د ورته والي اصول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ورته والی چې د ورته والي يا يوشان والي د اصل په نامه هم پېژندل کېږي، هغه انګېرنه ده چې هغه طبيعي قوانين او جريانات چې زموږ په اوسنيو علمي څارنو کې عمل کوي، په تېر کې يې هم په کايناتو کې عمل کړی دی او د کايناتو په ټولو برخو کې په عمل اخته دي. دا اند د فضا او وخت په اوږدو کې د لامل او اغېزې د ثبات په څېر، د علم په ماوراء الطبيعي جوړښتونو کې نه بدلېدونکو اصولو ته اشاره کوي، خو د وخت او ځای د فزيکي قوانينو د نه بدليدو د تشرېح لپاره هم کار ځينې اخستل کېږي. که څه هم د ثابتېدو وړتيا نه لرونکې انګېرنه ده، کومه چې نه شي کولای، په علمي لارو چارو تاييد کړای شي. ځينې باور لري چې د ورته والي  نظراو (اصل) بايد د علمي څېړنو لپاره د لومړي شرط په توګه ومنل شي. نور پوهان (ساينسپوهان) له دې سره موافقه نه کوي، چې طبيعيت په پرېکنده ډول يو شان دی، که څه هم د ځينو انتظامي لارو چارو ښودنه کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ځمک پېژندنې له اړخه د ورته والي په اصل کې کرار کرار دا تصور شامل کړای شو چې،«حال د ماضي لپاره کيلي ده» او دا چې ځمکنۍ پېښې اوس هم په هماغه کچه منځ ته راځي، څنګه چې د تل لپاره يې کړې دي، خو د ځمک پېژندنې ډېری اوسني پوهان د سخت تدريجي اند منونکي نه دي. د ويليام ويول له خوا جوړ شوی دا اند، په اصل کې د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې د طبيعيت پېژدنې بریتانوي پوهانو له خوا د ناورين منځ ته راتللو پر ضد وړاندې شوی و، د کوم پيل چې د ځمک پېژندنې پوهاند جيمز هټن د «د ځمکې نظريه Theory of the Earth» په ګډون په خپلو ډېرو کتابونو کې وړاندې کړې وه. د هټن آثارو ته وروسته د ساينسپوه جان پليفير له خوا پرمختګ ورکړل شو او په ۱۸۳۰ز کال کې د ځمکپېژندنې د پوهاند جارلس لايل له خوا د ځمکپېژندنې اصولو په مټ يې شهرت وموند. اوسمهال د ځمکې د تاريخ په اړه فکر کېږي چې، کرار او تدريجي جريان دی، چې کله ناکله د طبيعي ويجاړونکو پېښو له امله درېږي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاريخچه[سمول]

اتلسمه پېړۍ[سمول]

د ځمکې د منځ ته راتګ په اړوند لومړيو افکارو د اتلسمې پېړۍ اروپايي ځمک پېژندنې پر تشرېحاتو ډېر کم اغېز درلود. ابراهم ګوټلوب ورنر (۱۷۴۹-۱۸۱۷ ز)د نيپوتنيزم وړاندې وکړ، په کوم کې چې د سمندرونو د کوچنی کېدو له امله د رسوباتو منځ ته راغلي پوړونه د ګرينايټ په څېر د لومړيو ډبرو پر مخ څرګند شوي دي. په ۱۷۸۵ز کال کې، جيمز هټن د دې پر ضد، د خپله پايدونکي لامحدوده جريان پر بنسټ ولاړ وړانديز وکړ، کوم چې په طبيعي تاريخ ولاړ و، نه د بايبل پر روايت. [۱۳][۱۴]

په عمومي توګه داسې برېښي چې د اوسنۍ ځمکې سختې برخې د سمندر له توليداتو او نورو هغو موادو نه جوړې شوې چې د سمندر پر څنډو موندل شويو توکوته ورته دي. په همدې بنسټ موږ د پايلو تر لاسه کولو لپاره يو لامل مومو:

لومړی، دا چې  هغه ځمکه چې موږ پرې ژوند کوو، ساده او اصلي نه ده، بلکې دا يو ترکيب او جوړښت دی او د نورو لاملونو د عمل له امله منځ ته راغلې ده.

