د ورساي تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ورساي تړون ( په فرانسوي ژبه کې ورته: تریټي دی وریسی او په جرمني ژبه کې ورته: وریسلر ویرتګ ویل کېـږي) چې د ( وریزیاختګ ) په توګه تلفظ کېـږي، د لومړۍ نړیوالې جګړې د سولې د تړونونو تر ټولو مهم تړون و. دغه تړون د جرمني او متحده ځواکونو تر منځ جګړه پای ته ورسوله. دا تړون دقیقا د ارچدوک فرانز فریډاند تر وژل کېدو پنځه کاله وروسته ( چې د جګړې لامل شو ) د ۱۹۱۹ م کال د جون په ۲۸ مه نېټه د ورساي په ماڼي کې لاسلیک شو. د دې سربیره د جرمني متحدو مرکزي قدرتونو بیا په خپل منځ کې نور تړونونه هم لاسیلک کړل. که څه هم اوربند د ۱۹۱۸ م کال د نومبر په ۱۱ مه نېټه جګړې ته د پای ټکي کېـښود، بیا هم د دوی تر منځ خبرو اترو شپږ میاشتې وخت ونیو تر دې چې پای کې د پاریس د سولې په کنفرانس کې دا تړون ومنل شو. دا تړون د ملتونو د ګوند د دارالانشا له لورې د ۱۹۱۹ م کال د اکټوبر په یوېشتمه نېټه ثبت شو.  

د دغه تړون یو تر ټولو مهمه او اساسي موضوع دا وه چې : متحدو او یوځای شویو دولتونو دا خبره تایید کړه او ورسره جرمني هم د خپل ځان او خپلو ملګرو دولتونو مسوولیت پر غاړه واخیست او دا یې ومنل چې د جګړې پر مهال د متحدینو ځواکونو هېوادونو ته چې کوم زیانونه او تاوانونه رسیدلي دا ټول د جرمني د تپل شوي جګړې له امله و. د مرکزي ځواک نورو غړو هم همدا ډول مادې لرونکي تړونونه لاسلیک کړل. د دغه تړون ۲۳۱ ماده د جنګ د جرم بند په نامه یادېـږي، د دې مادې په اساس د جرمنې څخه وغوښتل شول چې بې وسلې شي، ځینې سیمې بیرته د امتیازتو په توګه وسپاري او ځینو هغو هېوادونو ته چې د اینتیټ ځواک یې جوړ کړي تاوان ورکړي.  په ۱۹۲۱ م کال کې د دغه تاوانونه بېرته ورکړل شوي ټول مقدار ۱۳۲ میلیارده ګولد مارک ( د جرمني مارک) ( چې ۳۱.۴ میلیارده ډالره او ۶.۶ میلیارده یورو کېدي، خو په ۲۰۲۲ م کال کې د ۴۴۲ میلیارده ډالره او ۲۸۴ میلیارده بريتانوي یورو سره برابرې وي) وښودل شوي. د قرارداد پر اساس متحد قدرتونو غوښتل چې جرمني باید یوازې ۵۰ میلیارده ( جرمني مارک ) مالي توان ورکړي.

د دې سربیره نامتو اقتصادپوه لکه جان ماینارډ کینس دا تړون سخت اعلان کړ او د کارتاژي سولې نوم یې ورکړ، همداراز وویل چې د تاوانونو بېرته جبران کول په زیاته کچه پایله لرونکې و. بل خوا بیا، د متحدینو یو پيژندل شخص لکه فرانسوي مارشال فراډینډ فوچ د جرمني سره د نرم سلوک په وجه نیوکې وکړي. دا موضوع نن ورځ هم د تاریخپوهانو او اقتصادپوهانو تر منځ د بحث موضوع ده.

