د هولوکاسټ پر وړاندې نړیوال غبرګون
له هولوکاسټ نه وروسته لسیزو کې، یو شمېر ملي دولتونه، نړیوال سازمانونه او د نړۍ مشران د میلیونونو اروپایي یهودیانو، رومیانو او د هلوکاست پېښې نورو هغو قربانیانو له امله تر نیوکو لاندې راغلل، چې دوی یې د ژغورنې به برخه کې مناسب اقدامات ترسره نه کړل. منتقدین وايي چې دا ډول مداخله او په تېره بیا د متحدو دولتونو له خوا، کېدای شوای چې ګڼ شمېر خلک یې ژغورلي وای او د جنګي هڅو نه د پام وړ منابعو له انحرافه پرته ترسره شوې وای. [۱]
پر دې ډول نیوکو نورو څېړونکو اعتراض کړی. ځینو داسې استدلال کړی، چې دا فکر چې متحدینو هیڅ ګام نه دی پورته کړی دا یوه افسانه ده - دا چې متحدینو هومره یهودي الماني کډوال ومنل، څومره چې نازیانو اجازه ورکوله - او دا چې د متحدینو نظریاتي نظامي اقدام لکه د اشویتس د جبري کار اړوند کمپ بمبارول، د دې لامل کېدای شي، چې د لږو خلکو ژوند وژِغوري. یو شمېر نورو ویلي، هغه محدود اطلاعات چې متحدینو سره وو - چې د ۱۹۴۴ ز کال تر اکتوبر میاشتې پورې د نازیانو د مړینې د ډېریو کمپونو موقعیت یا په نښه شویو کمپونو کې د بېلابېلو ودانیو د موخو په هکله نه پوهېدل او معلومات یې نه لرل - کره او دقیقه بمباري ناممکنه کړه.[۲][۳]
متحد هېوادونه
[سمول]انګلستان
[سمول]تر ۱۹۳۹ ز کاله پورې له ۵۲۲۰۰۰ الماني یهودانو نه شاوخوا ۳۰۴۰۰۰ یې له المان نه تښتیدلي وو، چې ۶۰۰۰۰ یې د بریټانیا تر ولکې لاندې فلسطین ته (له ۵۰۰۰۰ نه ډېرو هغو کسانو په ګډون، چې د الماني صیهونیستانو او نازیانو تر منځ د هاوارا یا «لېږد» هوکړه لیک نه یې ګټه پورته کړې وه)، خو په دې برخه کې فلسطین ته د یهودي کډوالو شمېر د بریتانیا د ونډې د سیستم له مخې محدود وو. د ۱۹۳۸ ز کال په مارچ میاشت کې هتلر اطریش ونیو او د اطریش ۲۰۰۰۰۰ یهودیان یې بې هیواده کډوال کړل. په سپټمبر میاشت کې د انګلستان او فرانسې حکومتونو المان ته د دې اجازه ورکړه، چې د چکسلواکیا، سودتن سیمې اشغال کړي او د ۱۹۳۹ ز کال په مارچ میاشت کې هتلر د هیواد پاتې برخه اشغال کړه او ۲۰۰۰۰۰ یهودیان یې بې هیواده کړل.[۴]
په ۱۹۳۹ ز کال کې د بریټانیا سیاست، لکه څنګه چې د ۱۹۳۹ ز کال په سپین کتاب کې بیان شوی، فلسطین ته د یهودیانو جبري کډوالۍ محدودیت یې په راتلونکو پنځو کلونو کې ۷۵۰۰۰ تنو ته ورساوه، چې وروسته بیا په یو خپلواک هېواد بدل شو. د بریټانیې حکومت د یهودي کډوالو ماشومانو لپاره ځینې کورونه وړاندیز کړل او کینیا یې د یهودیانو د پناه ځای په توګه وټاکه؛ خو د یو یهودي هېواد له ملاتړ کولو یا د یهودیانو د استوګنې لپاره د اسانتیا برابرولو نه یې ډډه وکړه او دا د فلسطین په هکله د ملګرو ملتونو د حاکمیت اړوندو شرایطو سره په ټکر کې و.
