مستكبرينو له ګواښ سره مخ يو، هېواد مو اور ګرځېدلى،پر كومه خاوره مو چې څلور ميليونو يهودو خېټه اچولې،يو شيعه هم پكې نشته،په دغه ناورين او ماتم كې د مسلمانانو ښكېلول بې له دې، چې له خپلو رښتيانيو ستونزو لرې وسي بله كومه ګټه لري؟ دا ټولې خبرې د چا لپاره دي؟

شيخ غزالي[32] ليكي :"دغه غږې د چا په ګټه خپرېږي؟ له دې خو د خپلو وروڼو؛ بلكې د خپل كتاب په باب بد ګومانونه راولاړېږي. "

   همدا شان د تونس د اسلامي نهضت مشر استاد راشد غنوشي وايي :" د حقيقي مسايلو ځاى وهمي مسايل ډكوي؛ لكه د شيعه او سني،د مذهب او لامذهبۍ جګړه ....".

    د اخوان المسلمين يو ستر مفكر استاد سالم البهنساوى[33] د هغو خلكو په ځواب كې،چې وايي ، شيعه  بېل قرآن لري،ليكي :" كوم قرآن،چې له موږ اهل سنتو سره دى، هماغه د شيعه وو په جوماتو او كورو كې پروت دى. "

بيا په 263 مخ كې ليكي : د اثنا عشريه وو جعفريه فقه په هغه قرآن كې د لاسوهنې قايل كافر ګڼي،چې له صدر اسلامه تر ننه پرې د امت اجماع راغونډه ده."

   امام خوئي وايي : " ټول مسلمانان په دې يوه خوله دي، چې په قرآن كريم كې لاسوهنه نه ده شوې،كوم قرآن،چې دا وخت له موږ سره دى ،دا هماغه پر رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم ) نازل شوى قرآن دى."

د شيخ محمد رضا المظفر له خولې ليكي : دا قرآن چې له موږ سره دى او لولو يې،هماغه قرآن دى،چې پر رسول اكرم (صلى الله عليه وآله وسلم) نازل شوى دى.بې له دې كه څوك كومه دعوى كوي ؛نو تېروتى به وي يا به غلط شوى وي او سم نه وايي؛ځكه د الله په كلام كې د څه شك او شبهې ځاى نشته".

بيا د امام كاشف الغطاء له خولې ليكي،چې ويل يې :" په دې قرآن كې نه څه نيمګړتيا شته او نه څه لاسوهنه او زياتونه،پر دې د ټولو مسلمانانو اجماع ده."

   پردې سربېره په همدې مخ كې ځينې نور داسې نظريات هم لوستلاى شئ،چې په غلطو رواياتو د استناد كوونکيو ځواب پكې شوى دى؛ځكه دغه راز روايات پخپله د اهل سنتو په كتابو كې هم ډېر زيات موندل كېږي.

  " كه د قرآني علومو په باب د اهل سنتو ستر كتاب " الاتقان في علوم القران " (د شيخ الاسلام جلال الدين سيوطي)  وګورئ، د لومړي ټوك 86 ، 87او 93 مخونه يې ولولئ؛نو تعجب به وكړئ،د قرآن په باب به داسې روايات هم ولولئ،چې پكې ليكي،چې د قرآن مجيد د سورتونو شمېر يو سل دولس يا يوسل شپاړس دى.يو سورت يې " الحقد " يا " الخلع " په نامه هم و او همداسې  نوريې ...

   اوس نو ايا كوم شيعه ته دا جايز ده،چې ووايي،د اهل سنتو قرآن نيمګړى يا زيات دى؟ټول به ووايي،چې" نه " دا حق نه دى؛ځكه روايات يې د ډاډ وړ نه دي  او اهل سنت د رواياتو په باب يوه خوله نه دي او بيا دا له شاذو رواياتو دي او اصل داده،چې دا هماغه كتاب دى،چې موږ يې تلاوتوو او پر همدې زموږ د امامانو اجماع شوې ده، همدا ځواب د شيعه وو هم دى .

امام ابوزهره[34] ليكي : "زموږ اماميه وروڼه كه څه  په ځينو مسائلو كې يوه خوله نه دي؛خو د قرآن په باب يې هماغه نظر دى،چې د هر مؤمن دى او تر 321 مخ وروسته د يو په زړه پورې بحث په ترڅ كې د " لاتبديل و لانقص في كتاب الله " تر سرليك لاندې دا خبره سپينوي،چې د شيعه علماوو په دې اجماع ده،چې په قرآن كې اړونه او لاسوهنه نه ده شوې.

