منځپانگې ته ورتلل

د هند-چين سرحدي اختلاف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هند او چین سرحدي لانجه د خاورې د دوو لویو او څو کوچنیو جلا جلا ټوټو د حاکمیت پر سر یو روان اختلاف دی. د چین اکسای لومړی قلمرو د چين په‌واسطه د اویغورسین کیانګ د خپلواکې سیمې او د تبت د خپلواکې سیمې د يوې برخې په توګه اداره کېده او د هند په‌واسطه د لاداخ اتحادیې د قلمرو په توګه ادعا کېده؛ دا د کشمیر او تبت په نامسکوني ارتفاعاتو کې تر ډېره ویجاړې ځمکې دي چې د سین کیانګ – تبت لویه لاره ترې تېريږي، خو په څنډو کې د پام‌وړ څړځايي ځمکې لري. بله لانجمنه خاوره په سویل کې د مک ماهون کرښه ده، هغه سیمه چې مخکې د شمال ختيځ د سرحدي اژانس په توګه پېژندل کېده او اوس‌ مهال د اروناچل پردیش په نوم د هند په‌واسطه اداره کېږي. د مک ماهون کرښه په ۱۹۱۴ کال کې د سیملا کنوانسیون برخه وه چې د چین له هوکړې پرته د هند، بریتانیا او تبت ترمنځ لاسلیک شوه. چین دا تړون ردوي او وايي چې تبت د سمیلا کنوانسیون/معاهدې د لاسلیک پر مهال هېڅ‌کله خپلواک نه و. [۱]

د هندو-چين جګړه په ۱۹۶۲ کال کې په دواړو لانجمنو سیمو کې پېښه شوه. چیني پوځيانو په لویدیځ کې په لاداخ کې د هند پر سرحدي پوستو برید وکړ او په ختيځ کې د مک ماهون له کرښې څخه تېر شول. په ۱۹۶۷ کال کې په سیکیم سیمه کې یوه لنډمهاله نښته رامنځته شوه. په ۱۹۸۷ او ۲۰۱۳ کال کې د دواړو کرښو د حقیقي کنترول پر سر احتمالي نښتې په بریالیتوب سره راکمې شوې. یوه نښته چې د بوتان او چین تر منځ د بوتان تر ولکې لاندې سرحدي سیمه په کې ښکېله وه په ۲۰۱۷ کال کې هندي او چیني سرتېرو ته د اوښتيو زیانونو په دوام راکمه شوه. په ۲۰۲۰ کال کې پرلپسې شخړې رامنځته شوې او د ۲۰۲۰ کال په جون کې د مړیو شمېر لسګونه تنو ته ورسېد. [۲][۳]

هغه تړونونه چې د سرحدي مسئلې د وروستي حل په تمه لاسلیک شوي وو، په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ کلونو کې پرې هوکړه شوې وه. چې «د باور جوړوني اقدامات» او د کنترول حقیقي کرښه په کې شامله وه. د سرحدي مسئلې د په نښه کولو لپاره د مشترکې کاري ډلې (JWG) په څېر رسمي ډلې د سرحدي موضوع لپاره رامنځته شوې. چې د دیپلوماتیکو او پوځي متخصصو ډلو په مرسته پر مخ وړل کېدې. په ۲۰۰۳ کال کې د سلا او همغږۍ میکانیزم (WMCC) په نوم د اختلاف د حل یو بل کاري میکانیزم رامنځته شو. [۴][۵][۶]

مخینه/پسمنظر

[سمول]

اکسای چین

[سمول]

د چین اکسای له استوګنې څخه تشه یوه پرېښودل شوې سیمه ده چې له کاراکاش سیند څخه د شاوخوا ۱۴۰۰۰ فوټه (۴۳۰۰) فاصلي او تر کنګلي څوکو پورې د سیند له سطحې څخه د ۲۲۵۰۰ فوټه (۶۹۰۰) ارتفاع په لرلو تر ټولو ټيټه سیمه ده. مساحت يې شاوخوا ۳۷۲۴۴ کیلومتره مربع (۱۴۳۸۰ مایل مربع) دی. د یادې سیمې نړېدل په دې معنا وو چې له دې لارې د لرغونو سوداګریزو ټاکلو لارو له تېرېدلو پرته یې هېڅ د پام‌وړ انساني ارزښت نه درلود، چې په اوړي کې يې له سین کیاګ او تبت څخه د یاک‌يانو کاروانونو ته لنډه لار جوړوله.[۷]

