د هولوسين انقراض

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هولوسين انقراض یا نشت کېدنه چې شپږمه ستره نشت کېدنه یا انتروپوسین نشت کېدنه هم بلل کېږي، د اوسني هولوسين تاریخي پړاو (چې ډېر وروستي وختونه یې کله کله انتروپوسین بلل کېږي) په اوږدو کې د انساني فعالیتونو له امله د نوعو (د ژویو ډولونو) د له منځه تلنې یوه استمراري پېښه ده. تر اوسه پورې د باکټریاوو، فنجیو، بوټو او حیواناتو لکه؛ تي لرونکيو حیواناتو، مرغانو، خزنده ګانو، دوه ژوندْيو (ذو حیاتینو)، کبانو او نورو ډېرو بې ملا تیرو (غېر فقاریه) حیواناتو په ګډون د زیات شمېر ژوو کورنۍ نشت شوې دي. د ژوند د ډېرو نوعو لرونکو چاپېریالونو لکه؛ مرجاني صخرو او اورښتي ځنګلونو همدارنګه نورو ډېرو سیمو د خورا ډېر زیان سره سره د نوموړو نشت کېدنو په اړه ډېر ثبت شوي اسناد په لاس کې نشته، ځکه چې یاد نشت شوي ژوي د نشت کېدنې پر مهال نا-څرګند وو یا یې چا د نشت کېدنې په اړه تر اوسه معلومات نه دي موندلي. د نوعو د نشت کېدنې اوسنی میزان (نرخ) د مخکنۍ طبيعي نشت کېدنې له نرخ څخه له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ځله لوړ اټکل شوی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۳]

لوی ځمکني حیوانات چې د میګافونا په نامه شهرت لري د هولوسين په نشت کېدنه کې له منځه تللي دي، یاده نشت کېدنه د وروستي کنګليز پړاو له پای ته رسېدو څخه را پیل شوې ده. د افریقا له لویې وچې څخه د باندې میګافونان چې، د انسانو ترڅنګ ېې تکامل ونشوی کړای، د نوي ښکار (د ژويو یا ارګانیزمونو دوه اړخیز عمل ته ویل کېږي، چې يو ښکار کوونکی ژوی په بل ژوي برید کوي او خوري یې) د ښکارندې (پدیدې) په وړاندې ډېر حساس ثابت شول او په ځمکه کې د لومړنیو انسانانو د خورېدو او ښکار له پیل کولو څخه وروسته ډېر ژر نشت یا منقرض شول؛ همدارنګه ډېرې افریقایي نوعې په هولوسين کې له منځه لاړې خو - د ځینو استثناوو له امله - د نوموړې لویې وچې ميګافونانو ته تر څو سوه کاله مخکې پورې زیان نه و رسېدلی. نوموړې نشت کېدنه چې د پلیستوسین-هولوسين پولې ته نږدې پېښه شوې ده، ځینې وختونه د نشت کېدنې کواټرنري پېښه هم بلل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶]

ډېره مشهوره نظریه دا ده چې، د انسانانو په واسطه د نوعو ښکار موجوده کړکېچنو حالاتو ته نور هم شدت  وروباښه، ځکه چې نشت کېدنه د انسانانو د راڅرګندېدو سره په یو مهال کې پېښه شوه. که څه هم چې، د انسانانو د ښکار له امله د نوعو د کمښت د کچې په اړه د نظرونو اختلاف شته، د نفوسو یوه اندازه کمښت په مستقیمه توګه د انسانو د فعالیتونو سره تړلی دی، لکه د نيوزيلنډ او هاوایي د نشت کېدنې پېښې. د انسانانو سربېره، د هوا بدلون هم ښایي د میګافونانو په نشت کېدنه کې مهم فکتور وي،  په ځانګړې توګه د پلیستوسین په پای کې.

