د واکسین په اړه ناسم معلومات
د واکسیناسیون او معافیت په اړه په ټولیزو او ټولنیزو رسنیو کې ناسم معلومات لاس په لاس کېږي. د دسیسې د تیوریو او ناسمو معلوماتو قصدي خپراوي ته هم د ټولو خلکو او مشهورو کسانو لهخوا تبلیغات شوي دي. د واکسیناسیون په اړه ناسم معلومات واکسین ته د زړه نا زړه کېدو لامل کېږي او پایله يې هم د ناروغیو خپرېدل دي. که څه هم له واکسیناسیون سره مخالفت له ډېرو پېړیو راهیسې موجود دی، خو په وروستیو کې انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو خپرېدو ته لاره هواره کړې ده. د واکسینونو په اړه د خوندیتوب بېثبتونه اندېښنې تر ډېره په انټرنېټ کې د علمي معلوماتو په توګه وړاندې کېږي.[۱][۲][۳][۴]
پراخوالی
[سمول]د عامې روغتیا لپاره د شاهي ټولنې یوې سروې وښوده چې تر ۵ کلونو د وړو ماشومانو ۵۰ سلنه والدین په معمول ډول په ټولنیزو رسنیو کې د واکسیناسیون په اړه له ناسمو معلوماتو سره مخ کېږي. په ټويټر کې روباتان د واکسین د خوندیتوب په اړه ناسم معلومات خپروي. روباتان ځانونه د ټويټر قانوني کاروونکي ښيي او بالاخره یو داسې دروغجن تعادل رامنځته کوي چې ګواکي د بحث دواړو خواوو ته تقریباً مساوي کسان موجود دي. د روباتانو لهخوا جوړ شوي اکونټونه د واکسیناسیون پر ضد قانعکوونکې کیسې هم د کلېک اخیستو د دانې په توګه کاروي تر څو خپل عاید لوړ کړي او کاروونکي پر مالیکولي سافټوېیرونه اخته کړي.[۵][۶]
یو تحلیل څرګندوي چې په واکسین ضد ټولنه کې مایکل مانوېل چاوز شامل دی، هغه پخوانی مرستیال ډاکټر چې په خپل امبولانس کې له دوو ناروغانو څخه تر غلا وروسته د NHS یا د برېتانیا د عامې روغتیا د خدماتو لهخوا د ډېر بد چلند په دلیل منفک شو. دا هغه ډول کسان دي چې پخوا د بدیل طب او د دسیسې د تیوریو مینهوال وو. یوې بلې څېړنې وښوده چې د دسیسې پر تیوریو د باور تمایل د واکسین لپاره د افرادو د منفي ارادې د وړاندوېینې لپاره پیدا شو. [۷][۸]
د واکسین په اړه ناسم معلومات خپرول مالي بدلې هم لرلای شي. کله چې په ټولنیزو رسنیو کې د واکسین ضد موخو لپاره په پوسټونو کې د مالي مرستې غوښتنه کېږي یا مالي مرسته راټولېږي، عاید رامنځته کولی شي.[۷]
د مشهورو ناسمو معلوماتو نوملړ
[سمول]د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین په اړه ناسم معلومات په پنځو برخو کې ډلبندي کړي دي او په دې ډول دي: د ناروغۍ ګواښ (په واکسین سره د مخنیوي وړ ناروغۍ بېضرره دي)، باور (د واکسین د تجویزوونکو مقاماتو باور تر پوښتنې لاندې راوستل)، بدیلې طریقې (لکه د واکسین پر ځای نور بدیل درمل)، اغېزناکتوب (واکسینونه کار نهکوي) او خوندیتوب (واکسینونه د ګټو په نسبت خطرونه ډېر لري).[۴]
واکسیناسیون د بېسببه ناروغیو لامل کېږي
[سمول]- واکسینونه د اوتېزم لامل کېږي: ثابته علمي اجماع دا ده چې د اوتېزم او واکسین تر منځ هېڅ اړیکه نهشته. په واکسین کې د تایومرسال (thiomersal) په ګډون هېڅ داسې ماده نهشته چې د اوتېزم د رامنځته کېدو لامل شي.[۹]
- واکسین هماغه ناروغي رامنځته کولی شي چې شخص یې په مقابل کې واکسین شوی دی: دا ډېره لرې خبره ده چې یو واکسین دې د بشپړې ناروغۍ لامل شي. کوم واکسینونه چې دا مهال دود دي، په هغوی کې ویروس کمزوری کېږي، له همدې امله په ناروغۍ د اخته کېدو امکان نهشته. حتا په نویو تکنالوژیو لکه mRNA واکسینونو کې خو په واکسین کې بېخي ویروس ګډ نه دی.[۱۰][۱۱][۱۲]
