د وراثت تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د وراثت تاريخ نېټه د فيثاغورث، هايپوکرات، ارستو، اپيکور او نورو په مرستو سره له لرغونې دورې څخه ګڼل کېږي. عصري وراثت پوهه د اګوستيني رومن کاتوليک غړي ګريګور جوهان مينډيل (Gregor Johann Mendel) په کار سره پيل شوه. د نوموړوي کتاب د چڼې يا نخود پر نباتاتو باندې په ۱۸۶۶ ز کال کې خپور شو، چې د منډيلي وراثت نظريه يې رامنځته کړه.

۱۹۰۰ ز کال د هيوګو ډي ورايس (Hugo de Vries)، کارل کوررېنس (Carl Correns) او ايريچ اون ټچرماک (Erich von Tschermak) له لورې د «منډيل بيا موندنه» يا کشف کوونه په نښه کړه او په ۱۹۱۵ ز کال کې د منډيلي جنيټيک يا وراثت پوهنې بنسټيز اصول د ژونديو موجوداتو په پراخه ډول کې څېړل شوي وو، چې د ډروسفيليډا مچ کورنۍ د مېوې مچ (Drosophila melanogaster) يې د يادونې وړ نوعه ده. د توماس هنټ مورګان (Thomas Hunt Morgan) او د هغه د ملګري په مشرۍ د “drosophilists” وراثت پوهانو منډيلي مودل رامنځته کړ، چې په ۱۹۲۵ ز کال کې په پراخه کچه ومنل شو. د ازمايښتي کار تر څنګ رياضيپوهانو د نفوس يا وګړو د جنيټيک د شمېرنې (احصايې) چارچوکاټ رامنځته کړ او د جنيټيک تشرېحات يې د تکامل څېړنې ته راوستل.

د جنيټيک د رامنځته شوي وراثت په بنسټيزو نمونو سره زياتو بيولوژي پوهانو د جين د فزيکي طبيعت پلټنو ته مخه وکړه. په ۱۹۴۰ ز لسيزه او د ۱۹۵۰ ز لسيزې په لومړيو کې ازمايښتونو DNA يا ريبونيوکليک اسيد ته د کروموزومونو د برخې (او ښايي د نوور هستوي پروټينونو) د برخې په توګه نغوته وکړه، چې جينونه يې درلودل. د ژونديو موجوداتو پر يو نوي موډل لکه ويروسونو او بکتريا باندې تمرکز په ۱۹۵۳ ز لسيزه کې د DNA د دوه ګوني مارپېچ جوړښت د موندنې تر څنګ د ماليکولي وراثت پوهنې دورې ته لېږد په نښه کړ.

په راتلونکو کالونو کې کيمياپوهانو د نيوکليک اسيد او پروټينونو دواړو د لړۍ کولو په موخه لارې چارې رامنځته کړې، په داسې حاحل کې چې نور زیاتو پوهانو د بيولوژيکي ماليکولونو د دې دوه بڼو تر منځ اړيکې په اړه کار وکړ او جنيتيټک کود يا وراثتي رمز يا شفر يې وموند (کشف کړ). د جين اصطلاح کړنلاره يا قاعده په ۱۹۶۰ ز لسيزه کې يوه مرکزي مسئله شوه. وروسته په ۱۹۷۰ ز لسيزه کې د جين څرګندونه د وراثتي اداره کولو (جنيټيکي انجنيرينګ) له لارې اداره کېدلی او سنبالېدلی شوه. د ۲۰ پېړۍ په وروستيو لسيزو کې زياتو بيولوژي پوهانو پر لويه کچه وراثتي پروژو لکه د ټولو جينومونو ترتيبولو باندې تمرکز وکړ.

