د وانات جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وانات جګړه د ۲۰۰۸ زکال د جولای په ۱۳مه د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې وروسته له هغه پیل شوه چې شاوخوا ۲۰۰ طالب وسله والو د وایګل ولسوالۍ کوام سیمې ته څېرمه د امریکايي ځواکونو په یوې اډې برید وکړ. له دغې اډې څخه په پیل کې د متحده ایالاتو د پوځ دویم بلوک (2nd Platoon)، چوزن ډلګۍ (Chosen Company)، ۲م ټولي (2nd Battalion)، ۵۰۳مې پیاده قطعې (503rd Infantry Regiment؛ هوايي ځواکونو ته اړوندې) او د هوايي ځواک ۱۷۳مې بریدګرې ډلې (173rd Airborne Brigade Combat Team) دفاع وکړه. [۱]

طالبانو دغې اډې ته نږدې د هغو څارونکې پوسته او د هغو برجونه کلابند کړل او بیا یې له کوام او شاوخوا کرنیزو ځکمو څخه په هغو بریدونه پیل کړل. هغوی د امریکايي ځواکونو ګڼ شمېر درنې وسلې له منځه یووړې، د هغوی د جګړې لیکې یې ماتې کړې او وړاندې له دې چې د هوايي ځواک له خوا په شا وتمبول شي د هغوی اصلي قرارګاه ته ننوتل. متحده ایالاتو ادعا وکړه چې د خپلو ۹ وژل شوو او د افغان ملي اردو د ۴ سرتېرو په ګډون د ۲۷ نورو سرتېرو د ټپي کېدو په بدل کې یې لږ تر لږه ۲۱ طالبان وژلي. [۲]

د امریکايي ځواکونو په مرکزونو باندې په بریدونو کې، د وانات جګړه له خونړیو جګړو بلل کېږي. د تېرو بریدونو پر خلاف د واټ ته څېرمه ماینونو د خښولو او همدارنګه د کمینونو په نیولو سره دغه برید په ډېرې ځیرکتیا طرح شوی و؛ بېلابېلو ډلو ته اړوندو جنګیالیو له لرې څخه د سیم پر مټ د شارت کېدونکو راکټونو په ویشتو سره په دقیقه توګه خپل اهداف په نښه کول. [۳]

دغه جګړه په متحده ایالاتو کې د بحثونو موضوع وګرځېده او «د پوځي متخصصینو او بهرنیو څارونکو د لا زیاتو څېړنو او تحلیل سره یې لېوالتیا» رامنځته کړه؛ دغه چاره تر ډېره پورې ائتلافي ځواکونو ته د پام وړ تلفاتو د اوښتو له امله وه. د دغې پېښې اړوند بېلابېلې څېړنې پیل شوې. لومړنۍ څېړنې د ۲۰۰۸ زکال په اګست میاشت کې پای ته ورسېدې. د ۲۰۰۹ زکال په جولای میاشت کې سناتور جیمز ویب د متحده ایالاتو له پوځ وغوښتل چې په رسمي توګه د دغې جګړې او د وړاندې ترسره شوو څېړنو اړوند څېړنه وکړي. تورن جنرال ریچارډ ناتونسکي د ۲۰۰۹ زکال په وروستیو کې بله څېړنه ترسره کړه چې له امله یې د دغې اډې قوماندانانو ته د مجازاتو د ورکړې وویل شول. د ۲۰۱۰ زکال په جون میاشت کې د متحده ایالاتو پوځ دغه مجازات لغو کړل او څرګنده یې کړه چې هېڅ بې غوري نه ده شوې او د دغو سرتېرو اړوند یې وویل چې دوی «... په مېړانه او بشپړ مهارت سره د خپلو سنګرونو څخه دفاع کړې، همداو چې مصمم، ماهر او همغږي دښمن ته یې ماته ورکړه». [۴]

جګړه[سمول]

د جولای په ۱۳مه سهاري مهال شاوخوا ۴:۲۰ بجې طالبانو په اتومات وسلو، آر پي جي راکټونو او هاوانونو سره په دغې اډې برید وکړ. ورته مهال په ختیځ لورې کې له کرنیزو ځمکو څخه ۱۰۰ وسله والو د دغې اډې په څارونکې پوستې برید وکړ. [۵]

د برید په لومړیو کې د دغې اډې د مهماتو په ډیپو باندې هاوانونه ولګېدل چې له امله یې په اډه کې موجود ۱۲۰ ملي متري توپونه له منځه ولاړل او ورسره د وسلو ټوله ډیپو له منځه ولاړه. ورپسې برید کوونکو د غیر هدایت کېدونکو راکټونو پر مټ په هاموې زغروالو موټرو نصب راکټ ویشتونکي له منځه یووړل. په ډېر لنډ مهال کې د دغې اډې دوه درنې وسلې د ټانګ ضد راکټونو د چاودنې له امله چې په دغه اډه کې ولګېدل له منځه ولاړې. [۶]