مخکې له جګړې، د جګړې په بهیر کې او دغه راز له جګړې وروسته، د بریټانیې حکومت جبري فلسطین ته د یهودیانو کډوالي محدوده کړه، ترڅو د فلسطیني عربانو د منفي غبرګون مخنیوی وکړي. په دې توګه د ۱۹۴۱ ز کال په اوړي کې چیم ویزمن Chaim Weizmann داسې اټکل وکړ، چې د یهودیانو پر کډوالۍ باندې د بریټانیې له خوا بندیز به د جګړې له پای ته ورسېدو وروسته، یوازې دوه لسیزې وخت ونیسي، تر څو چې ۱.۵ میلیونه یهودیان له اروپا نه د پټې کډوالۍ له لارې فلسطین ته لاړ شي. ډیویډ بین ګوریون په اصل کې په دې باور و، چې په لسو کلونو کې ۳ میلیونه وګړي راتلای شي. د فلسطین په هکله لږ تر لږه یوه لیکوال بحث کړی، کله چې جګړه پیل شوې وه - د هغو یهودیانو له کوچني اقلیت پرته چې د نازیانو له خوا وژل شوي وو نور څه یې نه شو ژغورلای.[۵]
د بریټانیې حکومت د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هیوادونو سره، د ۱۹۴۲ ز کال په پیل کې د پولنډ له جلاوطني حکومت نه د اروپایي یهودیانو د له منځه وړلو په تړاو د نازیانو د هڅو په هکله معتبر شواهد ترلاسه کړل. دا راپور «د المان تر اشغال لاندې پولنډ کې د یهودیانو عام وژنه» تر سرلیک لاندې د ګتویان یا یهودیانو د شرایطو او د هغوی د انحلال په هکله مفصل معلومات وړاندې کوي. سربیره پردې د بهرنیو چارو وزیر انتوني ایدن د پولنډ مقاومت لیږدونکي استازي یان کارسکي سره ولیدل، چې د ځمکې لاندې یهودي ځواکونو په وسیله د ورشو یهودي میشته سیمې ته قاچاق شوي وو، همدارنګه د بلجیم په ترانزیتي کمپ کې د یو استونیایي ساتونکي په توګه راڅرګند شو او د یهودیانو پر وړاندې د نازیانو د ظلمونو په هکله یې د عیني شاهدانو دقیق او کره راپورونه وړاندې کړه.[۶][۷][۸]
د تحمیلولو دا هڅې د دې لامل شوې، چې د ۱۹۴۲ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو د غړو په وسیله داسې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه، چې د نازیانو په وسیله اشغال شوي پولنډ کې د یهودیانو ډله ییزه وژنه یې روښانه او وغندله. دا اعلامیه د بریټانیې په ولسي جرګه کې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر انتوني ایدن په وسیله د هغه په وینا کې ولوستل شوه او د نیویارک تایمز او نورو ډیرو ورځپاڼو په لومړي مخ کې خپره شوه. د بي بي سي راډیو د جګړې په لړ کې د وروستۍ حل لارې په هکله دوه خپرونې خپرې کړې: لومړۍ خپرونه یې د ۱۹۴۲ ز کال د ډسمبر په ۱۷مه نېټه د سهار په ۹ بجو د ملګرو ملتونو د ګډې اعلامیې په هکله وه، چې د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر ادوارد راچینسکي په وسیله ولوستل شوه او دویمه خپرونه یې د ۱۹۴۳ ز کال په می میاشت کې د ژان کارسکي عیني شاهد، د یهودیانو د ډله ییزو اعدامونو په هکله خپره شوه، چې یاد راپور د ارتور کویستلر په وسیله لوستل شوی دی. په دې توګه سیاسي بیانات او عام راپورونه ورکول د بریټانوي حکومت له خوا له نظامي اقدام سره تعقیب نه شوو – داسې له نظره غورځونه چې د ډېرو مهمو تاریخي بحثونو سرچینه وه.[۹][۱۰]
