د وارسا توقيفي پنډغالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وارسا توقيفي پنډغالی د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په اشغال شوي پولنډ کې د المان د اجباري بند پنډغالی و. دا د «Reichsführer-SS Heinrich Himmler» په حکم، د «Gęsiówka» زندان پر اساس جوړ شوی و چې اوس نه شته، چېرته چې اوس د وارسا څنګلورې «Muranów» موقعيت لري. دا پنډغالی د 1943ز کال د جولای له مياشتې د 1944ز کال د اګست تر مياشتې فعال و.[۱]

د وارسا د يهودو د مېشت ځای په پاتې شونو کې موقعيت لرونکي، «KL Warschau» په لومړيو کې د خپلواک پنډغالي په توګه فعاليت کاوه، خو د 1944ز کال د مۍ په مياشت کې د «Majdanek» توقيفي پنډغالي په يوه څانګه بدل کړای شو. د همدې کال د جولای په وروستيو کې، وارسا ته د سرو پوځونو د نږدې کېدو له امله، نازيانو د دې پنډغالي په خالي کولو پيل وکړ. شا او خوا 4000 بنديان 120 کيلو متره (75 ميله) لېرې تر «Kutno» پورې پلي تګ ته اړ کړای شول؛ او پاتې يې «Dachau» ته ورسول شول. د 1944ز کال د اګست په پنځمه نېټه، د وارسا د پاڅون پر مهال «KL Warschau» د «Zośka» لواء ونيو او 348 هغه یهوديان يې ازاد کړل، چې لا هم په همدې ځای کې پاتې وو. دا په پولنډ کې د المانيانو يوازينی پنډغالی و چې د ايتلافي سرتېرو پر ځای، د نازيانو د مخالفو مقاومتي ځواکونو له خوا ازاد کړای شوی و. له هغې وروسته چې د 1945ز کال د جنورۍ په مياشت کې د سره پوځ له خوا المانيان له وارسا څخه په قطعي ډول وويستل شول، نوې کمونستي ادارې د جبري کار د پنډغالي په توګه او له هغې وروسته د زندان په توګه د دې ودانيو استعمال ته دوام ورکړ، تر دې چې په 1956ز کال کې بند کړای شو. د دې پنډغالي ټول انګړونه په 1956ز کال کې ويجاړې کړای شوې.

د پنډغالو او يهودو ميشتو ځايونو په اړه دايرالمعارف وايي چې دلته په ټوليز ډول له 8000 څخه تر 9000 پورې بنديان  ساتل شوي وو، په داسې حال کې چې «Bogusław Kopka» د لږ تر لږه 7250 بنديانو اټکل کړی دی، چې له 300 پرته نور ټول يې د بېلا بېلو اروپايي هېوادونو يهوديان وو، په ځانګړي ډول له هنګري او يونان څخه. يهودي بنديان د وارسا د يهود ميشتو ځايونو د خرابو د پاکولو لپاره جبري کار ته اړ کړای شول، چې موخه يې د يهودو په پخوانی مېشت ځای په سيمه کې د يو پارک جوړول و. دوی همدا راز بايد په دې ځمکه پاتې شوي ارزښتمن توکي هم لټولي او ترتيب کړی وای. دا پنډغالی او له دې سره نښتې خرابې الماني ادارې همدا راز د اعدامونو د ځای په توګه هم کارولې، د دوی قربانيان پولنډي سياسي بنديان، په "اريان اړخ" کې نيول شوي يهوديان، او عموماً هغه خلک وو، چې د وارسا په کوڅو  کې راټول شوي وو. د پنډغالي د شتون پر مهال شا اوخوا له 4000 څخه تر 5000 پورې بنديان مړه شول، په داسې حال کې چې په دې پنډغالي کې د ټولو وژل شويو خلکو شمېر 20000 تنه اټکل شوی و.[۲][۳][۴]

په پرتليز ډول دې پنډغالي په هالوکاسټ کې کوچنۍ ونډه درلوده، او په همدې اساس په عمومي تاريخ لیکنه کې يې ډېره کمه يادونه کېږي. په هر حال، دا پنډغالی بيا هم د دسيسې د تيورۍ په مرکز کې و، چې په لمړي ځل د پولنډۍ قاضي «Maria Trzcińska» له خوا دود کړای شوه، چا چې د دوه ويشتو کلونو لپاره د پولنډي ملت پر ضد د جناياتو د تعقيب لپاره د عالي کميسيون د غړې په توګه کار کړی و.  عمومي تاريخ پوهانو دا تيوري رد کړې ده، او ادعا يې کړې چې «KL Warschau» د ټولوژنې يو پنډغالی و چې د وارسا د «Zachodnia» د اورګاډي تم ځای سره نږدې په يو تونل کې يې د ګاز يوې پراخې خونې فعالت کاوه، او هلته 200000 کسان په ګاز ووژل شول چې عمدتاً يهوديان نه وو.[۵][۶][۷]

