د همجنسپالنې په اړه د یهودانو لید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د همجنس پالنې موضوع تاریخ تورات ته ورګرځي. د وایکرا (لاوین) کتاب په دودیز ، د نر جنسي نږدې والی د خپل همجنس یعنې بل نر سره د تویوا to'eivah ( د سختې کرکې) وړ کړنې په توګه طبقه بندې کړی دی، چې د یهودي قانون هلاخا له مخې به د سنهدرین Sanhedrin  ډلګۍ لخوا اعدامیږي، چې دغه قوانین اوس مهال نه تطبیقیږي.

دې موضوع اوس د یهودیت پیروان په څو څانګو ویشلي، او جدي بحثونه یې راپارولي دي، د دین دودیز پلویان وایي همجنس پالنه د یهودي دین له روح سره په ټکر کې ده، او ارتودوکس یهودیان اوس هم دغه اصل ته ژمن دي.

برعکس، (د دین) بیا رغونه غوښتونکي او اصلاح غوښتونکي یهودان دغه نظریه ردوي، دوی هجنس پالنې ته تمایل، حتی د همجنسوپالو ترمنځ له ودونو سره هیڅ ستونزه نه ویني او روا یې ګڼي، بل خوا محافظه کاره یهودي فرقه په ځینو برخو کې د ارتودوکس سره هم نظره بریښي، مګر په ځینو برخو کې یې خپل نظریات نوي کړي دي، د ساري په توګه په ۲۰۰۶ز کال د دوی ټولنې د همجنس پالو پر ودنو بندیز لرې کړ، او له هغه ورسته یې ډېر نور ټولمنلي  کثرت ګرا پرېکړې وکړي، مګر د ځینو جنسي کړنو په هکله یې دریځ لا تراوسه نه دی بدلون کړی.

په ۱۹۷۸ز کال آلن بنت لومړی یهودي روحاني و چې اعلان یې وکړ، همجنس پال دی، په ۱۹۸۰ز کال بریټانوي یهودي روحاني لیونل بلو هم د خپلې همجنس پالنې اعلان وکړ.[۱][۲]

همجنس پالنه په عبراني انجیل کې[سمول]

د لاویانو کتاب، د نارینه همجنسپالنې اړوند جنسي کړنو ته دوه ځله اشاره کړې ده (د یهودي خپرندویې ټولنې د امریکا نسخه)

וְאֶת-זָכָר, לֹא תִשְׁכַּב מִשְׁכְּבֵי אִשָּׁה — תּוֹעֵבָה הִוא تاسې له نارینه سره مه همبستر کېږئ، لکه څرنګه چې د ښځو سره کېږئ، دا ناوړه کار دی.[۳]

וְאִישׁ אֲשֶׁר יִשְׁכַּב אֶת-זָכָר מִשְׁכְּבֵי אִשָּׁה — תּוֹעֵבָה עָשׂוּ שְׁנֵיהֶם. מוֹת יוּמָתוּ; דְּמֵיהֶם בָּם او که نر د ښځې په څېر د نر سره همبستر شي، دواړو  ستر ناوړه کار ترسره کړی دی: دوی به یقیناً اعدام کېږي، مرګ به یې هم پر خپل غاړه وي.

ډېر مفسیرین پدې باور دي چې ددې آیتونو ځانګړې موخه د لواط عمل دی ( یعني د دوه نرانو ترمنځ د مقعد له لارې یوځای کېدنه)[۴][۵]

تثنیه تورات په درویشتمه برخه کې خپلو پلویانو ته وایي: هيڅ اسراییلي انجلۍ قدیسه کېدلی نشي، همدارنګه هیڅ اسراییلی به قدیس نشي؛ دا آیت تفسر داسې کیږي چې تورات خپلو پلویانو ته وایي هیڅ قدیسه یا قدیس نشي کولای په معبد کې فحشا وکړي.[۶]