په ایکولوژیکه توګه، انسان یو بې ساري "تر ټولو ستر نړیوال ښکاري" ګڼل کېږي، چې په دایمي توګه د نورو سترو ښکاري حیواناتو ښکار کوي او په نړیواله کچه د خوړو ځنځیر (food webs) اغېزمنوي. په هره لویه وچه او سمندرونو کې ډېرې نوعې نشت شوې دي، چې ډېرې مشهورې بېلګې یې د افریقا، اسیا، استرالیا، شمالي او سوېلي امریکا او د نورو کوچنیو جزیرو په حدودو کې موندلی شو. په کلي توګه، د هولوسين نشت کېدنې ته په چاپېریال باندې د انسان د اغېزو سره تړاو ورکولای شو. د هولوسين نشت کېدنه په ۲۱مه زېږدیزه پېړۍ کې هم روانه ده، چې د انساني نفوس ډېرښت، د وګړي په سر د مصرف زياتېدنه او د غوښې تولید د دغې سترې نشت کېدنې لومړني عوامل دي، او د ځنګلونو وهل، ډېره کب نیونه، د سمندرونو تېزابي کېدل، د نمناکو ځمکو ویجاړونه او د زوحیاتینو د نفوس کمښت د استوګنې د تنوع د له منځه تلنې یو څو لوی مثالونه دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۴][۳۰]

مخینه[سمول]

سترې نشت کېدنې د وخت په یو لنډ[څومره] جیولوژيکي پړاو کې لږ تر لږه د نوعو د ۷۵‌‍ سلنې د له منځه تلنې په واسطه تشخیصېږي. د هولوسين نشت کېدنه 'شپږمه ستره نشت کېدنه' هم بلل کېږي ځکه چې، د اوردویشېن ـــ سیلورین نشت کېدنې پېښو،  وروستۍ ډوینین نشت کېدنې، پرمیان ـــ ټریاسیک نشت کېدنې پېښې، ټریاسیک ـــ جوراسیک نشت کېدنې پېښې، کریټېسیوس ـــ پلاګوین نشت کېدنې پېښې، څخه وروسته ښایي د نشت کېدنې شپږمه لویه پېښه وي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

اوسنی جیولوژیکي پړاو هولوسين بلل کېږي.

عمومي کتنه[سمول]

د هولوسين، یا انتروپوجنیک (له بشر څخه منشاء اخیستونکې) نشت کېدنې د پیل او د کواټرنري نشت کېدنې، چې د اقليمي بدلونونو په پایله کې په کې وروستی کنګلیز پړاو پايته ورسېد، د پای د وختونو په اړه یا دا چې نوموړې دواړه پېښې (پړاوونه) بېخي سره بیلې وګڼل شي، پوهان یوه خوله نه دي. د هولوسين نشت کېدنې علت تر ډېره بشري فعالیتونه دي. ځینې پوهان په دې نظر دي چې، ښایي بشر موجبه نشت کېدنې له ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰۰ کلونه پخوا هغه وخت نه چې اوسني یا معاصر انسانان له افریقا څخه نورو سیمو ته خپاره شول، پیل شوې وي؛ نوموړی نظر اسټرالیا، نيوزيلنډ او مادغاسکر ته د انسانانو د لېږدېدنې وروسته په چټکۍ سره د میګافونانو له منځه تلنې، نور هم غښتلی کوي. په ډېرو حالاتو کې، ان لږ فشار هم د یوې سیمې په ځانګړې توګه په جغرافیوی توګه بېلې هغې د ژویو د له منځه وړنې لپاره بسنه کوي. ډېر بوټي یوازې د نشت کېدنې په ډېرو وروستيو برخو کې له منځه تللي دي.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د نشت کېدنې میزان[سمول]

د نوعو د نشت کېدنې معاصر نرخ د نشت کېدنې له مخکني نرخ (د انسانانو له دخالت وړاندې د نشت کېدنې معیاري نرخ) څخه له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ځله زیات اټکل شوی دی، د نشت کېدنې تاریخي عادي نرخ (د ځمکې د سیارې د طبيعي تکامل له نقطه نظر څخه) همدارنګه د ځمکې په تاریخ کې د اوسنۍ نشت کېدنې نرخ له هرې مخکنۍ لوېې نشت کېدنې له نرخ څخه له ۱۰ څخه تر ۱۰۰۰ ځلو پورې لوړ دی. د یوه ساینس پوه د اټکل له مخې د نشت کېدنې اوسنی نرخ ښایي له مخکني نرخ څخه ۱۰۰۰۰ ځله لوړ وي خو ډېری ساینس پوهان د نوموړي له حده ډېر اټکل خلاف، د نشت کېدنې ډېر ټیټ نرخ وړاندیز کوي. د نظري چاپېریال پوه سټيوارټ پیم په وینا، د نباتاتو لپاره د نشت کېدنې نرخ له عادي حالت څخه ۱۰۰ ځله لوړ دی.[۱۰][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

