د هند پېښليک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

تاريخ پوهان په دې عقيده دي چې هند د نړۍ د لرغونو مدنيتونومرکز دی او د دغه مدنيت د اثارو تاريخ له ميلاد څخه ۲۵۰۰ کاله شاته رسيږي. هندي او اروپايي قومونو چې له ميلاد څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې د اسيا له مرکزي سيمو څخه د جنوب په لور ورغلي ول په دغه ځمکه کې يې د يو نوي تمدن بنسټ کېښود. له ميلاد څخه پخوا د ۳۲۵ ــ ۱۸۴ کلونو په منځ کې دغلته يوه لويه امپراطوري رامنځ ته شوه چې له مقتدرو پاچاهانو څخه يې يو هم (آشوکا) نومېد چې بودايي مذهب يې دغه امپراطورۍ د رسمي مذهب په توگه و مانه. د (آشوکا) له مړينې وروسته د هغه لويه امپراطوري له زوال سره مخامخ شوه او تر څلورم ميلادي قرن پورې دهند په نيمه وچه کې نږدې شل متفاوت حکومتونه رامنځ ته شول چې هر يو يې د اداره کولو له يو جلا او خاص ډول څخه استفاده کوله. په ۳۲۰ ميلادي کال کې د گويتا د سلسلې پاچاهانو خپله امپراطوري د گنگا له سيند څخه د هند تر شمال پورې پراخه کړه. د دغه امپراطورۍ دوره چې تر ۵۴۴ ميلادي کال پورې يې دوام وکړ د هند په لرغوني تاريخ کې يو ځلانده دوره گڼل کيږي. هندويزم چې اوس مهال د هند د نږدې ۸۰ سلنه خلکو رسمي دين دی په همدې موده کې رامنځ ته شوی دی، دغه دين د بودا او برهمن د عقيدو يو ترکيب دی. جواهر لعل نهرو په خپل کتاب (د هند کشف ) کې ليکي چې دغه دين مشخص اصول او قواعد نه لري او نه هم له نورو اديانو سره د مقايسې وړ دی، د دغه دين ا ساس د ژوند طريقه او فلسفه ده چې پيروانو يې خپل خاص معتقدات او غالبا خپل خرافات هم له هغه سره يو ځای کړي دي او کله ناکله متفاوت او متضاد مفاهيم له هغه څخه څرگنديږي. په اتمه ميلادي پيړۍ کې د هند نيمه وچه د مسلمانو عربو د يرغلونو لاندې راغله او ډېر شمېر وگړي په کې د اسلام په سپيڅلي دين مشرف شول. دوام لري