په لویدیځه برخه کې د سرحدونو اړوند يو له لومړنیو تړونونو څخه په ۱۸۴۲ کال کې د دوګرا او تبت تر جګړې وروسته صادر شو. د پنجاب د سیک سترواکۍ په ۱۸۳۴ کال کې لاداخ د جامو له ایالت سره ضمیمه کړی و. په ۱۸۴۱ کال کې هغوی له يو پوځ سره پر تبت برید وکړ. تبتي ځواکونو د سیکانو پوځ ته ماته ورکړه او په‌خپل وار سره لاداخ ته دننه شول او د لیاه ښار يې محاصره کړ. تبتیانو او سیکانو د سیک پوځيانو له‌خوا تر پلټنې وروسته د ۱۸۴۲ کال په سېپټمبر کې یو تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې د بل هېواد په پولو کې هېڅ ډول درغلي يا لاسوهنه نه کېده. په ۱۸۴۶ کال کې د سیکانو له‌خوا د بریتانیا ماته بریتانیا ته د لاداخ حاکميت د لېږد لامل شوه او بریتانوي کمیشنرانو له چيني چارواکو سره د کتنې هڅه وکړه تر څو د خپلې مشترکې پولې په اړه ورسره خبرې وکړي. که څه هم دواړه لوري په پوره اندازه راضي وو چې یوه دودیزه پوله د طبعي عناصرو په واسطه تعریف شوې او په رسمیت پېژندل شوې او سرحدي کرښه نه وه مشخصه شوې. سرحدونه په دواړو انتهاوو کې چې د پانګونګ سیند او د قراقورام بندر و په ښه ډول تعريف شوي وو، خو د چين د اکسای سیمه يې تر منځ په لویه کچه نه وه تعریف شوې.  [۸][۹][۱۰]

د جانسون کرښه

[سمول]

ډبلیو اېچ جانسون، د هند له سروې سره يو ملکي مامور و، چې په ۱۸۶۵ کال کې يې د «جانسون کرښه» وړاندیز کړه چې د چين اکسای په جامو او کشمیر کې یې ځای پر ځای کړه. دا د دونګان د بلوا وخت و هغه مهال چې چين د سین کيانګ کنټرول نه درلود، په دې توګه دا کرښه هېڅ‌کله چینایانو ته وړاندې نه شوه. جانسون دا کرښه د جامو او کشمیر مهاراجا ته وړاندې کړه، چې وروسته يې داسې ادعا وکړه چې ۱۸۰۰۰ کیلومتره مربع د هغه په خاوره کې موقعیت لري او د ځينو راپورونو پر اساس يې د کان لون په غرونو کې د سانجو تر بندر پورې د شمالي خاورې ادعا لرله. د جامو او کشمیر مهاراجا په شهيدالله (معاصر زیدالله) کې یوه کلا جوړه کړه او د څو کلونو لپاره یې د کاروانونو د خوندیتوب لپاره هلته سرتېري ځای پر ځای کړل. په نهایت کې ډېری سرچينو شهیدالله او د پورتني کاراکاش سیند د سین کیانګ په خاوره کې ځای پر ځای کړه. (له متن سره ضمیمه نقشه وګورئ) د فرانسیس یونګ هاسبند په وينا چې د ۱۸۸۰ لسیزې په وروستیو کې يې دا سیمه وپلټله په شهیدالله کې یواځې یوه متروکه/پرېښول شوې کلا موجوده وه او هېڅ د استوګنې کور هلته نه شته و- دا یواځې د کوچیو قرغیزیانو لپاره یوه مناسبه پوسته او مناسب مرکز و. دا متروکه کلا ظاهراً څو کاله مخکې د دوګریانو په‌واسطه جوړه شوې وه. چينایانو په ۱۸۷۸ کال کې سین کیانګ بیاځلي فتح کړ او په ۱۸۹۰ کال کې د دې موضوع اړوند تر پرېکړې کولو مخکې هغوی د شهیدالله مسئله په مخ کې لرله. په ۱۸۹۲ کال کې چین د قراقورام په بندر کې سرحدي نښګر نصب کړل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۸۹۷ کال کې د بریتانیا پوځ یو افسر ښاغلي جان ارداغ سرحدي کرښه د یارکند سیند په شمال کې د کون لون غرونو په اوږدو کې وړاندیز کړه. هغه مهال بریتانیا د روسیې د پراختيا په اړه اندېښمنه وه، ځکه چين کمزوری شوی و، او ارداغ داسې استدلال کاوه چې د هغه کرښه ډېره د دفاع وړ ده.  د ارداغ کرښه په عملي ډول د جانسون د کرښې سمول وو چې د «جانسون – ارداغ کرښې» په نوم پېژندل کېږي.   

