د هند بهرنۍ اړیکې
د هند جمهوریت په ټوله نړۍ کې له ۲۰۱ هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري، د نړۍ په کچه د ۱۹۹ ماموریتونه او پوستونه لري، په داسې حال کې چې پلان لري، د ۲۰۲۰ز او ۲۰۲۱ زکلونو تر منځ د ملګرو ملتونو د یوولسوغړو هېوادونو په کوربهتوب خپل نوي ماموریتونه پرانیزي. [۱]
د هند د بهرنیو چارو وزارت (MEA) چې د خارجه وزارت په نوم هم پېژندل کېږي، دولتي اداره ده، چې د هند د بهرنیو اړیکو مسؤلیت پر غاړه لري.
د نظامي لګښتونو له پلوه درېیم لوی هېواد، څلورم لوی وسلهوال ځواک، د داخلي ناخالص تولید (GDP) د نومول شویو نرخونو له پلوه درېیم لوی اقتصاد دی، هند یو اړین سیمهییز ځواک، اتومي ځواک، نوی راولاړ شوی نړیوال ځواک او یو بالقوه زبرځواک هېواد دی. هند د مخ پر ودې نړیوال نفوذ لرونکی او په نړیوالو چارو کې یو نومیالی غږ دی. [۲][۳]
هند د بریتانیا د پخوانۍ مستعمرې په توګه د مشترک المناقع هېوادونو غړی دی او د ګڼو نورو مشترک المنافع هېوادونو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. په ۱۹۴۷ ز کال کې له بریتانیا نه د خپلواکۍ د اخیستلو راهیسې، هند اوس مهال د یوه تازه صنعتي هېواد په توګه طبقهبندي شوی او له بهرنیو هېوادونو سره یې د اړیکو پراخه شبکه رامنځته کړې ده. د ظهور په حال کې لویو اقتصادونو د ټولګې – د برېکس/BRICS (برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا) هېوادونو غړی دی، هند د ناپېيلي غورځنګ د بنسټ اېښودونکي غړي په توګه د پام وړ نفوذ لري. په وروستیو لسیزو کې، هند پراخ بهرنی سیاست خپل کړی دی چې د سارک/SAARC (د سیمهییزو همکاریو لپاره د سویلي اسیا ټولنه) له خوا د ګاونډیتوب لومړۍ پالیسي او د ختیځ لید پالیسي په کې شامله ده، چې له نورو اسیايي هېوداونو سره د پراخو اقتصادي او ستراتیژيکو اړیکو د جوړولو مسؤلیت پر غاړه لري. سربېره پر دې، هند د څو نړیوالو سازمانونو(ملګرو ملتونو، د اسیايي پراختیا بانک، د برېکس/ BRICS د نوي پرمختګ بانک او جي ۲۰/ G-20,) بنسټ اېښودونکی و، چې په پراخ ډول د پرمختللو او نو ظهوره هېوادونو د اصلي اقتصادي سرچینې په توګه په پام کې نیول کېږي. هند په ګنو نورو نړیوالو سازمانونو، لکه : د ختیځې اسیا د مشرانو غونډه، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان، د پيسو نړیوال صندوق (IMF) جي ۸+۵ (G8+5)[1] او د IBSA (د هند، برازیل،سویلي افریقا تر منځ د درېيو اړخیزو همکاریو نړیوال ګروپ) د خبرو اترو ځای کې هم د پاموړ اغېزمن رول لوبولی. هند د شانګهای د همکارۍ سازمان او داسیا د بېخبینا د پانګونې بانک غړی دی. [۴][۵]
له سیمهییز پلوه، هند د سارک او بېمستیک( BIMSTEC )(د څوګونو تخنیکي او اقتصادي همکاریو لپاره د بنګال خلیج نوښت) برخه دی. هند د ملکرو ملتونو د سولې د خوندیتوب په څو ماموریتونو کې ګډون کړی او د ۲۰۲۰ز کال د جون راهیسې د پوځ پنځم لوی ګډونوال دی. اوسمهال هند له ګڼو نورو جي ۴ (G4 ) هېوادونو سره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دایمي چوکۍ په لټه کې دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
هند په نړیوالو چارو کې خورا ډېر نفوذ لري او د ظهور په حال کې زبر ځواک هېواد په توګه طبقهبندي کېدی شي.
تاریخچه[سمول]
له نړۍ سره د هند اړیکې د بریتانیا د راج راهیسې (۱۸۵۷-۱۹۴۷ز) کله چې د بریتانیا سترواکي د هند د بهرنیو او دفاعي اړیکو مسؤلیت پر غاړه واخیست رامنځته شوې دي. په ۱۹۴۷ ز کال کې، کله چې هند خپلواکي ترلاسه کړه، هندیانو د بهرني سیاست په رامنځته کولو یا پلي کولو کې لږ تجربه لرله. له دې سره سره په ۱۹۲۵ز کال کې د هېواد تر ټولو پخواني سیاسي ګوند د هند ملي کنګره د کوچنۍ بهرنۍ برخې په توګه د خپلواکۍ غوښتلو د تبلیغاتو د مبارزې او بهرنیو اړیکو د جوړولو لپاره رامنځته کړه. د ۱۹۲۰مې ز لسیزې له وروستیو نه جواهر لعل نهرو چې د خپلواکۍ د مشرانو تر منځ یې له نړیوالو چارو سره پخوانۍ علاقه وه، د کنګرې درېځ د نړیوالو مسائلو په اړه تنظیم کړ. نهرو له ۱۹۴۷زکال نه د هند د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هند کړنلاره نړیوالو ته تشرېح کړه.
