د هنګري تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هنګري په خپلو عصري پولو ( د ۱۹۴۶ ز کال وروسته ) کې تقریباً د لویي هنګري د دښتي سره (د پینونین د سیندونو حوزه ) سمون لري. د اوسپنې دورې په دوران کې د کلټيک قومونو ( لکه: سکورډیسکي، بويي او وینتي )، ډالمټین قومونو ( لکه دالماتا، هستري او لیبرنی ) او د جرمني قومونو ( لکه لوګی او مارکومنی ) سره د کلتورونو د برخو تر منځ په څلورلارو کې موقعیت درلود.

د پانونیان نوم د روم د سترواکي د پانونیا ولایت څخه اخيستل شوي دي، د عصري هنګري د سیمي یوازې لوېدیځه برخه ( چې د ترانسډانوبیا په نوم یادېـږي ) د لرغونۍ روم د پانونیا ولایت یوه برخه تشکیل کړي ده. په سیمي د روم واکمنۍ  د ۳۷۰ ز کال څخه تر ۴۱۰ ز کال پورې د هونیک د یرغلونو سره ختمه شوه او پانونیا د پنځمې څخه تر شپـږمې پېـړۍ پورې د اسټروګوټیک د پاچهۍ یوه برخه وګرځېده، چې د اورخیګنیټ د وګړو د یوي لويي ډلې په واسطه ( له شپـږمې تر نهمې پېـړۍ پورې ) بریالي شول. همدارنګه د مجارستان یرغل په نهمه پېـړۍ کې پېښ شو.

منګولیان د لسمې پېـړۍ په وروستيو کې عیسویان شول او د هنګري عیسوي پاچهۍ له میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله وروسته جوړه شوه،  چې د ارپاد کورنۍ په دې پاچهۍ درې پېـړۍ واکمنه وه. په لوړه منځنۍ دوره کې دغه واکمنۍ د پانونیا څخه هاخوا د اډریټیک ساحل پورې پراخه شوه. په ۱۲۴۱ ز کال کې د څلورم بیلا په وخت کې د باتو خان تر مشرۍ لاندې د منګولایانو له خوا هنګري اشغال شوه. ډېری هنګریان په پریکنده توګه د منګولایانو د پوځ په واسطه د موهي په جګړه کې مات شول. پاچا بیلا د روم مقدسي سترواکي ته وتښتید او د هنګري نفوس یې د منګولایانو په اختیار کې پریښود. په دغه یرغل کې له ۵۰۰۰ څخه ډېر هنګریان په ډله ييزه توګه ووژل شول او ټوله پاچهۍ په ایرو بدله شوه. په  ۱۳۰۱ ز کال کې د ارپاد د کورنۍ له ختمېدو وروسته هم د منځني پېـړۍ وروستۍ پاچهي دوام درلود که څه هم نور د هنګري د واکمنانو تر واک لاندې نه وه. همدراز دا پاچهۍ د عثماني سترواکي د پراخیدو د زیاتېدونکي فشار له امله ورو ورو کمزورۍ کېده. هنګري په پنځلسمه پېـړۍ کې په اروپا کې د عثماني جګړو له امله وځپل شوه. دغه مبارزه د میتیاوس کوروینس د واکمنۍ پر مهال ( ۱۴۵۸ ز کال څخه تر ۱۴۹۰ ز کال پورې ) خپل اوج ته ورسېده. د هنګري ـــ عثماني جګړې د پام وړ سیمو له لاسه ورکولو سره او په ۱۵۲۶ ز کال کې د موهیس د جګړې وروسته د پاچهۍ په وېشلو سره پای ته ورسېدي.

د عثماني سترواکي د پراخېدو پر خلاف دفاع د هابسورګ اطریش ته ولېـږدول شوه، همدارنګه د هنګري پاچهۍ پاتې برخې د هابسورګ د امپراتورانو لاسته وغورځېدي. همدارنګه له لاسه تللي سیمي د ترکيې د لویې جګړې په پایله کې بېرته ترلاسه شوي،  په دې توګه ټوله هنګري د هابسبورګ د پاچهۍ برخه شوه. د ۱۸۴۸ ز کال د ملتپالو پاڅونونو څخه وروسته د ۱۸۶۷ ز کال د اسټرو ــ هنګري جوړجاړي د یوې ګډې پاچهۍ په جوړېدو سره د هنګري شان لوړ کړ. دغه قلمرو د هابسبورګ د ارچیرګنم او هنګرکیم لاندې سره یوځای شو،  دغه سیمه د عصری هنګري څخه ډېره لویه وه. د کروشیا او هنګري د ۱۸۶۸ ز کال جوړجاړي د سینټ سټفن په سیمو کې د کروشیا ــ سلوانیا د پاچهۍ سیاسي حالت تثبیت کړ.

