د ودې تکاملي ارواه پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ودې تکاملي ارواه پوهنه (Evolutionary developmental psychology) هغه څېړنیزه نمونه/ پاراډایم دی چې د انسان د چلن د ودې او ادراک د درک په موخه د تکامل له لومړیو اصولو او د هغو له طبیعي انتخاب څخه کار اخلي. په دغه چاره کې د جینیټیکي او محیطي مکانېزمونو مطالعه شاملېږي چې د ټولنیزو او ادارکي وړتیاوو لپاره زمینه برابروي؛ همدارنګه اپي ژینیټیکي (د ژن او چاپېریال د تعامل) بهیرونه مطالعه کوي چې یادې وړتیاوې له سیمه يیزو شرایطو سره تطبیق کوي. [۱]

د ودې تکاملي ارواه پوهنه د ژوندیو ارګارنېزمونو د ودې معمولي ځانګړنې (رشدي انطباق) او همدارنګه په چلن کې فردي توپیرونه د تکاملي لیدلوري له مخې په پام کې نیسي. په داسې حال کې چې تکاملي لیدلوري تر ډېره فردي توپیرونه د طبیعي انتخاب پر ځای د تصادفي ژنیټیکي اخلال/غږ (تکاملي فرعي محصولاتو) او یا د ځانګړو ځانګړونو (لکه د همزولو د ډلې، زده کړو، سیمو او تصادفي پېښو) پایله بولي او ادعا کوي چې طبیعي انتخاب کېدای شي «د تطبیقي رشدي انعطاف منلو» له مخې د فردي توپیرونو له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي. د دغه لیدلوري له مخې انساني وده د ژوندیو ارګانېزمونو د پراختیا له نمونې څخه د پیروي پر ځای د چاپېریالي بدلونونو په غبرګون کې د ژوندانه د تاریخ له ځای ناستو ستراتیژیو څخه پیروي کوي. [۲][۳][۴]

د ودې تکاملي ارواه پوهنه د تکاملي ارواه پوهنې له نظري اډانې سره نږدې ارتباط لري خو په څو برخو کې له تکاملي ارواه پوهنې توپیر لري چې په کې څېړنیز ټینګار (د ودې تکاملي ارواه پوهنه د تکاملي ارواه پوهنې پرخلاف د لویوالي د انطباق پر ځای په انتوژني انطباق تمرکز لري)؛ د تقریبي انتوژنیتک په پام کې نیول او د وروستیو عواملو سربېره (یعنې ولې وده رامنځته کېږي) چاپېریالي عوامل (یعنې څه ډول وده رامنځته کېږي) په کې شاملېږي. دا هغه موارد دي چې د تکاملي ارواه پوهنې اصلي جریان ورباندې تمرکز لري.  [۵]

تاریخچه[سمول]

وده او تکامل[سمول]

د تکاملي ارواه پوهنې د اصلي جریان په څېر د ودې تکاملي ارواه پوهنه د چارلز داروین د انتخاب په طبیعي نظریه کې ریښه لري. داروین خپله پر ودې ټینګار لري او د نطفې پوهنې (امبریولوژي) له بهیر څخه د خپلې نظریې د ملاتړ کوونکو شواهدو په توګه ګټنه کوي. د داروین د انسان د اصل په نامه کتاب له مخې: [۶][۷][۸]

«انسان له یوې تخمې څخه وده کړې... چې هېڅکله د نورو حیواناتو له تخمو سره توپیر نه لري. خپله د نطفې/جنین توپیر په خپله لومړنۍ دوره کې په سختي سره د نورو فقاریه ژوندیو موجوداتو سره کېدلای شي.»[۷]

داروین همدارنګه د خپل یو زوی د ودې څخه خپل مشاهدات په ۱۸۷۷ زکال کې خپاره کړل او د ماشوم عاطفي، اخلاقي او ژبنۍ ودې ته یې په کې اشاره وکړه. [۹]