د دغو سیالیو او ځيني وخت د متضادو هدفونه پایله د ګتونکو تر منځ یو جوړجاړی و چې هیڅوک یې خوشحاله نه کړل. په ځانګړې توګه جرمني نه ارامه پاتې شو او نه یې جوړجاړي وکړ او هيڅکله هم کمزوري نشوه. د دغه  تړون له امله چې کومې ستونزې راپورته شوي وي هغه د لرکونا د تړونونه لامل شوي ، چې د جرمني او نورو اروپايي قدرتونو تر منځ د اړیکو پرمختګ ته یې لاره هواره کړه، او د تاوانونو د جبران کولو د سیسټم په اړه بیا مذاکرات د ډیوس پلان، او ځوان پلان د جوړېدو لامل شول او په ۱۹۳۲ م کال کې د لوزین په کنفرانس کې یې د جبران کولو سیسټم ته د نامعلوم وخت لپاره د ځنډ لاره هواره کړه. بل خوا بیا دا تړون ځینې وخت د دویمې نړیوالې جګړې د پیل کېدو لامل بلل کېـږي. که څه هم د دې رښتینې تاثیر دومره نه و لکه څومره چې فکر کېدو خو بیا هم په جرمني کې د خفګان له امله د نازي د ګوند د جوړیدو لامل شو.  

که څه هم دغه کنفرانس ته د ورسای کنفرانس ویل کېـږي خو په اصل کې یوازې د دغه تړون لاسلیک کول په دې ماڼې کې صورت ونیو. دغه مذاکرات ډېری ځل په پاریس کې ترسره شول، لکه څلور لوی کنفرانسونه چې عموما په کویدی ورسي کې د فرانسې په بهرنې چارو وزارت کې تر سره شول.

شالید[سمول]

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

په ۱۹۱۴ م کال کې د جولای د کړکیچ څخه وروسته جګړه یو ناڅاپي پیل شوه. همداراز اتریش او هنګري د سایبریا پر خلاف د جګړې اعلان وکړ، او ورسره ځینې اروپايي هېوادونه په چټکۍ سره لومړې نړیوالې جګړې ته داخل شول. په دې جګړه کې دوه ډلې متحدین سره مخامخ شول چې مرکزي ځواک ( د جرمني لخوا رهبري کېدو ) او درې ګونې انټیت ډله ( د بریتانیا، فرانسې او روسیې لخوا رهبري کېده) وه. نورو هېوادونه هم په چټکي سره جګړې ته داخل شول ځکه په ټوله اروپا، منځني ختیځ، افریقا او اسیا کې جګړه په پراخه توګه روانه وه. په ۱۹۱۷ م کال کې د روسیې د شوروي اتحاد نوې  فډارلي سوسیالیسټ جمهوریت د ولادمیر لاینین تر مشرۍ لاندې د ۱۹۱۸ م کال په مارچ میاشت کې د بریسټ ــ لیټوسیک تړون لاسلیک کړ، او تسلیم کېدل یې د جرمني په ګټه و. جرمني د بریا په احساس کولو سره مخکې له دې چې د امریکا عملیاتي ځواکونو اماده شي، خپل ځواکونه لویدیځي جبهې ته ولېـږل او کوښښ یې وکړ چې په متحدینو برلاسي شي، خو برعکس ماته یې وخوړه، او د متحدینو ډله په قطعي توګه د جګړې په میدان کې بریالي شول او د ۱۹۱۸ م کال په نومبر میاشت کې یې جرمني اوربند ته مجبوره کړه چې تر ډېره دا اوربند د تسلیمۍ په څير و. [۱][۲]

متحده ایالت د سولې شرایط په څوارلسو ټکو کې رانغاړي[سمول]

متحده ایالات په ۱۹۱۷ م کال کې د مرکزي ځواکونو پر خلاف جګړې ته دننه شول او ولسمشر ودارو ویلسن تر ډېره د سولې شرایط رامنځته کړل. د هغه د جګړې موخه دا وه چې له ملي اختلافاتو او هدفونو څخه جګړه لېـرې وساتي. د ۱۹۱۸ م کال د جنورۍ په اتمه نېټه ویلسن د سولې څوارلس مهم شرایط صادر کړل. دوی د خلاصي سوداګرې، پرانستې تړونونو او دیموکراسي یوه پالیسي خپره کړه. په داسې حال کې چې دا شرایط نه کارول کېده، خو خود مختاري فرض شوي وه. د دغو شرایطو مهم ټکي عبارت دي له: د خبرو اترو له لارې د جګړې ختمول، په نړیواله توګه بي وسلي کېـدل، د نیول شويو سیمو څخه د مرکزي ځواکونو واک له منځه وړل، د پولنډي دولت جوړېدل، د قومي کرښو پر اساس د اروپا د پولو بېرته جوړول، او د ملتونو د ګوند جوړول و چې سیاسي خپلواکۍ تامین کړي او د ټولو دولتونو ځمکني بشپړتیا رامنځته کړي. همداراز د عادلانه او دیموکراتیکي سولې غوښتونکي و چې د ځمکني الحاق پر بنسټ نه وي. د سولې دغه څوارلس ټکي د څیړنو او پوښتنو پر اساس جوړ شول، همدارنګه د شاوخوا ۱۵۰ مشاورینو یو ډله چې مشرۍ یې د بهرنی پالیسي مشاور ایډورډ ایم. هاوز کوله د سولې د کېدونکي کنفرانس په موضوعاتو بحث وکړ. [۳][۴]

