Jump to content

د هوش د ضریب میراثیتوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هوش د ضریب یا ای.کیو د میراثیتوب یا د ذکاوت د درجې د میراثیتوب په اړه څېړنې د خلکو په ذکاوت یا هوش کې پر پر هغو توپيرونو متمرکزې دي چې دلیل یې جینیټيکي بېلابېلوالی دی. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د دې موضوع په اړه څېړنې پیل شوې او د څېړنو له هماغه له پیل راهیسې په علمي ټولنه کې د ای.کیو د میراثیتوب په اړه د نظرونو پراخ اختلاف موجود دی. هوش یا ذکاوت په طبیعي محدوده کې یوه ګڼ‌جیني یا څو جیني ځانګړنه ده، په دې معنا چې تر یوه د ډېرو جینونو تر اغېز لاندې ده. د دې لپاره چې د خپلوۍ په لحاظ د نږدې اشخاصو د ذکاوت د درجې یا ای.کیو تر منځ ورته‌والی تشرېح شي، دقیقو څېړنو ته اړتیا لری. ځکه چې چاپېریالي عوامل ښايي له جنیټيکي عواملو سره تړاو ولري.[۱][۲][۳][۴][۵]

پر بالغو اشخاصو د غبرګونو لومړنیو څېړنو د ای.کیو میراثیتوب د ۵۷ او ۷۳ سلنې تر منځ ښودلی، په ځینو وروستیو څېړنو کې دغه سلنه تر ۸۰ پورې لوړه ښودل شوې ده. د ذکاوت درجه په ماشومانو کې له جنیټیک سره ډېر کمزوری تړاو لري او د ځوانۍ په وروستیو کې له جنیټیک سره پر قوي تړاو بدلېږي. د ای.کیو میراثیتوب د ماشوم د عمر له ډېرېدو سره ډېرېږي، د ۱۸ او ۲۰ کلنۍ تر منځ لوړې کچې ته رسېږي او تر زړبودۍ پورې په دې کچه کې پاتې کېږي. تر زیږون مخکې ناسم چاپېریال، خوارځواکي او ناروغۍ هغه پېژندل شوي لاملونه دي چې د ټول عمر لپاره ناوړه اغېزې لري.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

که څه هم د اشخاصو تر منځ د ای.کیو توپیرونه د لویې وراثتي برخې په توګه ښودل شوي دي، خو دا په دې معنا نه ده چې  په خلکو کې د ای.کیو توپیر جینیټيکي بنسټ لري. علمي اجماع دا ده چې جینيټيک د نژادي ډلو تر منځ د ای.کیو د ازموینې په فعالیت کې اوسط توپیر نه تشرېح کوي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

اټکلونه

[سمول]

بېلابېلو څېړنو اټکل کړی چې د ای.کیو میراثیتوب په متحدو ایالتونو کې په لویانو کې ۰.۷ او ۰.۸ او په ماشومانو کې ۰.۴۵ دی. مشخصه ده چې د میراثیتوب اټکل د افرادو د عمر له ډېرېدو سره ډېرېږي. په ماشومتوب کې د میراثیتوب اټکلونه تر ۰.۲ پورې ټیټ دي، د منځني عمر په ماشومتوب کې شاوخوا ۰.۴ او په لویوالي کې تر ۰.۸ پورې لوړ دي. مغز د پرمختګ یا ودې پر مهال له مورفولوژیکي بدلونونو سره مخ کېږي او څرګندوي چې په عمر پورې اړوند فزیکي بدلونونه په دې اغېزه کې مرسته کولی شي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د هوشي ضریب او جینیټيکي نږدېوالي د درجې تر منځ تړاو

[سمول]

د یوې ځانګړنې لپاره د جنيټيک او چاپېریال نسبي اغېز د هغو جنیټيکي اړیکو (بې تړاوه، وروڼه، خویندې، غبرګوني وروڼه، یا ورته غبرګوني) او چاپېریالي اړیکو (په یوه کورنۍ کې پالل شوي یا نه) د اندازو له لارې محاسبه کېدای شي چې له جینیټيکي پلوه د نږدې اشخاصو تر منځ موجودې وي. یو مېتود په جلا جلا ډول د پالل شویو ورته غبرګونو او هغه ورته‌والي په پام کې نیول دي چې د دغو غبرګونو جوړو تر منځ یې موجودیت له جینوټایپ سره تړاو ولري. د ارتباطي احصایو په برخه کې یې معنا دا ده چې که چېرې جینيټيک یوازې د ای.کیو په نمرو کې د توپیر لپاره حساب شي، په تیوریکي لحاظ به د مونوزایګوټیک غبرګونو تر منځ د ازموینې د نمرو اړیکه ۱.۰۰ وي؛ که چېرې ای.کیو یوازې د جینونو له‌خوا اغېزمنه شوې وي (یا که چېرې د مور او پلار په نسل کې د خاوند د ای.کیوګانو تر منځ مثبته اړیکه موجوده وي) نو د خور او ورور او د ډای زایګوټیک غبرګونو په اوسط ډول نیمایي ایلیلونه شریک دي او د دوی د نمرو اړیکه به ۰.۵۰ وي. د دغو اړیکو لوړه کچه د ازموینې د معتبروالي له‌خوا ورکول کېږي چې د عادي ای.کیو د ازموینې لپاره له ۰.۹۰ څخه تر ۰.۹۵ پورې ده.[۲۶]

