Jump to content

د وارسا پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وارسا پاڅون (په پولنډي: powstanie warszawskie؛ په جرمني: Warschauer Aufstand) د اګست له پاڅون یا جګړې څخه لږ وروسته د دویمې نړیوالې جګړې هغه مهم عملیات و چې د پولنډي پټو مقاومت کوونکو له خوا د جرمني له اشغال څخه د وارسا د آزادولو په موخه ترسره شول. دغه پاڅون د ۱۹۴۴ زکال په اوړي کې وشو چې مشري یې د پولنډي مقاومت کورني پوځ (په پولنډي: Armia Krajowa) کوله. دا د شوروي له مخکې تګ څخه وړاندې له پولنډ څخه د جرمني ځواکونو د شاته کېدو سره هم مهاله ترسره شو. سره پوځ د ښار ختیځو برخو ته په نږدې کېدو، جګړه ئیز عملیات ودرول او جرمنانو ته یې لار برابره کړه څو بېرته تنظیم او د پولنډي مقاومت په ماتولو او د ښار په ویجاړولو سره خپل غچ واخلي. پاڅون کوونکو ډېر لږ بهرني ملاتړ ته په لاسرسي ۶۳ ورځې جګړه وکړه. په دې سره دا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال لومړنی او یوازنی اروپايي مقاومت کوونکی خوځښت و چې تر ټولو ستره پوځي هڅه یې ترسره کړه. [۱][۲]

دغه پاڅون د ۱۹۴۴ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د طوفان سراسري عملیاتو (Operation Tempest) د برخې په توګه د شوروي د لوبلین – برسټ عملیاتو سره هم مهاله پیل شو. د پولنډ اصلي موخې له وراسا څخه د جرمني ځواکونو شړل او ورته مهال د جرمني په ماتولو کې له متفقینو سره مرسته وه. د پولنډ د پټ دولت بله سیاسي موخه دا وه چې د پولنډ د پلازمېنې په ازادولو او د هغو له حاکمیت څخه په دفاع سره به دوی د شوروي تر ملاتړ لاندې د پولنډ د آزادۍ د ملي کمېټې پر ځای واک خپل کړي. په نورو ناڅاپي عواملو کې یې د جرمني له خوا د دغه ټولیز ګواښ مخه نیول چې هغوی به توانمند پولنډیان تخلیه کړي، دا چې د مسکو راډیو پولنډۍ برخې د پاڅون غږ اوچت کاوه او همدارنګه د پولنډیانو د عدالت غوښتنې او غچ اخیستنې احساس چې د جرمني د اشغال له پنځو کلونو وروسته ورته پیدا شوی و؛ شاملېږي.[۳][۴]

د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته معاصرو څېړنو د عیني شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ د شوروي انګېزې تر پوښتنې لاندې راوړې او څرګندوي چې د وارسا له پاڅون څخه د هغوی نه ملاتړ په ختیځه اروپا کې د شوروي اتحاد د ځان غوښتنې څرګندويي کوي. سره پوځ مقاومت کوونکو جنګیالیو ته لاس ورنکړ او همدارنګه یې له هغوی هوایي ملاتړ هم ونکړ. هغه اسناد چې په وروستیو کې د محرمو اسنادو له کتاره ویستل شوي، ښيي چې جوزف سټالین په تاکتیکي ډول خپلو ځواکونو ته د درېدو قومانده وکړه څو اجازه ورکړي د هغوی عملیات ماته وخوري او د پولنډ مقاومت وپاشل شي. [۵][۶][۷]

څېړونکي څرګندوي چې د وارسا د پاڅون دوه میاشتنۍ دوره د سړې جګړې پیل و. د بېلګې په توګه د تاریخ پوه الکساندرا ریچي په خبره د وارسا پاڅون «په لویدیځ سبک باندې د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره د پولنډ د لیوالتیا او د مرکزي او ختیځې اروپا د شوروي کولو لپاره د هڅو ترمنځ توپیرونو، د ستالین وحشیانه موخې څرګندې کړې».