تر خپلواکۍ وروسته، د هند نړیوال نفوذ د کلونو په بهیر کې توپیر درلود. په ۱۹۵۰ز لسیزه کې د هند باور او اخلاقي واک لوړ و، چې له ختیځ او لویدیځ دواړو نه یې د پرمختیايي مرستو د ترلاسه کولو اسانتیا برابره کړه. که څه هم دا باور د هند د ناپېيلي درېځ له امله رامنځته شوی و، یاد هېواد ونه شو کولی، په سویلي اسیا کې د دولتونو تر منځ اړیکو په مرسته د سړې جګړې مخه ونیسي. هند له پاکستان سره د کشمیر په اړه د تند بحث په اړه، د مناقشې وړ سیمې اړوند د ملګرو ملتونو د ټولپوښتنې د مطرح کولو د غوښتنې له ردولو سره خپل باور له لاسه ورکړ. [۱۳]
په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰مو ز لسیزو کې له چین او پاکستان سره د جګړې او د منځنۍ اسیا له ګڼو نورو هېوادونو سره د اختلافونو او له متحده ایالتونو او چین نه د پاکستان د ملاتړ په ځواب کې د ۱۹۷۱ز کال په اګست میاشت کې د هند او شوروي اتحاد د ملګرتیا او همکارۍ تړون له لاسلیکولو سره، د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو تر منځ د هند نړیوال دررېځ کمرنګی شو. هند که څه هم له شوري نه د پاموړ پوځي او اقتصادي مرستې تر لاسه کړې، چې د ملت په پیاوړتیا کې يې مرسته وکړه، خو د دې انګېرنې له امله چې له شوري سره د هند ملګرتیا، په افغانستان کې د شوري د حضور د بېځنډه محکومیت مخه ونیوه، د هند سیمهييز او نړیوال نفوذ له خاورو سره خاورې شو. د ۱۹۸۰مې ز لسیزې په وروستیو کې، هند خپلې اړیکې له متحده ایالتونو، چين او ګڼو نورو پرمختللو هېوادونو سره ښې کړې او په ورته حال کې يې له شوروي اتحاد سره خپلو نږدې اړیکو ته دوام ورکړ. د بهرنیو چارو وزارت ډېره انرژي په سویلي اسیا کې له ګاونډیو، په ځانګړي ډول پاکستان، سریلانکا او نیپال سره د اړیکوو لپاره ځانګړې شوه. [۱۴]
ان له خپلواکۍ نه مخکې د هند استعماري دولت، نیمه-خپلواکې دیپلوماتیکې اړیکې او مستعمرې (لکه د عدن ښارګوټی)، لرلې، چې بشپړ ماموریتونه یې تر لاسه کول او لېږدول. هند ذ نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له بسټ اېښودونکو غړو نه یو و. په ۱۹۴۷ز کې، له بریتانیا نه تر خپلواکۍ اخیستلو وروسته ډېر ژر له مشترک المنافع هېوادونو سره یو ځای شو او په ګڼو نورو مستعمراتو کې یې د خپلواکۍ غوښتنې له غورځنګونو، لکه: د اندونیزیا ملي انقلاب نه په کلکه ملاتړ وکړ. بېلابېلې ځمکنۍ شخړې او وېش، په ځانګړي ډول د کشمیر پر سر لانجه به یې د راتلونکو کلونو لپاره اړیکې وشيندي. د سړې جګړې په بهیر کې هند د لویو ځواکونو له هېڅ یوه بلاک نه پلوي ونه کړه او د بهرني سیاست ناپېيلې پالیسي يې غوره کړه. له دې سره سره ،هند له شوروي اتحاد سره نږدې اړیکې رامنځته کړې او له پراخ نظامي ملاتړ نه یې برخمن شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د سړې جګړې پای، لکه څنګه چې د نړۍ پر ګڼو نورو هېوادونو اغېز درلود، د هند پر بهرني سیاست يې هم د پاموړ اغېز لاره. یاد هېواد اوسمهال هڅه کوي چې خپلې اقتصادي او ديپلوماتیکې اړيکې د متحده ایالاتو، جاپان، اسرایئل، مکسیکو، برازیل او اروپا اتحادیې له سوداګریز بلاک سره غښتلې کړي. هند د سویل ختیځې اسیا د اتحادیې له غړو هېوادونو، د افریقا اتحادیې، د عربو اتحادیې او ایران سره اړیکې جوړې کړې دي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
سره له دې چې هند له روسیې سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، اسرائیل د هند د دویم نظامي ملګري په توګه څرګند شوی دی. په داسې حال کې چې هند له متحده ایالتونو سره هم یوه پیاوړې ستراتیژیکه ملګرتيا جوړه کړې. د نارېندرا مودي د بهرني سیاست پالیسي ،پر اسیایي سیمو او په پراخ ډول پر سوداګریزو معاملاتو تمرکز ته اوښتې ده. [۲۹][۳۰]
پالیسي[سمول]
د هند بهرنۍ پالیسي تل د تاریخي او کلتوري ورتهوالي د محور پر شاوخوا د ګاونډیتوب مفهوم د پراخې متمرکزې کړۍ په توګه ګڼلی دی. [۳۱]
شاوخوا ۴۴ میلیونه هنديالاصله وګړي، له هند نه بهر مېشت دي او کار کوي، چې له مورني هېواد سره اړینه اړیکه لري. د هند د بهرني سیاست ونډه د کوربه هېواد له قوانینو سره سم د دوی د سوکالۍ او هوساینې تضمینول دي. [۳۲]
سرچینې[سمول]
[1] جي ۸+۵ (G8+5) یو نړیوال ګروپ دی چې د اته هېوادونو (کاناډا، فرانسه، جرمني،ایټالیا، جاپان، روسیه، بریتانیا او د امریکا متحده ایالتونه) مشران او د اقتصادي ودې په حال کې پنځو هېوادونو (برازیل، چین، هند، مکسیکو او سویلي افریقا) دولتي مشران په کې شامل وو.
