د هند او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو او هند تر منځ د اړیکو تاریخچه د هند د خپلواکۍ خوځښت ته رسيـږي، او په ۱۹۴۷ م کال کې د بریتانیا څخه د هند د خپلواکۍ را وروسته یې هم په ښه توګه دوام وموند. په دې وختونو کې، د هند او متحده ایالاتو تر منځ نژدې اړیکې ټینګي دي او څو ځله یې د مهمو موضوعاتو په اړه یوځای بحث کړي لکه د تروریزم پرخلاف مبارزه ( د پاکستان د مداخلې په اړه اندېښنه )، همدارنګه د پاکستان د اټومي وسلو د پرواګرام په اړه بي باوري او تر ټولو مهمه موضوع بیا د هند او ارام په سمندر کې د چین نفوذ و.

په ۱۹۵۴ م کال کې، متحده ایالاتو پاکستان د مرکزي تړون د سازمان په توګه د تړون متحد جوړ کړ. ددې کار په غبرګون کې هند د شوروي اتحاد سره ستراتيژیکې او نظامي اړیکې ټينګي کړي. په ۱۹۶۱ م کال کې هند د غیرمتحدینو په ګوند کې شامل شو تر څو د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد تر منځ په سړه جګړه کې له مداخلې څخه مخنیوي وکړي. د هند او پاکستان تر منځ د ۱۹۷۱ م کال د جګړې پر مهال د نیکسون حکومت لخوا د پاکستان ملاتړ کول د هند سره د دوي په اړیکو اغیزه درلوده، دغه تاثیراتو په ۱۹۹۱ م کال کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو پورې دوام وکړ. په ۱۹۹۰ لسیزه کې، د هند بهرنۍ پالیسۍ د قطبي نړۍ سره مطابقت وښود او له متحده ایالاتو سره یې بېرته خپلې اړیکې ټینګي کړي. [۱]

په یوویشتمه پېـړۍ کې، د هند بهرنۍ تګلارې د خپلواکو حقونو د ساتنې او د څو اړخیزو اړیکو په نړۍ کې د خپلو ملي ګټو د ودې لپاره د ستراتیژیکي خپلواکۍ څخه کار واخیست. د ولسمشر جورج ډابیلو بوش (۲۰۰۱ ــ ۲۰۰۹ م کال پورې )، او باراک اوباما (۲۰۰۹ ـ ۲۰۱۷ م کال پورې ) د حکومتونو پر مهال، د امریکا متحده ایالاتو د هند د اصلي ملي ګټو سره همغږي ښودلي او د پام وړ بهرني اندیښنې یې ومنلي. [۲][۳][۴]

