د وينزويلا د کډوالو بحران
د وينزويلا د کډوالو بحران، کوم چې په امريکاګانو کې د کډوالو تر ټولو ستر ثبت شوی بحران دی، د Hugo Chávez او Nicolás Maduro د ولسمشرۍ پر مهال د بوليويايي اوښتون له امله، له خپل اصلي هېواده د ميليونونه وينزويلايي خلکو کډوالۍ ته ا شاره کوي. دا اوښتون (انقلاب) د Chávez او وروسته د Maduro له خوا د دې يوه هڅه وه چې يوه کلتوري او سياسي بالادستي جوړه کړي، کوم څه چې په وينزويلا کې په بحران بدل شول. د دې په پايله کې د کډوالو بحران د کيوبايي تبعيد شويو، د سوريې د کډوالو او هغو سره پرتله شول چې د اروپايي کډوالۍ بحران څخه اغېزمن شوي وو. د بوليويا حکومت د هر ډول کډوالۍ بحران رد کړ، او ويې ويل چې ملګري ملتونه او نور هڅه کوي په وينزويلا کې بهرنۍ لاسوهنې توجيه کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
نيوزويک د "بوليويا بې ځايه شوي" د "په پراخه کچه د نېکمرغۍ اوښتون" په توګه تشریح کړل، چېرته چې "اوښتون" د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د وينزويلا د کډوالو د لوړې کچې سره يوه پرتله ده. په ابتدايي ډول، د وينزويلا د لوړې طبقې خلک او پوهان د Chávez د ولسمشرۍ پر مهال کډوال شول، خو د منځنۍ کچې او ښکته کچې وينزويليايانو په هېواد کې د وضعيت په خرابېدو سره له هېواد وتل پيل کړل. دا کډوالي د مغزونو د تېښتې لامل وګرځېده چې په هېواد يې اغېز وکړ، ځکه له هېواده ډېر با سواده او ماهرين خلک کډوال شول. د بحران پر مهال، عموماً له وينزويليايي خلکو څخه د خپل پلرني هېواد د خوشې کولو د هېلې په اړه پوښتل کېدل، او له دېرش سلنه زياتو هغو چې د 2015ز کال د ديسمبر د مياشتې په يوه ټولپوښتنه کې ورڅخه پوښتل شوي وو، وويل، دوی په پام کې لري چې د تل لپاره وينزويلا پرېږدي. په راتلونکي سپتمبر کې دا سلنه نږدې دوه برابره لوړه شوه، ځکه چې د Datincorp په وينا، اوه پنځوس سلنه ځواب ويونکو وويل دوی غواړي چې هېواد پرېږدي. د 2019ز کال تر نيمايي پورې، له څلور ميلیونه څخه زياته وينزويليايان په 1999ز کال کې د انقلاب له پيل راهيسې کډوال شوي وو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
ملګرو متلونو وړاندوينه کړې ده چې د 2019ز کال تر پای پورې به د وينزويلا د بحران په اوږدو کې له پنځه میلیونه څخه زيات کډوال ثبت شوي وي، چې دا د ياد هېواد د نفوس له 15% سلنه څخه لوړه کچه ده. د 2018ز کال په وروستيو کې، Brookings انستيتيوت له خوا په شوې يوه مطالعه کې ښودل شوې وه چې د 2019ز کال تر پای پورې به، کډوالي شپږ ميليونه ته ورسېږي – د اټکل تر مخې د وينزويلا د 2017ز کال د نفوس 20% ته، په داسې حال کې چې د 2019 په نيمايي کې د Consultares 21 له خوا په شوې يوه سروی کې اټکل شوی و چې تر تر دې وخته پورې له هېواده شا اوخوا شپږ ميلیونه وينزويليايان تښتېدلي دي، په 2020ز کال کې شوي اټکلونه څرګندوي چې د وينزويليايي کډوالو او مهاجرينو شمېر د شپږميلیونه له شمېر څخه زيات دی، په