   د قرآن په باب د جعفريه شيعه وو هماغه عقيده ده،چې د اهل سنتو ده،چې قرآن د الله تعالى جل جلاله له لوري پر رسول الله نازل شوى كلام دى او په تواتر رارسېدلى دى، سورتونه او آيتونه يې د رسول الله ( صلى الله عليه واله وسلم ) له حكم سره سم څرګند او واضح راغونډ شوي او قرآن د اسلامي عقايدو،شريعت او اخلاقو يو جامع كتاب دى."

شيخ غزالي[35] ليكي :"ماله يو سړي په غونډه كې واورېدل،چې د شيعه وو يو بل قرآن دى،چې زموږ له قرآنه كمى زياتى لري،ما ورته وويل:هغه قرآن چېرته دى؟ اسلامي نړۍ پر درېو سترو وچو (براعظمونو) خپره ده او د رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم)  له بعثته تر ننه څوارلس سوه كاله تېر شوي او خلك (په دې موده كې ) يوازې هغه قرآن پېژني،چې پيل،پاى او معلوم شوي سورتونه او آيتونه لري،دابل قرآن چېرته دى؟ولې په دې دومره اوږده موده كې كوم انسان يا پېري ته يوه نسخه هم څرګنده نه شوه ؟ په دې سره د خپلو وروڼو او خپل كتاب په باب شكونه او بد ګومانۍ خپرېږي ، قرآن يو دى،كه په قاهره كې چاپېږي؛نو په نجف اشرف او تهران، اسلام آباد او كابل كې هم سپېڅلى ګڼل كېږي او نسخې يې په لاسونو او كورونو كې وي.ددې كتاب د نازلوونكي د هغه د مبلغ (صلى الله عليه واله وسلم) په باب بې له درناوي او عزته په ذهن كې بله خبره نه ځايېږي؛نو داسې تور ولې په خلكو او وحې پورې تپل كېږي؟ په دغو تور لګاندو كې هغه كسان هم دي،چې دا خبره ګډوي،چې شيعه د علي (رضى الله عنه) لاروي كوي او سنيان د محمد (صلى الله عليه و اله وسلم) د شيعه وو دا نظر دى، چې د رسالت او نبوت زيات وړ علي (رضى الله عنه) او په حضرت جبراييل تېر كې بل چاته ورغلى دى.دا خبره هسې،اپلتې،دروغ او تور دى".

بيا په265 مخ كې ليكي:"شيعه د محمد (عليه السلام) پر رسالت ايمان لري،د علي(رضى الله عنه) شرافت له دې امله ګڼي،چې رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم ) ته منسوب او پر سنتو يې ټينګ دى،د نورو مسلمانانو په څېر په وروستيو او لومړيو كې هېڅوك هم د محمد (صلى الله عليه واله وسلم ) هومره ستر نه ګڼي او نه يې د اطاعت وړ بولي.بيا نو ورته د داسې ناروا او ناوړه نسبت څنګه كېداى شي؟

په حقيقت كې چې څوك دغه امت پر دښمنو ډلو وېشل غواړي ، له هغوى سره د خپل غرض د تر لاسه كولو لپاره نور څه منطقي وسايل نه ول؛نو ځكه د دروغو اسبابو ته يې لاس واچاوه او له همدغه ځايه د دروغو ډګر پراخ او د رښتياوو ميدان تنګ شو. زه د شيعه او سني ترمنځ له فقهي اختلافاتو منكر نه يم، دغه اختلافات لږ وډېر شته؛ خو دا د دوى د خپلمنځي جګړې باعثېداى نشي.پخپله د اهلسنتو په مذهبونو كې هم اختلافات شته؛بلكې د يوه مذهب په لاريانو كې هم اختلاف موندل كېږي؛خو له دې سره سره يې هوښياران،سړې يا تودې جګړې ته نه پرېږدي او دا وينا چې شيعه له مصطفوي سنتو منكر دي، توراو الزام دى."

امام محمد ابو زهره[36] ليكي:"متواتر سنت د شيعه وو په نزد بې له اختلافه د حجت او يقين سبب دي".

په 358 مخ كې له سنتو د انكار په باب د شيعه وو د دريځ د څرګندونې په لړكې ليكي:نبوي سنت كه له رسول الله (صلى الله عليه وآله وسلم) په تسلسل او تواتر ثابت وي؛نو انكار ترې كفر دى؛ځكه دا له محمدي(صلى الله عليه وآله وسلم) رسالته انكار دى.موږ ته محمدي(صلى الله عليه وآله وسلم) رسالت د نبوى سنتو له لارې رارسېدلى؛البته د امامانو له وينا انكار داسې نه دى،هغه د فسق موجبېږي،د كفر نه."