په دوه اړخيزه سوداګرۍ او پانګونې کې زیاتوالي، په نړیوالو امنیتي مسایلو کې همکاري، د نړیوالې حکومتوالي ( د ملګرو ملتونو د امنیت شورا )  په مسایلو کې د پریکړي کولو په چارو کې د هند شاملېدل، د سوداګرې او پانګونې په سازمانونو کې ( نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق، د اسیاـ پاسیفیک اقتصادي سازمان ) د هند شتون، د څو اړخيزو صادراتو په رژیمونو کې د هند شامليدل ( د میزایل ټیکنالوژي کنټرولي رژیم، واسنر، د اسټرالیا ډلې رژیم ) او په اټومي برابرونکي ګروپ کې د داخليدو ملاتړ او همداراز د ټیکنالوژي په شریکولو سره ګډ تولید د متحده ایالاتو او هند په اړیکو کې د پرمختګ مهم ټکي و. په ۲۰۱۶ م کال کې، هند او متحده ایالاتو د لوژیستکي تبادلې یو تړون لاسلیک کړ او هند یې د متحده ایالاتو د یو ستر دفاعي ملګري په توګه یاد کړ. د دوي تر منځ په دوه اړخېزو اړیکو کې د لیري والي    سربیره، هند او متحده ایالاتو په څو اړخيزو ډلو کې لکه د (څلور اړخیزه امنیتي مسایلو ډله او د ای ټو او یو ټو ګروپ) کې خپلې همکاري ته دوام ورکړ. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د ګالوپ د نړیوالو چارو د کلني سروې په اساس، امریکایان هند په نړۍ کې خپل د خوښي شپږم هېواد په توګه پيژني، او په ۲۰۱۵ م کال کې ۷۱ سلنه امریکایانو هند ته په ښه سترګه کتل. د ګالپ څيړنه دا ښيي چې په ۲۰۱۷ م کال کې ۷۴ سلنه امریکایانو هند ته مثبته رایه ورکړي وه چې په ۲۰۱۹ م کال کې دا شمېره ۷۲ وه، په ۲۰۲۰ م کال کې دا شمېره ۷۵ سلنې ته پورته شوه او په ۲۰۲۲ م کال کې بیا ۷۷ سلنې ته پورته شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د سهارني مشوري د کمپنۍ د سروې په اساس چې د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان د حکومت تر ړنګېدو وروسته شوي وه دا ښودله چې، ۷۹ سلنه هندیانو متحده ایالاتو ته په ښه سترګه کتل، او ۱۰ سلنه نورو بیا منفي رایه ورکړي وه. د ۱۵ هېوادونو د سروې د سلنې له مخې د هند مثبته سلنه تر ټولو پورته وه چې حتا دا تر امریکایانو هم لوړه درجه وه چا چې متحده ایالاتو ته په سترګه کتلي و. [۱۶]

د سوداګري د وزرات لخوا وړکړل شوي معلوماتو پر اساس په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ م کلونو کې د دغو هېوادنو تر منځ دوه اړخيز سوداګرۍ تر ۱۱۹.۴۲ میلیارده ډالره وواښته. متحده ایالاتو ته صادرات په ۲۰۲۱ او۲۰۲۲ م کلونو کې ۷۶.۱۱ میلیارده ډالره ته پورته شو چې په تېر کال کې دا شمېر ۵۱.۶۲ میلیارده ډالره و. په داسې حال کې چې وارادت د ۲۰۲۰ـ۲۰۲۱ م کال په پرتله چې ۲۹ میلیارده ډالرو و ۴۳.۳۱ میلیارده ډالره ته پورته شول. [۱۷]

تاریخچه[سمول]

امریکايي انقلاب او د ختیځ هند شرکت[سمول]

لويه بریتانیا او فرانسې د امریکا سره سره په هند کې هم سیمې درلودي. په ۱۷۷۸ م کال کې، کله چې فرانسې د بریتانیا خلاف د جګړې اعلان وکړ نو د فرانسې او بریتانیا د مستعمرو تر منځ په هند کې جګړه پیل شوه. دا جګړه په هند کې دوهمه انګولاــ میسرو جګړه وه. د میسرو واکمن سلطان حیدر علي د فرانسې سره متحد شو، او له ۱۷۸۰ م کال څخه تر ۱۷۸۳ م کال پورې د فرانسې او میسرو ګډو پوځونو په لويدېځ او سویلي هند کې څو ځله د بریتانیا خلاف جګړه وکړه، دا جګړې په ځینو خاصو ځينو کې لکه ماحي او مینګولار کې وشوي. [۱۸]

د جون په ۲۹ نېټه، کله چې دواړه لورې کمزوري شول، بریتانیا د همس میډیا جنګي بېړي واستولي تر څو فرانسه تسلیمي ومني او همداراز لیکونه یې هم ور ولېږل چې په واضح ډول یې دا بیانول چې د امریکا انقلابي جګړه پای ته رسېدلي ده. د پاریس تړون د ۱۷۸۲ م کال د نومبر په ۳۰ نېټه جوړ شو، دا تړون د کودالور د محاصرې څخه څو میاستې مخکې برابر شوي و خو دا خبر د هند سره د اړیکو نیولو د ناوخته کېدو له امله هند ته اووه میاشتې وروسته ورسېد. د پاریس تړون بالاخره د ۱۷۸۳ م کال د سپټمبر په ۳ نېټه لاسلیک شو او د متحده ایالاتو د ګانګراس له لورې څو میاشتې وروسته تصویب شو. د دې تړون په اساس، بریتانیا پوندیچاری بېرته فرانسې ته وسپاره او کودالور بیا بریتانیا ته وسپارل شو. [۱۹]

