د وارساو ګيتو پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د وارساو ګيتو پاڅون په کال ۱۹۴۳ کې د جرمني له خوا ددویمې نړیوالې جګړې په مهال  په اشغال شوې پولند کې د یهودانو د مقاومت یو اقدام وچې غوښتل یې د جرمني هغو وروستیو هڅو مخه ونیسي چې د میدانیک او ترېبلینکا نابودولو کمپونو ګاز لرونکو خونو ته د ګيتو پاتې وګړو د لېږدولو کوښښ یې کاوه.

په کال ۱۹۴۲ کې له ګراسکشن وارساو ( دا دیهودانو د شړلو ا وژلو کود و) څخه وروسته چې په هغه کې دوه نیم لکه یهودیان له ګیتو څخه ترېبلینکا ته وشړل شول اوبیا ووژل شول، پاتې یهودانو د سنګرونو په جوړولو او ګیتو ته د وسلو او چاودېدونکو توکو په قاچا ق پیل وکړ. کین اړخه یهودانو  چې د یهودي مبارز سازمان (  (ZOBپه نامه یادېدل او ښې اړخه یهودان چې د یهودانو نظامي اتحادیې (ŻZW) په نامه یادېدل خپل تشکیلات برابر کړل او په روزنه یې پیل وکړ. د مقاومت یوه بله کوچنې هڅه د کال ۱۹۴۳ په جنورۍ کې د یوې حملې لپاره څه نا څه بریالۍ وه او پولندې مقاومت کوونکي یې له یهودیانو څخه د جدي ملاتړ لپاره تشویق کړل.

پاڅون د اپریل په ۱۹ هغه وخت  پیل شو چې ګیتو د پولیسو قومندان اس اس بریګاد فوهرر جورګن ستروپ ته له تسلیمېدو ډډه وکړه. قومندان بلاک په بلاک  د ګېتو د ورانولوامر وکړ چې دا وارنۍ د مې په ۱۶ پای ته ورسېد. په ټوله کې ۱۳۰۰۰ تنه یهودیان ووژل شوی چې نیمایي یې ژوندي وسوځول شول او یا زندی کړل شول. د ستروپ ( جرمنی قوماندان) له قوله د جرمنیانو تلفات  د ۱۷ مړو په ګډون ۱۱۰ تنه و.

دا د نړیوالې جګړې په مهال  تر ټول ستر او یوازینی پاڅون و. یهودیان په دې پوهېدل چې بری ناشونی دی او ژوندي پاتې کېدل غیر احتمالي. د ŻOB له ډلې پاتې شوی وروستی قوماندان چې په کال ۲۰۰۹ کې مړ شو وویل چې د جګړې لپاره د هغوی روحیه په دې متکې وه چې ( یوازي جرمنیانو ته باید اجازه ورنکړل شي چې له وخت نه استفاده وکړي او زمونږ مرګونه په ځای کړي). د امریکا د هلوکست د یادګاري موزیم له مخې (( دا قیام په تاریخ کې د یهودي خلکو له خورا مهمو پېښو څخه و)).   [۱]

مخینه[سمول]

په کال ۱۹۳۹ کې، جرمني چارواکو په پولند کې د درې میلیونو یهودې وګړو ته چې ډېرۍ یې ګیتو و او د پولند په لویو ښارونو کې اوسېدل پام واړاوه. له دې ښارونو څخه د وارساو ګيتو ښارکې له ۳۰۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰۰ وګړي د وارساو په ۳.۳ کیلومتر مربع سیمه کې اوسېدل. په زرګونه یهودان د اس اس پولیزیفوهرر اودیول ګلوبونیک او اس اس ستاندرتن فهرر ( دا د نازې پولیسو مشران و) تر قیمومیت لاندې د شایعو ناروغیو او لوږې له امله حتي له ګيتو څخه د تريبیلانکا د نابودولو کمپونو ته تر شړلو د مخه ووژل شول.  