- واکسینونه د مضرو جانبي عوارضو او حتا مرګ لامل کېږي: واکسینونه ډېر خوندي دي. تر واکسین کولو وروسته اکثریت جانبي عوارض ډېر سپک او لنډمهالي دي؛ لکه د ستوني درد او سپکه تبه چې د واکسین تر کولو وروسته د پاراستامول په مرسته کنترولېدای شي.[۱۱]
د واکسیناسیون بدیلې درمنلې
[سمول]د ناسمو معلوماتو له امله ښايي ځینې خلک د واکسیناسیون پر ځای مرستندویو یا بدیلو درملو ته مخه کړي. هغه کسان چې پر دغو خبرو باور لري، واکسینونه "زهري او بدل" ګڼي او بدیلې "طبیعي" لارې چارې خوندي او اغېزناکې بولي. ځینې هغه ناسم معلومات چې د واکسیناسیون د بدیلو درملو په اړه خپرېږي، دا دي:[۱۳]
- مستې خوړل د انساني پاپيلوم ویروس رغوي: د هر طبیعي محصول په خوړلو سره د انساني پاپيلوم ویروس یا HPV مخنیوی نهشي کېدای او نه هم رغېدای شي.[۱۴]
- هومیوپاتي له سرخکانو څخه د ساتل کېدو لپاره د بدیل په توګه کارېدای شي: ښودل شوې چې هومیوپاتي د سرخکانو د مخنیوي لپاره هېڅ ګټه نهلري. [۱۵]
واکسیناسیون د نسلوژنې په توګه
[سمول]هغه ناسم معلومات چې ویل کېدل اجباري واکسیناسیون د ځمکې "د نفوس کمولو" لپاره کارول کېدای شي، په ۲۰۱۱ کال کې د بېل ګېټس په ناسم نقل قول سره خپاره شول. داسې ناسم معلومات هم موجود دي چې وايي واکسینونه (په تېره mRNA واکسین) ښايي په هسته کې DNA بدله کړي. تر دې وړاندې چې په سيټيوزول (cytosol) کې شته mRNA د سلول هستې ته د ننوتو فرصت پیدا کړي، په چټکۍ سره تجزیه کېږي. (mRNA واکسینونه باید د تودوخې په ډېره ټيټه کچه کې وساتل شي چې د mRNA د خرابېدو مخنیوی وشي.) رېټرو وایروس کېدای شي یو رشتهيي RNA وي (څرنګه چې SARS-CoV-2 واکسین یو رشتهيي RNA دی) چې د سلول هستې ته داخلېږي او د سلول په هسته کې له RNA څخه د DNA د جوړولو لپاره له معکوس نقل یا (reverse transcriptase) څخه استفاده کوي. رېټرو وایروس هستې ته د داخلېدو لپاره میکانیزمونه لري، خو نور mRNA دغه میکانیزمونه نهلري. کله چې د هستې داخل ته ورسېږي، په رېټرو وایروس کې له موجود پیلوونکي پرته له RNA څخه DNA نهشي جوړېدای. خو که په هسته کې ځای پر ځای شي، د نورو mRNA لپاره به موجود نه وي. پر دې بنسټ، mRNA واکسینونه DNA نهشي بدلولی، ځکه چې هستې ته نهشي داخلېدای او همدا راز د معکوس نقل د فعالېدو لپاره پیلوونکی نهلري.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
د واکسین په جوړښت کې زهر ډېروونکي مواد دي
[سمول]واکسین ضد اشخاص ټینګار کوي چې په واکسینونو کې موجود ترکیبات لکه تایومرسال (thiomersal) او الومینوم (aluminum) کولی شي روغتیا ته ګواښونه پېښ کړي. تایومرسال په واکسینونو کې یو بېضرره ترکیب دی چې له شنډېدو څخه د خونديتوب لپاره کارول کېږي او هېڅ کوم ضرر نهلري. الومینوم په واکسین کې د مرستندوی په توګه موجود دی او حتا په ډېر مقدار کې یې هم د زهریت کچه کمه ده. فرمالډيډ (Formaldehyde) په ځینو واکسینونو کې په ډېره کمه اندازه موجود دی او بېضرره دی. په کوویډ-۱۹ واکسین کې د حرامو محصولاتو د شتون اوازې په مسلمانو ټولنو کې خپرې شوې.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
واکسینونه د یوې حکومتي/درملیزې دسیسې برخه ده
[سمول]د لویو درملو د دسیسې تیوري چې ګواکي د درملجوړونې شرکتونه د ناوړه موخو او عمومي ګټو پر خلاف فعالیت کوي، د واکسینونو په برخه کې کارول کېږي.[۲۵][۲۶]
په واکسین سره د مخنیوي وړ ناروغۍ بېضرره دي
