د هېواد د جګړې چا ته ګټه او چا ته زیان دی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بشر په تاریخ کي د نورو ناوړو پديدو تر څنګ يوه ناوړه پديده جګړه هم ده. د ټولو اهدافو لپاره جګړه په خپل ذات کي له وحشت او تخریب پرته بل هيڅ شی هم نه ده. په جګړو خپلو اهدافو ته ځان رسول د انسانانو ستره تېروتنه او لوی حماقت دی. د پرون ورځې په جګړو کي د ښارونو او کلیو له ورانۍ سره انسانان هم وژل کېدل، خو له دې هر څه سره دومره ورانونکې، وژونکې او زیان اړونکې نه وې، لکه نن.

نننۍ جګړې که له يوې خوا انسان وژنې، کلي و ښارونه ورانوي، نو له بلې خوا د هوا په ککړولو او ګرمولو يې د ځمکې ټوله کوره له جدي ګواښ سره مخ کړېده. پوهان وايي چي د هوا د ګرمېدو له امله به د قطبينو کنګل اوبه راويلي شي او هم به په فضا کي د وریځو په بڼه ګرزيدونکې اوبه ځمکې ته راتوی شي چی سمندرونو ته نژدې يو شمېر هیوادونه له سخت ګواښ سره مخ کوي.

بل لور ته د هوا ګرمېدل وچکالي زیاتوي. بارانونه کمېږي. دریابونه وچېږي. کاريزونه او چينې ورو ورو له منځه ځي. د اوبو د ذخیرې شته ځايونه بې اوبو کېږي او په نتيجه کي به يې ډېری هغه ځمکې چي پخوا به کر کیله پر کېده وچې او شاړې پاته شي. تر ځمکه لاندي اوبه کال پر کال کښته کېږي او د هر سړي پر خپله ځمکه باندي د ماشين یا سولر لپاره کنونکي څاهان به حالت نور هم ډارونکی کړي او څه وخت وروسته به د دې څاهانو هم لویه برخه وچې شي.

د جنګونو له امله د هوا د ګرمېدو دا يو ستر تدریجي زیان دی چي موږ اوس ور سره مخ يو او بل پلو د هوا ککړتیا هم په خپل وار ستر ناورينونه زیږوي. لکه څنګه چي جګړه د انسان وژونکې ده همدا شان يې ککړ چاپيریال هم د مرګ په خوب بیده کوي. په دې وروستيو وختونو کي د ناروغيو هغه ډولونه را ښکاره شوي دي چي د بشر په تاریخ کي هيڅ مخینه نه لري. دا د دې ښکاره ثبوت دی چي دا ټول زیانونه زموږ ککړ چاپيریال راته اړوي. د چاپيریال د ککړتیا تر ټولو لوی علت جنګونه دي.

د هوا ککړتیا له انساني زیان سره څارويو او ونو و نباتاتو ته هم ډېر تاوان اړوي. د باروتو انفجارونه، د طیارو بمبارونه او د جنګ مهال د ګولیو له اورېدا څخه را ولاړيدونکی ګرد و خبار د واښو په شمول ونو، تاکانو او هر ډول زراعت ته سخت زیان اړوي چي ور سره جوخت يې له تاوانه حیوانات هم خوندي نه پاتېږي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ يوه ملګري د خپل باغ کيسه راته کوله چي زموږ کلني حاصلات دوه برابر کم شويدي. د هغه په وینا چي د انګورو وښکي پختیا ته نژدې يو ډول توروالی پيدا کړي چي په لیږ وخت کي ټول وښکی ور سره تور شي او دا مرض د سيمې په نورو باغونو کي هم ډېر دی.

د هلمند يوه اوسېدونکی راته کیسه کوله چي تاریاک مو د پخوا په شان نه کېږي او دا نژدې څو کاله مرض وکړي. ده ویل چي خلګ وايي خارجیان د هوا له لاري دواوي ورباندي شيندي مګر د ثبوت لپاره يې دوئ تر اوسه يوه پيښه هم نه ده ثبت کړې چي خارجیان پر تاریاکو د هوا له لاري دواوي پاشي. له دې ښکاري چي دوا نه ده پر پاشل شوې، بلکي ککړه هوا خپله د دې لپاره بس ده چي زراعت مو مرضونه وکړي او د پخېدا تر وخته نیم یا هم زیات يې خراب شي.

زموږ د خپلې سيمې د غنمو دانې یا تورېږي یا هم پوچې او وړې وي. يوه بزګر راته ویل چي که به پخوا يوه کس له خپلې ځمکې پنځه سوه منه غنم اخیستل، نو اوس دوه سوه هم په تکلیف پيدا کوي.

د جنګونو دا زیانونه په مجموع کي ټولو انسانانو ته متوجې دي، اما سمدستي هغه څوک ور سره مخېږي چي سيمه يې د جنګ ډګر وي. سمدستي به جنګونه يو شمېر کړيو ته د ګټې سرچينې وي، خپل تجارت به پر کوي او له دې لاري به خپل مال و ثروت زیاتوي. خو يوه داسي ورځ هم راتلونکې ده چي د دې تجارت ګټې به په زیان بدلېږي او هغه لار چي دوئ به ګټې په کي لټولې نوره له زیان پرته هيڅ هم نه لري. د ګټو او مال و ثروت لپاره پرانیستی دا کان نور د مالونو پر ځای له مارانو او لړمانو ډک دی چي هر ور کښته شوی کس به لازما چيچي.

نو په ټولیز ډول جنګونه د هيڅ انسان په ګټه نه دي. جنګ هم مخامخ د انساني وژنې سبب کېږي او هم په اوږده مهال کي د انساني وبا لامل کېدای شي. هم انسان له منځه وړي او هم حیوانات. هم وچکال راولي او هم پر ځمکه هر زرغونېدونکی شی ورو- ورو له منځه وړي. د هر ژوي لپاره د بیلا بیلو امراضو سبب کېږي او په اخیر کي د ټولي ځمکنۍ کورې لپاره سخت ګواښونکي شرایط مساعدوي چي يوه ورځ به د جنګونو په پایلو کي د بشريت دا ودانه او ښېرازه کوره د تل لپاره له منځه ولاړه شي.

یاني انسان په خپل لاس خپل ځان ته هلاکونکی برخلیک ټاکي. له دې مالومېږي چي د سینوهه خبره د انسان په اړه سمه ثابتېږي چي ویلي ول انسان به هر وخت احمق وي. ځکه د لنډو ګټو په خاطر نن انسان لګیا دی ټوله ځمکنۍ کوره له ګواښ سره مخوي. دا هر څه په خپلو سترګو ویني مګر بیا هم د ټولی نړۍ انسانان په خپل ټول وس بوخت دي د دې ویجاړونکې جګړې اسباب چمتو کوي چي په نتیجه کي نه یوازي موږ نن وژل کېږو بلکي يوه ورځ د ټول بشريت لپاره د سترې ورانۍ زیری را کوي. موږ نه یوازي دا چي سمدستي خپل ځان، هیواد او ملت ته زیان رسوو، بلکي په راتلونکي کي د ټول بشريت د له منځه وړلو اسباب په خپل لاس چمتو کوو.