دويم، مخکې تر دې چې اوسنۍ ځمکه جوړه شي، دلته يوه داسۍ نړۍ هم وه چې له سمندر او وچې نه جوړه وه او په هغې کې مد او جذر او جريان موجود و، دوی د سمندر په تل کې داسې عمل کاوه، لکه اوس چې عمل کوي.

او تر ټولو وروستی، په داسې حال کې چې اوسنۍ ځمکه د سمندر په تل کې د جوړېدو په حال کې وه، پخوانۍ ځمکې بوټي او څاروي درلودل، لږ تر لږه په سمندر کې هغه مهال حيواناتو ژوند کاوه، هوبه هو په داسې ډول، لکه اوس مهال.

په دې ډول موږ دې پايلې ته رسېږو چې که ټوله نه وي؛ خو زموږ د ځمکې ډېره برخه د داسې کارونو په پايله کې منځ ته راغلې چې د نړۍ لپاره طبيعي دي، خو د دې لپاره چې دا ځمکه د يوه دايمي جسم په توګه جوړه کړي، د اوبو د فعاليتونو په وړاندې د مقابلې لپاره دوه شيانو ته اړتيا وه:

لومړی، د سست يا يو له بل سره په ټکر کې موادو نه جوړې شوې ټولګې نه جوړ شويو اجسامو پياوړي کول.

دويم، د سمندر له بېخ نه، په کوم ځای کې چې دوی سره راټول شوي وو، د يادو پياوړو شويو هستو (کتلو) هغو مرکزونو ته راپورته کول، چېرې چې اوس دا هستې د سمندر د سطحې نه پورته پاتې دي.[۱۵]

هټن د دې هڅه وکړه، تر څو خپل هغه اند پیاوړي کولو لپاره شواهد پیدا کړي چې بايد تکراري څرخ موجود اوسي، چې په هر يو کې د سمندر په فرش کې رسوبات، د توږل کېدو او کږېدو سره پورته راتلل او د وروستيو پوړونو د کېناستو لپاره يو ځل بيا د سمندر بېخ ته حرکت په کې شامل و. هغه د کينګورم د غرونو په ګلين ټلټ کې ګرينايټ وموندل چې ميتافورک چيسټونه يې په داسې يوې طريقې سره څېرل، چې هغه ته يې روښانه کړه، چې لومړي انګيرل شوې ډبرې د پوړونو له جوړېدو وروسته منځ ته راغلې دي. هغه د زاويې د ناسمتيا په اړه لوستي و چې نيپټونيسټانو تشرېح کړي وو او په جدربورګ کې يې ناسمتيا وموندله، چې په هغې کې د ډبرو د لاندې پوړونو خاورين پوړونه مخکې تر دې چې وتوږل شي او د پخوانيو سرو شګو لاندې افقي پوړونه رامنځ ته کړي، تقريباً په عمودي ډول رېونده شوې وې. د ۱۷۸۸ز کال په پسرلي کې، هغه له جان پليفير او ځمک پېژندونکي سر جيمزهال سره په ګډه د برويکشاير په ساحلونو کې د بېړۍ يو سفر پيل کړ او يوه ډراماتيکه ناسمتيا يې وموندله، چې د سیکار په نقطه کې يې د همدې پرله پسې والي ښودنه کوله. پليفاير وروسته يادونه وکړه چې:«د وخت په ژورو کې په ډېر لرې کتنې سره مو داسې احساس کاوه چې ماغزه مو چورلي»، همدا راز هوټن په ۱۷۸۸ز کال کې يوه مقاله چمتو کړه چې د ايډنبرا شاهي ټولنې ته يې وړاندې کړې وه، وروسته بيا د يوه کتاب په بڼه بيا ولیکل شوه او دا فقره په کې زیاته کړای شوې وه چې:«موږ د پيل کوم  پاتې شوني او د پای لپاره کومه هيله نه مومو».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