[سمول]یو داسې ناسم عام تصور موجود دی چې د سرخکانو په څېر ناروغۍ چې په واکسین سره یې مخنیوی کېږي، بېضرره دي. له دې سره سره، سرخکان یوه جدي ناروغي ده چې د شدیدو عوارضو او حتا مرګ لامل کېږي. واکسیناسیون له سرخکانو څخه د ژغورل کېدو یوازنۍ لاره ده.[۲۷]
د زیانمنو کسانو په اړه شخصي روایتونه
[سمول]د واکسیناسیون په اړه شخصي حکایات او کله ناکله دروغ کیسې خپرېږي. داسې ناسم معلومات هم خپاره شوي چې ګواکي د کوویډ-۱۹ واکسین له امله ځینو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.[۲۸][۲۹]
په واکسین سره د مخنیوي وړ ناروغۍ له منځه تللې دي
[سمول]د واکسیناسیون په مرسته ډېری هغه ناروغۍ کمې شوې دي چې په واکسین سره د مخنیوي وړ دي (مثلاً پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي چې له افغانستان او پاکستان پرته په ټولو هېوادونو کې له منځته تللې ده). له دې سره سره، ځینې دغه ناروغۍ لا هم موجودې دي او حتا د نړۍ په ځينو برخو کې د ساري رنځونو د رامنځته کېدو لامل کېږي. که زیانمن شوي خلک د واکسیناسیون په مرسته خوندي نهشي، ناروغي په چټکۍ سره له یوه هېواد څخه بل ته تلای شي. واکسینونه نه یوازې دا چې د اشخاصو ساتنه کوي، بلکې که ډېر خلک واکسین وکړي نو د یوه جمعیت د خونديتابه لامل هم کېږي.[۳۰][۳۱]
د دسیسې نورې تیورۍ
[سمول]په ټولنیزو رسنیو کې د دسیسې نورې تیورۍ خپرې شوې دي او دا ناسم تصور رانغاړي چې ګواکي پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغي رښتينې نه ده او اثرات یې د DDT په واسطه د مسمومیت له امله رامنځته کېږي او ناسا اداره له کېمیاوي موادو څخه ډک داسې بالونونه خوشي کوي چې پولیو یا د ماشومانو فلج ته ورته علائم رامنځته کوي. هغه ویډیو چې په فېسبوک کې څه باندې ۸۳۰۰ ځله شریکه شوې ده، په دروغو ادعا کوي چې د کوویډ-۱۹ د واکسیناسیون په سرنګونو کې خښه شوې کوچنۍ ټوټه "لوړو مقاماتو ته خبر ورکوي چې چا واکسین کړی او چا واکسین نه دی کړی". (د کوویډ-۱۹ په واکسینونو کې کوچنۍ ټوټه نهشته).[۳۲][۳۳][۳۴]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ "Misinformation about the vaccine could be worse than disinformation about the elections". POLITICO (په انګليسي). Archived from the original on 7 February 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "Facebook banned big anti-vaccination is pages. Researchers warn it's too little, too late". NBC News (په انګليسي). Archived from the original on 8 February 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Wiysonge, Charles Shey; Wilson, Steven Lloyd. "Misinformation on social media fuels vaccine hesitancy: a global study shows the link". The Conversation (په انګليسي). Archived from the original on 16 January 2021. نه اخيستل شوی 2 January 2021.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Hoffman, Beth L.; Felter, Elizabeth M.; Chu, Kar-Hai; Shensa, Ariel; Hermann, Chad; Wolynn, Todd; Williams, Daria; Primack, Brian A. (10 April 2019). "It's not all about autism: The emerging landscape of anti-vaccination sentiment on Facebook". Vaccine. 37 (16): 2216–2223. doi:10.1016/j.vaccine.2019.03.003. PMID 30905530. Archived from the original on 12 November 2020. نه اخيستل شوی 2 January 2021.
