د وروستني اقليم بدلون نسبت ورکوونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وروستي اقليم بدلون نسبت ورکوونه هغه هڅه ده، چې په علمي ډول د وروستۍ نړيوالې تودوخې او پر ځمکه باندې د اړوند اقليمي بدلونونو لپاره د ميکانيزمونو مسؤليت کره کړي. دې هڅې په هغو بدلونونو باندې تمرکز کړی دی، چې د ګټور حرارت درجې د ثبت (instrumental temperature record) دورې په جريان کې په ځانګړي ډول په وروستيو ۵۰ کلونو کې مشاهده شوي دي. دا هغه دوره ده، چې د انسان فعاليت په تېزۍ سره وده کړې ده او له سطحې نه پورته د فضا مشاهدې د لاسرسي وړ ګرځېدلې دي. د اقليم بدلون په اړه د حکومتونو تر منځ د منصفه پلاوي له مخې، ډېر ممکن دي چې د انسان اغېزه د ۱۹۵۱ او ۲۰۱۰ ز تر منځ د نړيوالې تودوخې عمده سبب و. په غالب ګومان د انسان ونډه د مشاهده شوې ۲۰۱۰ – ۱۹۵۱ ز پورې د حرارت درجې د بدلون له ٪۱۲۳ - ٪۹۳ پورې ده. [۱][۲][۳][۴]

ځيني هغه عمده انساني فعاليتونه چې د نړيوالې تودوخې کې ونډه لري، دا دي: [۵]

  • د ګلخانه يي ګازونو زياتېدونکی فضايي غلظت (فضا کې تغليظ)، د تودوخې اغېزې لپاره.
  • د ځمکې د سطحې په برخه کې نړيوال بدلونونه. لکه: د ځنګلاتو له منځه وړنه، د تودوخې اغېزې لپاره.
  • د ايروسول aerosol فضايي تغليظ، په بنسټيز ډول د يخوونکې اغېزې لپاره.

د انسان له فعاليتونو سره سره ځيني طبيعي ميکانيزمونه هم د اقليم د بدلون لامل کېدلی شي. د بېلګې په ډول: د اقليم خوځېدنه (climate oscillations)، په لمريز فعاليت کې بدلونونه او اورغورځوونکی فعاليت.

د دليل يا ثبوت ګڼې ليکې د وروستي اقليم بدلون د انسان فعاليتونو ته د نسبت ورکولو ملاتړ کوي:[۶]

  • د اقليم سيستم يو فزيکي ادراک: د ګلخانه يي ګاز تغليظ (ګډېدل) زيات شوی دی او د تودوخې ځانګړنه يې په ښه ډول رامنځته شوې ده.
  • د تېر اقليم بدلونونو تاريخي اټکلونه وړانديز کوي، چې د نړيوالې سطحې په حرارت درجه کې وروستي بدلونونه غير عادي دي.
  • د کمپيوټر پر بنسټ د اقليم نمونې (models) بې له دې چې د انسان ګلخانه يي ګازونو خپرېدنه په کې شامل شي، د مشاهده شوې تودوخې د تکرار وړتيا لري.
  • طبيعي قوې په يوازې توګه (لکه: لمريز يا اورغورځونکی فعاليت) مشاهده شوې تودوخه نه شي تشرېح کولی.

د IPCC [د اقليمي بدلون په اړه د حکومتونو تر منځ منصفه پلاوي] له خوا د وروستۍ نړيوالې تودوخې انسان ته منسوبول، د علمي ټولنې نظر منعکس کوي او په نړيواله کچه د ۱۹۶ نورو علمي سازمانونو په واسطه يې ملاتړ شوی دی. [۷][۸][۹][۱۰]

مخینه[سمول]

هغه عوامل چې د ځمکې اقليم اغېزمنوي، په غبرګونونو او تحميلوونکو باندې وېشل کېدلی شي. تحميل کوونکی هغه څه دي چې د اقليم پر سيستم باندې په باندني ډول واردېږي. بهرنیو تحميلوونکو کې طبيعي ښکارندې، لکه: د اور غورځوونکي خوټېدنه او د لمر په وتنۍ (output) کې بدلونونه شاملېږي. انساني فعاليتونه هم، لکه: د اتموسفير د ترکيب بدلولو په واسطه، تحميل او فشار واردولی شي. [۱۱][۱۲]