ځینو ادعا کړې ده چې د اوسنۍ نشت کېدنې سطح د تېرو پنځو هغې ته لا نه ده رسېدلې او دا چې، دا مقایسه د لومړنيو پنځو نشت کېدنو جديت را کموي. جان بریګسن استدلال کوي چې، د نشت کېدنې د حقیقي نرخ د معلومولو لپاره کافي ابتدايي معلومات (Data) په لاس کې نشته او زیاتوي چې د اوسنیو نوعو د نشت کېدنې اټکلونه یو له بله سره خورا زیات توپیر لري، چې د انسانانو د فعالیت په نتیجه کې په کال کې له ۱.۵ څخه تر ۴۰۰۰۰ پورې نوعې نشت کېږي. په ۲۰۱۱ز کال کې د بېرنوسکای (Barnosky) او نورو څېړنې او په ۲۰۱۵ز کال کې د هول او نورو څېړنې ښيي چې، په مخکنیو نشت کېدنو کې، د نشت کېدنې حقیقي نرخ معلوم نه دی، ځکه چې یوازې لږ ژوي فوسیلي پاتې شوني پریږدي او د فوسیلي قشر زماني تجزیه (temporal resolution) له هغه وخت څخه چې نشت کېدنه په کې پېښه شوې ده، زیاته ده. په هر ترتيب، نوموړي ټول ليکوالان په دې متفق دي چې، د استوګنې د تنوع بحران د نفوسو د کمښت سره ډېرې نوعې اغېزمنې کړې دي او دا چې په راتلونکي کې د انسان موجبه سترې نشت کېدنې پېښې د خطر احتمال شته دی. د بېرنوسکای او نورو د ۲۰۱۱ز کال څېړنې ښيي چې "د فوسیلي یادښتونو د نشت کېدنو د پېښو له نرخ څخه د اوسنی نشت کېدنې نرخ لوړ دی" او زیاتوي چې په چاپېريالي ژوند بشري فشارونه، د هوا بدلون د ژویو د چاپېریال وېش، د هوا ککړتیا، ډېره کب نيونه، ډېر ښکار، یرغل کوونکې نوعې او د بشر مخ پر ودې حياتي کتله (biomass) ښایي د مخنیوي د کافي هڅو په نشتون کې د نشت کېدنې نرخ نور هم شدید او ګړندی کړي.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

د ژوند راتلونکی په نوم (په ۲۰۰۲ز کال کې چاپ شوي کتاب) کې، د هاروارډ پوهنتون سره تړاو لرونکي ايډوارډ اوسبورن محاسبه کړې چې، د انسانانو په واسطه د بایوسفیر د وېجاړونې د اوسني نرخ په ادامې سره به تر ۲۱۰۰ز کال پورې په ځمکه د ژوند د لوړې بڼې (له انسانانو او یو حجره لرونکو ژویو پرته ټول حیوانات او نباتات) نیمایي له منځه لاړ شي. په ۱۹۸۸ز کال کې د امریکا د طبیعي تاریخ د  موزیم (American Museum of Natural History) لخوا په یوه ترسره شوې سروې کې ۷۰ سلنه بیولوژي پوهانو په انتروپوجنیک (بشر موجبه) نشت کېدنې پېښې اعتراف کړی و. په ۲۰۱۵ز کال کې د هاوايي ټاپوګانو د حلزونونو نشت کېدنې په پاتې شونو باندې دوه ترسره شوو څېړنو ښودلې ده چې، ښایي تر اوسه په ځمکه باندې ۷ سلنه نوعې له منځه تللې وي.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

سرچينې[سمول]