- ↑ Burki, Talha (1 October 2019). "Vaccine misinformation and social media". The Lancet Digital Health (په انګليسي). 1 (6): e258–e259. doi:10.1016/S2589-7500(19)30136-0. ISSN 2589-7500.
- ↑ Broniatowski, David A.; Jamison, Amelia M.; Qi, SiHua; AlKulaib, Lulwah; Chen, Tao; Benton, Adrian; Quinn, Sandra C.; Dredze, Mark (October 2018). "Weaponized Health Communication: Twitter Bots and Russian Trolls Amplify the Vaccine Debate". American Journal of Public Health. 108 (10): 1378–1384. doi:10.2105/AJPH.2018.304567. PMC 6137759. PMID 30138075.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ "Normalization of vaccine misinformation on social media amid COVID 'a huge problem'". ABC News (په انګليسي). Archived from the original on 24 December 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Bertin, Paul; Nera, Kenzo; Delouvée, Sylvain (2020). "Conspiracy Beliefs, Rejection of Vaccination, and Support for hydroxychloroquine: A Conceptual Replication-Extension in the COVID-19 Pandemic Context". Frontiers in Psychology. 11: 565128. doi:10.3389/fpsyg.2020.565128. PMC 7536556. PMID 33071892.
- ↑ "Autism and Vaccines | Vaccine Safety | CDC". www.cdc.gov (په انګليسي). 25 August 2020. Archived from the original on 16 March 2017. نه اخيستل شوی 2 January 2021.
- ↑ "Vaccines: The Myths and the Facts". American Academy of Allergy, Asthma, and Immunology. Archived from the original on 11 November 2020. نه اخيستل شوی 3 March 2021.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ "Vaccines and immunization: Myths and misconceptions". World Health Organization (په انګليسي). Archived from the original on 14 December 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "Understanding mRNA COVID-19 Vaccines". Centers for Disease Control and Prevention. 18 December 2020. Archived from the original on 3 March 2021. نه اخيستل شوی 3 March 2021.
- ↑ Attwell, Katie; Ward, Paul R.; Meyer, Samantha B.; Rokkas, Philippa J.; Leask, Julie (January 2018). ""Do-it-yourself": Vaccine rejection and complementary and alternative medicine (CAM)". Social Science & Medicine. 196: 106–114. doi:10.1016/j.socscimed.2017.11.022. hdl:2328/37725. PMID 29175699. Archived from the original on 24 May 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Hoffman, Beth L.; Felter, Elizabeth M.; Chu, Kar-Hai; Shensa, Ariel; Hermann, Chad; Wolynn, Todd; Williams, Daria; Primack, Brian A. (10 April 2019). "It's not all about autism: The emerging landscape of anti-vaccination sentiment on Facebook". Vaccine. 37 (16): 2216–2223. doi:10.1016/j.vaccine.2019.03.003. PMID 30905530. Archived from the original on 12 November 2020. نه اخيستل شوی 2 January 2021.
- ↑ "Addressing misconceptions on measles vaccination". European Centre for Disease Prevention and Control (په انګليسي). Archived from the original on 7 January 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "False Bill Gates 'depopulate with vaccines' news a conspiracy theory classic – Australian Associated Press". AustralianAssociatedPress (په انګليسي). 8 December 2020. Archived from the original on 23 December 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Carmichael F, Goodman J (2 December 2020). "Vaccine rumours debunked: Microchips, 'altered DNA' and more" (Reality Check). BBC.
