د واقعیت او نظریې په توګه تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډېری ساینسپوهانو اود ساینس فیلسوفانو تکامل د واقعیت او نظریې په توګه تشرېح کړی، هغه جمله چې په ۱۹۸۱ز کې د پیالیونټولوژیست (ژوند پوه) سټیفن جي ګولډ له خوا د یوې مقالې سرلیک په توګه کارول شوې وه، هغه په ساینس کې واقعیت د معلوماتو په توګه بیانوي، چې په بشپړ ډاډ سره نه پېژندل کېږي، خو "ترهغه بریده پورې تایید شوی چې دا به له لنډمهالې هوکړې مخنیوی ستونزمن کړي". یوه ساینسي نظریه د داسې واقعیتونو لپاره یو غوره ثابت شوی وضاحت دی. د تکامل واقعیتونه، د اوسنیو بهیرونو د مشاهدي شواهدو، په هغو ژوندي موجوداتو کې چې تاریخي ګډ نسل ثبتوي، له نیمګړتیاو او د ژوند په ریکارډ کې د لېږد څخه ترلاسه کېږي. د تکامل نظریه، د دغو واقعیتونو لپاره لنډمهاله توضیحات وړاندې کوي.   [۱]

د تکامل، واقعیت او نظریې هره کلمه په بېلابېلو حالاتو کې څو معناګانې لري. په بیولوژي کې، تکامل د یو ګډ پلار څخه د دوی نسل پورې او په تخنیکي کچه د وخت په تېرېدلو سره د جین په فریکونسۍ کې تر یو بدلون پورې د پرله پسې نسلونو په ژوندي موجوداتو کې لېدل شوي بدلونونو ته اشاره کوي. همدارنګه دا یوې داسې تشرېحي نظریې ته هم اشاره کوي (د بېلګې په توګه: د چارلس ډاروین د طبیعي انتخاب نظریه) چې د تکامل میکانیزمونه تشرېح کوي. یوه ساینسپوه ته، واقعیت کولای شي، د تکرار وړ داسې څارنه تشرېح کړي چې ټول پرې هوکړه کولای شي، هغه څه ته اشاره کوي چې په داسې غوره توګه رامنځته شوی وي چې په ټولنه کې هېڅوک ورسره موافق نه وي او دا د یوه نظریې سموالي یا ناسموالي ته هم اشاره کولای شي. خلکو ته، نظریه د نظر یا اټکل معنا هم لري (د بېلګې په توګه: "دا یوازې یوه نظریه ده")، مګر د ساینسپوهانو ترمنځ دا " د ښې ثابتې شوې تشرېح" ډېر پیاوړی مفهوم لري. په دې شمېر انتخابونو سره، خلک په خپل منځ کې پرې ډېری وخت بحث کولای شي او معناګانې یې د ژبې ارزونې موضوع ګرځي.

د تکامل لپاره شواهد په پرله پسې توګه راټول او آزمویل کېږي. په ساینسي ادب کې د تکاملي بیولوژیستانو او د ساینس فیلسوفانو داسې بیانونه شامل دي چې د واقعیت او نظریې په توګه، د تکامل په اړه ځینې بېلابېل لیدونه څرګندوي.

تکامل، واقعیت او نظریه[سمول]

تکامل د "واقعیت او نظریې" یا "واقعیت، نه نظریه" یا "یوازې یوه نظریه، نه واقعیت" یا "ډېری نظریې، نه واقعیت" او "نه واقعیت او نه هم نظریې" په توګه بیان شوی. په هرحال، د نوموړو ویناوو ترمنځ اختلاف، د مهمو مسایلو په پرتله، د کلمو له معنا سره ډېر تړاو لري او د دغه تناقض په اړه په لاندې ډول بحث کېږي.[۲]

تکامل[سمول]

د بیولوژي پروفیسور جیري کو ین، بیولوژیکي تکامل په لنډ ډول داسې خلاصه کوي:

پر ځمکه باندې ژوند په تتدریجي توګه د داسې ابتدايي ډولونو- ښایي په خپل سر تکثیر کوونکي مالیکول - په پیل سره بدلون وموند چې له ۳.۵ میلیارد څخه زیات کلونه پخوا یې ژوند کاوه؛ دا بیا د وخت په تېرېدلو سره په څانګو ووېشل شو چې ډېری نوي او مختلف ډولونه یې رامنځته کړل او د اکثره (خو ټول نه) تکاملي بدلون لپاره میکانیزمونه طبیعي انتخاب دی.[۳]

دا د مسئلې پراخوالی او اهمیت څرګندوي، چې د ډېری نورو ترمنځ د ژوپوهنې، بوټاني، نسل پوهنې، جیولوژي او فوسیل پوهنې ساینسي څانګې شاملې دي.