د مکارتني – مکدونالډ کرښه

[سمول]

په ۱۸۹۳ کال کې په سن پترزبورګ کې د هونګ تاچن په نوم یو لوړپوړي چيني چارواکي د سیمې نقشې په کاشغر کې د بریتانیا کونسل جنرال جورج ماکارتني ته ورکړې چې په جزئیاتو کې له یو بل سره همغږي وو. بریتانیا په ۱۸۹۹ کال کې یو سم/اصلاح شوی سرحد وړاندیز کړ، چې په لومړیو کې د مکارتني په‌واسطه وړاندیز شو او د هند د عمومي قومندان ارباب الګین په‌واسطه يې پراختيا ومونده. دا سرحد د لینګزي تانګ دښتې چې د هند لاکتسانګ غرونو په سویلي څنډه کې موقعیت لري او د چین اکسای د چين د لاکتسانګ غرونو د شمالي څنډو تر منځ ځای پر ځای کېږي.  دا سرحد د ځينې دلیلونو له مخې د انګلیسي چارواکو له‌خوا د قراقوم غرونو په اږدو کې وړاندیز او ملاتړ شو. د قراقوم غرونه یوه طبعي پوله جوړه کړه چې د اباسین سیند تر حوضې پورې يې د بریتانيا پولې ټاکلې او د تاریم سیند د  اوبو حوضه يې د چين په کنترول کې پرېښوه او پر دغه لاره د چين کنترول په مرکزي اسیا کې د روسیې له پرمختګ څخه مخنیوی کاوه.  بریتانویانو دا کرښه چې د مکارتني-مکدونالډ کرښې په نوم پېژندل کېږي په ۱۸۹۹ کال کې د ښاغلي کلود مک دونالد په‌واسطه په یو یادښت کې چینایانو ته وړاندې کړه. د چېنګ دولت دغې یادښت ته ځواب ورنکړ. د ځینې مبصرینو په وینا چين باوري و چې دا یوه منل شوې کرښه ده. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Aakash Hassan, Hannah Ellis-Petersen, 'Our pastures have been taken': Indians rue China's Himalayan land grab Archived 17 December 2022 at the Wayback Machine., The Guardian, 3 July 2020.
  2. Ramachandran, Sudha (15 July 2020). "Beijing Asserts a More Aggressive Posture in Its Border Dispute with India". Jamestown Foundation. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 July 2020. بياځلي په 17 July 2020.
  3. Goldman, Russell (17 June 2020). "India-China Border Dispute: A Conflict Explained". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 June 2020. بياځلي په 27 June 2020.
  4. Shankar, Mahesh (2018-09-03). "2: Territory and the China-India Competition". In Paul, T. V. (ed.). The China-India Rivalry in the Globalization Era. Georgetown University Press. pp. 40–41. ISBN 978-1-62616-600-4.
  5. "Agreement on the Political Parameters and Guiding Principles for the Settlement of the India-China (April 11, 2005)". mea.gov.in. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 February 2021. بياځلي په 2021-02-20.
  6. "India, China to set up working mechanism on border management". The Hindu. 2012-01-17. ISSN 0971-751X. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 October 2020. بياځلي په 2021-02-22.
  7. (Maxwell 1970)
  8. The Sino-Indian Border Disputes, by Alfred P. Rubin, The International and Comparative Law Quarterly, Vol. 9, No. 1. (Jan. 1960), pp. 96–125. کينډۍ:JSTOR.
  9. (Maxwell 1970)
  10. Guruswamy, Mohan (2006). Emerging Trends in India-China Relations. India: Hope India Publications. p. 222. ISBN 978-81-7871-101-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 June 2016. بياځلي په 27 October 2015.
  11. Mohan Guruswamy, Mohan, "The Great India-China Game", Rediff, 23 June 2003. Archived 30 September 2016 at the Wayback Machine..
  12. Younghusband, Francis E. (1896). The Heart of a Continent. John Murray, London. Facsimile reprint: (2005) Elbiron Classics, pp. 223–224.
  13. Grenard, Fernand (1904). Tibet: The Country and its Inhabitants. Fernand Grenard. Translated by A. Teixeira de Mattos. Originally published by Hutchison and Co., London. 1904. Reprint: Cosmo Publications. Delhi. 1974, pp. 28–30.
  14. Mohan Guruswamy, Mohan, "The Great India-China Game", Rediff, 23 June 2003. Archived 30 September 2016 at the Wayback Machine..
  15. Calvin, James Barnard (April 1984). "The China-India Border War". Marine Corps Command and Staff College. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 November 2011.
  16. (Woodman 1970، مم. 73, 78)
  17. Noorani, A.G. (30 August 2003), "Fact of History", Frontline, vol. 26, no. 18, خوندي شوی له the original on 2 October 2011
  18. (Woodman 1970، مم. 102): "The proposed boundary seems never to have been considered in the same form again until Alastair Lamb revived it in 1964".
  19. "India-China Border Dispute". GlobalSecurity.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 February 2015.
  20. Verma, Virendra Sahai (2006). "Sino-Indian Border Dispute at Aksai Chin - A Middle Path For Resolution" (PDF). Journal of Development Alternatives and Area Studies. 25 (3): 6–8. ISSN 1651-9728. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 19 October 2013.