د همجنس پالنې په هکله بېلابېل تفسیرونه[سمول]

د داوود او جاناتان د مینې کیسې یادونه د یهودانو په یو سپېڅلي کتاب کې لومړي ساموئیل ( یهودانو سامویل یو روحاني شخصیت ګڼي، حتی پیغمبر یې بولي، د دې ادعا د ثبوت لپاره وایي د یعقوب علیه سلام کیسه چې قران کې شوې، د ساموئیل یادونه هم په اشاروي بڼه پکې شوې ده، مګر نوم یې نه دی اخیستل شوی) پدې کیسه کې یو بل سره ژمنه کوي او یو بل سره لکه د یوه روح او بدن مینه لري، دغه احساس داسې بیان شوی دی چې د یو بل تر منځ له هېڅ کلیمې خبرو له تبادل پرته په لومړي نظر لیدو ورته د مینې د تر ټولو لوړې بڼې (philia ) احساس پیدا شو.[۷]

دې موضوع ته سیراس اچ. ګورډن  د نږدې ختیځ چارو څېړونکي ( د بالکان خلیج ته څېرمه او لویدیځې اسیا هېوادنو ته نږدې ختیځ ویل کیږي، چې سوریه، ترکیه، عراق، اردون، قبرس، عراق او فلسطین پکې شامل دي، البته نږدې ختیځ او منځنی ختیځ په جغرافیایي لحاظ دوه بیلې جغرافیې دي) په خپل کتاب یاشار کې اشاره کوي وایي، ساموئیل ۲ (۱:۲۶) لیکي چې، داوود  به ویل " د جاناتان مینه ورته تر هرې بلې مینې خوږه ده، حتی د ښځې سره د مینې په پرتله" چې خپله مینه یې د یوناني اشیل )  پهلوان او اتل ) مینې د پاتروکلوس سره، او یا د ګیلګمِش مینه د اینکوډو (چې د ګیلګمِش یو همزولی او ملګری و) سره "د یوې ښځې په توګه" پرتله کوي. [۸]

همدا رنګه د راعوث (په انجیل کې ذکر شوې یوه ښځه ده) او نیومي د مینې کیسه هم چې د راعوث په کتاب کې راغلې ده، کله کله د همجنس پالنې په توګه تفسیرېږي.[۹]

د دغو آیتونو څخه د یهودي خاخامانو ( روحانیونو) اخځ![سمول]

د همجنس پالنې په اړیکو بندیز لګول[سمول]

د نیګیه ( د یهودي دین قانون دی چې پر نفساني بنسټ یو بل سره اړیکه ټینګول محدود او منع کوي) قانون د مینې په سبب د نر او ښځې اړیکه ( پرته د نږدې خپلوانو) منع کوي، پدې پار چې دا اړیکه ښایي د ناروا اړیکو جوړولو سبب وګرځي، د نارینه هجنسګرایۍ په هکله د نورو ګناهونو په څېر په ارایوات( د یهودي دین هغه قانون چې د جنسي اړیکو او نورو ګناهونو لپاره پکې سزاګاني تعیین شوې دي)، د نیګیه قانون سره سم د نارینه وو ترمنځ هم جنسي تمایلاتو پر اساس اړیکه منع ده، مګر ځينې دیني مراجع بیا وایي د نر او ښځې تر منځ د جنسي ارتباط په پرتله د نارینه وو د جنسي اړیکه باید دومره جدي ونه بلل شي، داسې ښکاري چې د حاخامانو ( یهودي روحانیونو) له نظره د جنسي میل له مخې د نارینه وو ترمنځ اړیکه حرامه ده، مګر که جنسي میل پکې نه وي بیا ستونزه نلري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