د ودې پر جریان د دغو لومړیو ټینګارونو سربېره له ډېر مهال راهیسې د تکامل او ودې نظریات د جلا آن د یو بل سره د مخالفو نظریو په توګه په پام کې نیول کېږي. د معاصر تکاملي سنتیز د رامنځته کېدو له مهال څخه د تکامل نظریه په بنسټیزه توګه «ژن محوره» وه او د ودې بهیرونه تر ډېره پورې اتفاقي ګڼل کېږي. په ۱۹۷۳ زکال کې له ودې څخه د تکاملي ژوند پوه (بیالوژیست) ریچارډ ډاوکینز ارزونې دا بدلون وښود چې :«د جنین د ودې د بهیرونو جزیات له دې سره چې جالب دي، خو له تکاملي ملاحظاتو سره کومه اړیکه نه لري». همدا ډول ټولنیز ژوند پوه اي.او. ویلسون انتوژنیک توپیرونه د «رشد د غږ» په توګه په پام کې نیولي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د دغو لیدلورو د توپیر له امله په پایله کې ډېری ژوند پوهانو د جین پېژندنې او د ودې له سیسټمونو سره له لیوالتیا پیدا کولو وروسته د ودې تکاملي بیولوژي ته انشعاب وموند. [۱۳]

د ودې په ارواه پوهنه کې تکاملي لیدلوري[سمول]

په تکاملي نظریه کې د ودې له لږ په پام کې نیولو سربېره، د ودې ابتدايي ارواه پوهنه د تکامل تر اغېز لاندې راغلی. د داروین د تکامل نظریې او همدارنګه د کارل ارنست فون بائر د ودې اصولو په ګډه سره د ودې د ارواه پوهنې لومړنۍ مفکوره رامنځته کړه. ویلهلم ټي. پریر چې د ماشومانو د ارواه پوهنې له مخکښانو څخه دی په کلکه سره د داروین له کار څخه الهام واخیست او د تکاملي لیدلوري له مخې یې د ماشومانو په ذهني وده کار وکړ. [۱۴][۱۵]

له دې سره، د تکامل نظریې د یوې ټولګې په توګه د ودې په ارواه پوهنې ډېر محدود اغېز لرلی او یو شمېر لیکوالان استدلال کوي چې آن لومړنی اغېز یې هم ډېر لږ و. د ودې ارواه پوهنه، د ټولنیزو علومو په څېر په ټولیز ډول له ډېر مهال راهیسې د ودې د تکاملي نظریاتو پر وړاندې مقاومه پاتې شوې (د یو شمېر پام وړ استثناآتو په لرلو لکه د دلبستګۍ په نظریه کې د جان بولبي کار). د انساني چلن اړوند تکاملي کړنلار د انسان د چلن په جوړولو کې د ژنیټیکي جبر ډول او د کلتور او تجربې د رول له پامه غورځول دي چې لا دوام لري. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ودې د ارواه پوهانو یوه ډله چې تکاملي لیدلوري یې منلي، بومي ګرایان دي چې باور لري، نوي زېږېدلی ماشومان ذاتي ادراکي مکانیزمونه (یا ماډلونه) لري او هغوی ته اجازه ورکوي چې مهم اطلاعات لکه ژبه زده کړي. [۲۰][۲۱]

د ودې تکاملي ارواه پوهنه[سمول]

د ودې تکاملي ارواه پوهنه کېدای شي د یوه متمرکزې نظري اډانې په توګه چې د تکاملي ارواه پوهنې له لویې برخې څخه مشتق شوې په پام کې ونیول شي. د تکاملي ارواه پوهنې اصلي جریان له پخوانیو هغو جریانونو څخه چې د تکاملي بیولوژیکي اصولو څخه یې د ذهن او چلن د درک په موخه لکه د ټولنیز ژوند پوهنې، اخلاق پوهنې او چلندي ایکولوژۍ په برخه کې کار اخیست وده کړې او همدارنګه یې د انطباقي چلن پر ځای په اروایي انطباق پېژندنې باندې په تمرکز سره له پخوانیو هغو توپیر لرلی. په داسې حال کې چې د ودې د تکاملي ارواه پوهنې نظریه په ټولیزه توګه د تکاملي ارواه پوهنې د اصلي جریان له نظریې سره موازي ده، خو د ودې او تکامل د نظریو د اګاهانه تطبیق د هڅو له مخې یې له یو بل توپیر لرلی. د ودې د تکاملي ارواه پوهنې نظریه د تکاملي ارواه پوهنې له اصلي جریان سره هم د هغه کچې اهمیت له مخې چې پر چلن باندې د چاپېریال اغېز ته قایلېږي او هم له دې پلوه چې څه ډول تکامل د انساني ارواه پوهنې لپاره لار برابره کړې له یوبل سره توپیر لري. [۲۲]