متحده ایالات
[سمول]په پیل کې امریکا د اړمنو یهودي کډوالو له منلو انکار وکړ. خو د ۱۹۳۳ او ۱۹۴۵ ز کلونو تر منځ متحده ایالاتو شاوخوا ۱۳۲۰۰۰ یهودي کډوال یعنې تر نورو هېوادو یې ډېر کډوال ومنل. تر دې د لا ډېرو کډوالو د نه منلو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.[۱۱][۱۲]
په واشنګټن کې ولسمشر روزولېت، چې د یهودي برخې د ارزښت او اهمیت په برخه کې ډېر حساس و، له یو شمېر یهودي مشرانو سره یې مشوره وکړه. ده د یهود دښمنۍ له ډاره د هغوئ په مشورو چې ویل یې باید پر هولوکاسټ باندې ټینګار ونه کړي، عمل وکړ، تاریخ لیکونکي استدلال کوي چې له پیرل هاربر نه وروسته:
روزولېت او د هغه نظامي او دیپلوماتیکو سلاکارانو هڅه کوله، تر څو ملت متحد کړي او د یهودیانو لپاره د جګړې رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه د نازیانو د پروپاګند مخه ونیسي. هغوی هیڅ ډول احتمالي وېشونکي نوښتونه یا د دوی له فعالیتونو نه هیڅ ډول انحراف د جګړې د ژر تر ژره ګټلو لپاره نه شو زغملای... روزولېت او د هغه سلاکاران په دې باور و، چې د جګړې په ډګر کې د بریا ترلاسه کول، د اروپا د پاتې شویو یهودیانو د ژغورنې یوازینۍ ډاډمنه لاره ده. [۱۳]
شوروی اتحاد
[سمول]پر شوروي اتحاد یرغل وشو او تر یو حده پورې د محور ځواکونو په وسیله اشغال شو. نږدې ۳۰۰۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰۰۰ شوروي یهودیانو د جګړې په وخت کې له روسي ځواکونو سره خدمت کاوه. د یهودانو د فاشیست ضد کمیټه چې په ۱۹۴۱ ز کال کې جوړه شوه، تر ډېره د شوروي د جګړې په تبلیغاتو کې ډېره فعاله وه؛ خو د شک په سترګه ورته کتل کېده. د شوروي مطبوعات او رسنۍ، چې په کلکه سانسور شوې وې، تر ډېره به یې په قصدي توګه د هلوکاست یا د یهودیت ضد ځانګړې انګیزه پټوله. [۱۴][۱۵]
په جلاوطنۍ کې متحد حکومتونه
[سمول]پولنډ
[سمول]نازیانو د المان په اشغال شوي پولنډ کې خپل د مګر کمپونه یا پایګاوې جوړې کړې، چې یهودي نفوس یې ۳.۳ میلیونه تنه وو. له ۱۹۴۱ ز کال نه وروسته، په لندن کې د پولنډ جلا وطنی حکومت د نازیانو د بېلابېلو جنایتونو د افشا کولو په برخه کې ډېر اساسي رول ولوباوه، چې متحدینو ته یې د اروپایي یهودیانو د روان هولوکاسټ په هکله ځینې لومړني او خورا دقیق راپورونه چمتو او ورکړل. دا راپورونه د «المان له خوا اشغال شوي پولنډ کې د یهودیانو عام وژنه» تر سرلیک لاندې و، چې د یهودیانو د شرایطو او د هغوی د تخریب او انحلال په هکله مفصل معلومات په کې وړاندې شوي وو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Morse 1968; Power 2002; Wyman 1984.
- ↑ Rubinstein 1997.
- ↑ Kitchens 1994.
- ↑ US Holocaust Museum Holocaust Encyclopedia: "Refugees" and "German Jewish Refugees 1933-1939"
- ↑ Segev 2000, p. 461.
