Jump to content

د هوايي چلند تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هوايي چلند تاریخچه دوه زره کلنه ده چې د هوايي چلند له لومړنیو ډولونو، لکه: کاغذ پرانونو او له برج نه د ټوپ وهلو له هڅې نیولې د پیاوړو او درنو جټ الوتکو تر سوپرسونیک او هايپرسونیک الوتنو پورې پراخه ده.

د کاغذ پران الوزولو تاریخچه په چین کې تر میلاد څو سوه کاله وړاندې مهال ته ور ګرځي، چې له هغه ځایه ورو ورو نورې نړۍ ته خپره شوه. داسې انګېرل کېږي چې دا به د بشر په لاس د جوړو شویو الوتنو لومړنۍ بېلګه وي. په پنځلسمه پېړۍ کې د لیونارډو ډاوینچي د الوتنې هیله، په څو منطقي طرحو کې بیان شوه، خو علمي تکیه یې کمزورې وه.

په اتلسمه پېړۍ کې د هایدروجن ګاز کشف د هایدروجني بالون د اختراع لامل شو، دا هغه مهال و چې مونتګولفیر وروڼو د ګرمې هوا بالون بیاځلي کشف کړ او انساني الوتنې یې پیل کړې. د میخانیک په اړه بېلابېلې نظریې چې هماغه وخت د فزیک ‌پوهانو له‌خوا وړاندې شوې وې، په ځانګړې توګه د مایع ډينامیک او د نیوټن د حرکت قوانین، د اوسني ایروډینامیک د رامنځته کېدو لامل شوې. د بالونونو آزادې او تړلې الوتنې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د پوځي موخو لپاره کارېدل، وروسته بیا د انقلاب په جریان کې د فرانسې دولت د بالونونو شرکتونه جوړ کړل. [۱][۲]

د بې ماشینه الوتکو ازمېښتونو تر هوا د درندو الوتکو لپاره د الوتنې زمینه برابره کړه او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د موتور او ایروډينامیک په ټکنالوژۍ کې پرمختګونو د لومړي ځل لپاره په کنترول شوې او موتوري الوتکه کې الوتنه ممکنه کړه. لومړنۍ معاصره الوتکه، چې مشخصه لکۍ یې لرله، په ۱۹۰۹ ز کال کې جوړه شوه او له هغه وخت را وروسته، د الوتکې تاریخ د موتورونو په پراختیا سره لا ډېر پیاوړی شو.

د شلمې پېړۍ په پای کې د ډيجیټال الکترونیک را څرګندېدو د الوتنو په دقیقو وسایلو او «fly-by-wire یا د سیم په مرسته الوتنه» سیستمونو کې لوی پرمختګونه رامنځته کړل. په یووېشتمه پېړۍ کې په پراخه کچه بې پيلوټه ډرون الوتکې جوړې شوې، چې د پوځي، ملکي او تفرېحي کارونو لپاره کارول کېږي.

لومړنی پيل

[سمول]

له برج ټوب وهل

[سمول]

له لرغونې دورې را په دېخوا د داسې کسانو کیسې شته دي چې د الوتونکو په شان وزرونه، کلکې چپنې یا نور وسایل به یې په ځان پورې تړل او له برج نه یې د ټوپ وهلو په مرسته هڅه کوله چې والوزي. د Daedalus او Icarus یوناني افسانې تر ټولو لرغونې پېژندل شوې افسانې دي. نورې یې له لرغونې اسیا او د منځنیو پېړیو له اروپا سرچینه اخلي. په دې لومړۍ دوره کې، د پورته کولو موضوعات، تلپاتې والی او کنترول درک نه‌شول او ډېری هڅې پر زیانمنېدو یا مړینو پای ته ورسېدې. [۳][۴]

اندلسي ساینس ‌پوه عباس بن فرناس (۸۱۰-۸۸۷ ز) ادعا کړې وه چې د هسپانیا په قرطبه کې الوتلی یم، چې بدن مې د ټپوس په بڼکو پوښلی و او دوه وزرونه مې په خپلو څنګلو پورې نښلولي وو. د اوولسمې پېړۍ الجزایري تاریخ پوه احمد محمد المقاري وايي چې: فرناس تر ناستې وړاندې ډېر واټن وواهه چې د شاتنۍ برخې (لکۍ) نه لرلو له امله ټپي شو (داسې لکۍ، لکه الوتونکي یې چې د کېناستلو لپاره کاروي). په دوولسمه پېړۍ کې ویلیام مالمزبري ویلي وو چې: د یوولسمې پېړۍ د بندیکتین راهب «ایلمر مالمزبري» په خپلو پښو او لاسونو پورې وزرونه ونښلول او په لنډ واټن کې یې الوتنه وکړه، خو د ناستې پر مهال یې دواړې پښې ماتې شوې، ځکه د لکۍ جوړولو ته یې پام نه و. [۵][۶][۷]