د وراثت په اړه له منډيلي څخه مخکې نظريې[سمول]

لرغونې نظريې[سمول]

د ميراث يا وراثت تر ټوول نفوذ لرونکې لومړنۍ نظريې د هايپوکرات او ارستو وې. د هايپوکرات نظریه (چې ښايي د Anaxagoras د لارښوونو پر بنسټ وه) د pangenesis په اړه د ډاروين له وروستيو نظريو سره ورته وه، چې له ټول بدن څخه راټولېدونکي ارثي مواد رانغاړي. ارستو د هايپوکرات پر ځای وړانديز وکړ، چې د يو ژوندي موجود د غيرفزيکي بڼې ورکوونکی اصل د مني (چې نوموړي د وينې يوه سوچه بڼه وګڼله) او د مور د مياشتنۍ ناروغۍ (حيض) د وينې له لارې لېږدول شوی و، چې د يو ژوندي موجود د لومړنۍ ودې د لارښوونې په موخه يې د مور په رحم کې متقابل اغېزه وکړه. د هايپوکرات او ارستو دواړو او د ۱۹ پېړۍ تر وروستيو پورې د نږدې ټولو لويديځو پوهانو په اند د غوښتل شويو ځانګړتياوو وراثت په انګېرل شوي ډول يو ښه رامنځته شوی حقيقت و چې د ميراث هر ډول مناسب نظريې بايد تشرېح کړی وی. په ورته وخت کې د ټاکلي يا ثابت اصل يا جوهر د درلودلو په موخه انفرادي نوعې غوره شوې وې، چې دا ډول ارثي بدلونونه ډېر لږ برسېرن يا سطحي وو. د اتن ښار فيلسوف اپيکور (Epicurus) کورنۍ وڅېړلې او د نارينه او ښځينه دواړو ود ارث ځانګړتياوو «د مني يا سپرم اتومونه» ګډه ونډه يا مرسته يې وړانديز کړه، د وراثت يا ميراث حاکم او وروسته کېدونکي ډولونه يې يادښت کړل او د «سپرم يا مني اتومونو» بېلتون او خپلواکه ډلبندي يې تشرېح کړه. [۱][۲][۳]

د ۳۰۰ ز کال په Charka Samhita کې لرغوني هندي طبي ليکوالانو وکتل چې د ماشوم ځانګړتياوې د څلورو عواملو له لورې ټاکل شوي دي. ۱) هغه چې د مور له توليدي موادو څخه دي، ۲) هغه چې د پلار له سپرم يا مني څخه دي، ۳) هغه چې د اميدوارې مور له غذايي رژيم څخه دي او ۴) يې د روح ملګرې هغه ځانګړتياوې دي، چې جنين ته ننوځي. نوموړي څلور عوامل هر يو څلور برخې درلودلې، چې په ټوله کې هغه ۱۶ عوامل جوړوي چې د مور او پلار او د مشخص شوي ضمير چې حاکم يا د پرېکنده نفوذ درلودونکی ګڼل کېږي او د همدې له امله د کړو وړو پايله يا حاصل ماشوم ته خپلې ځانګړتياوې ورکړې.  [۴]

په ۹ عيسوي پېړۍ کې افريقايي الاصله عرب ليکوال الجهيز (Al-Jahiz) د ژوندي پاتې کېدلو په موخه د يو څاروي يا حيوان پر شونتيا باندې د چاپيريال اغېزې په پام کې ونيولې. په ۱۰۰۰ عيسوي کې عرب فزيکپوه ابوالقاسم الزاهراوي (Abu- al-Qasim al-Zahrawi) چې په لويديځ کې د البوکاسيز (Albucasis) په نوم پېژندل کېږي لومړنۍ فزيکپوه و، چې په خپل التصريف کتاب کې يې د “haemophilia” ميراثي طبيعت په روښانه ډول بيان کړ. په ۱۱۴۰ عيسوي کال کې جودا هاليوي (Judah HaLevi) په “The Kuzari” نومي کتاب کې حاکم يا نفوذ لرونکي او وروسته کېدونکې ارثي ځانګړتياوې بيان کړې. [۵][۶][۷]

د مخکې جوړښت يا “Preformation” نظريه[سمول]