اوربند[سمول]

د ۱۹۱۸ م کال د مني په موسم کې، مرکزي ځواکونه مخ په رنګېدو شول. د جرمني پوځ د سرتیرو د تښتيدو کچه مخه په لوړېدو شوه او د ملکیانو لخوا حملو د جګړې د تولید کچه کمه کړه. په لوېدیځه جبهه کې، د متحدینو ځواکونو سل ورځني عملیات پیل کړل او په پایله کې یې د جرمني لوېدیځو ځواکونه ته ماته ورکړه. په کایل کې د جرمني د امپراتورۍ د سمندري ځواکونو کښتۍ چلوونکو بغاوت وکړ چې په جرمني کې د پاڅونونو لامل شو، دا پاڅونونو وروسته بیا د جرمني د انقلاب په نامه وپيژندل شول. د دې سربیره  د جرمني حکومت هڅه وکړه چې د سولې د څوارلسو شرایطو پر اساس د سولې یوه هوکړه وکړي، او ادعا یې وکړه چې دا هوکړه د دوی د تسلیمۍ پر اساس ده. د خبرو اترو وروسته، جرمني او د متحدینو ځواکونو یو اوربند لاسلیک کړ، چې د نومبر په یوولسمه نېټه په داسې حال کې چې د جرمني ځواکونه په فرانسه او بلجیم کې ځای پر ځای و دا اوربند عملي شو. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اشغال[سمول]

د دغه اوربند د شرایطو پر اساس له جرمني وغوښتل شول چې په په پنځلس ورځو کې خپل ځواکونو له اشغال شوي بلجیم، فرانسې او لوګزامبرګ څخه وباسي. د دې سربیره، دا منل شوي و چې د متحدینو ځواکونو به رهینلیڼد نیسي. د ۱۹۱۸ م کال په ورستیو کې، د متحدینو ځواکونه جرمني ته دننه شول او په اشغال یې پیل وکړ. [۱۴][۱۵]

محاصره[سمول]

دواړو جرمني او بریتانیا د خواړو او خامو توکو په وارد کولو کې له یو بل سره تړاو درلود، چې ډېری برخه یې د اتلانتیک د سمندر له لارې لېـږل کېده. د جرمني محاصره ( له ۱۹۱۴ م کال څخه تر ۱۹۱۹ م کال پورې) په اصل کې یو سمندري عملیات و چې د متحدینو د ځواکونو لخوا په لاره اچول شوي و تر څو مرکزي ځواکونو ته د خامو موادو او خوړو د رسولو مخنیوی وکړي. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Wiest 2012، صص. 126, 168, 200.
  2. Tucker او Roberts 2005، ص. 1078.
  3. Cooper 2011، صص. 422–424.
  4. Tucker او Roberts 2005، ص. 429.
  5. Boyer او نور 2009، ص. 526.
  6. Weinberg 1994، ص. 8.
  7. Schmitt 1960، ص. 102.
  8. Schmitt 1960، ص. 101.
  9. Tucker او Roberts 2005، ص. 638.
  10. Simkins 2002، ص. 71.
  11. Hardach 1987، صص. 183–184.
  12. Bessel 1993، صص. 47–48.
  13. Beller 2007، صص. 182–195.
  14. Martel 1999، ص. 18.
  15. Edmonds 1943، ص. 1.
  16. Grebler 1940، ص. 78.