د هنګري او رومانیا جګړه
د رومانیا او هنګري جګړه د ۱۹۱۸ کال د نوامبر له ۱۳مې څخه د ۱۹۱۹ کال د اګست تر درېیمې پورې د رومانیا او هنګري تر منځ یوه جګړه وه. دغې نښتې ښکېلو غاړو ته غالباً له متناقصو انګېزو سره پېچلې مخینه لرله.
د هنګري د سوله غوښتونکي لومړي وزیر کنت میهالي کارولي پهواسطه د هنګري د پوځ تر یو اړخېزې بې وسلې کېدنې وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې متحدینو هوډ درلود چې د رومانیا، چکسلواکيا او د فرانسې – صربستان پوځونه د هنګري پاچاهۍ بېلابېلې سیمې اشغال کړي. په هم هغه وخت کې رومانیا ته د هنګري د بشپړ اشغال اجازې ته تمایل موجود نه و، که څه هم د هغوی اراده دا وه چې لږ تر لږه د بخارست له تړون (۱۹۱۶) سره سم تر یوه حده د رومانیا ادعاوې ومني چې په وړاندیز یې هنګري د ترانسیلوانیا، پارتیوم او د بنات ځینې برخې رومانیا ته پرېږدي. د پاریس د سولې په کنفرانس کې د رومانیايي پلاوي او سترو قدرتونو تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله وضعیت لا پېچلی شو. فرانسه په ځانګړې توګه په روسیه کې د بلشویک ځواکونو پر وړاندې مداخله کې د رومانیا ګډون ته لېواله وه، په داسې حال کې چې رومانیايي چارواکو دا ګډون په ۱۹۱۶ کال کې د متحدینو د ژمنو پر پوره کولو مشروط باله. په پاریس کې د متحدینو ځینې مشرانو د رومانیايي پوځ له پرمختګ څخه ملاتړ وکړ حال دا چې څلور کسیزې شورا د پوځي اقداماتو لپاره له خپل موافقت څخه ډډه وکړه. د فرانسې ستر جنرال بوداپست ته د رومانیایانو پرمختګ وهڅاوه او د فردیناند فوخ، لوئی فرانشت ډیډاېسپري او هانري ماتیاس برتلو په څېر جنرالانو په ځانګړي ډول له دې تګلارې څخه ملاتړ وکړ.
په ترانسلیوانیا کې د بېلابېلو رومانیايي، هنګري، ساکسوني او نورو توکمي ډلو تر منځ توکمي او سیاسي ترېنګلتیاوې موجودې وې. که څه هم له سرحدي کرښو څخه د تېرېدلو او ناپېیلې سیمې ته د رومانیا دننه کېدو انګېزه یواځې د توکمي رومانیایانو پر خوندیتوب نه محدودېده، بلکې د ۱۹۱۶ کال له تړون سره سم د دغه هېواد اشغال هم و، چې په دې توګه یې متحدین له یو بشپړ شوي عمل سره مخامخول.
