د هڅونې ساینس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تحریک، هڅې یا انګېزې ساینس – The Science Of Motivation ولې تاسې یوه ورځ دومره انګېزه، تحریک او په داخل کې د یو څه کولو لپاره هڅه لری چې غواړی د نړۍ ټول کارونه وکړئ او بله ورځ له خپل ځای څخه تر پخلنځي پورې د ډوډۍ خوړلو لپاره نشی تللای د دواړو تر منځ توپیر څه ده؟ ولې ځنې خلک ډېر بریالي دي او خورا زېاته هڅه لري انرژي لري تر څو یو لوړ مقام ته ورسیږي او د خپل مقام په لور ېې لار ډېره روښانه او واضح وي مګر ځینې خلک ډېر زېات بیا بیا بیاځلې کوښښ کوي چې مخکې ولاړ شي؟ خو دا ټوله خبر هڅې او داخل کې یوې انګېزې لرلو ته راځي او ډېر خلک دا فکر کوي چې انګېزه او هڅه له کومه راځي؟ ځنې بیا داسې فکر کوي چې یوه ورځ به له خوبه پاڅیږو او هڅاند یا کوښښ کوونکي شوي به یو تر څو یو مقام ته ورسیږو. مونږ انسانان هڅه یا انګېزه داخل کې نلرو بلکه خپله ېې تولید کوو د دې لپاره باید د هڅې او انګېزې په ساینس ځان پوه کړو تر څو په دې پوه شو چې څنګه هڅه او انګېزه په خپل داخل کې وکرو او څنګه وده ورکړو کوم دوه شیان انسان کې د هڅې او انګېزې یا کوښښ لمبه بلوي ؟ هغه دوه شیان : 1- حرص، ځانپالنه یا ارمان د یو مقام رسېدو لپاره ده خو ځینې خلک د ځان لپاره ډېر ټیټ مقام ټاکي دا ځکه چې ځنې وخت دوی نامیده شوی وو، ځنې وخت کې مقام ته رسېدو لپاره نورو ورپسې خندلي وو، یا چاچاپېره د دوي ملګرو خپلوانو د دوی ملاتړ نه ووکړی دوی ېې د مقام رسېدو په لور نه وو هڅولي نو په همدې وجه دوی خپل مقام ډېر ټیټ ټاکلی. که تاسې چا ته وېل غواړی چې هڅاند یا انګېزه لرونکي شی تر هغې مخکې ورته ووایی چې مناسب او لوړ مقام وټاکي. دا خوب لیدل یا ارزو لرل یواځې د نوي کال په ورځ نه بلکې هره ورځ له خوبه د پاڅېدو پر وخت مقام ته درسېدو لپاره ځان هڅول او له تېرې ورځې ډېر څه کول هره ورځ له ځانه دا پوښتنه کول چې زه څه غواړم چېرته رسېدل غواړم د ځان د هڅاند کولو لپاره یا په خپل ځان کې د هڅې او انګېزې لرلو لپاره باید خپل مقام هره ورځ هر وخت له ځانه څخه په همدې سوال کولو چې زه څه کول غواړم کوم مقام ته رسېدل غواړم خپل خوب او مقام د خپلو سترګو مخکې وساتې تر څو د انګېزې لمبه بله وساتي او مقام ته د رسېدو لپاره تا په کار کولو او زېات کار کولو باندې مجبوره کړي. 2 – د هڅې او انګېزې لپاره دوېم اړین شی توقع لرل دي په ارواه پوهنه کې توقع یو داسې څه دي چې صرف ستا لپاره ممکن ندي بلکې ته ېې کولای هم شې توقع څخه مطلب دا چې ته په خپلې وړتیا باور لرې چې دا کار کولای شم او همدا چاره ستا په خپل ځان باور جوړوي . د بریاليي کېدو لپاره باید په خوب او خیال کې یو مقام ولرو او د رسېدو لپاره په ځان او خپلې وړتیا باور او د کار کولو لپاره مقاومت ولرو. ځنې وخت خلک خوب او خیال کې مقام لري خو په خپل ځان باور نلري او کولو لپاره مقاومت نلري. ځنې وخت کې خلک په خوب خیال کې یو مقام نلري او په ځان باور لري, وړتیا او مقاومت لري د هڅاند کېدو او انګېزې لپاره د دواړو لرل اړین دي

تړلې لیکنې[سمول]

ذکریا رحیمي