پر دې نظريه دواړو هر يو پليفير او هال خپل خپل کتابونه وليکل او د لسيزو لپاره د هوټن د پلويانو او نيپوټينستانو تر منځ تود بحث روان وو. د ۱۷۹۰ز کال په لسيزه کې د جورج کيوير د لرغونې پېژندنې اثر، کوم چې د له منځه تللو حقيقت رامنځ ته کړ، دا چاره د سيمه ييزې ويجاړۍ په توګه تشرېح کړه، له کوم وروسته چې روغو نمونو زيانمنې شوې بېرته ورغولې. په بریتانيا کې، د ځمک پېژندنې پوهانو دا اند په « د ويجاړۍ نظريه diluvial theory» کې واچواوه، کوم چې د نړۍ په ټولو برخو کې د بيا بيا ويجاړۍ او له بدل شوي چاپير سره سم د نويو ثابتو انواعو د پيدا کېدو وړانديز وکړ، په لومړي سر کې تر ټولو وروستۍ ويجاړۍ د بايبل د سيلاب په نامه وپېژندل شو.[۲۱]

نولسمه پېړۍ[سمول]

له ۱۸۳۰ز نه تر ۱۸۳۳ز کال پورې، د چارلس لايل د ځمک پېژندنې د زيات حجم اصول خپاره شول. د دې اثر فرعي عنوان و. «د هغو لاملونو په رڼا کې چې اوس مهال عمل کوي، د ځمکې د سطحې د پخوانيو بدلونونو د تشرېح کولو يوه هڅه». هغه خپل تشريحات نېغ په نېغه په سيمه کې د مطالعاتو له مخې راواخستل، دا کارونه يې د ځمک پېژندنې د متن د بنسټ اېښودلو پر کال له پيل مخکې کړي وو او د هوټن دې نظر ته يې وده ورکړه چې ټوله ځمکه د کرار خوځښت د ځواک په مټ جوړه شوې ده، کوم چې اوس عمل کوي او په يوه اوږد پړاو کې خپل کار پر مخ وړي. د دې اند لپاره د «ورته والي اند پلوي» اصطلاح او د مقابل نقطه نظر لپاره د «ناورين رامنځ ته کېدو» اصطلاح، ويليام ويول د لايل د کتاب د ارزونې پر مهال جوړه کړه. د نولسمې پېړۍ په نيمايي کې د جيولوژي اصول د ځمک پېژندنې په برخه کې ترټولو زيات اغېزناک اثر و. [۲۲]

د ناعضوي ځمکې د نظام تاريخچه[سمول]