دې وخت کې، د سوريې له کورنۍ جګړې څخه د کډوالو شمېر هم دومره دی، کومه جګړه چې د وينزويلا د ثبت شوي بحران څخه څو کاله مخکې پيل شوې وه، او هغه مهال په نړۍ کې تر ټولو خرابه بشري ناورين و. د 2022ز کال د اکتوبر تر مياشتې پورې دا اټکلونه تر 7.1 ميليون پورې ورسېدل، چې د هېواد د ټول نفوس له شل سلنو څخه زيات شمېر دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د ناروی د کډوالو شورا؛ د Brookings انستيتيوت او د وينزويلا د کډ،الو د بحران لپاره د امريکايي دولت کميشنر David Smolansky اټکل کړی چې دا بحران په اوسني تاريخ کې د کډوالو له بحرانونو څخه يو هغه دی چې د مرستې لپاره يې ډېره کمه پانګه چمتو کړای شوې ده. [۲۴][۲۵][۲۶]
د R4Vد تازه معلوماتو پر اساس، په وروستيو کلونو کې اټکلاً 7.71 ميلیونه خلک له وينزويلا څخه کډوال شوي دي، چې دا شمېر د Nicolás Maduro واک ته د رسېدو او Chavismo د پياوړتيا له مودې سره برابر دی. د دې کال د مۍ له مياشتې د اګست تر مياشتې، 390000 وينزويلايانو خپل هېواد خوشې کړی دی، لامل يې د ژوند شرايطو څخه ناهيلی توب دی، چې هلته مزد کم، قيمتي زياته، دولتي خدمات کم، او سياسي ځپنه موجوده ده. په هر حال، R4V وړانديز کړی چې شونې ده دا شمېرې تر دې هم ډېرې لوړې وي، ځکه چې په دې شمېر کې هغه کډوال نه دي شامل کړای شوي چې منظم حيثيت نه لري. د دې سازمان د محاسبې طريقه په پناه غوښتنې او په هر هېواد کې د کډوالو په ثبت ولاړه ده، چې شونې ده هغه خلک ځينې و ايستل شي چې په غېر منظمو حالاتو کې دي. د ولسمشريزو ټاکنو له راتګ سره سره، د وينزويلا د اوسېدونکو په منځ کې هيله مندي نه شته. ډيری خلک اندېښنه لري چې د جوړجاړي او درغليو له لارې به Maduro بيا وټاکل شي، او د راتلونکو نورو شپږو کلونو لپاره به په واک کې پاتې شي، سره له دې چې هغه کوم منلی شخص نه دی. په دې سناريو کې، د وينزويلا په نږدې راتلونکي کې به کډوالي په دوامدار ډول روانه وي.[۲۷][۲۸]
تاريخ
[سمول]د نيوزويک په وينا، د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، "وينزويلا د پخوانۍ نړۍ د ظلم او نه زغم څخه د تښتېدونکو کډوالو لپاره يو پناه ځای و". د تيلو د نرخونو له غورځېدو وروسته په 1983 کې، په کمه کچه کډوالي پيل شوه، که څه هم د کډوالۍ مخ پر زياتېدونکې کچه، په ځانګړي ډول د متخصيصنو وتل، د بوليويا له انقلاب وروسته خورا لوړه شوه، د کوم انقلاب مشري چې د وينزويلا ولسمشر Hugo Chávez کوله. د «Andrés Bello Catholic University Economic and Social Research Institute» رئيس Anitza Freitez ويلي دي چې د شاويز د ولسمشرۍ پر مهال کډوالي ډېره روښانه شوه، د کوم اساسي لاملونه چې "د انفرادي پرمختګ شونتياوې او انفرادي خونديتوب" ښيي.[۲۹][۳۰]
ابتدايي کډوالي