که چېرې ای.کیو بیولوژیکي وراثت ولري، نو د هغو کسانو خپلوان باید تر عامو خلکو په پرتله لوړه ای.کیو ولري چې د ای.کیو کچه یې لوړه ده. په ۱۹۸۲ کال کې «بوچارډ» او «مک ګي» په ۱۱۱ هغو څېړنو کې تړاوونه وڅېړل چې په متحدو ایالتونو کې یې راپورونه ورکړل شوي وو. د مونوزایګوټیک غبرګونو تر منځ د ای.کیو د نمرو منځنۍ اړیکه ۰.۸۶ وه، د وروڼو تر منځ ۰.۴۷ وه، د ناسکه خویندو تر منځ ۰.۳۱ وه او د تره د زامنو تر منځ ۰.۱۵ وه.[۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Devlin, B.; Daniels, Michael; Roeder, Kathryn (1997). "The heritability of IQ". Nature. 388 (6641): 468–71. Bibcode:1997Natur.388..468D. doi:10.1038/41319. PMID 9242404. S2CID 4313884.
  2. Rose, Steven P R (June 2006). "Commentary: Heritability estimates—long past their sell-by date". International Journal of Epidemiology. 35 (3): 525–527. doi:10.1093/ije/dyl064. PMID 16645027.
  3. Alice Marcus. 2010. Human Genetics: An Overview. Alpha Science section 14.5
  4. Davies, G.; Tenesa, A.; Payton, A.; Yang, J.; Harris, S. E.; Liewald, D.; Deary, I. J. (2011). "Genome-wide association studies establish that human intelligence is highly heritable and polygenic". Molecular Psychiatry. 16 (10): 996–1005. doi:10.1038/mp.2011.85. PMC 3182557. PMID 21826061.
  5. Association, New Scientist staff and Press. "Found: more than 500 genes that are linked to intelligence". New Scientist. Archived from the original on 2019-12-13. نه اخيستل شوی 2018-11-29.
  6. Bouchard, Thomas J.; McGue, Matt (January 2003). "Genetic and environmental influences on human psychological differences". Journal of Neurobiology. 54 (1): 4–45. doi:10.1002/neu.10160. PMID 12486697.
  7. Bouchard, Thomas J. (7 August 2013). "The Wilson Effect: The Increase in Heritability of IQ With Age". Twin Research and Human Genetics. 16 (5): 923–930. doi:10.1017/thg.2013.54. PMID 23919982. S2CID 13747480.
  8. Eppig, C. (2010). "Parasite prevalence and the worldwide distribution of cognitive ability". Proceedings of the Royal Society of London B: Biological Sciences. 277 (1701): 3801–3808. doi:10.1098/rspb.2010.0973. PMC 2992705. PMID 20591860.
  9. Lutter, C. K.; Lutter, R. (2012). "Fetal and Early Childhood Undernutrition, Mortality, and Lifelong Health". Science. 337 (6101): 1495–1499. Bibcode:2012Sci...337.1495L. doi:10.1126/science.1224616. hdl:1903/24471. PMID 22997328. S2CID 45170027.
  10. Daniele, V. (2013). "The burden of disease and the IQ of nations". Learning and Individual Differences. 28: 109–118. doi:10.1016/j.lindif.2013.09.015.
  11. Visscher, Peter M.; Hill, William G.; Wray, Naomi R. (2008). "Heritability in the genomics era – concepts and misconceptions". Nature Reviews Genetics. 9 (4): 255–266. doi:10.1038/nrg2322. PMID 18319743. S2CID 690431.
  12. Mackenzie, Brian (1984). "Explaining race differences in IQ: The logic, the methodology, and the evidence". American Psychologist. 39 (11): 1214–1233. doi:10.1037/0003-066X.39.11.1214. Archived from the original on 2021-02-02. نه اخيستل شوی 2021-01-29.
  13. Nisbett, Richard E.; Aronson, Joshua; Blair, Clancy; Dickens, William; Flynn, James; Halpern, Diane F.; Turkheimer, Eric (2012). "Intelligence: New findings and theoretical developments". American Psychologist (په انګليسي). 67 (2): 130–159. doi:10.1037/a0026699. ISSN 1935-990X. PMID 22233090.
  14. Mitchell, Kevin (2 May 2018). "Why genetic IQ differences between 'races' are unlikely: The idea that intelligence can differ between populations has made headlines again, but the rules of evolution make it implausible". The Guardian. Archived from the original on 29 June 2020. نه اخيستل شوی 13 June 2020.
  15. Ceci, Stephen; Williams, Wendy M. (1 February 2009). "Should scientists study race and IQ? YES: The scientific truth must be pursued". Nature. 457 (7231): 788–789. doi:10.1038/457788a. PMID 19212385. S2CID 205044224. There is an emerging consensus about racial and gender equality in genetic determinants of intelligence; most researchers, including ourselves, agree that genes do not explain between-group differences.