وړانګيز (شعاعي) فشار يا تحميلوونکی د بېلابېلو عواملو په واسطه د ځمکې د اتموسفير د انرژي بدلولو د څرنګوالي معيار دی. يو مثبت شعاعي فشار به د ځمکې د اتموسفير سيستم د انرژي زياتولو ميلان ولري، چې د سيستم يو ګرموالی رهبري کوي. په ۱۷۵۰ز کې د صنعتي اوښتون د پيل او ۲۰۰۵ ز تر منځ د کاربن ډای اکسايد په فضايي تغليظ يا ورګډېدنه کې زياتوالي يو مثبت شعاعي فشار ته زمينه برابره کړه، چې د ځمکې د سطحي سيمې نږدې 1.66 واټه پر متر مربع (مخففاتي بڼه يې  W/m2) منځنی حد يې وټاکه. [۱۳][۱۴]

د اقليم غبرګونونه يو ټاکلي فشار يا تحميلوونکي ته د اقليم غبرګون پراخولی يا تعديلولی شي. د اقليم په سيستم کې د غبرګون زيات ميکانيزمونه شته، چې د اقليم په تحميلوونکي (فشار) کې د بدلون اغېزې پراخولی (مثبت غبرګون) يا له منځه وړلی (منفي غبرګون) شي.

د اقليم سيستم به په فشارونو يا تحميلوونکو کې بدلونونو ته په غبرګون کې توپير ولری. د اقليم سيستم به پرې د تحميل شوو قوو په شتون يا نه شتون دواړو کې داخلي د بدلون وړتيا وښيي. دا داخلي د بدلون وړتيا د اقليم سيستم د برخو(لکه: د اتموسفير او سمندر تر منځ جوړه کېدنه) تر منځ د پېچلو متقابل عملونو پايله ده. د داخلي د بدلون وړتيا يوه بېلګه (El Niño–Southern Oscillation) ده. [۱۵][۱۶][۱۷]

کشف د نسبت ورکولو پر وړاندې[سمول]

د اقليمي اشارو کشف کوونه او نسبت ورکوونه او د دې عام مفهوم د اقليم د بدلون په ادبياتو کې يو څه پراخه پېژند لري، لکه د IPCC له خوا چې څرګند شوی دی. د اقليمي اشارو کشف يا موندل تل په ګټوره نسبت ورکوونه دلالت نه کوي. د IPCC د څلورمې ارزونې راپور وايي: «زيات اټکل دی، چې انساني فعاليتونو پر اقليم باندې له ۱۷۵۰ ز راهيسې د بنسټېزې خالصې تودوخې اغېزه اچولې ده»، چې «زيات ګومان» په کې له ٪۹۵ نه زيات احتمال باندې دلالت کوي. د يوې اشارې کشف يا موندل دې وضاحت ته اړتيا لري، چې يو مشاهده شوی بدلون په احصائيوي ډول په اغېزناکه توګه له هغې يو نه بېل دی، چې د طبيعي داخلي بدلون وړتيا په واسطه تشرېح کېدلی شي. [۱۸][۱۹]

نسبت ورکوونه، د دې تشرېح کولو غوښتنه کوي، چې يوه اشاره:

  • ناشوني ده چې په بشپړ ډول د داخلي بدلون وړتيا له امله وي.
  • د انتروپوجينيک او طبيعي فشار يا تحميلوونکي د ورکړل شوي ترکيب په اټکل شوو غبرګونونو سره ثابته ده.
  • د متبادلو او د اقليم د بدلون په فزيکي ډول د باور وړ تشرېحاتو سره ناثابت ده، چې د فشارونو يا تحميلوونکو د ورکړل شوي ترکيب اړين عناصر نفې کوي.