  1. Wagler, Ron (2011). "The Anthropocene Mass Extinction: An Emerging Curriculum Theme for Science Educators". The American Biology Teacher. 73 (2): 78–83. doi:10.1525/abt.2011.73.2.5. S2CID 86352610. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. (په January 11, 2022 باندې). What to expect from the world's sixth mass extinction. Deutsche Welle.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice" (PDF). BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. Moreover, we have unleashed a mass extinction event, the sixth in roughly 540 million years, wherein many current life forms could be annihilated or at least committed to extinction by the end of this century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Ceballos, Gerardo; Ehrlich, Paul R. (8 June 2018). "The misunderstood sixth mass extinction". Science. 360 (6393): 1080–1081. Bibcode:2018Sci...360.1080C. doi:10.1126/science.aau0191. OCLC 7673137938. PMID 29880679. S2CID 46984172. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Dirzo, Rodolfo; Young, Hillary S.; Galetti, Mauro; Ceballos, Gerardo; Isaac, Nick J. B.; Collen, Ben (2014). "Defaunation in the Anthropocene" (PDF). Science. 345 (6195): 401–406. Bibcode:2014Sci...345..401D. doi:10.1126/science.1251817. PMID 25061202. S2CID 206555761. In the past 500 years, humans have triggered a wave of extinction, threat, and local population declines that may be comparable in both rate and magnitude with the five previous mass extinctions of Earth’s history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Cowie, Robert H.; Bouchet, Philippe; Fontaine, Benoît (2022). "The Sixth Mass Extinction: fact, fiction or speculation?". Biological Reviews. 97 (2): 640–663. doi:10.1111/brv.12816. PMID 35014169 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 245889833 Check |s2cid= value (لارښود). Our review lays out arguments clearly demonstrating that there is a biodiversity crisis, quite probably the start of the Sixth Mass Extinction. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. (په June 11, 2019 باندې). Almost 600 plant species have become extinct in the last 250 years. CNN.
  8. (په September 30, 2020 باندې). Around 40% of the world's plant species are threatened with extinction. CNN.
  9. (په August 31, 2021 باندې). Up to half of world's wild tree species could be at risk of extinction. The Guardian.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Pimm, Stuart L.; Russell, Gareth J.; Gittleman, John L.; Brooks, Thomas M. (1995). "The Future of Biodiversity". Science. 269 (5222): 347–350. Bibcode:1995Sci...269..347P. doi:10.1126/science.269.5222.347. PMID 17841251. S2CID 35154695. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱
  13. [۴][۱۰][۱۱][۱۲]
  14. "Without humans, the whole world could look like Serengeti". EurekAlert!. د لاسرسي‌نېټه August 16, 2020. The existence of Africa's many species of mammals is thus not due to an optimal climate and environment, but rather because it is the only place where they have not yet been eradicated by humans. The underlying reason includes evolutionary adaptation of large mammals to humans as well as greater pest pressure on human populations in long-inhabited Africa in the past. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Faurby, Søren; Svenning, Jens-Christian (2015). "Historic and prehistoric human‐driven extinctions have reshaped global mammal diversity patterns". Diversity and Distributions. 21 (10): 1155–1166. doi:10.1111/ddi.12369. hdl:10261/123512. S2CID 196689979. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Darimont, Chris T.; Fox, Caroline H.; Bryan, Heather M.; Reimchen, Thomas E. (21 August 2015). "The unique ecology of human predators". Science. 349 (6250): 858–860. Bibcode:2015Sci...349..858D. doi:10.1126/science.aac4249. ISSN 0036-8075. PMID 26293961. S2CID 4985359. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. (په December 11, 2021 باندې). Wetlands point to extinction problems beyond climate change. The Hill.
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice" (PDF). BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. Moreover, we have unleashed a mass extinction event, the sixth in roughly 540 million years, wherein many current life forms could be annihilated or at least committed to extinction by the end of this century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. (په March 29, 2019 باندې). Population explosion fuelling rapid reduction of wildlife on African savannah, study shows. The Independent.