- ↑ Skalka AM (December 2014). "Retroviral DNA Transposition: Themes and Variations". Microbiology Spectrum. 2 (5): MDNA300052014. doi:10.1128/microbiolspec.MDNA3-0005-2014. ISBN 9781555819200. PMC 4383315. PMID 25844274.
- ↑ Nirenberg E (24 November 2020). "No, Really, mRNA Vaccines Are Not Going To Affect Your DNA". Vaccines, Immunology, COVID-19. deplatformdisease.com. نه اخيستل شوی 28 January 2021.
- ↑ "How a Vaccine Is Like a Banana – and Why That's Good". Time. Archived from the original on 28 January 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "WHO | Statement on thiomersal". WHO. Archived from the original on 10 December 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Ningtyas, Ika (27 January 2021). "Indonesia battles spread of vaccine misinformation". Anadolu Agency. Archived from the original on 28 January 2021. نه اخيستل شوی 30 January 2021.
- ↑ Good, Richard (22 January 2021). "Concerns grow COVID vaccine misinformation campaigns targeting Muslims". euronews (په انګليسي). Archived from the original on 25 January 2021. نه اخيستل شوی 30 January 2021.
- ↑ "Covid: Fake news 'causing UK South Asians to reject jab'". BBC News. 15 January 2021. Archived from the original on 21 January 2021. نه اخيستل شوی 30 January 2021.
- ↑ Rauhala, Emily. "The pandemic is amplifying the U.S. anti-vaccine movement – and globalizing it". Washington Post. Archived from the original on 1 January 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Kata, Anna (28 May 2012). "Anti-vaccine activists, Web 2.0, and the postmodern paradigm – An overview of tactics and tropes used online by the anti-vaccination movement". Vaccine. 30 (25): 3778–3789. doi:10.1016/j.vaccine.2011.11.112. PMID 22172504. Archived from the original on 12 November 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "Addressing misconceptions on measles vaccination". European Centre for Disease Prevention and Control (په انګليسي). Archived from the original on 7 January 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Kata, Anna (28 May 2012). "Anti-vaccine activists, Web 2.0, and the postmodern paradigm – An overview of tactics and tropes used online by the anti-vaccination movement". Vaccine (په انګليسي). 30 (25): 3778–3789. doi:10.1016/j.vaccine.2011.11.112. ISSN 0264-410X. PMID 22172504. Archived from the original on 12 November 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "Nurse who fainted after COVID-19 vaccine shot is not dead – Australian Associated Press". Australian Associated Press (په انګليسي). 30 December 2020. Archived from the original on 22 January 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "What Would Happen If We Stopped Vaccinations? | CDC". www.cdc.gov (په انګليسي). 28 September 2020. Archived from the original on 13 May 2019. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ "Vaccines and immunization: Myths and misconceptions". World Health Organization (په انګليسي). Archived from the original on 14 December 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2021.
- ↑ Hoffman, Beth L.; Felter, Elizabeth M.; Chu, Kar-Hai; Shensa, Ariel; Hermann, Chad; Wolynn, Todd; Williams, Daria; Primack, Brian A. (10 April 2019). "It's not all about autism: The emerging landscape of anti-vaccination sentiment on Facebook". Vaccine. 37 (16): 2216–2223. doi:10.1016/j.vaccine.2019.03.003. PMID 30905530. Archived from the original on 12 November 2020. نه اخيستل شوی 2 January 2021.
- ↑ Reuters Staff (14 December 2020). "Fact check: COVID-19 vaccine labels would not microchip or track individuals, but serve logistical purpose". Reuters (په انګليسي). Archived from the original on 4 February 2021. نه اخيستل شوی 2 January 2021.
- ↑ Alba, Davey; Frenkel, Sheera (16 December 2020). "From Voter Fraud to Vaccine Lies: Misinformation Peddlers Shift Gears". The New York Times. Archived from the original on 22 January 2021. نه اخيستل شوی 2 January 2021.