کليدي منسوبې[سمول]

ګلخانه يي ګازونه[سمول]

کاربن ډای اکسايد د کاربن د دوران د يوې برخې په توګه په طبيعي ډول د حيوان او نبات د تنفس، د اورغورځوونکي د خوټېدندې او د سمندر او اتموسفير د معاوضې په واسطه جذب او آزادېږي. انساني فعاليتونه، لکه: د فوسيلي تېلو سوځول او د ځمکې په کارونه کې بدلونونه، فضا ته په زياته اندازه کاربن خوشې کوي، چې په فضا کې د کاربن ډای اکسايد د تغليظ د پورته کېدلو سبب کېږي. [۲۰]

د فضايي کاربن ډای اکسايد د تغليظونو زيات دقيق معيارونه چې په ۱۹۵۸ ز کې د (Charles David Keeling) له خوا اختراع شول، د فضا بدلېدونکی ترکيب مستندوي، چې د برجسته وختونو لړۍ تشکيلوي. دا معلومات د نړيوالې فضا په کيمياوي ترکيب باندې د انساني فعاليتونو د اغېزې د ثبوت په توګه د اقليم بدلېدلو په پوهه کې انځوريز او تجسمي حالت لري.[۲۱]

د ۲۰۱۹ ز په می کې په اتموسفير کې د کاربن ډای اکسايد تغليظ 415ppm ته ورسېد. وروستی ځل چې د کاربن غلظت په کې دې کچې ته ورسېد، 2.6 – 5.3 ميليونه کلونه پخوا و. د انسان له لاسوهنې نه پرته به دا کچه 280ppm وی. [۲۲]

د کاربن ډای اکسايد تر څنګ ميتان او لږه اندازه نايترس اکسايد (nitrous oxide) د ګلخانه يي اغېزې په برخه کې ستر تحميلوونکي مرستندويان دي. د Kyoto Protocol دا له (hydrofluorocarbon (HFCs))، (perfluorocarbons (PFCs)) او سلفر هګزافلورايد (sulfur hexafluoride (SF6)) سره يو خای لېست کوي، چې په بشپړ ډول مصنوعي ګازونه او د شعاعي تحميلوونکي په برخه کې مرستندويان دي. په لاندې ډول جدول د انتروپوجينيک ګاز د خپرېدونو نسبت اتو اساسي اقتصادي برخو ته ورکوي، چې تر ټولو پراخه مرستندويان يي د انرژۍ تمځايونه (چې زياتره يې د ډبرو سکاره يا نور فوسيلي سون توکي سوځوي)، صنعتي پړاوونه، د لېږد رالېږد په موخه کارېدونکي سون توکي (په عمومي ډول فوسيلي سون توکي) او د کرنې فرعي توليدات (په بنسټيز ډول د enteric تخمر نه ميتان او له سرې (پارو) کارونې نه نايټرس اکسايد) دي. [۲۳][۲۴]

د اوبو بړاس[سمول]

