د هند او پاکستان جګړه (۱۹۴۷ – ۱۹۴۸ زکال)
د ۱۹۴۷ - ۱۹۴۸ زکال پر مهال د هند او پاکستان ترمنځ جګړه چې د کشمیر لومړۍ جګړه هم بلل کېږي له ۱۹۴۷ زکال څخه تر ۱۹۴۸ پورې د جامو او کشمیر د نوابي ایالت پر سر د هند او پاکستان ترمنځ وشوه. دغه جګړه د یادو دوه نوو خپلواکو شوو هېوادونو ترمنځ د څلورو جګړو لومړنۍ جګړه وه. پاکستان له خپلې خپلواکۍ څو اونۍ وروسته له وزیرستان څخه د قبایلي لښکرو (ملیشه پوځ) په جوړولو جګړې ته شدت ورکړ او د کشمیر د نیولو هڅه یې وکړه څو له هند سره د هغو د حاکم له یوځای کېدو مخه ونیسي. بې پلوه ارزونې ښيي چې هند په زیاتې بریا سره وکولای شول تر جنجال لاندې سیمو ډیرۍ برخې خپلې کړي. [۱][۲][۳][۴]
د جامو او کشمیر مهاراجا (حاکم) هري سېنګ په پونچ کې د خپلو مسلمانو اتباعو له پاڅون سره مخ شو او د خپلې پاچاهۍ د لویدیځو برخو کنټرول یې له لاسه ورکړ. د ۱۹۴۷ زکال د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د پاکستان قبایلي پښتانه وسله وال د دغه ایالت له پولو تېر شول. دغه قبایلي ملېشه وسله والو او بې نظمه پاکستاني پوځیانو د کشمیر د مرکز، سرینګر د نیولو په موخه حرکت وکړ، خو باراملا ته په رسېدو یې په چور لاس پورې کړ او همالته تم شول. حاکم هري سېنګ له هند څخه مرسته وغوښته، هند یې د غوښتنې د منلو لپاره شرط وړاندې کړ چې باید له هند سره د یوځای کېدو سند لاسلیک کړي.
جګړه په پیل کې د جامو او کشمیر د ایالتي ځواکونو او همدارنګه په شمال لویدیځ سرحدي ولایت کې د قبایلي سیمو د ملیشه وګړو ترمنځ وشوه. د ۱۹۴۷ زکال د اکتوبر په ۲۶مه له هند سره د دغه ایالت له الحاق کېدو وروسته هندي ځواکونه د الوتکو پر مټ د کشمېر پلازمېنې سرینګر ته راورسېدل. د بریتانیا د قومندانۍ افسرانو هم له هند سره د دغه ایالت د الحاق کېدو په استناد، په نښته کې د پاکستاني ځواکونو د ورګډېدو مخه نیوله. له دې سره دوی د ۱۹۴۸ زکال په وروستیو کې تسلیمۍ ته اړ شول او د پاکستان پوځ هم ډېر ژر په جګړه کې ښکېل شو. دواړو لورو په تدریجي بڼه خپل سنګرونه د هغې کرښې په اوږدو کې جوړ کړل چې اوس مهال د کنټرول کرښه بلل کېږي. د دواړو لورو ترمنځ رسمي اوربند د ۱۹۴۹ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه اجرایوي بڼه ومونده. [۵][۶][۷][۸]
مخینه