د امریکایانو پر باور د برید تر ټولو زیات تمرکز د ټاپ ساید په نامه په هغه کوچنۍ پوستې باندې و چې له اصلي اډې څخه یې په ۵۰ تر ۷۰ متره فاصله کې د ډبرو ترمنځ د یوې ونې لاندې موقعیت درلود او د څارنې مسئولیت ور تر غاړې و. لومړني راکټ په دقت سره خپل هدف وویشت او په پوسته کې یې موجود هر سرتېری ټپي او یا هم لار ورکی کړ. سرتېری ټایلر سټافورد د خپلې اتومات وسلې له سر څخه د متیو فیلیپس لوري تر ور ولوېد، فیلیپس دغه مهال تر هغه چې شدید نه و ټپي شوی د برید کوونکو پر لور یې ګرنېټونه ویشتل. جیسون بوګار هم وړاندې له دې چې د سټافورد د ټپونو په تړلو پیل وکړي له خپلې اتومات وسلې څخه یې د وسله والو پر لور سلګونه مرمې وویشتې تر هغه چې وسله یې جام شوه. وروسته له هغه چې د آر پي جي راکټ په ګذار کې د دوی قوماندان رایان ام. پیټس ټپي شو، بوګار وړاندې له دې چې بله وسله را واخلي خپله پښه یې په یو تورنیکت تړه او له خپل سنګر څخه یې ځان وغورځاوه څو برید کوونکو ته لا نږدې شي او هغه یاغیان وولي چې همدلته له نږدې یو هوټل څخه یې په دوی ډزې کولې. هغه له خپل سنګر څخه بهر په سینه ولګېد او ومړ. پاتې نورو ژوندیو سرتېرو خپلې اصلې اډې ته منډې کړې او پیټس یې همالته پرېښود. پیټس په یوازې ځان وکولای شول له خپلې پوستې دفاع وکړي او طالبان یې پرېنښودل دغې پوستې ته دننه شي، تر هغه چې دوه ساعته وروسته یې همکاران بېرته ورته راورسېدل او هغه یې له دغه ځایه څخه د درملنې په موخه ویوست. [۷]

څلور امریکايي سرتېري د جګړې په لومړیو ۲۰ دقیقو کې مړه شول – یو بل هم بیا لږ وروسته ومړ – او لږ تر لږه درې نور ټپیان شول. سرتېرو درې ځله له اصلي اډې څخه څارونکې پوستې ته ځانونه ورسول څو هلته مهمات ورسوي او مړي او ټپیان ترې راوړي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