د ودې د تکاملي ارواه پوهنې پلویان ادعا کوي چې تکاملي ارواه پوهان، په داسې حال کې چې د چلن په جوړولو کې د چاپېریال د رول او د هغو د اغېز اړوند ادعاوې یې صدق کوي خو په ډېر ندرت سره د خپلو ادعاو څخه د ملاتړ په موخه صریح موډلونه رامنځته کوي (لکه د چلن په جوړولو کې د چاپېریال د ونډې اړوند د هغوی د وړاندوینو په اړه). د ودې تکاملي ارواه پوهنه هڅه کوي د ودې د سیسټم د عملکرد په منلو او پر دې باندې په ټینګار چې د یو سازمان په یوه سطح کې عملکرد (د بېلګې په توګه، په ژنټیک سطح کې) د هماغه سازمان په بله مجاوره سطح اغېز لري؛ ځان د تکاملي ارواه پوهنې له اصلي جریان جلا کړي. د ودې د سیسټمونو نظریه ورکوونکي لکه رابرت لیکلیتر اشاره کوي چې د ودې محصولات هم ژنیټیکي او هم اپي ژنیټیکي دي او بشپړه ژن محوره لیدلوری یې له پوښتنې لاندې راوستی. له دې سره یو شمېر لیکوالان دغه ادعا چې تکاملي ارواه پوهانو د ودې د نظریې اصلي جریان په خپلو نظري پروګرامونو کې نه ادغام کوي؛ ردوي او د ودې د سیسټمونو د نظریې ارزښت یې له سوال سره مخ کړی. [۲۳][۲۴][۲۵]

له دې سربېره د ودې د تکاملي ارواه پوهنې ارواه پوهان د عمر په اوږدو کې د رواني ودې او چلن اړوند څېړنو باندې ټینګار کوي. د ودې د تکاملي ارواه پوهنې مخکښان خپل کار د تکاملي ارواه پوهنې د اصلي جریان د ارواه پوهانو له کار سره نه پرتله کوي، هغوی چې استدلال کوي په لومړۍ درجه کې پر لویانو، په ځانګړې توګه د معاشرت او جفت ګیرۍ اړوند چلندونو په برخه کې تمرکز لري. [۲۶]