[سمول]له ۱۸۱۵ زکال وړاندې هغه سیمه چې نن ورځ د «جامو او کشمیر» په نوم پېژندل کېږي ۲۲ کوچني خپلواک ولایتونه یې لرل چې د شپاړلسو وګړي یې هندوان او د شپږ نورو یې مسلمانان وو چې ټول د افغانستان د امیر په قلمرو کې شامل وو؛ دغه ولایتونه د جلا سیمه ئیزو حاکمانو په لرلو سره له یو بل څخه جلا کړای شوي و. په ټولیزه توګه یاد ولایتونه د «پنجاب د تپې ولایتونه» بلل کېدل. دغه کوچني ولایتونه چې راجپوت پاچاهانو اداره کول د سترواک اکبر له مهال راوروسته په توپیر لرونکي خپلواک ډول باندې د مغولو د سترواکۍ تابع و او یا هم ځینې وختونه په هیماچال سیمه کې له کانګرا ایالت څخه کڼټرول کېدل. د مغولو له سقوط وروسته په کانګرا کې ګډوډۍ او په ګورساخ باندې بریدونو دغه ولایتونه یو پر بل پسې د رنجیت سنګ په مشرۍ د سېکانو تر کنټرول لاندې راوستل. [۹]
د انګرېزانو او سېکانو لومړنۍ جګړه (۱۸۴۵ – ۱۸۴۶ زکال) د کشمیر د سېک سترواک او د ختیځ هند د شرکت ترمنځ وشوه. په ۱۸۴۶ زکال کې د لاهور د هوکړې پر مټ سېکان اړ کړای شول چې د بیاس سیند او ستلج سیند ترمنځ ارزښتمنه سیمه (جولاندر دوآب) تسلیم او همدارنګه ۱.۲ میلیونه روپۍ غرامت ورکړي. له دې امله چې هغوی نشو کولای دغه پیسې په داسې اسانۍ سره ترلاسه کړي، د ختیځ هند شرکت د دوګرا حاکم، ګلاب سېنګ ته اجازه ورکړه څو یاد شرکت ته د ۷۵۰ زره روپیو په ورکولو کشمیر د سېکانو له پاچاهۍ خپل کړي. په دې سره ګلاب سېنګ د جامو او کشمیر د نوي تاسیس شوي ایالت لومړنی مهاراجا یا حاکم شو او داسې یوه لړۍ یې رامنځته کړه چې په راتلونکي کې یې په دغه ایالت واکمني وکړه؛ دا د بریتانوي راج پر مهال په ۱۹۴۷ زکال کې د هند د خپلواکۍ تر مهاله دویم لوی نوابي ایالت و.
د هند وېش
[سمول]۱۹۴۶ او ۱۹۴۷ زکلونه په ټول هند کې د مسلمانانو د اتحادیې او اسلامي ملت پالنې د رامنځته کېدو کلونه وو چې د هندي مسلمانانو لپاره یې د یو جلا هېواد د جوړېدو غوښتنه لرله. دغې غوښتنې د مستقیم اقدام په ورځ (د ۱۹۴۶ زکال د اګست ۱۶مه) له تاوتریخوالي سره مل شوې چې له امله یې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ ټولیز تاوتریخوالي رامنځته شول. بالاخره د ۱۹۴۷ زکال د جون په ۳مه نېټه په دوه جلا دولتونو باندې د بریتانوي هند د وېش پرېکړه وشوه چې د پاکستان په قلمرو کې اکثریت مسلمان نشینه سیمې او د هند په قلمرو کې نورې پاتې برخې شاملې شوې. په پام کې دا وه چې د پنجاب او بنګال دوه ایالتونه چې د مسلمانانو تر ټولو لویې سیمې وې په دوه جلا قلمروونو ووېشل شي. شاوخوا ۱۱ میلیونه کسان د پنجاب د دوه برخو ترمنځ کډوال شول او په ډېر احتمال سره یو میلیون کسان په ټولیزو تاوتریخوالو کې ووژل شول. جامو او کشمیر چې پنجاب ایالت ته یې څېرمه موقعیت درلود په مستقیم ډول د پنجاب د پېښو تر اغېز لاندې راغی.