داسې ویل کېـږي چې د ختیځ هند د شرکت بېرغ د ۱۷۷۵ م کال د سترې اتحادیې د شرکت د بېرغ څخه الهام اخیستي. په پایله کې دا ويلي شو چې په اوس وخت کې د متحده ایالاتو بېرغ ته الهام ورکوي ځکه چې دواړو یو ډول ډیزاین درلود. میسوري راکټونه د بیلتیمور په جګړه کې هم کارول شوي و او همداراز د متحده ایالاتو په ملي سرود ( ستوري لرونکي بنر ) کې هم ذکر شوي: او د راکټونو سره ځلا، بومونه په هوا کې چوي.[۲۰][۲۱]

د بریتانیا تر راج لاندې[سمول]

د بریتانیا د راج پر وخت د متحده ایالاتو او هند اړیکې کمزوري وي. سوامي ویوکاناندا ( هندي راهب ) په ۱۸۹۳ م کال کې په متحده ایالاتو کې د نړیوالو دینونو په پارلمان کې چې د چیکګو په ایالت کې و د نړیوال میلې په ترڅ کې یوګا او اویدنتا ته وده ورکړه. مارک تایوان په ۱۹۸۶ م کال کې هند ته سفر وکړ او په خپله سفرنامه ( د استوا په لټه ) کې یې دا بیان کړل چې هند یوازینې بهرني هېواد دي چې هاغه یې خوب لیدلي و او یا یې د بیا لېدلو هيله درلوده. د هند په اړه، امریکایانو د انګلیسي لیکوال ریګارډ کیفلینګ څخه ډېر څه زده کړل.  مهاتما ګاندي په ۱۹۵۰ م لسیزه کې  د امریکا د مدني حقونو د ګوند د مشر مارتین لوتر کینګ جر د عدم تشدد په فلسفه کې مهم نفوذ درلود. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ م لسیزو کې، روزولت د دې سربیره چې د بریتانیا سره متحد و، د هند د خپلواکۍ د خوځښت کلک ملاتړي و. لومړني مهمه کډوالي له هند څخه په ۱۹۶۵ م کال کې وشوه چې دا وګړي سیک بزګران و چې په شلمه پېـړۍ کې کالفورنیا ته کډوال شول.  [۲۶][۲۷][۲۸]