د ودې تکاملي ارواه پوهانو د تکاملي او ودې د نظریاتو د ادغام لپاره کار کړی او هڅه یې کړې چې د دغو دواړو د نظري بنسټونو په یوې غاړې ته کولو سره هغه سره ترکیب کړي. دغه هڅه د پوښتنو په هغو ډولونو کې چې د ودې د تکاملي ارواه پوهنې د پارډایم څېړونکو وړاندې کړي؛ ښکاريږي؛ د نیکولاس تینربرګن د پوښتنو هغه څلورو ډلګیو ته په ارجاع تکاملي ارواه پوهنې تل په تکاملي پوښتنو («ولې») تمرکز لرلی په داسې حال کې چې د ودې تکاملي ارواه پوهنه بیا په صراحت سره ورسره د («څه ډول») پوښتنه هم ادغام کوي. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Bjorklund, David F; Blasi, Carlos Hernández; Ellis, Bruce J (2015-10-26). "Evolutionary Developmental Psychology". In David M. Buss (المحرر). The Handbook of Evolutionary Psychology. 2. د کتاب پاڼې 905. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-75580-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tooby, John (1990). "On the universality of human nature and the uniqueness of the individual: The role of genetics and adaptation". Journal of Personality. 58 (1): 17–67. doi:10.1111/j.1467-6494.1990.tb00907.x. PMID 2198338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Pinker, Steven (2002). "Chapter 19: Children". The blank slate. New York: Penguin Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. West-Eberhard, Mary Jane (2003). Developmental plasticity and evolution. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Blasi, Carlos Hernandez; Bjorklund, David F. (2003). "Evolutionary Developmental Psychology: A New Tool for Better Understanding Human Ontogeny". Human Development. 46 (5): 259–281. doi:10.1159/000071935. S2CID 143721157. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Darwin, Charles (1859). On the Origin of Species. John Murray. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Darwin, Charles (1874). "Chapter 1: The Evidence of the Descent of Man from Some Lower Form". The Descent of Man, and Selection in Relation to Sex (الطبعة 2nd). John Murray. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Machluf, Karin; Lidde, James R.; Bjorklund, David F. (2014). "An Introduction to Evolutionary Developmental Psychology". Evolutionary Psychology. 12 (2): 264–272. doi:10.1177/147470491401200201. PMID 25299879. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Darwin, Charles (1877). "A Biographical Sketch of an Infant". Mind. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dawkins, Richard (2006) [1976]. The Selfish Gene. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-929115-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wilson, Edward O. (1975). Sociobiology: The New Synthesis. Cambridge, MA: Harvard University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cairns, Robert B (2007). "The Making of Developmental Psychology" (PDF). The Handbook of Developmental Psychology. John Wiley & Sons. doi:10.1002/9780470147658.chpsy0103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0470147658. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Morange, Michel (2011). "Evolutionary developmental biology its roots and characteristics". Developmental Biology. Elsevier. 357 (1): 13–16. doi:10.1016/j.ydbio.2011.03.013. PMID 21447330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Preyer, Wilhelm (1948) [1882]. "The mind of the child". Readings in the history of psychology. East Norwalk, CT: Century. doi:10.1037/11304-030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Cairns, Robert B (2007). "The Making of Developmental Psychology" (PDF). The Handbook of Developmental Psychology. John Wiley & Sons. doi:10.1002/9780470147658.chpsy0103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0470147658. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Blasi, Carlos Hernandez; Bjorklund, David F. (2003). "Evolutionary Developmental Psychology: A New Tool for Better Understanding Human Ontogeny". Human Development. 46 (5): 259–281. doi:10.1159/000071935. S2CID 143721157. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Tooby, John; Cosmides, Leda (1992). "The psychological foundations of culture". In Barkow, Jerome H; Cosmides, Leda; Tooby, John (المحررون). The Adapted Mind: Evolutionary Psychology and the Generation of Culture. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 19–139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Charlesworth, William R (1992). "Darwin and developmental psychology: Past and present". Developmental Psychology. 28: 5–16. doi:10.1037/0012-1649.28.1.5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bowlby, John (1969). Attachment and loss. 1: Attachment. London: Hogarth. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Price, Michael (9 October 2009). "The nativists are restless". American Psychological Association Monitor on Psychology. American Psychological Association. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kuhl, Patricia K; Meltzoff, Andrew N (1997). "Evolution, nativism, and learning in the development of language and speech". In Gopnik, Myrna (المحرر). The inheritance and innateness of grammars. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 7–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195115345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hagen, Edward H. "Is evolutionary psychology just a politically correct version of sociobiology?". The Evolutionary Psychology FAQ. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lickliter, Robert; Honeycutt, Hunter (2003). "Developmental Dynamics: Toward a Biologically Plausible Evolutionary Psychology". Psychological Bulletin. 129 (6): 819–835. doi:10.1037/0033-2909.129.6.819. PMID 14599279. S2CID 16065712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lickliter, Robert (2008). "The growth of developmental thought: Implications for a new evolutionary psychology". New Ideas in Psychology. Elsevier. 26 (3): 353–369. doi:10.1016/j.newideapsych.2007.07.015. PMC 2621083. PMID 19956346. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Tooby, John; Cosmides, Leda; Barrett, H. Clark (2003). "The Second Law of Thermodynamics Is the First Law of Psychology: Evolutionary Developmental Psychology and the Theory Of Tandem, Coordinated Inheritances: Comment on Lickliter and Honeycutt" (PDF). Psychological Bulletin. 129 (6): 858–865. doi:10.1037/0033-2909.129.6.858. PMID 14599284. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bjorklund, David F; Blasi, Carlos Hernández; Ellis, Bruce J (2015-10-26). "Evolutionary Developmental Psychology". In David M. Buss (المحرر). The Handbook of Evolutionary Psychology. 2. د کتاب پاڼې 905. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-75580-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Blasi, Carlos Hernandez; Bjorklund, David F. (2003). "Evolutionary Developmental Psychology: A New Tool for Better Understanding Human Ontogeny". Human Development. 46 (5): 259–281. doi:10.1159/000071935. S2CID 143721157. د لاسرسي‌نېټه March 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)