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. [۱۲][۲۱][۲۲][۲۳]
  24. (په February 3, 2021 باندې). Plant-based diets crucial to saving global wildlife, says report. The Guardian.
  25. Boscardin, Livia (12 July 2016). "Greenwashing the Animal-Industrial Complex: Sustainable Intensification and Happy Meat". 3rd ISA Forum of Sociology, Vienna, Austria. ISAConf.confex.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  26. [۳][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
  27. Barnosky, Anthony D.; Matzke, Nicholas; Tomiya, Susumu; Wogan, Guinevere O. U.; Swartz, Brian; Quental, Tiago B.; Marshall, Charles; McGuire, Jenny L.; Lindsey, Emily L.; Maguire, Kaitlin C.; Mersey, Ben; Ferrer, Elizabeth A. (3 March 2011). "Has the Earth's sixth mass extinction already arrived?". Nature. 471 (7336): 51–57. Bibcode:2011Natur.471...51B. doi:10.1038/nature09678. PMID 21368823. S2CID 4424650. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  28. Wilson, Edward O. (2003). The Future of life (چاپ 1st Vintage Books). New York: Vintage Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780679768111. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  29. Williams, Mark; Zalasiewicz, Jan; Haff, P. K.; Schwägerl, Christian; Barnosky, Anthony D.; Ellis, Erle C. (2015). "The Anthropocene Biosphere". The Anthropocene Review. 2 (3): 196–219. doi:10.1177/2053019615591020. S2CID 7771527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  30. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice" (PDF). BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۲۲. Moreover, we have unleashed a mass extinction event, the sixth in roughly 540 million years, wherein many current life forms could be annihilated or at least committed to extinction by the end of this century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  31. Dirzo, Rodolfo; Young, Hillary S.; Galetti, Mauro; Ceballos, Gerardo; Isaac, Nick J. B.; Collen, Ben (2014). "Defaunation in the Anthropocene" (PDF). Science. 345 (6195): 401–406. Bibcode:2014Sci...345..401D. doi:10.1126/science.1251817. PMID 25061202. S2CID 206555761. In the past 500 years, humans have triggered a wave of extinction, threat, and local population declines that may be comparable in both rate and magnitude with the five previous mass extinctions of Earth’s history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  32. Kolbert, Elizabeth (2014). The Sixth Extinction: An Unnatural History. New York City: Henry Holt and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0805092998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  33. Doughty, C. E.; Wolf, A.; Field, C. B. (2010). "Biophysical feedbacks between the Pleistocene megafauna extinction and climate: The first human‐induced global warming?". Geophysical Research Letters. 37 (15): n/a. Bibcode:2010GeoRL..3715703D. doi:10.1029/2010GL043985. S2CID 54849882. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  34. Grayson, Donald K.; Meltzer, David J. (December 2012). "Clovis Hunting and Large Mammal Extinction: A Critical Review of the Evidence". Journal of World Prehistory. 16 (4): 313–359. doi:10.1023/A:1022912030020. S2CID 162794300. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  35. Dirzo, Rodolfo; Young, Hillary S.; Galetti, Mauro; Ceballos, Gerardo; Isaac, Nick J. B.; Collen, Ben (2014). "Defaunation in the Anthropocene" (PDF). Science. 345 (6195): 401–406. Bibcode:2014Sci...345..401D. doi:10.1126/science.1251817. PMID 25061202. S2CID 206555761. In the past 500 years, humans have triggered a wave of extinction, threat, and local population declines that may be comparable in both rate and magnitude with the five previous mass extinctions of Earth’s history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  36. Williams, Mark; Zalasiewicz, Jan; Haff, P. K.; Schwägerl, Christian; Barnosky, Anthony D.; Ellis, Erle C. (2015). "The Anthropocene Biosphere". The Anthropocene Review. 2 (3): 196–219. doi:10.1177/2053019615591020. S2CID 7771527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  37. Vignieri, S. (25 July 2014). "Vanishing fauna (Special issue)". Science. 