بله موضوع د ایحود ( د دوه تنو په داسې توګه له ګوښي پاتې کېدلو څخه چې ښایي هغه حالت دوی جنسي اړیکو ته وهڅوي، منع کولو ته وایي) ممنوعیت دی. تلمود ( د یهودانو د اوسنیو او پخوانیو ټولو قوانینو مور بلل کیږي) په دې هکله چې ایحود د دوو نارینه کسانو تر منځ صدق کوي او که نه، یو بحث ثبت لري. د یهودانو درې نورې مراجع میمونایډز، ټار او شولچان اروک د نرم تعامل سپارښتنه کوي، دوی وایي دوه نارینه کولای شي ایحود وکړي، ځکه د دوی په بارو همجنس پالنه یهودانو کې نشته. که څه هم چې، شولچان سپارښته کوي ، چې، "په دغو نسلونو کې  چې د بې پروا کسان پکې ډېر دي" له دې ډول ایحودونو څخه ډډه وشي  ( په دې ځای کې ښایي اشاره تر عثماني سترواکۍ لاندې سیمو ته وي، چېرته چې له ښکليو کوچینيو نارینه (Köçek ) نڅاګرو- رنډیو څخه ګټه اخیستنه کېده) (په دې ځای کې د یهودو فطرتي ځانګړنه چې د نورو انساني ټولنو په وړاندې تعصب او برتري غوښتنه ده له ورایه ښکاري ــ د ژباړن نظر). په هر حال  دغه ډول دیني احکام د وروستیو مراجعو له خوا پلي نشول.[۱۴][۱۵][۱۶]

پورتنیو ټکو ته په کتو سره چې ایحود باید هغه وخت عملي شي، کله چې د دواړو کسانو په اړه د همجنس پالنې اندېښنه موجوده وي، د هلاخي مراجعو عصري مډرنو قوانینو هم منلې ده چې هغه دوه تنه چې همجنس پال وي، باید دوه په دوه پرېنښودل شي. داسې نظریې هم شتون لري چې یاد ممنوعیت یوازې هغه وخت د پلي کېدو وړ دی چې دوه  کسان همجنس پاله اړیکې ولري، او یا دا چې ثبوت وجود ولري چې که چېرې دوی مطمئن وي چې له ناروا اړیکې مخنیوی کولی شي، نو بیا هېڅ تخنیکي ممنوعیت نشته ( خو بیا هم باید په یوه خونه کې له خوب کولو څخه ډډه وکړي). [۱۷][۱۸]

د اعدام د سزا تطبیق په تورات کې[سمول]

د نورو احکامو په څېر ددې ناروا( حرامې)  کړنې ترسره کول په قصدي ډول د اعدام سزا  له ځان سره لري، له ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان لپاره دغه حد د هر ډول نورو سزاګانو په څېر نه تطبیقېده. په هر حال، حتی د تورات په دور کې دا ډېره ستونزمنه وه چې دغه سزا عملي کړای شي، ځکه د یهودو زباني قانون وایي د اعدام سزا هغه وخت عملي کېدلی شي، چې دوه تنه بافعل د مقعدي اړیکې پر مهال ونیول شي، او پر دوی دوه تنه شاهدي ورکړي، دغو دوه تنو لواط عمل کوونکو ته باید مخکې پوهاوی شوی وي، چې دا عمل څومره ناوړه او سزا یې مرګ ده، د یادو ټکو په محقق کېدلو سره اعدام ترسره کېدلی شي، یادو شویو پېچليو قوانینو ته په کتو د یهودانو په تاریخ کې هیڅ اعدام نه دی ترسره شوی.[۱۹]