د ځمک پېژندنې پوهان د ځمکې د تاريخ له ډول ډول نظامونو نه ملاتړ کوي، د کوم څرنګوالی چې د عمل، کنترول، کچې او حالت په اړوند د افکارو د يوه ځانګړي ترکيب اړوند دی، کوم چې غوره بلل کېږي. له دې امله چې ځمک پېژندونکي او د غیر عضوي نړۍ د ځمک پېژندنې پوهان په عمل، کچې او د حالت په اړوند مخالف اندونه خپلوي، د ځمکې د کُرې د ودې په اړوند د باورونو اته جلا جلا نظامونه شته.[۲۳][۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. Scott, G. H. (1963). "Uniformitarianism, the uniformity of nature, and paleoecology". New Zealand Journal of Geology and Geophysics. 6 (4): 510–527. doi:10.1080/00288306.1963.10420063. ISSN 0028-8306. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gordon 2013, p. 79
  3. Gould 1965, pp. 223–228, "The assumption of spatial and temporal invariance of natural laws is by no means unique to geology since it amounts to a warrant for inductive inference which, as Bacon showed nearly four hundred years ago, is the basic mode of reasoning in empirical science. Without assuming this spatial and temporal invariance, we have no basis for extrapolating from the known to the unknown and, therefore, no way of reaching general conclusions from a finite number of observations."
  4. Gordon 2013, p. 82; "The uniformitarian principle assumes that the behavior of nature is regular and indicative of an objective causal structure in which presently operative causes may be projected into the past to explain the historical development of the physical world and projected into the future for the purposes of prediction and control. In short, it involves the process of inferring past causes from presently observable effects under the assumption that the fundamental causal regularities of the world have not changed over time."
  5. Strahler, A.N. 1987. Science and Earth History- The Evolution/Creation Controversy, Prometheus Books, Amherst, New York, USA. p. 194: “Under the updated statement of a useful principle of uniformitarianism it boils down essentially to affirmation of the validity of universal scientific laws through time and space, coupled with a rejection of supernatural causes.” p. 62: “In cosmology, the study of the structure and evolution of the universe, it is assumed that the laws of physics are similar throughout the entire universe.”
  6. Rosenberg, Alex. Philosophy of science: A contemporary introduction, 4th ed. Routledge, 2019, 173
  7. Simpson 1963, pp. 24–48, "Uniformity is an unprovable postulate justified, or indeed required, on two grounds. First, nothing in our incomplete but extensive knowledge of history disagrees with it. Second, only with this postulate is a rational interpretation of history possible, and we are justified in seeking—as scientists we must seek—such a rational interpretation."
  8. Buffon, G. L. L. (1778). Histoire naturelle, générale et particulière, contenant les epoques de la nature. Paris: L'Imprimerie Royale. د کتاب پاڼي 3–4. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. FARIA, Felipe. Actualismo,Catastrofismo y Uniformitarismo. In: Pérez, María Luisa Bacarlett & Caponi, Gustavo. Pensar la vida: Filosofía, naturaleza y evolución. Toluca: Universidad Autónoma del Estado de México, p. 55-80, 2015.[۱]
  10. Pidwirny & Jones 1999, "the idea that Earth was shaped by a series of sudden, short-lived, violent events."
  11. James, Hutton (1785). Theory of the Earth. CreateSpace Independent Publishing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Uniformitarianism: World of Earth Science". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bowler 2003, pp. 57–62
  14. Hutton, J. (1785). "Abstract, The System of the Earth, Its Duration and Stability". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. As it is not in human record, but in natural history, that we are to look for the means of ascertaining what has already been, it is here proposed to examine the appearances of the earth, in order to be informed of operations which have been transacted in time past. It is thus that, from principles of natural philosophy, we may arrive at some knowledge of order and system in the economy of this globe, and may form a rational opinion with regard to the course of nature, or to events which are in time to happen. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Robert Macfarlane (په 13 September 2003 باندې). Glimpses into the abyss of time. The Spectator. Review of Repcheck's The Man Who Found Time
  16. "Scottish Geology – Glen Tilt". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Jedburgh: Hutton's Unconformity". Jedburgh online. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جولای ۲۰۰۹ باندې. Whilst visiting Allar's Mill on the Jed Water, Hutton was delighted to see horizontal bands of red sandstone lying 'unconformably' on top of near vertical and folded bands of rock. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Hutton's Unconformity". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. John Playfair . Hutton's Unconformity. Transactions of the Royal Society of Edinburgh, vol. V, pt. III, 1805, quoted in Natural History, June 1999.
  20. Keith Stewart Thomson (May–June 2001). "Vestiges of James Hutton". American Scientist. 89 (3): 212. doi:10.1511/2001.3.212. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جون ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۲. It is ironic that Hutton, the man whose prose style is usually dismissed as unreadable, should have coined one of the most memorable, and indeed lyrical, sentences in all science: "(in geology) we find no vestige of a beginning,—no prospect of an end". In those simple words, Hutton framed a concept that no one had previously contemplated, that the rocks making up the earth today have not, after all, been here since Creation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  21. Bowler 2003, pp. 111–117
  22. Wilson, Leonard G. "Charles Lyell" Dictionary of Scientific Biography. Ed. Charles Coulston Gillispie. Vol. VIII. Pennsylvania, Charles Scribner's Sons, 1973
  23. Huggett 1990، ص. 33.
  24. Huggett 1990، ص. 34.