تر لومړۍ نړیوالې جګړې او له دوهګونې پاچاهۍ څخه د هنګري د خپلواکۍ تر اعلان وروسته، هنګریانو هڅه وکړه متحدین یې په دې قانع کړي چې «هنګري نباید د خپلو پخوانیو ګناهونو لپاره سزا وویني». له دې سره چې د هنګري دولت قومي لږکیو ته امتیازات ورکول، خو دا «بیخي لږ او بیخي ځنډني» وو. د رومانیايانو او همدارنګه صربیانو، اسلواکیانو، کرواتیانو او د ګڼو نورو لږکیو قومي سیاسي مشرانو له مخکې د جلاوالي پرېکړه کړې وه. پر دې سربېره د یوې بې طرفه سیمې د رامنځته کولو لپاره د څلورکسیزې شورا پرېکړه چې تر ډېره په ۱۹۱۶ کال کې د رومانیا او متحدینو تر منځ تړون منعکسوونکې وه، د لېبرال ولسمشر کنټ میهالي کارولي له استعفا او او ورپسې د هنګري د شوروي جمهوریت په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. د متحدینو د څو استازو او روماني چارواکو په مشترکه پرېکړه کې له نورو بلشویکي ځواکونو سره د هنګري د بلاکون د سره پوځ او سره ګارد تهدید د «هنګري د مسئلې د بېړني حل» لپاره تعینوونکی و. [۱]
مخینه
[سمول]تر جګړې مخکې هنګري
[سمول]د استر انقلاب، لیبرال جمهوریت او خپله د هنګري بې وسلې کېدل
[سمول]اتریش-هنګري په ۱۹۱۸ کال کې له سیاسي پلوه سقوط وکړ او د بریتانیا په جبهه کې د ماتې په پایله کې لهمنځه لاړ. د جګړې په بهیر کې کنت میهالي کارولي او هنګري لېبرال اشرافو د هنګري په پارلمان کې د یوې کوچنۍ خو خورا فعالې د جګړې ضد سوله غوښتونکي برخې مشري پر غاړه لرله. هغه ان په سویس کې د انګلیسي او فرانسوي ديپلوماتانو سره پټې اړیکې سازمان کړې وې. د ۱۹۱۸ کال د اکتوبر په ۳۱مه په بوداپست کې د استر انقلاب کارولي چې د متحدینو له ملاتړو څخه و واک ته ورساوه. د هنګري د هنود شاهي پوځ لا هم له ۱۴۰۰۰۰۰ سرتېرو څخه جوړ و چې هغه مهال د هنګري له خاورې څخه ګومارل شوي و چې میهالي کارولي د هنګري لومړی وزیر و. کارولي د متحده ایالاتو د ولسمشر وودرو ویلسون په غوښتنه د هنګري پوځ د بې وسلې کولو امر وکړ، چې د ۱۹۱۸ کال د نوامبر په ۲یمه د وزیر بیلا لیندر په لارښوونه ترسره شو. د هنګري یو اړخیز بې وسلې کېدل د دې لامل شول چې هنګري له ملي دفاع پرته پاتې شي، خو په ځانګړې توګه زیان منونکی و. د هنګري د ملي لږکیو نوي وزیر اوزکار جازي د لږکیو (لکه په ترانسیلوانیا کې رومانیایان) لپاره د مناقشې وړ سرحدونو په اړه د یوې ټولپوښتنې وړاندیز وړاندې کړ، خو د دغو لږکيو سیاسي مشرانو د پاریس د سولې په کنفرانس کې د مناقشې وړ سرحدونو اړوند د ټولپوښتنې نظریه رد کړه. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د هنګري تر یو اړخېزې بې وسلې کېدنې وروسته نړیوال غبرګونونه
[سمول]شپږ ورځې وروسته د ۱۹۱۸ کال د نوامبر په ۵مه د صربستان پوځ د فرانسې د پوځ په مرسته د هنګري پاچاهۍ له سویلي پولې څخه تېر شو. د نوامبر په ۸مه د چکسواکیا پوځ له شمالي پولې څخه او د نوامبر په ۱۳مه د رومانیا پوځ له ختیځې پولې څخه تېر شو. کارولي په هغه ورځ په بلګراد کې له متحدینو سره اوربند لاسلیک کړ چې د هنګري پوځ شمېر یې ۶ پیاده لښکرو او دوو سپرو لښکرو ته محدود کړ. د هنګري په کنترول کې د پاتې خاورې د تعریفولو لپاره سرحدي کرښې تعین شوې. [۱۰]