د احاديثو په باب د شيعه و دريځ زموږ له دريځه ډېر بېل نه دى امام ابوزهره د خپل كتاب " الامام الصادق " په 375 مخ كې ليكي :" دا وو هغه دلايل،چې شيعه وروڼه يې د واحد خبر د حجت والي لپاره راوړي او وايي،چې پردې عمل واجب دى،كه ګوماني يا ظني هم وي ".

داكتر وافي په خپل كتاب"بين الشيعه واهل سنه " كې ليكي " : د نبوي سنتو په باب د شيعه وروڼو عقيده هماغه ده،چې د جمهورو اهلسنتو د جمهور ده؛البته د هغوى په نزد نبوي سنت د رسول الله ( صلى الله عليه وآله وسلم) وينا، افعال او خبرې دي،د هغوى په نزد هم نبوي سنت د شرعي اصولو يو اصل دى."

كه داسې وي؛نو د " كافي "،"بخاري" او"مسلم" کيسې څه دي ؟

ځواب: لومړى خو " كافي " داسې كتاب نه دى؛لكه زموږ "بخاري " او "مسلم "؛لكه ځينې خلك مو چې وايي "بخاري" تر قرآن وروسته تر ټولو  زيات صحيح كتاب دى، په دې كې ټول راغلي احاديث صحيح دي،‏حال داچې "اصول كافي" د شيعه وو د احاديثو ستر كتاب ګڼل كېږي؛خو په دې كې د هر روايت سمون ضروري نه ګڼي .كه داسې وي ؛ نو په " بخاري" او " مسلم " كې راغلي احاديث شيعه ولې،ردوي ؟

ځواب: دا هم كومه علمي خبره نه ده؛ځكه هغوى هر حديث له يوې مخې نه ردوي،د رواياتو د منلو لپاره يې خپل شرايط دي،لكه د "بخاري"چې ځان ته شرايط دي،هغوى د اهلبيتو د امامانو پر عصمت او پاكۍ عقيده لري؛ځكه شيعه  يوازې هغه حديثونه مني،چې د امامانوله خوا يې روايت شوي وي يا يې د رواياتو په لړ كې امامان ښکېل وي او هغه هم په دومره احتياط،چى په رانقلولوكې يې بې امانتي رانشي. ډېر داسې احاديث هم شته،چې زموږ او د شيعه وو ترمنځ شريك دي او داسې ځكه شوي، چې "بخاري" او" مسلم " ( هغه احاديث) د اهل بيتو په څېر روايت كړي دي يا د حديث متن يو و؛خو د اسنادو د اختلاف له امله د دواړو ډلو حديث يو شوى دى؛ځكه خو اختلاف د سنتو په دې حجيت يا دليليت كې نه؛بلكې د سنتو د ثبوت او نه ثبوت په دود او طرز كې دي.

د تونس د اسلامي خوځښت مشر استاد غنوشي[37] ليكي:" د شيعه او سني مسله له هغو مسلو ځنې ده،چى د اساسي مسلو رنګ او ځاى يې نيولى دى.داسې مسايل هغه وخت پېښېږي،چې انسان د فكر او نوښت ځواك له لاسه وركړي."

د پام وړخبره ده،چې د اوسني عصر دغو اسلامي نهضتونو،چې يوه پېړۍ عمر لري، همېشه د ورورولۍ په فضا كې كاركاوه، هغه وخت د يووالي او مرستې فضا خپره وه.

خدايه !موږد خپلې خبرې د رسولو او خپرولو هڅه وكړه،ته شاهد  اوسه،ته شاهد اوسه.))

د " خالد محمود " د خبرو پاى.


د استبداد پرضد د ارواښاد ګل پاچا الفت او ارواښاد سيد اسماعيل بلخي سياسي مبارزې د پورته منځپانګې له مخې وې،چې دا مسله ددې دواړو له ليکنو،اشعارو او ناستو پاستو جوتېږي بيا دا ليکه د ١٣٥٠ په کلو کې له پوهنتونه د يو شمېر ځوانانو لخوا تعقيب شوه اوس که څوک يا کومه ډله غواړي د خپل ملي ديني فرهنګ له مخې فرهنګي مبارزه وکړي؛نو د تاريخي لړۍ له مخې دې ځان دوى سره ونښلوي او له اسلامه دې داسې پوهېدنې راوړاندې کړي ، چې زموږ د ټولنې ستونزې  پرې هوارې شي يا د حمزه بابا په وينا:


ماحمزه ته يثربي باده خاونده

په ښاغلې پيمانه کې د افغان را


نو په دغسې منځپانګې فرهنګي هلې ځل کول په حقيقت کې د خوشحال بابا د زړه د درد غوښتنو ته مناسب ځواب ويل دي.


