د همجنسګرایانو ټولنیز خوځښتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځینه همجنسګرایانو، نارینه همجنسګرایانو، دوه جنسه و او تراجنسانو (LGBT) خوځښتونه هغه ټولنیز خوځښتونه دي چې په ټولنه کې له همجنسګرایانو ملاتړ کوي. دغه ټولنیز خوځښتونه کېدای شي د همجنسګرایانو لپاره په مساوي حقونو لکه د همجنسګرایانو د واده حق او یا هم لکه له ۱۹۶۰ مې لسیزې څخه تر ۱۹۷۰ مې لسیزې پورې د همجنسګرایانو د ازادۍ غوښتنې د خوځښت غوندې د هغو پر آزادۍ ټینګار وکړي. د ۱۹۵۰ مې لسیزې د هوموفیل خوځښت په څېر د همجنسګرایانو پخوانیو خوځښتونو له یو بل څخه په ملاتړ او د یو بل په منلو تمرکز درلود. په داسې حال کې چې داسې ټول شموله لومړنی مرکزي بنسټ شتون نه لري چې د ټولو همجنسګرایانو استازیتوب او د هغو له حقونو دفاع وکړي؛ په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر سازمانونه شتون لري چې د همجنسګرایانو د حقونو په برخه کې فعاله دي. د همجنسګرایانو د حقونو څخه د ملاتړ لومړني سازمانونه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې رامنځته شول. [۱]

د دغو خوځښتونو ترمنځ تر ټولو رایجه موخه د همجنسګرایانو لپاره ټولنیز مساوات دی، خو لا تر اوسه هم دغه ډله وګړي له بشپړو حقونو محروم دي. یو شمېر نورو بیا د همجنسګرایانو د ټولنو په جوړولو تمرکز لرلی او یا یې هم له دوه جنسه توب، همجنسګرایي او تراجنس والي څخه د ټولنې د وېرې د له منځه وړو هڅې کړې دي. اوس مهال د همجنسګرایانو د حقونو لپاره پراخه مبارزه شتون لري؛ د دغه مهال د همجنسګرایانو خوځښتونه د لابي کولو، لاریونونو، ټولنیزو ډلو جوړولو، رسنیو، هنر او څېړنو په ګډون د سیاسي فعال توب او کلتوري فعالیتونو له پراخ طیف څخه ګټنه کوي. [۲][۳]

تاریخچه[سمول]

۲۱ مه پېړۍ[سمول]

هالنډ لومړنی هېواد و چې په ۲۰۰۱ زکال کې یې د همجنسګرایانو واده ته اجازه ورکړه. ورپسې په ۲۰۰۳ زکال کې بلجیم او هسپانیا او په ۲۰۰۵ زکال کې کاناډا هم د ورته چارې اجازه ورکړه. له دې وروسته تر ۲۰۲۰ زکال پورې په سویلي افریقا، ناروې، سویډن، پرتګال، آیسلنډ، ارجنټاین، مکسیکو، ډنمارک، برازیل، فرانسې، یوروګوای، نیوزلنډ، بریتانیا، لوکزامبورګ، آیرلنډ، د امریکا متحده ایالاتو، کولمبیا، فنلنډ، جرمني، مالتا، اسټرالیا، اطریش، تایوان، اکواډور او کوستاریکا کې هم د همجنسګرایانو واده په رسمیت وپېژندل شو. سویلي افریقا لومړنی افریقايي هېواد و چې په ۲۰۰۶ زکال کې یې د همجنسګرایانو واده قانوني کړ او تر اوس مهال پورې یوازنی افریقايي هېواد دي چې د همجنسګرایانو واده په کې قانوني دی. [۴][۵][۶]

په ۲۰۰۳ زکال کې د د تکزاس پر وړاندې د لاورنس په قضیه کې د متحده ایالاتو سترې محکمې په څوارلسو ایالتونو کې د لواطت اړوند قوانین لغو کړل او په ټولو ۵۰ ایالتونو کې یې د همجنسګرایانو ترمنځ توافقي اړیکه قانوني کړه؛ دغه پرېکړه د همجنسګرایانو د فعالیت په برخه کې هغه مخکې ګام و چې د هغو لپاره د همجنسګرایانو د معاصرو خوځښتونو د رامنځته کېدو راهیسې فعالانو یې اړوند مبارزه کړې وه.[۷]