345 (6195): 392–412. Bibcode:2014Sci...345..392V. doi:10.1126/science.345.6195.392. PMID 25061199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  38. Kolbert, Elizabeth (2014). The Sixth Extinction: An Unnatural History. New York City: Henry Holt and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0805092998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  39. Perry, George L. W.; Wheeler, Andrew B.; Wood, Jamie R.; Wilmshurst, Janet M. (2014-12-01). "A high-precision chronology for the rapid extinction of New Zealand moa (Aves, Dinornithiformes)". Quaternary Science Reviews. 105: 126–135. Bibcode:2014QSRv..105..126P. doi:10.1016/j.quascirev.2014.09.025. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  40. Crowley, Brooke E. (2010-09-01). "A refined chronology of prehistoric Madagascar and the demise of the megafauna". Quaternary Science Reviews. 29 (19–20): 2591–2603. Bibcode:2010QSRv...29.2591C. doi:10.1016/j.quascirev.2010.06.030. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  41. Li, Sophia (2012-09-20). "Has Plant Life Reached Its Limits?". Green Blog. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  42. Lawton, J. H.; May, R. M. (1995). "Extinction Rates". Journal of Evolutionary Biology. 9: 124–126. doi:10.1046/j.1420-9101.1996.t01-1-9010124.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  43. De Vos, Jurriaan M.; Joppa, Lucas N.; Gittleman, John L.; Stephens, Patrick R.; Pimm, Stuart L. (August 26, 2014). "Estimating the normal background rate of species extinction" (PDF). Conservation Biology. 29 (2): 452–462. doi:10.1111/cobi.12380. PMID 25159086. S2CID 19121609. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  44. . Has Plant Life Reached Its Limits?.
  45. Lawton, J. H.; May, R. M. (1995). "Extinction Rates". Journal of Evolutionary Biology. 9 (1): 124–126. doi:10.1046/j.1420-9101.1996.t01-1-9010124.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  46. (په April 8, 2019 باندې). So many animals are going extinct that it could take Earth 10 million years to recover. Business Insider.
  47. Brannen, Peter (13 June 2017). "Earth Is Not in the Midst of a Sixth Mass Extinction". The Atlantic. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. Many of those making facile comparisons between the current situation and past mass extinctions don’t have a clue about the difference in the nature of the data, much less how truly awful the mass extinctions recorded in the marine fossil record actually were. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  48. Briggs, John C. (12 May 2017). "Emergence of a sixth mass extinction?". Biological Journal of the Linnean Society. 122 (2): 243–248. doi:10.1093/biolinnean/blx063. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  49. Barnosky, Anthony D.; Matzke, Nicholas; Tomiya, Susumu; Wogan, Guinevere O. U.; Swartz, Brian; Quental, Tiago B.; Marshall, Charles; McGuire, Jenny L.; Lindsey, Emily L.; Maguire, Kaitlin C.; Mersey, Ben; Ferrer, Elizabeth A. (3 March 2011). "Has the Earth's sixth mass extinction already arrived?". Nature. 471 (7336): 51–57. Bibcode:2011Natur.471...51B. doi:10.1038/nature09678. PMID 21368823. S2CID 4424650. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  50. Hull, Pincelli M.; Darroch, Simon A. F.; Erwin, Douglas H. (17 December 2015). "Rarity in mass extinctions and the future of ecosystems". Nature. 528 (7582): 345–351. Bibcode:2015Natur.528..345H. doi:10.1038/nature16160. PMID 26672552. S2CID 4464936. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  51. "National Survey Reveals Biodiversity Crisis – Scientific Experts Believe We are in Midst of Fastest Mass Extinction in Earth's History". American Museum of Natural History Press Release. 1998. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  52. "Research shows catastrophic invertebrate extinction in Hawai'i and globally". Phys.org. 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  53. Régnier, Claire; Achaz, Guillaume; Lambert, Amaury; Cowie, Robert H.; Bouchet, Philippe; Fontaine, Benoît (23 June 2015). "Mass extinction in poorly known taxa". Proceedings of the National Academy of Sciences. 112 (25): 7761–7766. Bibcode:2015PNAS..112.7761R. doi:10.1073/pnas.1502350112. PMC 4485135. PMID 26056308. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  54. (په April 15, 2021 باندې). Just 3% of world's ecosystems remain intact, study suggests. The Guardian.
  55. Plumptre, Andrew J.; Baisero, Daniele; et al. (2021). "Where Might We Find Ecologically Intact Communities?". Frontiers in Forests and Global Change. 4. doi:10.3389/ffgc.2021.626635. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)