[سمول]په 1998ز کال کې، کله چې Chávez په لومړي ځل وټاکل شو، د 1998 او 1999ز کلونو تر منځ د هغو ويزويلايانو شمېر زيات شو چې په متحده ايالاتو کې پناه ورکړل شوې وه. د بې وزلو لپاره د Chávez له خوا د نورې پانګې د ځانګړې کولو ژمنې د شتمنو او منځنۍ کچې وينزويلايانو په منځ کې اندېښنې پيدا کړې، د کوم له امله چې د بوليويا د حکومت څخه تښتېدونکو کډوالو لومړۍ څپه پيل شوه. [۳۱][۳۲]
د کډوالې نورې څپې په 2002ز کال کې د وينزويلا د کودتا د هڅې او 2006ز کال کې د شاويز د بيا ټاکل کېدو څخه وروسته منځ ته راغلې. په 2009ز کال کې، اټکل شوی چې له يو ميليون څخه زيات وينزويلايي وګړي له هغه وخته چې هوګو شاويز ولسمشر شوی دی، په لسو کلونو کې کډوال شوي دي. د وينزويلا د مرکزي پوهنتون (UCV) په وينا، د اټکل تر مخې د 1999 او 2014ز کلونو تر منځ موده کې 1.5 وينزويلايان (د ټول هېواد د نفوس له څلورو څخه تر شپږ سلنه پورې) کډوال شوي دي.[۳۳][۳۴][۳۵]
په وينزويلا کې بحران
[سمول]پوهانو او د سوداګرۍ مشرانو ويلي دي چې د شاويز د ولسمشرۍ د وروستيو کلونو په اوږدو کې او د «نکولس مادورو» د ولسمشرۍ پر مهال له وينزويلا څخه کډوالۍ کې د پام وړ زياتوالی راغی. د وخت په تېرېدو سره، د بحران پر مهال کډوالي په هېښونکي ډول زياته شوه او د کم عايد وينزويلايي وګړي هم پکې شامل شول، هغه خلک چې شاويز ورسره د مرستې ژمنه کړې وه او هغه چې د هېواد په اقتصادي بحران کې يې لوږه تجربه کوله. په لومړيو کې د وينزويلا نارينه وو خپلې مېرمنې، بچيان او عمر خوړلي خپلوان له هېواده د تېښتې پر مهال تر شا پرېښودل، تر څو کار پيدا کړي او بېرته خپل کور ته پيسې واستوي. ميندې او بچيان به وروسته د خپلو کورنيو سره د يوځای کېدو لپاره له وينزويلا وتل، ځکه چې دوی به له بحران سره سخت سترېدل او حوالو به د دوی ورځنۍ اړتياوې نه شوې پوره کولای. [۳۶][۳۷][۳۸]
د مادورو ټاکل کېدل او د 2014ز کال اعتراضونه
[سمول]په 2013ز کال کې د مادورو له ټاکل کېدو وروسته، او هغه مهال چې په 2014ز کال کې اعتراضونه سخت شول، له وينزويلا څخه د کډوالۍ کچه هم لوړه شوه. اسوشيټډ پريس راپور وکړی چې د منځنۍ طبقې وينزويلايانو په دې وخت کې په کډوالۍ پيل وکړ، ځکه چې د توکو د کمښت، انفلاسيون او نا ارامۍ له امله بحران لا پسې سخت شو.[۳۹][۴۰]
د 2012 او 2025ز کلونو تر منځ موده کې، د کډوالو شويو وينزويلايانو شمېر تر 2,889 سنله پورې لوړ شو. په 2015ز کال کې، PGA Group اټکل وکړ چې په ټوليز ډول شا اوخوا 1.8 ميلیونه وينزويلايان کډوال شوي دي. يو کال وروسته، یو اټکل کې وښودل شوه چې له 150000 څخه زيات وينزويلايان کډوال شوي دي؛ هغه پوهان چې کډوال شوي وګړي تر مطالعې لاندې نيسي، کوم کډوال چې نيويارک ټايمز د "ډله ييزې وتنې" په توګه يادوي، ويلي دي چې "دا له يوې لسيزې څخه په زياته موده کې تر ټولو لوړ [شمېر] دی".[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:BulletBoard, Editorial (February 23, 2018). "Latin-America's worst-ever refugee crisis: Venezuelans". The Washington Post. Archived from the original on February 24, 2018. نه اخيستل شوی February 25, 2018.