د ۲۰۰۶ زکال د نومبر له ۶ مې نیټې څخه تر ۹ مې نیټې پورې د اندونیزیا په یوګیاکارتا ښار کې د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسیون او د بشري حقونو د نړیوالو خدمتونو د سازمان د ۲۹ متخصصینو د نړیوالې غونډې له خوا د نړیوالو بشري حقونو د قانون په رڼا کې جنسي تمایل او جنسیتي هویت ته اړوند د یوګیاکارتا اصول تصویب شول. د ۲۰۰۸ زکال د ډسمبر په ۱۳ مه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د جنسي تمایل او جنسیتي هویت اړوند د ملګرو ملتونو د اعلامیې په ملاتړ ۶۶ لاسلیکونه راغونډ شول. [۸][۹][۱۰]

د ۲۰۰۹ زکال د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه د سویډن د کلیسا اسمبلۍ په کلکه سره د همجنسګرایانو د جوړو څخه په ملاتړ رایه ورکړه او هغوی ته یې دعا وکړه؛ له دې سربېره یې دغو جوړو ته د واده کلمه وکاروله. [۱۱]

آیسلنډ د نړۍ لومړی هېواد و چې د ۲۰۱۰ زکال د جون په یوولسمه یې د رایو په اتفاق (۴۹ موافقو – ۰ مخالفو) رایو سره د همجنسګرایانو واده قانوني کړ. یوه میاشت وروسته ارجنټاین د لاتین امریکا لومړنی هېواد شو چې د همجنسګرایانو واده یې قانوني کړ. [۱۲]

په افریقا کې سویلي افریقا لومړنی هېواد و چې د همجنسګرایانو واده یې په ۲۰۰۶ زکال کې قانون کړ؛ همدارنګه یوازنی افریقايي هېواد دی چې د همجنسګرایانو واده په کې قانوني دی. [۱۳]

په ۲۰۱۳ زکال کې د ۱۹۹۳ زکال «مه پوښته او مه وایه» قانون چې د متحده ایالاتو په پوځ کې یې د همجنسګرایانو خدمت منع کاوه لغو شو. دغه ګام په دې معنی و چې نارینه او ښځینه دواړو همجنسګرایانو نور کولای شول په ښکاره توګه پرته له دې چې د هغوی د جنسي تمایلاتو له مخې د شړلو وېره ورسره وي په پوځ کې خدمت وکړي. په ۲۰۱۲ زکال کې د متحده ایالاتو د ښار او کور جوړونې وزارت د عادلانه کور ورکونې او مساوي فرصتونو د برابرولو دفتر د فدرال مرستې پر بنسټ د کورونو په پروګرام کې د تبعیض څخه د مخنیوي په موخه مقررات صادر کړل. دغو نویو مقرراتو تضمین کوله چې د یاد وزارت د کور جوړونې پروګرام د ټولو په شرایطو برابر کسانو پر مخ د هغوی جنسي تمایلاتو یا جنسیتي هویت ته له پام پرته پرانیستی دی. [۱۴]

د ۲۰۱۴ زکال په لومړیو کې د متحده ایالاتو په ایداهو ایالت کې د (Add The Words) په نامه د همجنګسرایانو د خوځښت او پخواني سناتور نیکول لوفور له خوا یو لړ مدیریت شوي اعتراضات چې یو لړ مدني نافرمانۍ او نیونې هم په کې شاملېدلې د یاد ایالت په پلازمینه بویزي کې ترسره شول. دوی غوښتنه لرله چې د ایالت د بشري حقونو په قانون کې د «د جنسي تمایلاتو» او «جنسي هویت» کلمې هم زیاتې شي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۱۵ زکال د جون په ۲۶ مه نېټه د متحده ایالاتو سترې محکمې په Obergefell v. Hodges قضیه کې د ۵ پر ۴ رایو پر بنسټ حکم وکړ چې د اساسي قانون د ایجاباتو له مخې ټول همجنسګرایان چې د متحده ایالاتو په هره برخه کې ژوند کوي کولای شي واده سره وکړي. په دغه حکم سره متحده ایالات ۱۷ هېواد شو چې په ټوله ایالتونو کې یې د همجنسګرایانو واده قانوني کړ. [۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۷ زکال د سپټمبر د ۱۲ مې او نومبر د اوومې نېټې ترمنځ په اسټرالیا کې د همجنسګرایانو د واده په اړه ملي ټول پوښتنه ترسره شوه؛ ۶۱.۶ سلنه رایو ورکونکو د همجنسګرایانو له واده څخه په ټول هېواد کې ملاتړ وکړ. [۲۱]