د وارسا د پاڅون پر مهال تلفات ډیر زیات و. په داسې حال کې چې د تلفاتو کچه لا هم په کره بڼه نه ده مالومه، خو اټکل کېږي چې د دغه پاڅون پر مهال ۱۶۰۰۰ پولنډي مقاومت کوونکي ووژل شول او ۶۰۰۰ نور هم شدید ټپیان شول. سربېره پر دې له ۱۵۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو پولنډي ملکي وګړي ووژل شول، چې ډېرو یې د ټولیزو اعدامونو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه یهودان چې په پولنډ کې ورته پناه ورکړل شوې وه، د جرمنانو له خوا د کور په کور تلاشۍ پر مټ تصفیه شول او له دغو سیمو څخه وویستل شول. ورته مهال د وارسا د پاڅون ماته د پولنډ د ډیری ښاري برخو د ویجاړېدو لامل وګرځېده. [۸]

مخینه

[سمول]

په ۱۹۴۴ زکال کې پولنډ د نږدې پنځو کلونو لپاره د نازي جرمني تر اشغال لاندې و. دغه مهال د پولنډ کورني پوځ د جرمني ځواکونو پر وړاندې یو ډول پاڅون طرح کړ. ورته مهال جرمني د شوروي اتحاد، بریتانیا او متحده ایالاتو په مشرۍ د متفقینو له ائتلاف سره په مبارزه کې بوخت و. د یاد پوځ لومړنۍ طرحه دا وه چې له لویدیځو متفقینو سره اړیکه ټینګه کړي، هغوی چې غوښتل یې اروپا د نازیانو څخه آزاده کړي. له دې سره هغه مهال چې شوروي پوځ په ۱۹۴۳ زکال کې خپل برید پیل کړ، څرګنده شوه چې پولنډ د لویدیځو متفقینو پر ځای د دغه پوځ په واسطه آزاد کېدلای شي.

شورویانو او پولنډیانو ګډ دښمن درلود – جرمني – خو دواړو له جګړې وروسته مختلفو موخو ته کار کوه: کورني پوځ لویدیځ پلوه کپېټلېستي پولنډ غوښت، خو شوروي مشر ستالین بیا هوډ درلود چې د شوروي د ملاتړي په توګه سوسیالیستي پولنډ جوړ کړي. وروسته څرګنده شوه چې د شوروي مخکې تلونکی سور پوځ کېدای شي د پولنډ متحد وه نه ګرځي او کېدای شي «د یو متحد د متحد» په توګه پولنډ ته راشي.[۹]

د کورني پوځ قومندان په خپل سیاسي تفکر کې د دوه دښمنانو پر وړاندې د مقاومت په فکر کې و، ځکه چې جرمني او روسیه دواړه د پولنډ سنتي دښمنان وو او تمه یې دا وه چې له پولنډ سره احتمالي کېدونې مرسته به د لویدیځ له لوري کېږي. [۱۰]

شورویان او پولنډیان په یو بل بې باوره و او همدارنګه ځینې مهالونه په پولنډ کې شوروي پارتیزانان له پولنډي مقاومت سره ښکېل کېدل چې په مخ پر زیاتوالي ډول د کورني پوځ په جبهه کې سره متحد شوي وو. ستالین د ۱۹۴۳ زکال د اپرېل په ۲۵مه وروسته له هغه له پولنډ سره خپلې اړیکې پرې کړې چې جرمنانو د شورویانو له خوا په کاتین عام وژنه کې د ګڼ شمېر پولنډي افسرانو وژنه افشا کړه؛ ستالین د دغه عام وژنې د امر له ورکړې انکار وکړ او هغه یې یوازې د جرمني تبلیغاتو په توګه محکوم کړل. له دې وروسته ستالین، رودنکو کمیسیون جوړ کړ چې موخه یې په جنګي جرمنو کې د جرمني پړ ګڼل و؛ که په هره بیه هم ورته پرېوزي. لویدیځ اتحاد هم د ستالین څرګندونې د حقیقت په توګه ومنلې څو د نازیانو ضد اتحاد کې یې درځ رامنځته نه شي. د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په تبعید کې د پولنډ دولت هغه دستورالعمل صادر کړ چې ګویا که چېرې پولنډ ته د شوروي ځواکونو له ننوتو وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلماتیکې اړیکې رامنځته شوې وای، کورنی پوځ به د راتلونکو پرېکړو ترمهاله همداسې پټ پاتې شوی وای.  [۱۱][۱۲]

ورته مهال د کورني پوځ قومندان تادئوش کوموروسکي بل ډول کړنلارې ته مخه کړه او د نومبر په ۲۰مه نېټه یې د طوفان د عملیاتو په نامه خپلې نوې طرحه ترسیم کړه. ختیځې جبهې ته په نږدې کېدو سره د کورني پوځ سیمه ئیزو واحدونو کولای شو د جرمني پوځ د شا له خوا په ستونزو کې ښکېل کړي او همدارنګه د امکان تر کچې له مخکې راتلونکو شوروي واحدونو سره مرسته وکړي. په داسې حال کې چې یو لوی پوځي پاڅون ته د اړتیا اړوند شکونو شتون درلود، خو طرحې جوړونې یې دوام درلود. جنرال کوموروسکي او د هغه ملکي سلاکار ته د پولنډ د تبعیدي حکومت له خوا اجازه ورکړل شوه، هر کله چې ورته غوره ښکاره شوه د عمومي پاڅون اعلان وکړي. [۱۳][۱۴][۱۵]