د اوبو بړاس تر ټولو زيات ګلخانه يي غاز دی او د لنډ فضايي ژوند (نږدې ۱۰ ورځې) د لرلو تر څنګ، د طبيعي ګلخانې د اغېزې يو تر ټولو پراخ مرسته کوونکی دی. ځيني انساني فعاليتونه د محلي اوبو د بړاس پر کچه باندې اغېز کولی شي. که څه هم په نړيواله سطحه، د اوبو د بړاس تغليظ د حرارت درجې په واسطه اداره کېږي، چې د بړاس او اورښت مجموعي اندازې اغېزمنوي. د همدې له امله د اوبو د بړاس نړيوال تغليظ (مراقبت) د مستقيمو انساني ګلخانه يي ګازونو په واسطه په پام وړ ډول نه اغېزمنېږي.  [۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. "NASA – What's in a Name? Global Warming vs. Climate Change". nasa.gov. مؤرشف من الأصل في ۱۴ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The IPCC defines "extremely likely" as indicating a probability of 95 to 100%, based on an expert assessment of all the available evidence. IPCC AR5 WG1 2013, Section: Summary for Policymakers (finalized version) Archived 26 February 2014 at the Wayback Machine., page 4, footnote 2.
  3. IPCC AR5 WG1 2013, Section: Summary for Policymakers (finalized version) Archived 26 February 2014 at the Wayback Machine., Chapter: D.3 Detection and Attribution of Climate Change, page 17.
  4. "The likely range of the human contribution to the global mean temperature increase over the period 1951–2010 is 1.1° to 1.4°F (0.6° to 0.8°C), and the central estimate of the observed warming of 1.2°F (0.65°C) lies within this range (high confidence). This translates to a likely human contribution of 93%–123% of the observed 1951–2010 change." Chapter 3: Detection and Attribution of Climate Change Archived 23 September 2019 at the Wayback Machine., Climate Science Special Report , U.S. Global Change Research Program.
  5. IPCC AR4 WG1 2007, chapter "9.7 Combining Evidence of Anthropogenic Climate Change Archived 11 November 2018 at the Wayback Machine."
  6. "EPA's Endangerment Finding Climate Change Facts". National Service Center for Environmental Publications (NSCEP). 2009. Report ID: 430F09086. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Committee on the Science of Climate Change, US National Research Council (2001). "Summary". Climate Change Science: An Analysis of Some Key Questions. Washington, D.C., USA: National Academies Press. د کتاب پاڼي 1–3. doi:10.17226/10139. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-309-07574-2. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "The IPCC's conclusion that most of the observed warming of the last 50 years is likely to have been due to the increase in greenhouse gas concentrations accurately reflects the current thinking of the scientific community on this issue" (page 3).
  8. US National Research Council (2008). Understanding and responding to climate change: Highlights of National Academies Reports, 2008 edition (PDF). Washington D.C.: National Academy of Sciences. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Cook & others 2013
  10. OPR n.d.
  11. US National Research Council (2008). Understanding and responding to climate change: Highlights of National Academies Reports, 2008 edition (PDF). Washington D.C.: National Academy of Sciences. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Le Treut et al., Chapter 1: Historical Overview of Climate Change Science Archived 21 December 2011 at the Wayback Machine., FAQ 1.1, What Factors Determine Earth's Climate? Archived 26 June 2011 at the Wayback Machine., in IPCC AR4 WG1 2007.
  13. Forster et al., Chapter 2: Changes in Atmospheric Constituents and Radiative Forcing Archived 21 December 2011 at the Wayback Machine., FAQ 2.1, How do Human Activities Contribute to Climate Change and How do They Compare with Natural Influences? Archived 6 July 2011 at the Wayback Machine. in IPCC AR4 WG1 2007.
  14. IPCC, Summary for Policymakers Archived 2 November 2018 at the Wayback Machine., Human and Natural Drivers of Climate Change Archived 2 November 2018 at the Wayback Machine., Figure SPM.2, in IPCC AR4 WG1 2007.
  15. US National Research Council (2008). Understanding and responding to climate change: Highlights of National Academies Reports, 2008 edition (PDF). Washington D.C.: National Academy of Sciences. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Committee on the Science of Climate Change, US National Research Council (2001). "2. Natural Climatic Variations". Climate Change Science: An Analysis of Some Key Questions. Washington, D.C., USA: National Academies Press. د کتاب پاڼې 8. doi:10.17226/10139. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-309-07574-2. مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Albritton et al., Technical Summary Archived 24 December 2011 at the Wayback Machine., Box 1: What drives changes in climate? Archived 19 January 2017 at the Wayback Machine., in IPCC TAR WG1 2001.
  18. Mitchell et al., Chapter 12: Detection of Climate Change and Attribution of Causes Archived 19 January 2017 at the Wayback Machine., Section 12.1.1: The Meaning of Detection and Attribution Archived 24 October 2003 at the Wayback Machine., in IPCC TAR WG1 2001.
  19. IPCC AR4 WG1 2007, chapter "TS.6 Robust Findings and Key Uncertainties Archived 2 November 2018 at the Wayback Machine."
  20. See also: 2.1 Greenhouse Gas Emissions and Concentrations, 2. Validity of Observed and Measured Data, مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۱۶, د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in EPA 2009
  21. Le Treut, H.; et al., "1.3.1 The Human Fingerprint on Greenhouse Gases", Historical Overview of Climate Change Science, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in IPCC AR4 WG1 2007.
  22. (په 13 May 2019 باندې). CO2 Levels Top 415 PPM for First Time in Human History.
  23. see Stern (2006) for more details: 7. Projecting the Growth of Greenhouse-Gas Emissions (PDF), د کتاب پاڼي 171–4, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 4 نومبر 2012 باندې الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), in Stern 2006
  24. "The Kyoto Protocol". UNFCCC. مؤرشف من الأصل في ۲۵ اگسټ ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Schmidt, Gavin A. (6 April 2005). "Water vapour: feedback or forcing?". RealClimate. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)