Jump to content

د هنګري دویم انډریو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویم انډریو (زوکړه ۱۱۷۷ – مړینه د ۱۲۳۵ کال د سپټمبر ۲۱) چې د بیت المقدس د انډریو په نوم هم پېژندل کېږي له ۱۲۰۵ تر ۱۲۳۵ کال پورې د هنګري او کروشیا پاچا و. نوموړي له ۱۱۸۸ تر ۱۱۸۹/۱۱۹۰ کال پورې او بیاځلې یې له ۱۲۰۸/۱۲۰۹ تر ۱۲۱۰ کال پورې په هالیچ باندې حکومت وکړ. هغه د هنګري د درېیم بیلا کوچنی زوی و چې په ۱۱۸۸ کال کې یې هالیچ سیمه چې نوي یې نیولې وه هغه ته وسپارله. د نوموړي حکمراني ډېره نامحبوبه وه او بویارانو (یا اشرافو) هغه له دې سیمې وایسته. درېیم بېلا انډریو ته ملک او پیسې ورکړي او هغه یې اړ کړ تر څو بیت المقدس ته یوه صلیبي لشکرکشي وکړي. د دې پر ځای، انډریو خپل مشر ورور د هنګري پاچا ایمریک باندې فشار راوړ تر څو په ۱۱۹۷ کال کې کروشیا او دالماتیا هغه ته ورکړي. په دا بل کار باندې نډریو هام هم ونیو.

له دې واقعیت سره سره چې انډریو د ایمریک پر وړاندې له توطیې نه لاس پر سر نه شو، د مرګ په څنډه پروت پاچا په ۲۰۱۴ کال کې انډریو د خپل زوی، درېیم لاډیسلاو ساتونکی وټاکه. د لاډیسلاس له ځوانیمرګ کېدو وروسته، انډریو په ۱۲۰۵ کال کې د سلطنت پر څوکۍ کېناست. د مورخ لاسلو کنتلر په وینا، د انډریو سلطنت د سیاسي-ټولنیزې ګډوډۍ په درشل کې و چې د لومړني سټیفان په وخت کې رامنځته شوې اړیکې، ترتیبات، اداري چارچوکاټ او ټولنیزې اړیکې د هنګري د ټولنې په لوړپوړې ډلې کې په پاشل کېدو پیل شوې. انډریو د نویو مالي مرستو تګلاره معرفي کړه چې په اصطلاح کې ورته «نوي موسسات» ویل کېدل او د سلطنتی عایداتو د له لاسه ورکولو باوجود، سلطنتي پیسې او املاک یې خپلو پارتیزانو ته ورکړل. نوموړی د هنګري لومړنی پاچا و چې د «هالیچ او اولوډومریا» لقب یې ځان ته غوره کړ. نوموړي د روس د دوو حکومتونو د نیولو لپاره په لسګونو جګړې وکړي، خو د سیمه ییزو خلکو او ګاونډیو حکومتونو له خوا به یې بریدونه بېرته ځواب شول. نوموړي د بیت المقدس لپاره د صلیبانو په پنځمه جګړه کې ۱۲۱۷-۱۲۱۸ ګډون وکړ، خو دا جګړه هم له ماتې سره مخ شوه. [۱]

کله چې خدمت کاران یا «سلطنتي خدماتي مامورین» را ولاړ شول، نو انډریو اړ شو چې ۱۲۲۲ طلایي غوا (یو ډول د امتیازونو د ورکړې فرمان) صادر کړي او د هغوی امتیازونه تایید کړي. دا کار د هنګري په سلطنت کې د اشرافو د رامنځته کېدو لامل شو. په ۱۲۲۴ کال کې د نوموړي له خوا په صادر شوي فرمان Diploma Andreanum کې د ترانسیلوانیان ساکسون ټولنو ازادۍ هم شاملي وي. د سلطنتي عوایدو د مدیریت لپاره د مسلمانانو او یهودانو استخدام نوموړی له سپېڅلي مقر او د هنګري له روحانیونو سره په ټکر کې را وست. انډریو ژمنه وکړه چې د روحانیونو امتیازونو ته به درناوی ولري او په ۱۲۳۳ کال کې به خپل غیرمسیحي چارواکي له دندو لرې کړي، خو هېڅکله یې په خپله وروستۍ ژمنه باندې عمل و نه کړ.