نوم[سمول]

په لومړيو نهو مياشتو کې، د وارسا توقيفي پنډغالي په خپله فعاليت وکړ. دا مهال يې رسمي نوم « Waffen-SS Konzentrationslager Warschau» و، (کوم چې عموماً په نازي اسنادو او پولنډي پوهنه کې په لنډ ډول د KL Warschau په نوم پېژندل کېږي، يا عموماً د عصري الماني ژبې په اثارو کې د KZ Warschau په نوم يادېږي). د 1944ز کال د مۍ په مياشت کې، KL Warschau د Majdanek د توقيفي پنډغالي برخه وګرځېده، له همدې امله يې نوم په « Waffen-SS Konzentrationslager Lublin – Arbeitslager Warschau» واوښت، ' Waffen-SS توقيفي پنډغالی Lublin – د وارسا د مزدورانو پنډغالی'. په الماني سرچينو کې کله کله د «Arbeitslager Warschau» په نوم هم يادېږي.[۸][۹][۱۰]

د « Gęsiówka » نوم، ډېر ځله په پولنډي سرچينو کې راڅرګندېږي. او دا د دې حقيقت څرګندونه کوي چې دې پنډغالي اوس غېر موجود «Wołyń» لښکرکوټونو ودانۍ نيولې دي، کومې چې د وارسا د يهود ميشتو سيمو له پاڅون وروسته په پرتليز ډول ښه خوندي شوې وې. دا لښکرکوټونه، د هغه مهال د موجودو «Gęsia» او «Zamenhof» کوڅو په کونجونو کې موجود پوځي پنډغالي، له دويمې نړيوالې جګړې مخکې يو پوځي زندان و. د المان د اشغال پر مهال، په دې کې د يهود ميشتو سیمو لپاره مرکزي زندان، د «Sicherheitspolizei» د جبري کار د سمولو تر څنګ د «Judenrat» (د يهودو استازي) لپاره هم يو ځای و. په ولسي ژبه کې د دې زندان انګړ د «Gęsiówka» (چې دا د Gęsia کوڅې نوم و) په نوم پېژندل کېدو، د کوم عرفي نوم چې بيا په «KL Warschau» بدل کړای شو. د «Trzcińska» د تيورۍ ملاتړي المانی نوم غوره بولي، د کوم په اړه چې «Aleksandra Ubertowska» وايي چې دا نوم ډېر جدي منل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، سره له دې چې موخې يې بدلې شوې، بیا هم دا پنډغالی د کمونستي چارواکو له خوا د نورو نومونو لاندې پر مخ وړل کېدوی. [۱۵][۱۶]

جوړېدل[سمول]