- ↑ File:The Mass Extermination of Jews in German Occupied.pdf
- ↑ Karski, Jan Story of a Secret State, 2013 Georgetown University Press http://press.georgetown.edu/book/georgetown/story-secret-state
- ↑ Nigel Jones (4 May 2011). "Story of a Secret State by Jan Karski: review". The daily telegraph. Karski reached London where he had an interview with the foreign secretary Anthony Eden, the first of many top officials to effectively ignore his account of the Nazis' systematic effort to exterminate European Jewry. The very enormity of Karski's report paradoxically worked against him being believed, and paralysed any action against the killings. Logistically unable to reach Poland, preoccupied with fighting the war on many fronts, and unwilling to believe even the Nazis capable of such bestiality, the Allies put the Holocaust on the back burner. When Karski took his tale across the Atlantic, the story was the same. President Roosevelt heard him out, then asked about the condition of horses in Poland."
- ↑ "11 Allies Condemn Nazi War on Jews". The New York Times. December 18, 1942. نه اخيستل شوی February 3, 2012.
- ↑ Karski, Jan Story of a Secret State: My Report to the World, Penguin Classics, 2nd edition (2011) Appendix p.3 http://press.georgetown.edu/book/georgetown/story-secret-state
- ↑ "Immigration Policy in World War II | Gilder Lehrman Institute of American History". www.gilderlehrman.org. نه اخيستل شوی 21 January 2021.
- ↑ "How Many Refugees Came to the United States from 1933-1945? - Americans and the Holocaust - United States Holocaust Memorial Museum". exhibitions.ushmm.org (په انګليسي).
- ↑ Richard Breitman and Allan J. Lichtman, FDR and the Jews (2013) p. 318–319. The authors also argue: "Roosevelt played no apparent role in the decision not to bomb Auschwitz. Even if the matter had reached his desk, however, he would not likely have contravened his military. Every major American Jewish leader and organization that he respected remained silent on the matter, as did all influential members of Congress and opinion-makers in the mainstream media." p. 321.
- ↑ Berkhoff, Karel C. (2009). ""Total Annihilation of the Jewish Population": The Holocaust in the Soviet Media, 1941-45". Kritika: Explorations in Russian and Eurasian History. 10 (1): 61–105. doi:10.1353/kri.0.0080. S2CID 159464815.
- ↑ Altshuler, Mordechai (2014). "Jewish Combatants in the Red Army Confront the Holocaust". In Murav, Harriet; Estraikh, Gennady (eds.). Soviet Jews in World War II. Boston: Academic Studies Press. p. 16. ISBN 9781618119261.
- ↑ "The role of the Polish government-in-exile / Informing the world / History / Auschwitz-Birkenau". auschwitz.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2018-06-14.
- ↑ Krzysztof Kania, Edward Raczynski, 1891-1993, Dyplomata i Polityk (Edward Raczynski, 1891-1993, Diplomat and Politician), Wydawnictwo Neriton, Warszawa, 2014, p. 232
- ↑ Martin Gilbert, Auschwitz and the Allies, 1981 (Pimlico edition, p.101) "On December 10, the Polish Ambassador in London, Edward Raczynski sent Eden an extremely detailed twenty-one point summary of all the most recent information regarding the killing of Jews in Poland; confirmation, he wrote, "that the German authorities aim with systematic deliberation at the total extermination of the Jewish population of Poland" as well as of the "many thousands of Jews" whom the Germans had deported to Poland from western and Central Europe, and from the German Reich itself."
- ↑ Engel (2014)
- ↑ The Mass Extermination of the Jews in German Occupied Poland
- ↑ The meeting with Roosevelt occurred in the Oval Office on 28 July 1943 "Algemeiner 07/17/2013". Algemeiner.com. 2013-07-17. Retrieved 2014-03-04.
- ↑ Claude Lanzmann (4 May 2011). "U.S Holocaust memorial Museum, Claude Lanzmann Interview with Jan Karski". Steven Spielberg Film and Video Archive. Karski first told Roosevelt that the Polish nation was depending on him to deliver them from the Germans. Karski said to Roosevelt, "All hope, Mr. President, has been placed by the Polish nation in the hands of Franklin Delano Roosevelt. Karski says that he told President Roosevelt about Belzec and the desperate situation of the Jews. Roosevelt concentrated his questions and remarks entirely on Poland and did not ask one question about the Jews ". Watch the video, or see the full transcript