  16. Panofsky, Aaron; Dasgupta, Kushan; Iturriaga, Nicole (28 September 2020). "How White nationalists mobilize genetics: From genetic ancestry and human biodiversity to counterscience and metapolitics". American Journal of Physical Anthropology. 175 (2): 387–398. doi:10.1002/ajpa.24150. PMID 32986847. [T]he claims that genetics defines racial groups and makes them different, that IQ and cultural differences among racial groups are caused by genes, and that racial inequalities within and between nations are the inevitable outcome of long evolutionary processes are neither new nor supported by science (either old or new).
  17. Hunt, Earl (2010). Human Intelligence. Cambridge University Press. p. 447. ISBN 978-0-521-70781-7.
  18. Mackintosh, N. J. (2011). IQ and human intelligence (2nd ed.). Oxford: Oxford University Press. pp. 334–338, 344. ISBN 978-0-19-958559-5. OCLC 669754008.
  19. Nisbett, Richard E.; Aronson, Joshua; Blair, Clancy; Dickens, William; Flynn, James; Halpern, Diane F.; Turkheimer, Eric (2012). "Group differences in IQ are best understood as environmental in origin" (PDF). American Psychologist. 67 (6): 503–504. doi:10.1037/a0029772. ISSN 0003-066X. PMID 22963427. Archived (PDF) from the original on 23 January 2015. نه اخيستل شوی 22 July 2013.
  20. Kaplan, Jonathan Michael (January 2015). "Race, IQ, and the search for statistical signals associated with so-called "X"-factors: environments, racism, and the "hereditarian hypothesis"". Biology & Philosophy (په انګليسي). 30 (1): 1–17. doi:10.1007/s10539-014-9428-0. ISSN 0169-3867. S2CID 85351431.
  21. Neisser, Ulric; Boodoo, Gwyneth; Bouchard, Thomas J., Jr.; Boykin, A. Wade; Brody, Nathan; Ceci, Stephen J.; Halpern, Diane F.; Loehlin, John C.; et al. (1996). "Intelligence: Knowns and unknowns". American Psychologist. 51 (2): 77–101. doi:10.1037/0003-066X.51.2.77.
  22. Plomin, R.; Pedersen, N. L.; Lichtenstein, P.; McClearn, G. E. (1994). "Variability and stability in cognitive abilities are largely genetic later in life". Behavior Genetics. 24 (3): 207–15. doi:10.1007/BF01067188. PMID 7945151. S2CID 6503298.
  23. Bouchard, Thomas J.; Lykken, David T.; McGue, Matthew; Segal, Nancy L.; Tellegen, Auke (1990). "Sources of Human Psychological Differences: The Minnesota Study of Twins Reared Apart". Science. 250 (4978): 223–8. Bibcode:1990Sci...250..223B. CiteSeerX 10.1.1.225.1769. doi:10.1126/science.2218526. PMID 2218526.
  24. Deary, Ian J.; Johnson, W.; Houlihan, L. M. (18 March 2009). "Genetic foundations of human intelligence" (PDF). Human Genetics. 126 (1): 215–232. doi:10.1007/s00439-009-0655-4. hdl:20.500.11820/c3e0a75b-dad6-4860-91c6-b242221af681. PMID 19294424. S2CID 4975607. Archived (PDF) from the original on 1 August 2020. نه اخيستل شوی 16 April 2020.
  25. Kirp, David L. (July 23, 2006). "After the Bell Curve". New York Times Magazine. Archived from the original on December 31, 2019. نه اخيستل شوی August 6, 2006.
  26. Jensen, Arthur (1998). The g Factor: The Science of Mental Ability. Westport, Connecticut: Praeger Publishersکينډۍ:Page needed
  27. Bouchard, Thomas J.; McGue, Matthew (1981). "Familial Studies of Intelligence: A Review". Science. 212 (4498): 1055–9. Bibcode:1981Sci...212.1055B. doi:10.1126/science.7195071. PMID 7195071.
  28. Plomin, Robert; Defries, J.C. (1980). "Genetics and intelligence: Recent data". Intelligence. 4: 15–24. doi:10.1016/0160-2896(80)90003-3.
  29. Kaufman, Alan S.; Lichtenberger, Elizabeth (2006). Assessing Adolescent and Adult Intelligence (3rd ed.). Hoboken (NJ): Wiley. ISBN 978-0-471-73553-3.کينډۍ:Page needed