د «Bogusław Kopka» په وينا، په وارسا کې د یو نوي توقيفي پنډغالي د جوړولو د نظريې تر شا لومړی شخص د Schutzstaffel (SS) مشر «Heinrich Himmler» و، چا چې دې ته د 1942ز کال د اکتوبر د مياشتې په نهمه نېټه په يو لیک کې اشاره کړې وه. ليک په عمومي حکومت کې SS او Wehrmacht سيمه ييزو مرکزونو ته خبر ورکړ چې ټول هغه يهودي کاريګر چې د اعدامونو بنډغالو ته له تبعيد څخه تر اوسه خوندي پاتې شوي دي، بايد "په سملاسي ډول د SS-Obergruppenführer Krüger او SS-Obergruppenführer Pohl له خوا راټول کړای شي، يعنې د وارسا او «لوبلن» په توقيفي پنډغالو کې". د دې دوه پنډغالو موخه د يهودي مزدورانو  استوګن کول هم و، د چا په اړه چې فکر و چې په همدې سیمه کې د وسلو شته کارخانو لپاره هم کار وکړي؛ او د توليدي تاسيساتو په اړه طرحه دا وه چې دا به يو د بل پسې له «لوبلن» سره نږدې په توقيفي پنډغالو او بيا لرې ختيځ ته ولېږدول شي. Himmler اټکل کړی و چې د SS د مرکزي اقتصادي او اداري دفتر (SS-WVHA) تر واک لاندې پنډغالو کې د ټولو يهودي مزدورانو راټولول به په ختيځ کې د SS د اقتصادي واکمنۍ د جوړولو لپاره بنسټ وي. په هر حال، د هغه نظرونه د پوځ، پولیسو او عمومي حکومت د مدني ادارې، او همدا راز د «ريخ» د وسلې او جګړه ييزو توليداتو د وزارت او د هغو الماني شرکتونو له مقاومت سره مخ شول، چې یهوديان يې د مزدورو مريانو په توګه کارول. له همدې امله Himmler ونه توانيد چې خپل دې نظر ته عملي جامه واغوندي، ځکه خو په وارسا کې توقيفي پنډغالی موجود نه شو، او نه د يهودي مزدروانو کارونکې ټولې کارخانې د SS تر واک لاندې راغلې.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Kossoy, Edward (2004). "The Gesiówka Story: A Little Known Page of Jewish Fighting History". Yad Vashem Studies. 32: 323–350. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Finder, Gabriel N. (2009). "Early Camps, Youth Camps, and Concentration Camps and Subcamps under the SS-Business Administration Main Office (WVHA)". I. Bloomington, Ind.: Indiana University Press. 1512–1515. 
  3. Finder, Gabriel N. (2009). "Early Camps, Youth Camps, and Concentration Camps and Subcamps under the SS-Business Administration Main Office (WVHA)". I. Bloomington, Ind.: Indiana University Press. 1512–1515. 
  4. Davies, Christian (9 May 2019). "Under the Railway Line". London Review of Books. 41 (9). ISSN 0260-9592. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Finder, Gabriel N. (2009). "Early Camps, Youth Camps, and Concentration Camps and Subcamps under the SS-Business Administration Main Office (WVHA)". I. Bloomington, Ind.: Indiana University Press. 1512–1515. 
  6. Mix, Andreas (Center for Research on Antisemitism) (2003). "M. Trzcinska: Konzentrationslager Warschau". H-Soz-Kult. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788388822162. مؤرشف من الأصل في ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Davies, Christian (9 May 2019). "Under the Railway Line". London Review of Books. 41 (9). ISSN 0260-9592. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kopka, Bogusław (2010) [2007]. Das KZ Warschau : Geschichte und Nachwirkungen (په جرمني ژبه کي). Warszawa: Instytut Pamieci Narodowej. OCLC 699705139. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-83-7629-079-9. مؤرشف من الأصل في ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mix, Andreas (2005). "Arbeitslager Warschau jako filia obozu koncentracyjnego na Majdanku". Zeszyty Majdanka. 23: 55–70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kopka 2007، ص. 41.
  11. Szarota 2014، ص. 364.
  12. "Niemiecki obóz koncentracyjny w Warszawie: Wspólna historia Żydów i Polaków" (PDF). Office for War Veterans and Victims of Oppression (په پولينډي ژبه کي). 6 (306): 24–29. June 2016. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۰ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ubertowska, Aleksandra (2008-11-02). "Bogusław Kopka Konzentrationslager Warschau. Historia i następstwa". Zagłada Żydów. Studia i Materiały (په پولينډي ژبه کي) (4): 576–580. doi:10.32927/ZZSiM.294. ISSN 2657-3571. مؤرشف من الأصل في ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kopka 2007، ص. 43.
  15. Kopka 2007، ص. 116.
  16. Łuszczyna 2017.
  17. Salter 2007، ص. 44.
  18. Longerich 2011، ص. 621.
  19. Kopka 2007، ص. 29-31.
  20. Kopka 2007، صص. 31-32.
  21. Trials of War Criminals Before the Nuernberg Military Tribunals Under Control Council Law No. 10, Nuremberg, October 1946-April 1949 (په انګلیسي ژبه کي). V. Washington, D.C.: U.S. Government Printing Office. 1950. د کتاب پاڼي 254–255, 623. مؤرشف من الأصل في ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Berenstein, Tatiana; Eisenbach, Artur; Mark, Bernard; Rutkowski, Adam, المحررون (1961). Faschismus - Getto - Massenmord : Dokumentation über Ausrottung und Widerstand der Juden in Polen während des Zweiten Weltkrieges (په جرمني ژبه کي). Żydowski Instytut Historyczny/Rütten & Loening. د کتاب پاڼي 445–446. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  23. Kopka 2007، ص. 28.