اس اس ( دنازي پولیسو مشران) د کال۱۹۴۲ د جولای د ۲۱ او ۲۳ ترمنځ د ګراسکشن وارسچاو کود لاندې د یهودانو د شړلو ډېر عملیات تر سره کړل. د شړلو د عملیاتو تر پیل دمخه، د جرمني د بیا مېشتولو کمیشنر اس اس سترمذانفوهرر هرمن هوفل د ګیتو د یهودانو دشورا چې جودنرت نومېده را وبلله او د شورا مشر ادم چرنیاکو ته یې خبر کړ چې هغه د ورځې ۷۰۰۰ یهودانو ته اړتیا لري چې په شرق کې بیا  مېشت شي. کله چې ادم چرنیاکو د بیا مېشتېدنې د پلان په واقعي موخه پوه شو، نو ځان وژنه یې وکړه. د دوو میاشتو عملیاتو په لړ کې له ۲۵۴۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰۰ د ګیتو اوسېدونکي د ترېبلینکا په کمپ کې ووژل شول. د ګراسکشن عملیات د اس اس اوبرفهرر فردیناند ون سمرن فرانکنېګ له خوا رهبري کېدل چې له کال ۱۹۴۱ څخه را په دې خوا اس اس او د پولیسو قومندان و.   [۲]

دا قومندان د اس اس اند پولیزیهرر جورګن ستروپ له خوا له دندې ګوښه شو او وارساو ته د هنرچ هیملر له خوا د کال ۱۹۴۳ د اپریل په ۱۷ واستول شو. ستروپ د ون سامرن فرانکنیګ هغه وخت ځای ناستی شو چې د ګیتو د د مقاومت په آرامولو کې پاتې راغی.

کله چې د لومړې ځل لپاره د یهودانو شړل پیل شول نو د یهودانو د مقاومت د خوزښت غړیو سره وکتل او پریکړه یې وکړه چې د اس اس د هدایاتو په وړاندې به جګړه نه کوي او فکر یې کاوه چې هغوی کمپونو ته د کار لپاره استول کېږي نه د وژلو لپاره، خو د کال تر ۱۹۴۲ تر پایه د ګیتو اوسېدونکي په دې پوه شول چې د هغوی شړل د هغوی د نابودولو د پروسې یوه برخه ده. په ګیتو کې لومړنی وسله وال مقاومت د کال ۱۹۴۳ د جنورۍ په میاشت کې تر سره شو. [۳][۴]

پاڅون[سمول]

د جنوری یاغیتوب[سمول]

د کال ۱۹۴۳ د جنورۍ په ۱۸، جرمنیانو د یهودانو د شړلو دویمه لړۍ پیله کړه چې په ګیتو کې د لومړۍ جګړې لامل شوه. په داسې حال کې چې د یهودانو کورنۍ په اصطلاح خپلو سنګروونو کې پټې شوې وې، د ŻOB او ŻZW یهودي جنګیالیو مقاومت کاوه او جرمنیان یې په مستقیمه جګړه راښکېل کړل. که څه هم ŻOB او ŻZW د مشرانو په ګډون درانه تلفات وزغمل خو جرمنیانو هم مرګ ژوبله ولیدله او د شړلو پروسه د یوڅو ورځو لپاره وځنډېدله. تقریبا ۱۲۰۰ یهودان ووژل شول اود جرمناینو له خوا د۸۰۰۰ په ځای  ۵۰۰۰ تنه وشړل شول. یهودي جنګیالیو وکولای شو چې کڼ شمېر جرمنیان ووژنې یا یې ټپي کړي. [۵][۶][۷]

په وارسا ګیتو کې په سلهاوو  هغه خلک جګړې  ته چمتو و چې په تیت پرک ډول په وړو توپکو، د ګاسولینو په بوتلو او څو نورو وسلو چې د مقاومت د جنګیالیو له خوا ګیتو ته قاچاق شوی و  سنبال و. ډېری یهودي جنګیاليو خپل اقدامات هومره اغیزمن نه بلل چې دوی به وژغوري خو هغوی دا جګړه د یهودیانو د غرور ساتلولپاره جګړه او د نړیوالې چوپتیا په وړاندې یو اعتراض باله. [۸]

چمتوالي[سمول]

ŻOB  اوŻZW د جګړې لپاره ګڼ شمېر پوستې جوړې کړې او د کال ۱۹۴۳ د فبرورۍ په ۲۲ یې د ګیتو د یهودي پولیسو افسرانو او د جرمني تر ملاتړ اوکنترول لاندې د مقاومت تقلبي سازمان زاګیو د غړو په ګډون یې ګڼ شمېر د جرمني همکاران اعدام کړل.  هغوی د ګېستاپ او ابوېر جاسوۍ شبکې غړي چې جرمني ته یې کار کاوه هم اعدام کړل چې په هغو کې د جرمني مشهور اجنت الفرېد نوسیګ هم شامل و. ŻOB یو زندان هم جوړ کړ چې هلته به یې خاینین او د جرمني همکاران زنداني کول اواعدامول چې په دې لړ کې د ګيتو د پولیسو پخاني یهودي قومندان ځان وژنه وکړه.