دا کرښې د اصلي سرحدونو تر تعینېدلو پورې د پلي کېدو وړ وې. د اوربند د شرایطو پر اساس فرانسوي او صربي ځواکونو له سویل څخه پرمختګ وکړ او د بنات او کرواسي کنترول یې ترلاسه کړ. چکسلواکیا د پورتنۍ هنګري (په عمده ډول اوسنۍ اسلواکي) او روتني کارپات یې ترلاسه کړ رومانیايي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د مورش سیند په لور پرمختګ وکړي. که څه هم صربستان د نوامبر په ۱۴مه پچ اشغال کړ. د هنګري یوې اړخیزې بې وسلې کېدنې د رومانیا نسبي کوچني پوځ، د فرانسې – صربستان پوځ او د چکسلواکیا تازه تاسیس شوي وسلهوال پوځ ته د هنګري اشغال ممکن کړ. د واکمنۍ په بهیر کې د هنګري د کارولي سوله غوښتونکې کابینې تر جګړې مخکې خاورې تقریباً ۷۵ سلنه (۳۲۵۴۱۱ کیلومتر مربع (۱۲۵۶۴۲ مایل)) له جګړې پرته له لاسه ورکړه او د خارجي اشغال تابع شوه. [۱۱][۱۲][۱۳]
رومانیا د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې
[سمول]د ۱۹۱۶ کال د اګست په ۲۸مه د رومانیا خلکو ته د رومانیا د پاچا لومړي فردیناند اعلامیه: «زموږ په اخلاقي انرژۍ او زړورتیا کې هغه معنا نغښتې ده چې هغه ته د هغه په ټاټوبي کې له تیسا تر تور سمندر پورې د یوې سترې او خپلواکې رومانیا د بېرته راستنولو حق ورکوي چې د خپل دود او دستور، هیلو او خوبونو سره سم په سوله کې پرمختګ وکړو.»[۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Torrey, Glenn E. (2011). The Romanian Battlefront in World War I. University Press of Kansas. pp. 319–326. ISBN 9780700620173.
- ↑ Paxton, Robert; Hessler, Julie (2011). Europe in the Twentieth Century. CEngage Learning. p. 129. ISBN 9780495913191.
- ↑ Cornelius, Deborah S. (2011). Hungary in World War II: Caught in the Cauldron. Fordham University Press. p. 9. ISBN 9780823233434.
- ↑ Mócsy, István (1983). The Effects of World War I. Brooklyn College Press. p. 84. ISBN 9780930888046.
- ↑ Kitchen, Martin (2014). Europe Between the Wars. Routledge. p. 190. ISBN 9781317867531.
- ↑ Romsics, Ignác (2002). Dismantling of Historic Hungary: The Peace Treaty of Trianon, 1920 Issue 3 of CHSP Hungarian authors series East European monographs. Social Science Monographs. p. 62. ISBN 9780880335058.
- ↑ Dixon, Joe C. (1986). Defeat and Disarmament, Allied Diplomacy and Politics of Military Affairs in Austria, 1918–1922. Newark: University of Delaware Press. p. 34. ISBN 9780874132212. OCLC 10914238.
- ↑ Sharp, Alan (2008). The Versailles Settlement: Peacemaking after the First World War, 1919–1923. Palgrave Macmillan. p. 156. ISBN 9781137069689.[مړه لينکونه].
- ↑ Severin, Adrian; Gherman, Sabin; Lipcsey, Ildiko (2006). Romania and Transylvania in the 20th Century. Corvinus Publications. p. 24. ISBN 9781882785155.
- ↑ Krizman B. The Belgrade Armistice of 13 November 1918 Archived 26 April 2012 at the Wayback Machine. in The Slavonic and East European Review January 1970, 48:110.
- ↑ Roberts, P. M. (1929). World War I: A Student Encyclopedia. Santa Barbara: ABC-Clio. p. 1824. ISBN 9781851098798.
- ↑ Breit J. Hungarian Revolutionary Movements of 1918–19 and the History of the Red War in Main Events of the Károlyi Era Budapest 1929. pp. 115–116.
- ↑ Agárdy, Csaba (6 June 2016). "Trianon volt az utolsó csepp - A Magyar Királyság sorsa már jóval a békeszerződés aláírása előtt eldőlt". veol.hu. Mediaworks Hungary Zrt. خوندي شوی له the original on 24 June 2021. بياځلي په 4 May 2020.
- ↑ Spencer C. Tucker (2002). The Great War, 1914-1918 (Warfare and History). Routledge. p. 119. ISBN 9781134817504.