خو د تکامل مرکزي هسته په عمومي توګه د ژونديو موجوداتو په نفوس کې له یو نسل څخه بل نسل ته د ځانګړتیا یا جین په فریکونسۍ کې د بدلونونو په توګه تعریف شوې ده. دا د تکامل معیاري جینیټیکي تعریف بلل شوی دی. طبیعي ټاکنه د تکاملي بدلون په نظریه کې د څو میکانیزمونو څخه یوازې یو میکانیزم دی چې بدلېدونکي چاپېریالونو سره د تاریخ له پلوه د ژوندي موجوداتو د تطابق څرنګوالی تشرېح کوي.[۴][۵]

د ډوګلاس جی فتویما په وینا:

بیولوژیکي تکامل ښایي کوچنی یا لوی وي؛ دا په نفوس کې د بېلابېلودالیلونو په تناسب کې د لږ بدلون څخه نیولې (د بېلګې په توګه: هغه نفوس چې د ویني ډولونه تعینوي) بیا تر داسې پر له پسې بدلونونو پورې چې  د لومړني پروټو ارګانیزم څخه تر د حلزونونو، مچیو، زرافو او ژیړګلي لامل ګرځي، هر څه رانغاړي.[۶]

د تکامل کلمه،د ستورو د تکامل څخه نیولې بیا په ژبه کې تر بدلونونو پورې، په پراخه معنا د بدلون پروسې ته اشاره کوي. په بیولوژي کې یې معنا خورا څرګنده ده: میراثي بدلونونه چې د نفوسو په نسلونو کې راټولېږي. انفرادي ژوندي موجودات په خپل ژوند کې وده او بدلون نه کوي، خو په هغو جینونو کې چې دوی یې په میراث نیسي، د ژونديو موجوداتو په نفوس کې ډېر یا لږ عام کېدلای شي. د ژونديو موجوداتو د ژوند پرمهال هرهغه ډول بدلونونه، چې د دوی له بچیانوڅخه په میراث پاتې نه وي، د بیولوژیکي تکامل برخه نه ده. [۷]

کیت سټیوارټ ټامسن لپاره، د تکامل کلمه لږ تر لږه درې جلا معناګانې لري:[۸]

  1. د وخت په تېرېدلو سره د بدلون عمومي معنا.
  2. د ژوند ټول ډولونه، د ګډ نسل په بهیر کې له پلرونو څخه د بدلونونو درلودونکی نسل وو.
  3. د بدلون د دغه بهیرونو لاملونه یا میکانیزمونه چې د تکاملي نظریو له خوا آزمویل شوي او تشریح شوي.

تامسن څرګندونه کوي: "د وخت په تېرېدلو سره بدلون یو حقیقت دی او د مشترکو پلرونو نسل، د یو داسې نه منلو وړ منطق پر بنسټ ولاړ دی چې موږ پرې داسې عمل کوو، لکه دا چې یو حقیقت وي. طبیعي ټاکنه د یوې توضیحي تیورۍ بڼه وړاندې کوي."

بیولوژی پوهان دا یو داسې ساینسي حقیقت ګڼي، چې تکامل په کې رامنځته شوی او عصري ژوندي موجودات د پخوانیو شکلونو او بڼو څخه توپیر لري او تکامل اوس هم د ژونديو موجوداتو او د دوی د نسلونو ترمنځ د پام وړ توپیرونو سره رامنځته کېږي. د دویم لپاره دومره قوي کمیتي ملاتړ شته دی چې، ساینسپوهان ګډ نسل د حقیقت په توګه داسې بولي، لکه څنګه چې په دې پوهېدل چې په لمریز نظام کې ځمکه، د لمر پر شا او خوا ګرځي. که څه هم د دې بهیرونو د بنسټونو ازموینه اوس هم دوام لري، د تکامل د میکانیزمونو په اړه ډېری نظریې او لا هم د ځانګړو میکانیزمونو په اړه فعال بحثونه شته دي.[۹]

د تکامل کلمې څلورمه معنا، نن سبا د بیولوژي پوهانو له خوا نه کارول کېږي. په ۱۸۵۷کال کې، فیلسوف هربرټ سپینسر، نوموړې کلمه، " له مترادف څخه متضاد ته د بدلون" په توګه تعریف کړه. هغه ادعا وکړه: (له ډاروین څخه وړاندې) چې دا د عضوي تکامل لپاره "له شخړې نه زیاته اندازه حل شوې" او د ستورو نظامونو، جیولوژي او بشري ټولنې په تکامل کې یې پلي کړې ده. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Gould, Stephen Jay (1981) "Evolution as Fact and Theory" Discover 2 (May): 34-37; Reprinted in Hen's Teeth and Horse's Toes New York: W. W. Norton, 1994, pp. 253-262.
  2. See section 2
  3. Coyne 2009، ص. 3.
  4. Wright 1984.
  5. Mayr 1982، ص. 400.
  6. Futuyma 1998.
  7. Moran, Laurence (1993). "What is Evolution?". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Thomson, Keith Stewart (September–October 1982). "Marginalia: The meanings of evolution". American Scientist. 70 (5): 529–531. Bibcode:1982AmSci..70..529T. JSTOR 27851662. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Moran, Laurence (1993). "Evolution is a Fact and a Theory". TalkOrigins Archive. Houston, TX: The TalkOrigins Foundation, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Spencer, Herbert (January–April 1857). "Progress: its Law and Cause" (PDF). Westminster Review. 11: 446. OCLC 26747836. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۶ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite conference Paper presented at the 38th Annual Meeting.
  12. James 1911، Chapter 6: "Herbert Spencer's Autobiography".
  13. Spencer 1865، ص. 176.