بهرنی ملاتړ

[سمول]

د ډیری تاریخ لیکونکو په خبره د دغه پاڅون د ناکامۍ اصلي لامل د بشپړ بهرني ملاتړ نشتون او همدارنګه د هغه څه ناوخته رسېدن و چې باید وړاندې یې ترلاسه کړي وای. په تبعید کې د پولنډ دولت د جګړې له پیل کېدو وړاندې د لویدیځو متفقینو د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه نه ستړیا منونکې دیپلماتیکي هڅې وکړې، خو متفقینو د شوروي له تائید پرته کومه اقدام نه کاوه. په لندن کې د پولنډ دولت څو ځله له انګلیسانو وغوښتل چې د متفقینو یو پلاوی پولنډ ته ولېږي. له دې سره هم د ۱۹۴۴ زکال تر ډسمبر میاشتې پورې د بریتانیا ماموریت تر هغه ځایه وه نه رسېد. د هغوی له رارسېدو وروسته ډېر ژر دوی له شوروي چارواکو سره وکتل چې هغوی بیا ونیول او بندیان یې کړل. د دغه ماموریت د قومندان په خبره دا «یوه بشپړه ناکامي» وه. له دې سره هم د ۱۹۴۳ زکال له اګست میاشتې څخه د ۱۹۴۴ زکال تر جولای میاشتې پورې د بریتانیا سلطنتي هوايي پوځ له ۴۰۰۰ کانتینرو څخه زیات تدراکاتي مواد، ۱۶ میلیون ډالر او سره زر کورني پوځ ته ورسول. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Stolica uczci poległych bohaterów w pierwszą rocznicę Powstania Sierpniowego. In: Kurier Codzienny, no. 5. 12 July 1945, p. 8.
  2. Duraczyński, Eugeniusz; Terej, Jerzy Janusz (1974). Europa podziemna: 1939–1945 [Europe underground: 1939–1945] (in پولنډي). Warszawa: Wiedza Powszechna. OCLC 463203458.
  3. Warsaw Uprising 1944 Archived 2021-09-23 at the Wayback Machine. www.warsawuprising.com, accessed 12 September 2019
  4. Davies 2008، مم. 268, 271.
  5. Cienciala, Anna M.; Hanson, Joanna K. M. (January 1984). "The Civilian Population and the Warsaw Uprising of 1944". Military Affairs. 48 (1): 49. doi:10.2307/1988362. ISSN 0026-3931. JSTOR 1988362.
  6. Rock, William R. (June 1995). "The Origins of the Cold War in Europe: International Perspectives". History: Reviews of New Books. 23 (4): 179–180. doi:10.1080/03612759.1995.9946252. ISSN 0361-2759.
  7. Garliński, Jarek (2015-04-01). "Warsaw 1944: Hitler, Himmler, and the Warsaw Uprising". The Polish Review. 60 (1): 111–115. doi:10.5406/polishreview.60.1.0111. ISSN 0032-2970.
  8. Alfred Peszke, Michael (December 2005). "A Review of: "Norman Davies.Rising '44. The Battle For Warsaw."". The Journal of Slavic Military Studies. 18 (4): 767–769. doi:10.1080/13518040500357003. ISSN 1351-8046. S2CID 219625918.
  9. Frank's diary quoted in Davies, Norman (2004). Rising '44. The Battle for Warsaw. London: Pan Books. ISBN 0-330-48863-5. p. 367.
  10. sojusznik naszych sojuszników: Instytut Zachodni, Przegląd zachodni, v. 47 no. 3–4 1991
  11. Jan. M. Ciechanowski. The Warsaw Rising of 1944. Cambridge University Press. Cambridge. London. 1974. p. 137
  12. Davies, pp. 48, 115.
  13. Winston S Churchill, The Second World War, Vol. 6, Chapter IX, The Martyrdom of Warsaw, 1955, Cassel
  14. Davies, pp. 206–208.
  15. Davies, pp. 48, 115.
  16. Davies, p. 450.
  17. Davies, p. 453.
  18. Borowiec, pp. 68–69.
  19. Davies, p. 452.