This human outflow, ... is the largest displacement of people in Latin American history
- Hylton, Wil S. (March 9, 2018). "Leopoldo López Speaks Out, and Venezuela's Government Cracks Down". The New York Times. ISSN 0362-4331. Archived from the original on May 12, 2019. نه اخيستل شوی March 12, 2018.
Venezuela is the most urgent humanitarian disaster in the Western Hemisphere, producing the largest exodus of refugees in the history of the Americas
- "Venezuela's mounting refugee crisis". Financial Times. April 20, 2018. Archived from the original on April 12, 2019. نه اخيستل شوی April 22, 2018.
- "Venezuela's exodus: Forced to flee". Al Jazeera. September 15, 2018. Archived from the original on September 22, 2020. نه اخيستل شوی September 15, 2018.
Latin America is facing the largest refugee crisis in its history as hundreds of thousands of people flee Venezuela to escape severe economic hardship.
- Kurmanaev, Anatoly (May 17, 2019). "Venezuela's Collapse Is the Worst Outside of War in Decades, Economists Say". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. Archived from the original on January 14, 2020. نه اخيستل شوی May 18, 2019.
Venezuela has lost a tenth of its population in the past two years as people fled, even trekking across mountains, setting off Latin America's biggest ever refugee crisis.
- Hylton, Wil S. (March 9, 2018). "Leopoldo López Speaks Out, and Venezuela's Government Cracks Down". The New York Times. ISSN 0362-4331. Archived from the original on May 12, 2019. نه اخيستل شوی March 12, 2018.
- ↑ کينډۍ:Bullet Maria Delgado, Antonio (August 28, 2014). "Venezuela agobiada por la fuga masiva de cerebros". El Nuevo Herald. Archived from the original on August 27, 2014. نه اخيستل شوی August 28, 2014.
The massive emigration of Venezuelans, a trend that was unprecedented in the republican history of the nation, is mainly motivated by personal insecurity, legal insecurity and lack of options to progress under the Bolivarian regime
- Weddle, Cody (March 18, 2017). "More desperate college grads flee Venezuela". WPLG. Archived from the original on June 12, 2018. نه اخيستل شوی October 15, 2017.
some academics refer to the exodus in its totality as the Bolivarian diaspora
- Wyss, Jim (July 25, 2017). "As Venezuela faces critical week, Colombia prepares for a wave of migrants". The Miami Herald. Archived from the original on May 4, 2020. نه اخيستل شوی October 15, 2017.
And as conditions in Venezuela worsen, the “Bolivarian Diaspora” is likely to keep growing. One measure of the desperation:the number of Venezuelans seeking asylum abroad tripled from 2015 to 2016.
- Manner, Benedict (September 5, 2017). "A family bereavement brings home Venezuela's crisis". Financial Times. Archived from the original on September 22, 2019. نه اخيستل شوی October 15, 2017.
Like the rest of the 'Bolivarian diaspora' dotted around the globe, it has been impossible to escape the asphyxiating drama
- Weddle, Cody (March 18, 2017). "More desperate college grads flee Venezuela". WPLG. Archived from the original on June 12, 2018. نه اخيستل شوی October 15, 2017.
- ↑ Canelón-Silva, Agrivalca Ramsenia (2014). "Del Estado Comunicador Al Estado De Los Medios. Catorce Años De Hegemonía Comunicacional En Venezuela". Palabra Clave. University of La Sabana. 17 (4): 1243–78. doi:10.5294/pacla.2014.17.4.11.
- ↑ Rory, Carroll (2014). Comandante : Hugo Chavez's Venezuela. Penguin Books: New York. pp. 182–94. ISBN 978-0143124887.
- ↑ 남민우, 기 (May 2, 2018). "화폐경제 무너졌는데…최저임금 인상에 목매는 베네수엘라". 朝鮮日報 (په کوريايي). Archived from the original on October 4, 2018. نه اخيستل شوی May 22, 2018.
Venezuela's fall is considered to be mainly caused by the populist policy ... Venezuela, for decades, has increased the number of public sector employees and has promoted populist support to maintain the regime
- ↑ "'I can't go back': Venezuelans are fleeing their crisis-torn country en masse". The Washington Post. Archived from the original on December 7, 2020. نه اخيستل شوی April 7, 2018.