امریکايي ځواکونو د اتومات وسلو، ګرنېټونو او پرسونل ضد کلېمور ماینونو په کارولو سره د هغوی پر وړاندې جګړه کوله. په بلېسنګ کمپ کې توپخانې د ۱۵۵ میلي متري توپ ۹۶ مرمۍ د برید کوونکو په لور وویشتلې. وړاندې له دې چې طالبان په شا وتمبول شي د لنډ مهال لپاره یې د څارونکې پوستې کرښې ماتې کړې. په څارونکې پوسته کې د نږدې نیم ساعت شدیدې جګړې وروسته یوازې یو سرتېری – پیټس – دلته پاتې شو. هغه شدید ټپي و او د مرستندویه ځواکونو تر رسېدو پورې یې په یوازې ځان مبارزه وکړه. ورته مهال یو شمېر برید کوونکي توانېدلي وو د اصلي اډې له ختیځو موانعو تېر شي. دوه امریکايي سرتېري، ډلګی مشر لومړی بریدمن جاناتان پي. بروستروم چې د هاوایي ۲۴ کلن اوسېدونکی و او همدارنګه پړک مشر جیسون هوواټر، څارونکې پوستې ته د مهماتو د رسولو د هڅې پر مهال ووژل شول. امریکايي سرتېري به ځینې مهال د برید کوونکو د هغو ډبرو له امله هم له خپلو سنګرونو څخه راوتل چې فکر یې کاوه ګرنېټونه ورته راغورځوي. بروستروم او هوواټر له یو بل سرتېري سره کېدای شي د هغه برید کوونکي له خوا وژل شوي و چې د دوی تر سنګرونو یې ځان را رسولی و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د جګړې له پیل ۳۰ دقیقې وروسته برید کوونکې اپاچي چورلکې او همدارنګه په هلفایر توغندیو سمباله یوه پرېډاټور بې پیلوټه الوتکه د جګړې ډګر ته راورسېدې. د جګړې پر مهال بلک هاواک یو اېچ-۶۰ (UH-60 Blackhawk) چورلکو د اې اېچ-۶۴ اپاچي (AH-64 Apache) چورلکو د اور پر مټ وکولای شول سرتېري کوز کړي. ټپي سرتېري نږدې ورایټ کمپ ته ولېږدول شول چېرې چې اي (E) سرتېري، د ۱۷م سواره پوځ ۲مه ډلګۍ او د هوايي ځواک ۱۰۱مه قطعه چمتو وه چې بلک هاواک او اپاچي الوتکې په وسلو سمبال او سون توکي یې ورته ورسوي. خو وروسته بی – ۱بي لنسر (B-1B Lancer) بم غورځونکې، اې – ۱۰ (A-10) او اف – ۱۵ اي ایګل (F-15E Strike Eagle) جټ الوتکې را وغوښتل شوې؛ همدا و چې برید کوونکي شاتګ ته اړ شول. د هغوی له شاتګ وروسته تصفیوي عملیات پیل شول او طالبان یې له سیمې وشړل. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په دغه برید کې ۹ امریکایي سرتېري ووژل شول چې زیات یې په څارونکې پوسته کې و. راپور ورکړل شوی چې له یاغیانو څخه هم له ۲۱ څخه تر ۶۵ تنو پورې وژل شوي او له ۲۰ تر ۴۰ نور ټپیان شوي، خو ائتلافي ځواکونو له جګړې وروسته یوازې د دوه طالب وسله والو مړي پیدا کړل. په دغه جګړه کې د سره پرواز له عملیاتو (Operation Red Wings) وروسته امریکايي ځواکونو ته تر ټولو زیات تلفات واوښتل؛ یاد عملیات له دغې جګړې درې کاله وړاندې په کونړ ولایت کې ترسره شوي و. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Wanat Combat Action in Afghanistan 2008
  2. U.S. Army Combat Studies Institute (2010). "Wanat: Combat Action in Afghanistan, 2008" (PDF). U.S. Army Combined Arms Center. Combined Studies Institute Press. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 2, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); http://militarytimes.com/news/2009/09/army_wanat_investigation_093009/ Archived June 2, 2012, at the Wayback Machine.
  3. (په October 4, 2009 باندې). Attacks on Remote Posts Highlight Afghan Risks. The New York Times.
  4. Staff of the US Army Combat Studies Institute (2010). "Wanat: Combat Action in Afghanistan, 2008" (PDF). US Army Combined Arms Center. Combined Studies Institute Press. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 2, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په July 15, 2008 باندې). Taliban Breached NATO Base In Deadly Clash. The New York Times.
  6. Shanker, Thom (په October 3, 2009 باندې). [{{{url}}} U.S. Review Of Battle Disaster Sways Strategy On Afghanistan]. The New York Times.
  7. Carroll, Chris, "Soldier in storied Battle of Wanat to be given Medal of Honor Archived June 25, 2014, at the Wayback Machine.", Stars and Stripes, June 23, 2014
  8. Schmitt, Eric (په November 3, 2008 باندې). Afghan Officials Aided an Attack on U.S. Soldiers. The New York Times.
  9. Harris, Kent; Joseph Giordono (November 9, 2008). "Report details attack on GIs in Afghanistan". Stars and Stripes. مؤرشف من الأصل في February 5, 2009. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Soldiers recount deadly attack on Afghanistan outpost". Stars and Stripes. July 19, 2008. مؤرشف من الأصل في September 10, 2009. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Harris, Kent (July 5, 2009). "NCO receives Silver Star for valor in '08 battle at Wanat". Military Times. د اصلي آرشيف څخه پر September 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په August 19, 2008 باندې). [{{{url}}} Soldier Discusses Deadly July 13 Attack By Taliban Forces]. The Situation Room. CNN
  13. Schmitt, Eric (په November 3, 2008 باندې). Afghan Officials Aided an Attack on U.S. Soldiers. The New York Times.
  14. Harris, Kent; Joseph Giordono (November 9, 2008). "Report details attack on GIs in Afghanistan". Stars and Stripes. مؤرشف من الأصل في February 5, 2009. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Shanker, Thom (په October 3, 2009 باندې). [{{{url}}} U.S. Review Of Battle Disaster Sways Strategy On Afghanistan]. The New York Times.
  16. Wiltrout, Kate (July 19, 2008). "Soldier From Eastern Shore Recounts Deadly Battle In Afghanistan". Virginian-Pilot. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Schmitt, Eric (په November 3, 2008 باندې). Afghan Officials Aided an Attack on U.S. Soldiers. The New York Times.
  18. (په July 15, 2008 باندې). Taliban Breached NATO Base In Deadly Clash. The New York Times.
  19. Wood, David (په July 28, 2008 باندې). Afghan air war grows in intensity. The Baltimore Sun.[مړه لينکونه]
  20. "DoD Identifies Army Casualties …". Department of Defense. مؤرشف من الأصل في July 26, 2008. د لاسرسي‌نېټه July 18, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "DoD Identifies Army Casualties …". Department of Defense. مؤرشف من الأصل في July 26, 2008. د لاسرسي‌نېټه July 18, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . Hawaii soldier killed in Afghanistan .... Star Bulletin
  23. (په July 15, 2008 باندې). Taliban Breached NATO Base In Deadly Clash. The New York Times.
  24. Harris, Kent; Joseph Giordono (November 9, 2008). "Report details attack on GIs in Afghanistan". Stars and Stripes. مؤرشف من الأصل في February 5, 2009. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په July 14, 2008 باندې). 'Heroic' fighting repels Afghan militants. CNN