د مخکې جوړښت نظريه يوه پرمختيايي بيولوژيکي نظريه ده، چې د يوناني فيلسوف اناکساګورس “Anaxagoras” له لورې په تېره زمانه کې وړاندې شوې وه. ياده نظريه په ۱۷ پېړۍ يا معاصرو وختونو کې يو ځل بيا راڅرګنده شوه او وروسته تر ۱۹ پېړۍ پورې خپره شوه. په هغه وخت کې يوه بله عمومي اصطلاح د تکامل نظريه وه، که څه هم تکامل يا “evolution” د سوچه وچې د بهير په توګه د پرمختګ په حس کې د نن په پرتله په بشپړ دول بېله معنا درلوده. د مخکې بڼې يا جوړښت پلويانو ادعا وکړه، چې ټول ژوندی موجود وار له مخه په سپرم (animalkulism) يا تخمه(ovism or ovulism)  کې جوړ شوی و او يوازې بايد له هغې څخه راوتلی او وده يې کړی وی. دا نظريه د epigenesist (له هګۍ، سپرم يا تخم څخه په يو بشپړ ژوندي موجود باندې د بدلېدلو د بهير پلويان) نظريې خلاف ځکه وه، چې د دويمې نظريې له مخې د يو ژوندي جسم جوړښتونه او غړي يوازې د انفرادي ودې او اصليت (Ontogeny) په دوره کې وده کوي. “ايپي جينوزس” له تېرې زمانې راهيسې او ۱۷ پېړۍ کې حاکم نظر و، مګر وروسته يې وار له مخه د جوړښت پلويانو نظريې ځايناستې شوې. له ۱۹ پېړۍ راهيسې ايپي جنيزز يو ځل بيا تر نن ورځې د منلو وړ نظريې په توګه د رامنځته کېدلو وړتيا تر لاسه کړه. [۸][۹]

په ۱۸ پېړۍ کې د نبات او حيوان د تنوع[سمول]

په ۱۸ پېړۍ کې د نبات او حيوان د تنوع يا راز راز والي د پوهې په زياتوالي او پر تکسانومي باندې د زيات شوي تمرکز په ملتيا سره د وراثت په اړه د نويو نظريو راښکاره کېدل پيل شول. لينيوس او نورو (چې له ډلې يې Joseph Gottlieb Kolreuter، Carl Friedrich von Gartner او چارلس ناوډين “Charlis Naudin” دي) په دوه رګه کوونې يا پيوند سره پراخه ازمايښتونه تر سره کړل، چې د نوعو تر منځ دوه رګه کول يا پيوندول يې په ځانګړي ډول د يادونې وړ دي. د نوعو پيوند کوونکو د دوه رګه کولو د د شنډتوب او د شا پيوند وهلو د لوړې اوښتنې يا بدلون په ګډون د ارثي ښکارندو يوه پراخه لړۍ بيان کړه. [۱۰]

د نباتاتو توليدونکو هم د نبات په زياتو مهمو نوعو کې د ثابتو ډولونو يوه لړۍ رامنځته کوله. د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې اګسټېن سيګيريټ (Augustin Sageret) د واک يا نفوذ مفهوم رامنځته کړ؛ يانې په دې پوهېدل چې کله د نبات ځينې ډولونه پيوند کېږي، په پلار يا مور کې ټاکلې ځانګړتياوې په عادي ډول په اولاد کې څرګندېږي. نوموړي دا پايله هم تر لاسه کړه، چې په اولاد کې ښايي ځيني ارثي (د نيکونو) ځانګړتياوې څرګندې شي، چې په هيڅ يو له مور او پلار کې نه موندل کېږي. که څه هم د نبات توليدونکو د خپل کار لپاره د نظرياتي بنسټ د رامنځته کولو يا د فزيالوژي له شته کار سره د خپلې پوهې د شریکولو لږه هڅه وکړه، مګر په انګليستان کې د ګارتون د کرنيزو نباتاتو توليدوونکو (Gartons Agricultural Plant Breeders) [ادراې؟] خپل سيستم تشرېح کړ. [۱۱][۱۲]