- ↑ "MEA | Briefs on Foreign Relations". www.mea.gov.in. د لاسرسينېټه ۱۰ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "World Bank, International Comparison Program database: GDP, PPP (current international $)" (PDF). د لاسرسينېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Schaffer, Terisita C (2008). "Partnering with India: Regional Power, Global Hopes". Strategic Asia 2008–09. NBR. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "G8 SUMMIT: Developing Countries Stand Firm by Kyoto Protocol". Inter Press Service. 2005-07-05. د لاسرسينېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Asia to play bigger role on world stage: report - People's Daily Online". en.people.cn. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسينېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Analysts Say India'S Power Aided Entry Into East Asia Summit. [[:کينډۍ:Pipe]] Goliath Business News". Goliath.ecnext.com. 29 July 2005. د لاسرسينېټه ۲۱ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة) - ↑ Guebert, Alan (5 August 2008). "Guebert: WTO talks show declining U.S. clout". Journal Star. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Emerging economies eye IMF power". MmegiOnline. 26 October 2007. د لاسرسينېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 7 July 2008 باندې). G8 plus 5 equals power shift. The Australian.
- ↑ "India, Brazil, South Africa – the power of three". Inter Press Service. 2007-10-14. د لاسرسينېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۰ – عبر bilaterals.org. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Troop and police contributors". United Nations. June 2020. د لاسرسينېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 22 September 2004 باندې). Four nations launch UN seat bid. BBC News.
- ↑ Itty Abraham, "From Bandung to NAM: Non-alignment and Indian foreign policy, 1947–65." Commonwealth & Comparative Politics 46.2 (2008): 195–219.
- ↑ India – Foreign Relations. Countrystudies.us. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ High Commission of India in Australia: India Australia Relations Archived 13 October 2009 at the Wayback Machine.. Hcindia-au.org (20 April 2011). Retrieved 12 November 2011.
- ↑ First Assembly, Geneva, 15 November – 18 December 1920 Archived 13 January 2020 at the Wayback Machine.. Indiana.edu (18 December 1920). Retrieved 12 November 2011.
- ↑ UN list of members by admission Archived 12 July 2014 at the Wayback Machine.. Un.org. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ [۱] [مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
- ↑ Fact Sheet: United States and India: Strategic Partnership. Georgewbush-whitehouse.archives.gov (22 February 2006). Retrieved 12 November 2011.
- ↑ India and Archived 4 July 2013 at the Wayback Machine.. Ibef.org. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ "The EU's relations with India – Overview". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۰ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ India-Israel Partnership Archived 22 August 2012 at the Wayback Machine.. Meria.idc.ac.il. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ Mexico " International Relations Archived 17 October 2010 at the Wayback Machine.
- ↑ India, Brazil ink nine agreements. Rediff.com. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ India & Asean. Ibef.org. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ Terral, Jim. (4 April 2008) World Report: "India 2nd largest importer of conventional weapons," Business Standard, 14 February 2008. Worldreport.cjly.net. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ Indo-Arab relations; an account of India's relations with the Arab World from ancient up to modern times. Worldcat.org. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ . India elsewhere.
- ↑ Prospects for India-Russia Security Relations – Carnegie Endowment for International Peace Archived 12 May 2005 at the Wayback Machine.. Carnegieendowment.org. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ "The Assam Tribune Online". archive.is. 16 June 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۰۷ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Introduction to India's Foreign Policy, Embassy of India – Washington, DC Archived 27 July 2008 at the Wayback Machine.. Indianembassy.org. Retrieved 12 November 2011.
- ↑ India and the world-http://www.indianembassy.org/policy/30ar01.pdf