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال  [سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال ، هند د جاپان پر وړاندې جګړه کې د امریکا، چین او برما د تیاتر په اصلي اډه بدل شو. همداراز لسګونه زره امریکايي سرتيري هند ته راورسیدل او پرمختللي ټیکنالوژي وسایل او پیسې یې له ځان سره راوړي. دوی بېرته په ۱۹۴۵ م کال کې له هند څخه ووتل. د امریکا د غوښتنو په اساس ډیرې اندیښنې رامنځته شوي ځکه د متحده ایالاتو ولسمشر فرانکلین دی روزولت غوښتنه کوله چې هند ته باید خپلواکۍ ورکړل شي، خو چارچیل دا وړاندیز په جدي توګه رد کړ. روزولت څو کلونه دوامداره هڅه کوله تر څو بریتانیا له هند څخه جدا شي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Cohen, Stephen P. (January 2010). Superpower Rivalry and Conflict – Pakistan and the Cold War (PDF). Brookings. د کتاب پاڼي 76, 77, 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-55025-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Welcome to Embassy of India, Washington D C, USA". د اصلي آرشيف څخه پر March 26, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "The tenets of India's independent foreign policy" (PDF). dpcc.co.in. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 4, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 25 May 2015 باندې). One year of Modi Government: Us versus them. Indian Express.
  5. (په 25 January 2015 باندې). Indo-US joint statement after Obama-Modi talks. The Hindu.
  6. (په 11 June 2015 باندې). An India-US Tussle Over Technology Transfer. The Diplomat.
  7. "India, US Sign Logistics Exchange Agreement". The Diplomat. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په August 30, 2016 باندې). In key step toward stronger defense ties, U.S., India ink military logistics agreement. The Japan Times.
  9. "India, US finalise Major Defence Partner agreement". The Indian Express. December 9, 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Michael Kugelman (14 July 2022). "Another Quad Rises". Foreign policy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Canada, Great Britain Are Americans' Most Favored Nations". Gallup.com. 2015-03-13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "North Korea Remains Least-Popular Country Among Americans" (په انګلیسي ژبه کي). Gallup.com. February 20, 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Americans' Favorable Views of China Take 12-Point Hit". Gallup.com (په انګلیسي ژبه کي). March 11, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Inc, Gallup (3 March 2020). "Iran, North Korea Liked Least by Americans". Gallup.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Inc, Gallup (2022-03-14). "Americans Rate Canada, Britain, France, Japan Most Favorably". Gallup.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. How the World Sees America Amid Its Chaotic Withdrawal from Afghanistan
  17. "US Becomes India's Biggest Trading Partner, Surpasses China". NDTV. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Grant, R. G. (October 24, 2017). 1001 Battles That Changed the Course of History. Book Sales, 2017. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0785835530. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Boswell, James (1783). Affairs in the East Indies App 1783 - Extract of a Letter from Vice-Adm. Sir Edward Hughes to Mr. Stephens. The Scots Magazine. د کتاب پاڼي 685–688. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Eugene Van Sickle. "The Congreve Rockets in the War of 1812" (PDF). Dalton State College. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 25, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Fawcett, Sir Charles (1937). "The Striped Flag of the East India Company, and its connexion with the American 'Stars and Stripes'". The Mariner's Mirror. 23 (4): 449–476. doi:10.1080/00253359.1937.10657258. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  22. Holden Furber, "Historical and Cultural Aspects of Indo-American Relations," Journal of the University of Bombay (1965), Vol. 34 Issue 67/68, pp 95-116.
  23. Barbara Schmidt. "Chronology of Known Mark Twain Speeches, Public Readings, and Lectures". marktwainquotes.com. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Isaacs, Scratches on Our Minds: American Views of China and India (1980) p 241
  25. Gupta, Vipin; Saran, Pankaj (2007). David Leninson; Karen Christensen (المحررون). Global Perspectives on the United States: A Nation by Nation Survey. 1. Great Barrington, MA: Berkshire Publishing Group. د کتاب پاڼي 294–300. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-933782-06-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Foster Rhea Dulles, and Gerald E. Ridinger. "The Anti-Colonial Policies of Franklin D. Roosevelt." Political Science Quarterly (1955): 1–18. in JSTOR
  27. Kenton J. Clymer, Quest for Freedom: The United States and India's Independence (2013).
  28. Gonzales, Juan L.; Jr (1986). "Asian Indian Immigration Patterns: The Origins of the Sikh Community in California". International Migration Review. 20 (1): 40–54. doi:10.1177/019791838602000103. JSTOR 2545683. S2CID 145124856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Rubin, Eric S. (2011). "America, Britain, and Swaraj: Anglo-American Relations and Indian Independence, 1939–1945". India Review. 10 (1): 40–80. doi:10.1080/14736489.2011.548245. S2CID 154301992. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Arthur Herman (2008). Gandhi & Churchill: The Epic Rivalry That Destroyed an Empire and Forged Our Age. Random House Digital, Inc. د کتاب پاڼي 472–539. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-553-80463-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. کينډۍ:Air Force Historical Research Agency
  32. Maurer, Maurer (1983). Air Force Combat Units of World War II. Maxwell AFB, Alabama: Office of Air Force History. کينډۍ:ISBN.