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، مرکزي ځواکونو د هابسبورګ پاچهۍ ړنګه کړه. د ساینټ ــ جرمن ــ این ــ لای او ټراینون ټړونونود هنګري د پاچهي ۷۲ سلنه سیمه جلا کړه چې دغه سیمه یې په چکوسلواکیا، د رومانیا پاچهي، د سربانو، کروتانو او سلوانیا پاچهي، د اطریش په لومړۍ جمهوریت، د پولنډ په دویم جمهوریت او د ایټالیا په پاچهي ووېشله. ورپسې یو لنډ مهاله ولسي جمهوریت اعلان شو او د هغه وروسته د هنګري یو بېرته رغول شوي پاچهي جوړه شوه، خو دا پاچهي د  پاچا د نایب السلطنه میکلوس هورتی له خوا ادره کېده. هغه په رسمي ډول د هنګري د پاچهي د څلورم چارلس د هنګري واکمن استازیتوب کاوه، هغه څوک چې د ژوند په اخېري میاشتو کې د تهني په عبادت ځای کې تر څار لاندې و. د ۱۹۳۸ ز کال څخه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې هنګري خپلې له لاسه وتلې سیمي یوه برخه بېرته لاس ته راوړه. د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې هنګري په ۱۹۴۴ ز کال کې د جرمني تر اشغال لاندې راغله او ورپسې د جګړې تر پایه پورې د شورویانو له خوا اشغال وه. د دویمي نړیوالې جګړې وروسته د هنګري دویم جمهوریت د هغې په اوسني پولو کې د ولسي سوسیالیسټ جمهوریت په توګه جوړ او د ۱۹۴۹ز کال څخه یې تر ۱۹۸۹ ز کال پورې یې دوام وکړ. د ۱۹۸۹ ز کال په اکټوبر کې د هنګري درېیم جمهوریت د ۱۹۴۹ ز کال د اساسي قانون د یوې نسخې د تعدیل لاندې جوړ شو او په ۲۰۱۱ ز کال کې یې یو نوی اساسي قانون تصویب کړ. هنګري د اروپايي اتحادیې سره په ۲۰۰۴ ز کال کې یوځای شوه.

لومړنی تاریخ[سمول]

د هومو هایدلبرګنسیس شتون په منځنۍ پیالوټيک دوره کې د (سامو ) فوسیل کشف کېدلو سره اثبات شو، دا فوسیل کابو ۳۰۰۰۰۰ کاله پخوا پورې اړوند ده. همدرانګه د ۵۰۰۰۰۰ کاله پخوا د انسان د استوګني نښي نښاني لري. له اناتومیکي پلوه د عصري انسانانو شتون کابو ۳۳۰۰۰ کاله ( اوری ګنسین ) پخوا ته رسـېږي. د ډبرې تراشلو زمانه له میلاد ۶۰۰۰ کاله وړاندې د سټراسو ــ کیورش ــ کریش کلتور سره پیل شوه، همدارنګه د برونز دوره له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې  د ویسیډل کلتور( ماکو کلتور ) سره پيل شوه.   

د برونز دوره له میلاد څخه کابو ۸۰۰ وړاندې پیل شوه  او د ټارسو سیمیرن د دورې د آثارو د ډولونو سره تړاو لري. چې د سیټیات ( نووچرکاسک کلتور ) او سلټیک ( هالساټ کلتور)  څخه دمخه یې ټولي فرهنګي حوزې تر پوښښ لاندې راوستې وي. په لوېديځي ټرانسډانوبی د هالساټ اشغال له میلاد وړاندې د ۷۵۰ کال راهیسې ښکاره دي. د یونان لومړنۍ توکمپونه اګاتیرسي او سیګینا په دغه سیمه کې رامنځته کړه. له میلاد وړاندې په څلورمه پېـړۍ کې د پانونیا حوزه د پانونیانو ( چې ګمان کېدو چې د ایلیران قبیلي کنفدراسیون دي) او د سیلټس ( توریسی ) له خوا اشغال شوه. له میلاد وړاندې د ۲۷۹ ز کال وروسته سلټیک اسکوردیسکي په ډیلفي کې د خپلې ماتې وروسته په لوېـديځه ترانسډانوبی کې مېشت شول. د کارپاتیان حوزې شمال ختیځه برخه له ميلاد وړاندې په دوهمه پېـړۍ کې د بیوی له خوا تر لاسه شوه.

د روم سترواکي د ډینیوب د سیند ختیځي سیمي تر میلاد وړاندې د ۳۵ څخه تر ۹ کالو په منځ کې ونیولې. تر میلاد ۹ کاله وړاندې څخه تر څلورمې پېـړۍ، پانونیا، د کارپاتیان حوزې ختیځه برخه د روم د سترواکي برخه وه. له میلاد وروسته د لومړنیو زرو کلونو په پېـړیو کې د روم د سترواکي د پراخېدو په اخېري پړاوونو کې د کارپاتیان حوزه د لڼدې مودې لپاره د ګرایکوــ رومي تمدن د مدیترانې تر نفوذ لاندې راغله. د ښارونو مرکزونه، هوار سړکونه او لیکلي سرچینې د ټولو هغه پرمختګونو برخه وه چې په اروپا کې د لومړۍ منځنۍ پېـړیو ځانګړتیا وه چې د خلکو په مهاجرت سره پای ته ورسېده.  

له هغه وروسته چې د روم ختیځه سترواکي په پنځمه پېـړۍ کې د جرمني قبیلو د مهاجرت او د کارپین د فشارونو له امله ړنګه شوه. د مهاجرت دورې مرکزي اروپا ته د ډېرو یرغلګرو راوستلو ته دوام ورکړ چې له دې سره د هینیک سترواکي ( ۳۷۰ ز کال څخه تر ۴۶۹ زکال ) پیل شوه. د هینیک واکمنۍ له ړنګیدو سره، اسټرګوټان چې د هانیانو تر واک لاندې و،  خپله اسټروګوټيک پاچهي جوړه کړه.  نورې هغه ډلې چې د کارپاتیان حوزې ته د مهاجرت په دوره کې رسېدلي و ، ګیپډان، لومباردیان او سلاویان و. په ۵۶۰ م کال کې آوارانو خپل اوار خاګاناټ جوړ کړ، چې دې دولت د دوو پېـړیو څخه زیات په دغه سیمه واکمنۍ درلوده او د خپلو ګاوڼديو سترواکي پر خلاف یې د یرغل کولو پوځي ځواک درلود.   [۱]

سرچينې[سمول]

  1. Duzenli, Gursoy (31 May 2007). "The Avar Khaganate". All Empires. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)