په نورو پېړیو کې ډېرو نورو کسانو هم ښې مستندې الوتنې کړې دي. د ۱۸۱۱ ز کال په وروستیو کې «البرشټ بربلینګر» یوه اورنیتوپتر الوتکه [د الوتونکو په څېر د وزرونو په ښورولو سره یې الوتنه کوله] جوړه کړه او په ډانوب اولم کې یې الوتنه وکړه. [۸]

کاغذ پرانونه

[سمول]

کاغذ پرانونه ښايي د بشر په لاس د جوړې شوې الوتکې لومړنی ډول وي. ښایي چې دا به تر میلاد وړاندې په پنځمه پېړۍ کې په چین کې د موزي (موډي) او لوبان (ګونګشو بان) له‌خوا اختراع شوې وي. نورې طرحې تر ډېره له الوتونکو حشراتو، مرغانو او نورو رښتینو او افسانه‌يي الوتونکو ځناورو نه پیروي(تقلید) شوې دي. په ځینو کې د موسیقۍ د غږ رامنځته کولو لپاره د رباب په څېر تارونه او شپېلۍ نصب شوې وې. د لرغونې او منځنۍ دورې چینايي سرچینې بیانوي چې: کاغذ پرانونه د واټنونو د اندازه کولو، بادونو ازمویلو، انسانانو د پورته کولو، سېګنال ورکولو، اړیکو نیولو او پیغام لېږلو په برخه کې کارېدل.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

کاغذ پرانونه، له چین نه ټولې نړۍ ته خپاره شول. په هند کې تر پېژندل کېدو وروسته کاغذ پرانونه پر جنګي کاغذ پرانونو بدل شول چې د نورو کاغذ پرانونو د پرې کولو لپاره یو پرې کوونکی مزی لري.

انسان لېږدوونکي کاغذ پرانونه

[سمول]

داسې باورشته دی، چې په لرغوني چین کې په پراخه کچه انسان لېږدوونکي کاغذ پرانونه د پوځي او ملکي موخو لپاره کارېدل او کله ناکله هم د مجازاتو په توګه دا کار کېده. لومړنۍ ثبت شوی الوتنه، تر میلاد وروسته په شپږمه پېړۍ کې د یوه چینايي شاهزاده «یوان هوانګتو» و. په چین کې د کاغذ پرانونو تر جوړېدو وروسته، د انسان لېږدوونکو کاغذ پرانونو اړوندې کیسې تر میلاد وروسته د اوومې پېړۍ په شاوخوا کې په جاپان کې پېښې شوې دي. داسې ویل کېږي چې، یو وخت په جاپان کې د انسان لېږدوونکو کاغذ پرانونو لپاره قانون موجود و. [۱۳][۱۴]

د ګرمې هوا بالون

[سمول]

له پخوا زمانو نه چینایان په دې پوهېدل چې ګرمه هوا پورته ځي او دا اصل یې د ګرمې هوا پر هغه کوچني بالون عملي کړ، چې اسماني څراغ(الیکین) بلل کېده. اسماني څراغ،  له یوه کاغذي بالون نه جوړ شوی چې تر بالون لاندې یا د ننه یو کوچنی لامپ په کې نصب دی. اسماني الیکینونه په دودیزه توګه د تفرېح لپاره او د جشنونو پر مهال کارېږي. د جوزف نیدهام په وینا: دا ډول الیکینونه تر میلاد وړاندې په درېیمه پېړۍ کې په چین کې پېژندل شوي وو. پوځي استفاده یې جنرال ژوګه لیانګ ته منسوبېږي او ویل کېږي چې: ده به دا اسماني الیکینونه د دښمن د ځواکونو ډارولو لپاره کارول. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

هوايي بېړۍ

[سمول]

هوايي بېړۍ په لومړیو کې «د لارښوونې وړ بالونونه» بلل کېدل او اوس هم کله ناکله ورته بالون ویل کېږي.