عمده پاڅون[سمول]

د کال ۱۹۴۳ داپرېل په ۱۹، د یهودانو د مذهبې رخصتۍ ورځې په ماښام پولیس او د اس اس مرستندوی ځواکونه ګیتو ته ننوتل. د هغوی پلان دا وه چې  د درې ورځو په موده کې د یهودانو د بهر کولو عملیه بشپړه کړي، خو هغوی د یهودي جنګیالیو له ډزو، مولوتوف کوکتایل ( یوډول بطرۍ دي چې چاودېدونکي مواد لري او دنارنجک په توګه کارول کېږي) ، لاسي بمونو سره چې له کړکیو ، د فاضلابو له لښتیو او تنګو کوڅو کارول کېدل مخامخ شول. د جرمنیانو د تلفاتو شمېر ۵۹ تنه و او دهغوی پرمختګ له ځنډ سره مخامخ شو، د جرمنیانو دوه عرادي جنګي عراده جات چې یویې په فرانسه کې جوړ شوی لوراین 37L زره لرونکی موټر و د جنګیالیو په پطرولي بمونو کې وسوځول شول. پاتې یهودان په دې پوهېدل چې جرمنیان به دوی ووژني نو پرېکړه یې وکړه چې د ژوند تر وروستیو به وجنګېږي. په داسې حال کې پاڅون دوام درلود، د متفقینو له خوا د کال ۱۹۴۳ له ۱۹ تر ۲۹ پورې د برمودا کنفرانس دایر شو چې د یهودي مهاجرینو په ستونځو بحث وکړي. دا بحٍث د هغو یهودانو په اړوند چې د متفقینو له خوا ازاد شوي و او یا د جرمني له خوا په اشغال شوې اروپا کې پاتې و. [۹][۱۰][۱۱]

د پاڅون په مخنیوي کې د وان سامرن فرانکنېګ له ماتې وروسته، هغه د  وارساو داس اس او پولیسو قوماندان په توګه خپل موقف له لاسه ورکړ او په ځای یې اس اس بیرګډ جورګن ستروپ وګمارل شو او هغه د وان سامرن فرانکنېګ دا وړاندیز چې له کراکو ( د پولند دویم ستر ښار) څخه الوتکې را وغواړي رد کړ او په ځای یې یوه ځمکنۍ ښه تنظیم شوې حمله رهبري کړه.

سرچينې[سمول]

  1. "Ghettos in German-Occupied Eastern Europe". 2. (2012). Bloomington: United States Holocaust Memorial Museum. ISBN 978-0-253-00202-0. 
  2. Hillel Seidman (1997). The Warsaw Ghetto Diaries. Targum Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56871-133-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Voices From the Inferno: Holocaust Survivors Describe the Last Months in the Warsaw Ghetto – January 1943: The First Armed Resistance in the Ghetto Archived 2019-04-01 at the Wayback Machine. An online exhibition by Yad Vashem
  4. "Warsaw Ghetto Uprising". United States Holocaust Memorial Museum. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. David Wdowiński (1963). And we are not saved. New York: Philosophical Library. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8022-2486-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Note: Chariton and Lazar were never co-authors of Wdowiński's memoir. Wdowiński is considered the "single author".
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Voices From the Inferno: Holocaust Survivors Describe the Last Months in the Warsaw Ghetto – January 1943: Fighters in the Warsaw Ghetto Archived 2019-04-01 at the Wayback Machine. An online exhibition by Yad Vashem
  9. Voices From the Inferno: Holocaust Survivors Describe the Last Months in the Warsaw Ghetto – January 1943: Fighters in the Warsaw Ghetto Archived 2019-04-01 at the Wayback Machine. An online exhibition by Yad Vashem
  10. "United States Department of State / Foreign relations of the United States diplomatic papers, 1943. General (1943)", "Bermuda Conference to consider the refugee problem, April 19–28, 1943, and the implementation of certain of the conference recommendations", s. 134–249.
  11. Medoff, Rafael. "The Allies' Refugee Conference – A 'Cruel Mockery'". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۰۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)