- ↑ Welsh, Teresa (September 19, 2018). "Venezuela crisis is 'on the scale of Syria,' UNHCR says". Devex. Archived from the original on January 17, 2021. نه اخيستل شوی September 21, 2018.
- ↑ "Venezuela government denies facing migration crisis". Al Jazeera. September 4, 2018. Archived from the original on September 4, 2018. نه اخيستل شوی September 4, 2018.
- ↑ LaFranchi, Howard (November 2, 2016). "Why time is ripe for US to address Venezuela's mess". Christian Science Monitor. Archived from the original on June 20, 2019. نه اخيستل شوی November 4, 2016.
- ↑ Maria Delgado, Antonio (August 28, 2014). "Venezuela agobiada por la fuga masiva de cerebros". El Nuevo Herald. Archived from the original on August 27, 2014. نه اخيستل شوی August 28, 2014.
The massive emigration of Venezuelans, a trend that was unprecedented in the republican history of the nation, is mainly motivated by personal insecurity, legal insecurity and lack of options to progress under the Bolivarian regime
- ↑ "El 90% de los venezolanos que se van tienen formación universitaria". El Impulso. August 23, 2014. Archived from the original on October 17, 2015. نه اخيستل شوی August 28, 2014.
- ↑ Pitts, Pietro D.; Rosati, Andrew (December 4, 2014). "Venezuela's Oil Industry Exodus Slowing Crude Production: Energy". Bloomberg. Archived from the original on December 25, 2014. نه اخيستل شوی January 24, 2015.
- ↑ Lee, Brianna (December 2, 2015). "Venezuela Elections 2015: Why Venezuelans Are Fleeing The Country". International Business Times. Archived from the original on December 9, 2020. نه اخيستل شوی December 30, 2015.
- ↑ Margolis, Mac (September 14, 2016). "Latin America Has a Different Migration Problem". Bloomberg. Archived from the original on June 12, 2018. نه اخيستل شوی September 22, 2016.
- ↑ "Refugees and migrants from Venezuela top 4 million: UNHCR and IOM". UNHCR. UNHCR, IOM. June 7, 2019. Archived from the original on December 17, 2020. نه اخيستل شوی June 10, 2019.
- ↑ "Gracias a las malas políticas del Gobierno bolivariano, más de 4 millones de venezolanos se han ido del país (encuesta)". La Patilla (په اسپانيايي). January 19, 2018. Archived from the original on June 12, 2018. نه اخيستل شوی January 20, 2018.
- ↑ Forero, Juan; Protti, Tommaso (February 13, 2018). "Venezuela's Misery Fuels Migration on Epic Scale". The Wall Street Journal. Archived from the original on January 15, 2021. نه اخيستل شوی February 13, 2018.
- ↑ "More than 5m set to flee Venezuela by end of this year". Financial Times. June 19, 2019. Archived from the original on November 7, 2020. نه اخيستل شوی June 19, 2019.
- ↑ Bahar, Dany; Barrios, Douglas (December 10, 2018). "How many more migrants and refugees can we expect out of Venezuela?". Brookings (په انګليسي). Archived from the original on March 7, 2021. نه اخيستل شوی September 22, 2019.
- ↑ Wyss, Jim (August 13, 2019). "A nation is vanishing: Has Venezuela lost almost 20 percent of its population?". Miami Herald. Archived from the original on November 7, 2020. نه اخيستل شوی August 15, 2019.
- ↑ Fieser, Ezra; Moran, Nancy (September 20, 2019). "Venezuela Exodus Is as Big as Syria's, Yet Got 1.5% of the Aid". Bloomberg. Archived from the original on December 20, 2019. نه اخيستل شوی September 22, 2019.
- ↑ "Syrian refugees biggest humanitarian crisis". Middle East Star. August 28, 2014. Archived from the original on March 14, 2016. نه اخيستل شوی August 30, 2014.
- ↑ Buschschlüter, Vanessa (2022-10-17). "Venezuela crisis: 7.1m leave country since 2015" (په انګليسي). BBC News. نه اخيستل شوی 2022-10-17.