د ۲۰۱۸ زکال د سپټمبر په ۶ مه نېټه په هند کې د همجنسګرایانو توافقي اړیکه قانوني شوه. [۲۲]

د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د متحده ایالاتو سترې محکمې حکم ورکړ چې د ۱۹۶۴ زکال د مدني حقونو قانون کولای شي په کاري چاپېریال کې د همجنسګرایانو او ترانسجنډرانو پر وړاندې د تبعیض مخنیوی وکړي. د Bostock v. Clayton قضیې حکم څرګنده کړه چې د جنسیت پر بنسټ خوندي شوي حقونه کېدای شي د مسکن او کار موندنې په برخه کې جنسي تمایلاتو او جنسیتي هویت ته هم پراختیا ومومي. یو شمېر دیموکراتانو لکه وروسته د ولسمشرۍ نوماند جوبایډن هم دغه پرېکړه وستایله.[۲۳]

نن ورځ، د دغې موضوع په تائید سره چې د مدني حقونو د قانون د اووم عنوان له مخې د جنسي تمایلاتو او جنسیتي هویت له مخې تبعیض ممنوع دی؛ سترې محکمې دغه ساده خو ژوره امریکايي نظریه تائید کړه چې له هر انسان سره باید د هغو د انساني کرامت له مخې په درناوي چلند وشي.

د ۲۰۲۰ زکال په اکتوبر میاشت کې د اروپایي شورا د جنسي تمایلاتو او جنسیتي هویت اړوند واحد (SOGI) د بشري حقونو په اړه د اروپایي محکمې سره په ګډه د ۲۰۲۰ زکال د اکتوبر په اتمه نېټه د بشري حقونو د اروپایي کنوانسیون د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت کنفرانس جوړ کړ. دغه بنسټ د ټولو لپاره د «ژوندانه د اسبابو» تر نامه لاندې پروګرام د پیلولو اعلان وکړ او د همجنسګرایانو په برخه کې یې په ترلاسه شوي پرمختګ باندې په تمرکز سره د همجنسګرایانو لپاره د مساواتو په برخه کې د اروپايي کنوانسیون د میکانېزم له مخې د بشري حقونو په برخه کې د اروپايي کنوانسیون د رول په اړه خبر ورکړ. [۲۴]

ولسمشر بایډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ هغه اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې LGBTQ تبعیض منع کړای شو. د همدغه کال په وروستیو کې بایډن په پوځ کې د تراجنسیت اړوند د ټرامپ د دورې د ممنوعیت سیاست ته بدلون ورکړ او خپلو سفارتخونو ته یې اجازه ورکړه چې د ویاړ بیرغ پورته کړي او په رسمي ډول یې د جون میاشت د ویاړلې میاشتې په توګه په رسمیت وپېژنده. [۲۵][۲۶]

عامه لیدلوری[سمول]