پر دغسې بالون کار په پراخه کچه د نولسمې پېړۍ په جریان کې پیل شو. داسې ویل کېږي چې، لومړنۍ تر هوا سپکه ځواکمنه، کنترول شوې او تلپاتې الوتنه، په ۱۸۵۲ ز کال کې شوې ده، دا هغه مهال و چې هانري ګیفارډ په فرانسه کې د بخار موتور لرونکې الوتکې په واسطه، ۱۵ مایله (۲۴ کیلو متره) الوتنه وکړه.

په ۱۸۸۴ ز کال کې بل پرمختګ وشو، د چارلېز رناډ او ارټور کربس له ‌خوا د فرانسې د پوځ برېښنايي موتورلرونکې هوايي بېړۍ (لي فرانس) لومړنۍ آزاده او بشپړه د کنترول وړ الوتنه وکړه. دې هوايي بېړۍ ۱۷۰ فوټه (۵۲ متره) اوږدوالی درلود او ۶۶۰۰۰ فوټ مکعب (۱۹۰۰ متر مکعب) ۸ کیلومتره (۵.۰ مایله) واټن یې په ۲۳ دقیقو کې د یوه ۸.۵ هارس پاوره برېښنايي موتور په مرسته وواهه.

سره له دې، دغه الوتکې کم عمره او ډېرې کمزورې وې. معمولي او کنترول شوې الوتنې، د داخلي احتراق د موتور د جوړېدو تر وخته نه اجرا کېدې.

هغه لومړنۍ الوتکه چې کنترول شوې او معمولي الوتنې یې وکړې، داخلي اسکلېټ یې نه درلود. د دغه ډول بېړیو لومړنی تر ټولو مخکښ پیلوټ «برازیلی البرټو سانتوس ډومنټ» و چې په اغېزناک ډول یې د داخلي احتراق له یوه موتور سره یو بالون یوځای کړ. د ۱۹۰۱ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه یې په خپله ۶مه شمېره هوايي بېړۍ کې د پاریس له «پارک ډو سنټ کلوډ» نه د اېفل برج په شاوخوا الوتنه وکړه، په څه کم نیم ساعت وخت کې بېرته را وګرځېد او د Deutsch de la Meurthe جایزه یې ترلاسه کړه. سانتوس ډومونټ د څو الوتکو طراحۍ او جوړولو ته دوام ورکړ. د الوتکې په اړه د سانټوس د سیالانو او نورو د ادعاوو په اړه جنجالونو، د هوايي بېړیو په پراختیا کې د هغه پر لویه ونډه سیوری وغوړاوه.

سرچینې

[سمول]
  1. Crouch, Tom (2004). Wings: A History of Aviation from Kites to the Space Age. New York, New York: W.W. Norton & Co. ISBN 0-393-32620-9.
  2. Hallion (2003)
  3. Wells, H. G. (1961). The Outline of History: Volume 1. Doubleday. p. 153.
  4. Book of Han, Biography of Wang Mang, 或言能飞,一日千里,可窥匈奴。莽辄试之,取大鸟翮为两翼,头与身皆著毛,通引环纽,飞数百步堕
  5. Lynn Townsend White, Jr. (Spring, 1961). "Eilmer of Malmesbury, an Eleventh Century Aviator: A Case Study of Technological Innovation, Its Context and Tradition", Technology and Culture 2 (2), pp. 97–111 [101]
  6. "First Flights". Saudi Aramco World. 15 (1): 8–9. January–February 1964. Archived from the original on 3 May 2008. نه اخيستل شوی 8 July 2008. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  7. Moolman 1980، م. 20.
  8. Wragg 1974، م. 57.
  9. Crouch, Tom (2004). Wings: A History of Aviation from Kites to the Space Age. New York, New York: W.W. Norton & Co. ISBN 0-393-32620-9.
  10. Deng او Wang 2005، م. 122.
  11. Needham 1965a، م. 127.
  12. "Kite Flying for Fun and Science" (PDF). The New York Times. 1907.
  13. Hallion (2003) page 9.
  14. Pelham, D.; The Penguin book of kites, Penguin (1976)
  15. Leishman, J. Gordon (2006). Principles of Helicopter Aerodynamics. Cambridge aerospace. Vol. 18. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 7–9. ISBN 978-0-521-85860-1. Archived from the original on 13 July 2014.
  16. Donahue, Topher (2009). Bugaboo Dreams: A Story of Skiers, Helicopters and Mountains. Rocky Mountain Books Ltd. p. 249. ISBN 978-1-897522-11-0.
  17. Ege 1973، م. 6.
  18. Deng او Wang 2005، م. 113.