- ↑ "Horrors in the Darién Gap should prompt more support for Venezuelans and other refugees and migrants". Norwegian Refugee Council. نه اخيستل شوی 2023-06-04.
- ↑ Dooley, Dany Bahar and Meagan (2019-12-09). "Venezuela refugee crisis to become the largest and most underfunded in modern history". Brookings Institution. Archived from the original on June 14, 2021. نه اخيستل شوی 2021-06-14.
- ↑ ""Ha faltado cooperación de internacional con refugiados venezolanos"". El Nacional (په اسپانيايي). 2021-01-03. Archived from the original on June 14, 2021. نه اخيستل شوی 2021-06-14.
- ↑ "Almost 8 million Venezuelans have been forced to leave their country due to the Maduro regime".
- ↑ "UNHCR, Situation of Venezuela".
- ↑ Pablo Peńaloza, Pedro (January 13, 2014). "Number of outgoing Venezuelans on the rise". El Universal. Archived from the original on January 17, 2014. نه اخيستل شوی April 26, 2015.
- ↑ Gonzalez, Angel; Minaya, Ezequiel (October 17, 2011). "Venezuelan Diaspora Booms Under Chávez". The Wall Street Journal. Archived from the original on December 28, 2017. نه اخيستل شوی October 8, 2014.
- ↑ Casey, Nicholas (November 25, 2016). "Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse". The New York Times. Archived from the original on October 14, 2017. نه اخيستل شوی November 27, 2016.
- ↑ Brown, Tom (July 16, 2007). "Venezuelans, fleeing Chavez, seek U.S. safety net". Reuters. Archived from the original on December 8, 2015. نه اخيستل شوی September 22, 2014.
- ↑ Brown, Tom (July 16, 2007). "Venezuelans, fleeing Chavez, seek U.S. safety net". Reuters. Archived from the original on December 8, 2015. نه اخيستل شوی September 22, 2014.
- ↑ "Dateline migration: International". Migration World Magazine. 30 (4/5): 7–13. 2002.
- ↑ "La historia de una familia que abandonó Venezuela". Noticias24. March 18, 2007. Archived from the original on October 20, 2014. نه اخيستل شوی October 16, 2014.
- ↑ Taj, Mitra; Garcia Rawlins, Carlos (June 19, 2019). "Venezuelan mothers, children in tow, rush to migrate". Reuters (په انګليسي). Archived from the original on June 20, 2019. نه اخيستل شوی June 20, 2019.
- ↑ Symmes Cobb, Julia; Garcia Rawlins, Carlos (October 15, 2014). "Economic crisis, political strife drive Venezuela brain-drain". Reuters. Archived from the original on December 9, 2015. نه اخيستل شوی October 15, 2014.
- ↑ Casey, Nicholas (November 25, 2016). "Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse". The New York Times. Archived from the original on October 14, 2017. نه اخيستل شوی November 27, 2016.
- ↑ "Venezuelan middle class seeks refuge in Miami". USA TODAY (په انګليسي). Associated Press. March 7, 2014. Archived from the original on July 17, 2018. نه اخيستل شوی June 20, 2019.
- ↑ Symmes Cobb, Julia; Garcia Rawlins, Carlos (October 15, 2014). "Economic crisis, political strife drive Venezuela brain-drain". Reuters. Archived from the original on December 9, 2015. نه اخيستل شوی October 15, 2014.
- ↑ Casey, Nicholas (2016-11-25). "Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی 2023-11-19.
- ↑ "1,8 millones de venezolanos han emigrado en 10 años". Globovision. April 23, 2015. Archived from the original on July 11, 2015. نه اخيستل شوی April 26, 2015.
- ↑ "PGA Group estima que 1,8 millones de venezolanos han emigrado en 10 años". La Nación. April 23, 2015. Archived from the original on May 19, 2015. نه اخيستل شوی April 26, 2015.
- ↑ Casey, Nicholas (November 25, 2016). "Hungry Venezuelans Flee in Boats to Escape Economic Collapse". The New York Times. Archived from the original on October 14, 2017. نه اخيستل شوی November 27, 2016.