د حاخامانو سنت په دې باور دي چې دغه ډول سزا د تېرو ۲۰۰۰  کلونو لپاره د سنهدرین او معبد  په نشتون کې د اجرا وړتیا نه ده لرلې. د یهودي کلاسیک حاخامانو( روحانیونو) منابع هیڅکله نه وایي چې همجنس پالنه په خپل ذات کې یو ناوړه او ناروا  کار ده او کوونکی یې ګنهکار دی، ام څوک چې د همجنس پالنې اړیکه لرلې وي په حرامو کې واقع شوی دی.  خو که له دې عمل نه تیشووا(توبه) وکړي، یعنې له حرامو څخه لاس واخلي، له خپلو کړنو پښېمانه شي، له الله تعالی څخه بښنه وغواړي، او کلکه پرېکړه  وکړي چې نور به یاد ګناهونه نه کوي، ښایي خدای  یې وبښي.[۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Dana Evan Kaplan (8 August 2005). The Cambridge Companion to American Judaism. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 75–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-52951-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Rabbi Lionel Blue, the first openly gay British rabbi, dies at 86 | Jewish Telegraphic Agency". Jta.org. 2016-12-20. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hebrew-English Bibleکينډۍ:Bibleverse
  4. "Translations and interpretations of Leviticus 18:22; all views". www.religioustolerance.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Babylonian Talmud Sanhedrin 54a and b; Josephus, Against Apion 2.199; and Philo, Abraham 135. Some modern authors stating this view include کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; {{harvp|Cohen|1990|p=6; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; کينډۍ:Harvp; and کينډۍ:Harvp.
  6. "Deuteronomy 23:17 No daughter or son of Israel is to be a cult prostitute". biblehub.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Horner 1978، ص. 19.
  8. Gordon 1995، ص. 89.
  9. "Finding Our Past: A Lesbian Interpretation of the Book of Ruth", by Rebecca Alpert, in Reading Ruth: Contemporary Women Reclaim a Sacred Story, edited by J. A. Kates and G.T. Reimer (1994).
  10. Sifre, Acharei Mot, 13:2; Mishneh Torah, Issurei Biah 21:1; Maimonides and Nahmanides debate whether this law is biblical or rabbinic.
  11. Mishneh Torah, Issurei Biah 1:4
  12. For example, Yosef Shalom Elyashiv (Kobetz Teshuvot 3:184): דווקא בבא על הזכר, אבל בבא דרך איברים על הזכר לא שייך איסור וחיוב מלקות על הקריבה... שהרי לדעת הרמב"ם בכלל איסור קריבה גם חיבוק ונישוק, ואיסור זה לא שייך באיש לאיש... אמנם ודאי חיבוק ונישוק זכר לזכר אין בכלל הלאו הנ"ל, ובזה יש לומר דהוי ליה כאב לבתו ואם לבנה... אבל בזכר הבא על אחר דרך איברים מנא לן לחלק בזה, והרי לפי המנחת חינוך בבא על הזכר חייב גם על הקריבה? אכן ממה שכתב הרמב"ם בפרק א' מאיסורי ביאה... וכתב המגיד משנה... משמע שאין בזה אלא איסור מדבריהם..."
  13. Yonatan Rosensweig, התמודדות מקראית פרשנית הלכתית ומחשבתית עם משכב זכר
  14. For example: Yam Shel Shlomo, Kiddushin 4:23; Rema, Yoreh Deah 153:1; Vilna Gaon, Yoreh Deah 153:3; Aruch Hashulchan, Even Haezer 24:6
  15. Mishneh Torah, Issurei Biah 22:2; Tur Even Haezer 24:1; Shulchan Aruch Even Haezer 24:1
  16. Mishna Kiddushin 4:14; Kiddushin 82a
  17. Yonatan Rosensweig, התמודדות מקראית פרשנית הלכתית ומחשבתית עם משכב זכר
  18. דיני ייחוד לבעלי נטייה חד־מינית (p. 81-100)
  19. "Sanhedrin 54a:29". www.sefaria.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Samuel J. Levine (1997–1998). "Capital Punishment in Jewish Law and its Application to the American Legal System: A Conceptual Overview". St. Mary's Law Journal. 29: 1037–1051. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Maimonides, Mishneh Torah, Laws of Repentance, Chapter 2
  22. "Orthodox Judaism and LGBTQ Issues". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)