Jump to content

د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې

د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې. د هډوکي کمزوري چې په طبي اصطلاح ورته «سټیوپوروسز» وايي یوه خاموشه ناروغي ده چې کشف کول یې شاوخوا ناممکن وي، ددې ناروغۍ په جریان کې د هډوکو ثقالت کم او کمزوري کیږي.

د څیړنو له مخې په نړۍ کې له هرو دوه میرمنو څخه یې یوه او له هرو څلورو نارینه و څخه یې یو په دې رنځ اخته کیږي او د هډوکو ماتېدو خطر یې زیاتیږي.

له دې هم خبر شئ: 9 important tricks and complete tips for selling on Instagram

په ورځني ژوند کې ځینې ځانګړي عادتونه مو په یادې ستونزې اخته کوي، په داسې حال کې چې ځینې خواړه کارول کولی شي د هغې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د هډوکي کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې د هډوکي کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې د هډوکو د کمزورۍ لاملونه: زیاته مالګه کارول: د زیاتې مالګې کارولو په پایله کې له بدن څخه زیاته اندازه کلسیم خارجیږي چې د هډوکو د کمزورتیا لامل کیږي، په پاخه خواړو (جنک فوډ) کې د مالګې استعمال زیاته اندزاه کارول کیږي، مګر په عامو خوړو کې هم ددې زیات استعمال د هډوګو په ګډون یو شمېر نورې ستونزې زیږوي، باید ځانونه ترې وژغورئ.

تلویزون ته زیاته موده تېرول: د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تلویزون ته ناسته ګټوره ده، خو دغه ناسته عادت ګرځول او تر اوږدې مودې حرکت نه کول د هډوکو ستونزې راولاړوي، ددې په پرتله ورزش کول بدن او هډوکي پیاوړي کوي.

لمر ته نه کیناستل: لمر ته ناسته د ویټامن ډي ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، او د ویټامن ډي بشپړتیا د هډوکو پیاوړتیا لپاره تر ټولو اړین دي، په اونۍ ځینې شیبې لمر ته کیناستل د هډوکو لپاره ګټور ثابتیږي، ددې سربېره ویټامن ډي په ځینو خوړو هم ترلاسه کیدلی شي.

ګازي څښاک: ګازي څښاک لسګونه روغتیایي ستونزې زیږوي چې یو یې د هډوکو کمزورتیا هم ده، هره ورځ ګازي څښاک څښل په میرمنو کې د هپ فریکچر (کوناټي هډوکي تخریب) خطر ۱۴ سلنه زیاتوي، که څه هم ددې لامل روښانه نه دی خو په زیات احتمال په ګازي څښاک کې د کافیین، فاسفورس یا بوره د کلسیم کچه اغیزمنوي.

زیات پرهیز کول: ځوانان په ځانګړي ډول میرمنې که چیرې په مناسبه اندازه خواړه ونه کاروي نو ددوی هډوکو ته زیان رسیږي چې په منځني عمر کې د بندونو ناروغۍ یا فریکچر لامل کیږي، په تشه خېټه ګرځېدل په ښځو کې د هارمونونو سیستم اغیزمنوي چې د هډوکو پر روغتیا هم اغیز کوي.

سګريټ څښل: که تاسې د سګریټ څکلو عادي یاست، ددې پایله مو په هډوکو کې د نوي روغتیایي نسجونو رامنځته کېدل ستونزمنوي، بلکې سګریټ یا د نشه یي توکو استعمال مو د هډوکو ماتېدو خطر زیاتوي.

د هډوکي کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې د هډوکي کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې د هډوکي پیاوړتیا لپاره لاندې خواړه وکاروئ: شیدې: شیدې د کلسیم، پوټاسیم او ویټامن A او D د حاصلېدو غوره سرچینه ده، په ځانګړي توګه د غوا شیدې د هډوکو پیاوړي کولو لپاره ګټورې دي.

هډوکي لپاره مستې او شنه سبزي: هډوکي لپاره مستې د پروبیوتیکونو، کلسیم، پوټاشیم او ويټامن D او A، او د فولیټ ښه سرچینه ده، طبي پوهانو موندلې چې هره ورځ د مستو خوړل د هډوکو ضعف او تخریب یا فریکچر خطر کموي، که فکر کوئ هډوکي مو کمزورې دي نو مستې خوړل عادت وګرځوئ. شنه سبزي لکه پالک او داسې نور کلسیم، اکسایډ ضد او د ویټامن K او C د ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، ددې سبزیانو زیات کارول هډوکي او د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کوي.

وچه میوه: بادام، کاجو، ممپلي او داسې نورې وچې میوې د میګنیسم غوره سرچینه ده، دا میوې د هډوکو په جوړښت کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې د کلسیم جذبولو لپاره هم اړین دي.

پنیر او ماهي: پنیز د لبنیاتو له محصولاتو څخه دی او د همدې لپاره د کلسیم د ترلاسه کولو غوره لاره ده، بلکې په دې سره بدن ته ويټامن A، B12، زنک او فاسفورس هم ورکوي، ددې خوړل عادت ګرځول نه دا چې د خولې ذایقه مو برابروي بلکې هډوکي هم له کمزورۍ ژغوري. د ویټامن D سپلیمنټ کارولو سره سره باید ماهي په اونۍ کې یو یا دوه واره وخوړل شي، دا د ویټامن ډي ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، کوم چې بدن ته پراخه کچه ویټامن ډي ورکوي.

هډوکي لپاره هګۍ، دال او لوبیا: د هډوکي لپاره هګۍ ژیړ ویټامن D، A، K او A بدن ته رسوي، ویټامن ډي د کلسیم جذبولو لپاره اړین عنصر دی چې هډوکي پیاوړي کوي. دال، لوبیا او داسې نور دانه لرونکي خواړه بدن ته یوازې پروټین نه وربخښي، بلکې دا د کلسیم، فاسفورس، پوټاسیم او اومیګا ۳ فیټي اسیدونو کې هم بډایه دي، چې په خوړلو یې هډوکي پیاوړي کیږي.