نویو قلمروونو ته د واک د لېږد په موخه لومړنۍ ټاکل شوې نېټه د ۱۹۴۸ زکال د جون میاشت وه. ورته مهال د بریتانیا نایب السلطنت، لارډ مونټباټن په ټولنو کې دننه د تاوتریخوالو د زیاتوالي څخه په وېرې دغه نېټه د ۱۹۴۷ زکال د اګست ۱۵مې نېټې ته را لنډه کړه. په دې سره یې یوازې شپږ اونۍ وخت درلود چې د وېش لپاره د ترتیباتو ټول پړاوونه بشپړ کړي. د مونټباټن لومړنی پروګرام دا و چې د ۱۹۴۸ زکال تر جون میاشتې پورې د دواړو هېوادونو عمومي ګورنر پاتې شي. خو دغه چاره پاکستاني مشر محمد علي جناح وه نه منله. همدا و چې مونټباټن یوازې د هند د عمومي ګورنر په توګه پاتې شو، په داسې حال کې چې پاکستان بیا جناح د خپل عمومي ګورنر په توګه وټاکه. اټکل دا و چې د وسله والو ځواکونو ملي سازي د اګست تر ۱۵مې نېټې نه شي کېدای. له همدې امله د واک له لېږد وروسته هم بریتانوي افسران په خپلو څوکیو پاتې شول. د خدماتو د برخې مشران د خپلو اړوندو دولتونو له خوا ټاکل کېدل او هغو ته ځواب ویونکي هم و. عملیاتي نه، خو بشپړ اداري کنټرول فیلډ مارشال کلوډ اوچینلک ته وسپارل شو چې د «اعلي قومندان» په توګه یې دنده ترسره کوله او د دواړو نویو تاسیس شوو قلمروونو مشترکې دفاعي شورا ته ځواب ویونکی و. هند، جنرال راب لاکهارت او پاکستان هم جنرال فرانک مسروي د خپلو لویو درستیزانو په توګه وټاکل. [۱۰][۱۱][۱۲]
د ۱۹۴۷ زکال پر مهال د جګړې په دواړو ښکېلو غاړو کې د انګریزي قومندانانو او افسرانو شتون دغه جګړه په یوې حیرانونکې جګړې واړوله. په دواړو لورو کې دغو افسرانو هره ورځ له یو بل سره تلیفوني اړیکې لرلې او د یو بل پر وړاندې یې دفاعي دریځونه غوره کول. باور دا و چې «تاسو کولای شی هغوی په کلکه څپېړه په مخ ووهۍ، اما نه ډېره سخته؛ که چېرې داسې نه وي هر څه شوني دي». لاکهارت او مسروی دواړه د جګړې پر مهال تبدیل شول او ځای ناستو یې بوچر او داګلاس هڅه وکړه په خپلو اړوندو دولتونو کې د یو بل زغملو ته کار وکړي. روی بوچر د دغې چارې اړوند په ښکاره توګه په هند کې بریالی و، خو ګریسي تسلیم شو او اجازه یې ورکړه بریتانوي افسران د پاکستان په اړخ کې عملیاتي رول ولوبوي. آن تر دې چې یو بریتانوي افسر هم د عملیاتو پر مهال ووژل شو.[۱۳][۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Nawaz, Shuja (May 2008), "The First Kashmir War Revisited", India Review, 7 (2): 115–154, doi:10.1080/14736480802055455, S2CID 155030407
- ↑ "Pakistan Covert Operations" (PDF). Archived from the original (PDF) on 12 September 2014.
- ↑ Brower, D.R. (1988). The World in the Twentieth Century: The Age of Global War and Revolution. Prentice-Hall. p. 257. ISBN 978-0-13-965526-5.
That war represented a defeat for Pakistan. Hoping to conquer Kashmir, the Pakistani leaders had sent their best troops into battle against the Indian army. Military victory proved beyond the means of the smaller state, though it was by the mid - 1960s a militaristic regime.
- ↑ Raghavan, War and Peace in Modern India 2010، مم. 31, 34–35, 105.
- ↑ Lyon, Peter (1 January 2008). Conflict Between India and Pakistan: An Encyclopedia (په انګليسي). ABC-CLIO. p. 80. ISBN 978-1-57607-712-2.
- ↑ Kashmir Archived 30 April 2015 at the Wayback Machine. in Encyclopædia Britannica (2011), online edition
- ↑ Prasad & Pal, Operations in Jammu & Kashmir 1987، م. 371.
- ↑ Schofield, Kashmir in Conflict 2003، م. 80.
- ↑ Hutchison, J.; Vogel, Jean Philippe (1933). History of the Panjab Hill States. Superint., Gov. Print., Punjab.
- ↑ Hodson, The Great Divide 1969، مم. 262–265.
- ↑ Hodson, The Great Divide 1969، مم. 293, 329–330.
- ↑ Hodson, The Great Divide 1969، مم. 293, 320.
- ↑ Ankit, Kashmir, 1945–66 2014، مم. 54, 56.
- ↑ Ankit, Kashmir, 1945–66 2014، مم. 57–58.