د انډریو لومړۍ مېرمن، د میرانیا ګیرتروډ، په ۱۲۱۳ کال کې ووژل شوه، ځکه چې هغې له خپلو جرمني درباریانو او خپلوانو سره په ښکاره پلوي کوله او دې کار د بومي اربابانو په منځ کې نارضایتي را پارولې وه. د هغې د لور هنګري الیزابټ تکریم، د انډریو په ژوندوني کې د سپېڅلي مقر له خوا تایید شو. د انډریو له مړینې وروسته، د هغه زامنو بلا او کولومان، د هغه درېیمه ښځه Beatrice d'Este په زنا تورنه کړه او هېڅکله یې د هغې زوی سټیفان د انډریو د مشروع زوی په توګه و نه مانه.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

وړکتوب او ځواني (۱۱۷۷-۱۱۹۷)

[سمول]

انډریو د درېیم بېلا او د بېلا د لومړۍ ښځې د انټویچ اګنیس دویم زوی و. د انډریو د زوکړې کال معلوم نه دی، خو معاصر تاریخ لیکونکي پر دې هوکړه لري چې هغه د ۱۱۷۷ شاوخوا پیدا شوی، هغه هم د هغه خور مارګریټ زوکړې ته په کتو سره چې په ۱۱۷۵ یا ۱۱۷۶ کال کې پیدا شوې وه. د انډریو نوم د لومړي ځل لپاره د هغه د پلار له خوا پر ۱۱۸۸ کال کې پر هالیچ باندې برید په تړاو ذکر شوی. په هغه کال کې، درېیم بېلا د پخواني شهزاده ولادمیر دویم یاروسلاویچ په غوښتنه پر هالیچ برید وکړ، کوم چې د خپلو رعایاو له خوا شړل شوی و. بېلا نوی شهزاده رومان میستسلاویچ مجبور کړ چې وتښتي. د هالیچ له نیولو وروسته، هغه یې انډریو ته ورکړ. بېلا همداشان ولادیمیر یاروسلاویچ ونیو او هغه یې په هنګري کې زنداني کړ.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

له هالیچ څخه د بېلا له شاتګ وروسته، رومان میستسلاویچ د بېلګراډ کیویسکي د شهزاده روریک روستیسلاویچ په مرسته را ستون شو. هغوی هڅه وکړه چې انډریو او هنګري ډله وباسي، خو هنګریانو د مسیسلاویچ او ورستیسلاویچ ځواکونو ته ماتې ورکړه. د سیمه ییزو اشرافو یوې ډلې د زنداني ولادیمیر یاروسلاویچ یوه لرې د تره زوی روستیسلاو ایوانوویچ ته د تاج او تخت وړاندیز وکړ. درېیم بېلا هالیچ ته مرستندویه ځواکونه ورولیږل او د انډریو سرتېرو ته یې دا امکان برابر کړ تر څو کېدونکي بریدونه دفع کړای شي. د انډریو سلطنت په هالیچ کې هېڅ محبوبیت نه درلود، ځکه چې هنګري سرتېرو به سیمه ییزو ښځو ته سپکاوی کاوه او د ارټوډوکس کلیسا ته یې درناوی نه درلود. په پایله کې سیمه ییز اشراف له پخواني شهزاده ولادیمیر یاروسلاویچ سره چې له زندان څخه تښتیدلی و او هالیچ ته ستون شوی وی، یو ځای شول. د پولنډو ډوک دویم کازیمیر هم له یاروسلاویچ څخه ملاتړ وکړ او هغوی انډریو او ملګري یې د ۱۱۸۹ یا ۱۱۹۰ کال په اګسټ کې له سلطنت څخه وشړل. انډریو له ماتې وروسته هنګري ته ستون شو.[۴][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

هغه له خپل پلار څخه کوم بېل ډوک تر لاسه نه کړ او پلار یې یوازې ورته یو څو کلاګانې، ملک او پیسې ورکړي. د مورخ اتیلا زسولډوس په وینا، دا ځمکې په سلاونیا کې وي. درېیم بېلا چې د مرګ پر غاړه پروت و او ژمنه یې کړې وه چې بیت المقدس ته به د صلیبي جګړې مشري وکړي، انډریو ته امر وکړ چې په دې ژمنه عمل وکړي. د انډریو پلار د ۱۱۹۶ کال د اپریل په ۲۳مه ومړ او د انډریو مشر ورور، ایمریک د هغه ځایناستی شو.[۱۶][۱۶][۱۷][۱۸]