مينډيل[سمول]

د ۱۸۵۶ او ۱۸۶۵ ز کالونو تر منځ ګريګور مينډيل (Gregor Mendel) د نخود يا چڼې نبات (Pisum sativum) په کارونې سره د توليد مثل توليد ازمايښتونه تر سره کړل او د ټاکلو ځانګړتياوو ارثي نمونې يې په نښه کړې. مينډيل د يادو ازمايښتونو له لارې وليدل، چې د اولاد بشپر ارثي معلومات (جينوټايپونه) او رښتيني کتل شوې ځانګړتياوې (فينوټايپونه) د اټکل وړ وو او ځينې ځانګړتياوې پر ځينو نورو باندې حاکمې وې. د مينډيلي وراثت دې نمونو وراثت باندې د احصايې د پلي کولو ګټورتوب ته اشاره وکړه. يادو نظریو د ۱۹ پېړۍ د يو ځای کولو يا “blending” ميراث له نظريو سره په دې ښودلو سره مخالفت وکړ، چې جينونه د دوه رګه کوونې يا پيوندولو د ګڼو نسلونو له لارې بېل پاتې کېږي. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Leroi, Armand Marie (2010). Föllinger, S. (المحرر). Function and Constraint in Aristotle and Evolutionary Theory. Was ist 'Leben'? Aristoteles' Anschauungen zur Entstehung und Funktionsweise von Leben. Franz Steiner Verlag. د کتاب پاڼي 215–221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mayr, The Growth of Biological Thought, pp 635–640
  3. Yapijakis C. (2017) Ancestral Concepts of Human Genetics and Molecular Medicine in Epicurean Philosophy. In: Petermann H., Harper P., Doetz S. (eds) History of Human Genetics. Springer, Cham
  4. Bhagwan, Bhagwan; Sharma, R.K. (January 1, 2009). Charaka Samhita. Chowkhamba Sanskrit Series. د کتاب پاڼي sharirasthanam II.26–27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8170800125. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Cosman, Madeleine Pelner; Jones, Linda Gale (2008). Handbook to life in the medieval world. Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 528–529. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4887-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. HaLevi, Judah, translated and annotated by N. Daniel Korobkin. The Kuzari: In Defense of the Despised Faith, p. 38, I:95: "This phenomenon is common in genetics as well—often we find a son who does not resemble his father at all, but closely resembles his grandfather. Undoubtedly, the genetics and resemblance were dormant within the father even though they were not outwardly apparent. Hebrew by Ibn Tibon, p.375: ונראה כזה בענין הטבעי, כי כמה יש מבני האדם שאינו דומה לאב כלל אך הוא דומה לאבי אביו ואין ספק כי הטבע ההוא והדמיון ההוא היה צפון באב ואף על פי שלא נראה להרגשה
  7. Zirkle, Conway (1941). "Natural Selection before the "Origin of Species"". Proceedings of the American Philosophical Society. 84 (1): 71–123. JSTOR 984852. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. François Jacob: Die Logik des Lebenden. Von der Urzeugung zum genetischen Code. Fischer, Frankfurt am Main 1972, کينډۍ:ISBN
  9. Ilse Jahn, Rolf Löther, Konrad Senglaub (Editor): Geschichte der Biologie. Theorien, Methoden, Institutionen, Kurzbiographien. 2nd edition. VEB Fischer, Jena 1985
  10. Mayr, The Growth of Biological Thought, pp 640–649
  11. For example, Explanatory Notes, Gartons Seed Catalogue for Spring 1901
  12. Mayr, The Growth of Biological Thought, pp 649–651
  13. Mukherjee, Siddartha (2016) The Gene: An intimate history Chapter 4.
  14. Pierce, Benjamin A. (2020). Genetics A Conceptual Approach (7th ed.). New York: W.H. Freeman. د کتاب پاڼي 49–56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-319-29714-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)