د همجنسګرایانو د خوځښتونو پر وړاندې بېلابېلو افرادو او سازمانونو خپل مخالفت څرګند کړی. د دوی مخالفت کېدای شي د همجنسګرایانو د حقونو، اړیکو او یا هم خپله د همجنسګرایانو په اړه د دوی د شخصي، سیاسي او مذهبي تعصب څخه سرچینه ولري. د دوی مخالفین څرګندوي چې د همجنسګرایانو ترمنځ اړیکه واده نه دی او د همجنسګرایانو د واده کولو قانوني توب کېدای شي څو ودونو ته لار پرانېزي؛ هغه چاره چې پر باور یې غیرطبیعي ده او د ناسالم چلن د هڅونې لامل کېږي. یو شمېر ټولنیز محافظه کاران باور لري چې په مخالف جنس کې له جوړې پرته هر ډول جنسي اړیکې سنتي کورنۍ له منځه وړي او همدارنګه ماشومان باید له خپل پلار او مور سره په کور کې را لوی شي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. Library, C. N. N. (June 19, 2015). "LGBT Rights Milestones Fast Facts". CNN. د لاسرسي‌نېټه January 15, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stein, Marc (November 30, 2004). Actors to Gyms. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-31262-0. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rhoades, Mindi (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Disrupting discourses digitally for LGBT rights"]. Journal of Cultural Research in Art Education 29: 47–64. کينډۍ:ProQuest. 
  4. Eichler, Margrit. "Same-Sex Marriage in Canada". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Empowering Spirits Foundation Applauds Passage of NH Marriage Equality Bill" (PDF). Empowering Spirits Foundation Press Release. June 3, 2009. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 22, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 4, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Tenn. County Reverses On Gay Ban". CBS News. March 18, 2004. د اصلي آرشيف څخه پر May 13, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Cordova, Jeanne, When We Were Outlaws (2011) p 51-56.
  8. (په December 18, 2008 باندې). U.N. divided over gay rights declaration. Reuters.
  9. "Yogyakarta Principles | International Commission of Jurists" (په انګلیسي ژبه کي). March 2007. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Foundation for Human Rights :: The Right to Equality and Non-discrimination – the Law". fhr.org.za. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په October 22, 2009 باندې). Synod opened on same-sex marriages.
  12. "Iceland's parliament unanimously approves gay marriage". PinkNews. June 11, 2010. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Toesland, Finbarr (April 2017). "Fighting for LGBT Rights in Nigeria". DIVA Magazine. د لاسرسي‌نېټه November 12, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په July 19, 2013 باندې). On This Day In 1993, Bill Clinton Announced 'Don't Ask, Don't Tell'. Huffington Post.
  15. KTVB, KTVB.COM (February 4, 2014). "Lawyers donating their time to defend 'Add the Words' protesters". KTVB. د اصلي آرشيف څخه پر February 28, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. AP (February 3, 2014). "Dozens of gay rights activists arrested in Idaho". USA TODAY. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Boise, Meridian, Nampa, Caldwell news by Idaho Statesman". د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Boise, Meridian, Nampa, Caldwell news by Idaho Statesman". د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Barnes, Robert (په June 26, 2015 باندې). Supreme Court rules gay couples nationwide have a right to marry.
  20. Taylor, Adam (په June 26, 2015 باندې). What was the first country to legalize gay marriage?.
  21. (په November 14, 2017 باندې). Australia Votes for Gay Marriage, Clearing Path to Legalization. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  22. (په September 6, 2018 باندې). SC decriminalises homosexuality, says history owes LGBTQ community an apology. The Hindu.
  23. Totenberg, Nina (June 15, 2020). "Supreme Court Delivers Major Victory To LGBTQ Employees". NPR. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "How the European Convention on Human Rights is advancing equality for LGBTI people". Council Of Europe. د لاسرسي‌نېټه October 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Executive Order on Preventing and Combating Discrimination on the Basis of Gender Identity or Sexual Orientation". White House. January 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Seddiq, Oma (June 1, 2021). "Biden formally recognizes LGBTQ Pride Month, restarting a tradition that Trump abandoned". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه February 21, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Strauss, Lehman, Litt.D., F.R.G.S. "Homosexuality: The Christian Perspective" Archived April 15, 2007, at the Wayback Machine..
  28. "Roman Catholics and Homosexuality", Ontario Consultants on Religious Tolerance (2006)
  29. "Teaching about Procreation and Chastity: Homosexuality", The Church of Jesus-Christ of Latter-day Saints. Home & Family.
  30. Shafran, Rabbi Avi. "Jewish Law: Marital Problems". Jewish Law Commentary: Examining Halacha, Jewish Issues, and Secular Law.
  31. "Islam and Homosexuality", Ontario Consultants on Religious Tolerance (2005).
  32. "THE CASE AGAINST SAME-SEX "MARRIAGE" AND CIVILUNIONS" (PDF). COALITION TO SAVE MARRIAGE IN NEW YORK. January 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 17, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Why Marriage Matters" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 24, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په October 4, 1992 باندې). Anti-Gay Backlashes Are on 3 States' Ballots.
  35. Joe Messerli. "BalancedPolitics.org – Same Sex Marriages (Pros & Cons, Arguments For and Against, Advantages & Disadvantages)". د لاسرسي‌نېټه June 7, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "A BIBLICAL PERSPECTIVE ON SAME-SEX "MARRIAGE" AND CIVIL UNIONS" (PDF). The Association of Politically Active Christians. 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر April 9, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Brownback, Sam (July 9, 2004). "Defining Marriage Down — We need to protect marriage". National Review. د اصلي آرشيف څخه پر July 10, 2004 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "The Family: A Proclamation to the World", lds.org.
  39. "First Presidency Message on Same-Gender Marriage". د اصلي آرشيف څخه پر May 27, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)