زه خو د زړه درد غواړم په هر يو مذهب کې

ستا زده ستا خبرې،چې نقلونه رنګارنګ کړې


له نېکه مرغه د هېواد په اساسي قانون کې دوه اسلامي مذاهب (حنفي او جعفري) په رسميت پېژندل شوي،چې دا د هېواد د فکري يووالي پر لور ستر ګام و،چې واخستل شو او هم له علمي پلوه د دواړو لوريو د نظرياتو د اورېدو او بشپړ تفاهم راوستو لپاره د هېواد د ستر عالم محترم شيخ محمد آصف محسني په مشرۍ په کابل کې د " اخوت اسلامي" شورا جوړه شوې ده،چې منظمې غونډې لري، چې دا چار د پرديو د لاسوهنې پر وړاندې يو غښتلى ډال دى،چې ونشي کړاى په هېواد کې لاسوهنه وکړي او د خپلو موخو لپاره يې وکاروي .


[1] " الاسلام و حركة التاريخ " په 22 مخ كې

[2] " عائشه والسياسه " په 336 مخ كې

[3] "منهاج السنه النبويه " په 13 مخ كې

[4]  "( وګورئ تاريخ الجهميه و المعتزله  _ د شيخ قاسمي تاليف _ دويم چاپ _ 32 مخ )

[5] " السنه المفترى عليها " په 7 5 مخ كې

[6] "الملهم الموهوب حسن البنا ْ "په 78 مخ كې

[7] " لماذا اغتيل حسن البنا ْ " د لومړي ټوك د دويم چاپ په 32 مخ

[8] "ذكريات لامذكرات " په 200 مخ كې

[9] " كبرى الحركات السلاميه في العصر الحديث " په 150 مخ

[10] " الموسوعه الحركيه " د لومړي ټوك په 163 مخ

[11] " الاسلام فكرة و حركة و انقلاب "په 56 مخ

[12] " دفاع عن العقيده الشريعه ضد مطاعن المستشرقين " په 256 مخ

[13] " كيف نفهم الاسلام " كتاب په 42 مخ

[14] (انعام/۱۵۹)

[15] " نظرات فى القران " په 79 مخ

[16] " الطليعة الاسلاميه" د 1985ز د مارچ په 26 مه ګڼه

[17] " معالم الشريعة الاسلاميه " په 52 مخ

[18] " المدخل الدراسته الشريعه الاسلاميه " په 176

[19] [څېړونكى: په دې باب د پينځګونې فقهې كتاب ولولئ ]

[20] " تاريخ المذاهب الاسلاميه " په 39 مخ كې

[21] " اسلام بلا مذاهب " په 183 مخ كې

[22] " تبسيط العقائد الاسلاميه " په 300 مخ كې

[23] " الاسلام " د دوهم ټوك په 165 مخ

[24] " الاسلام و حركة التاريخ " په 420 مخ كې

[25] " دراسات في الفرق و العقائد الاسلاميه " په 32 مخ كې

[26] " الاعتصام الاسلاميه " مجلې د 1398 س په محرم ګڼه كې

[27] " تحديات امام العروبه و الاسلام " په 208 مخ كې

[28] "علم اصول الفقه " په 46 مخ كې

[29] " بين الشيعه واهل السنت " په 4 مخ كې

[30] " الحقايق الخفيه عن الشيعه الفاطميه والاثنى عشريه " په 103 مخ كې

[31] " التفكير الفلسفي في الاسلام " په 176 مخكې

[32] " دفاع عن العقيده والشريعه ضد الطاعن المستشرقين " په( 264 ) مخ كې

[33] " السنه المفترى عليها " په 60 مخ كې

[34] "الامام الصادق " په 296 مخ كې

[35] " دفاع عن العقيده و الشريعه ضد المطا عن المسشرقين " په 264 مخ كې

[36] " الامام الصادق " په 359 مخ كې

[37] "الطليعه الاسلاميه " 1985 د مارچ ګڼي په يوه مقاله كې