د کروشیا او دالماتیا ډوک (۱۱۹۷-۱۲۰۴)

[سمول]

انډریو د خپل پلار له خوا په مېراث تر لاسه شوي پیسې د هنګري لارډانو له منځه د پلویانو په استخدام ولګولي. دا منلو وړ خبره ده چې هغه له خپل ورور څخه غوښتي و چې هغه د سلاونیا د ډوک په توګه منصوب کړي، چې د دولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې په زیاتیدونکي توګه د تاج او تخت وارث وګرځېد. انډریو همداشان د اطریش له شپږم لیوپولډ ډوک سره متحد شو او دواړو د ایمریک پر وړاندې توطیه جوړه کړه. د دوی دواړو سرتېرو سلطنتي پوځ ته د سلاونیا په ماچې کې د ۱۱۹۷ کال په ډسمبر کې ماتې ورکړه. لکه څرنګه چې زیاتره مورخین هم پر دې اند دي، چې پاچا ایمریک کروشیا او دالماتیا انډریو ته د فشار له مخې ورکړي و. د دې برعکس، مورخ ګیورګي ساباډوس بیا ادعا کوي چې ایمریک هېڅکله په کروشیا او ډالماتیا باندې د انډریو پر واکمني اعتراف و نه کړ او انډریو د خپل ورور له منلو پرته د ډوک له عنوان نه ګټه پورته کړه. په عمل کې، انډریو دواړه کروشیا او ډالماتیا د یوې خپلواکۍ پاچاهۍ په توګه اداره کول. نوموړي په خپل نوم سکه ضرب کړه، ځمکې یې خلکو ته ورکړې او امتیازات یې نورو ته تایید کړل. د یوه تړون له مخې، د وراژدین او بوډروګ ښارونه هم د هغه په اختیار کې ورکړل شول. نوموړي له فرانکو پانیانو، ببونیچيانو او نورو سیمه ییزو اربابانو سره همکاري وکړه. د دربار ځینو اشرافو هم د هغه له هیلو څخه ملاتړ څرګند کړ، له هغې ډلې د هغه تره انډریو او ماکاریوس مونوسلو. انډریو د میرسلاو له مړینې نه په ګټې اخیستنې سره پر هوم برید وکړ او لږ تر لږه د سیټینا او نیریټوا سیندونو تر منځ خاوره یې د ۱۱۹۸ کال په مۍ کې ونیوله. نوموړي خپل ځان په منشور کې داسې معرفي کاوه: «د خدای په فضل سره، د زډار او ټولې ډالماتیا، کروشیا او هوم ډوک».[۹][۱۹][۱۶][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۱۹][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Kontler 1999، م. 75.
  2. Kristó 1994، م. 43.
  3. Kristó او Makk 1996، م. 224.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Dimnik 2003، م. 193.
  5. Dimnik 2003، مم. 191, 193.
  6. Dimnik 2003، م. 191.
  7. Kristó او Makk 1996، م. 229.
  8. Zsoldos 2022، مم. 13–14.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Almási 2012، م. 86.
  10. Kristó او Makk 1996، م. 229, Appendix 4.
  11. Érszegi او Solymosi 1981، م. 122.
  12. Berend، Urbańczyk او Wiszewski 2013، م. 249.
  13. Dimnik 2003، مم. 193–194.
  14. Engel 2001، م. 54.
  15. Érszegi او Solymosi 1981، م. 127.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ Zsoldos 2022، م. 19.
  17. Berend، Urbańczyk او Wiszewski 2013، م. 234.
  18. Bartl او نور 2002، م. 30.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Curta 2006، م. 347.
  20. Zsoldos 2022، مم. 20–21.
  21. Fine 1994، م. 22.
  22. Érszegi او Solymosi 1981، م. 124.
  23. Zsoldos 2022، م. 24.
  24. Zsoldos 2022، مم. 22–24.
  25. Curta 2006، م. 370.
  26. Fine 1994، م. 52.
  27. Bárány 2012، م. 132.