د هلمند ولایت جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هلمند ولایت جګړه د افغانستان په هلمند ولایت کې هغو پوځي عملیاتو ته ویل کېږي چې د امنیت په برخه کې د نړیوالو مرستندویه ځواکونو (آیساف) له خوا د طالب یاغیانو او نورو سیمه ییزو وسله والو ډلو پر ضد ترسره شول. د دوی موخه د افغانستان د هغه ولایت کنټرول و چې د طالبانو او د کوکنارو د تولید مرکز بلل کېږي. له دغو سیاسي او ستراتیژیکو موخو څخه هېڅ یوه یې هم د اوږد مهال لپاره ترلاسه نه شوه. [۱][۲]

د افغانستان د سویلي برخو د پوښښ په موخه په دغه ولایت کې د نړیوالو ځواکونو تر ډېره هم د بریتانوي ځواکونو ځای پر ځای کول د آیساف د ماموریت د دریم پړاو برخه وه. تر دې چې بیا وروسته په دغه ولایت کې ډېر لږ ائتلافي ځواکونه پاتې شول.

د ۲۰۰۸ زکال په پسرلي کې د متحده ایالاتو د سمندریزو ځواکونو یوه ډلګۍ د بریتانوي ځواکونو له شتون څخه د ملاتړ په موخه دغه ولایت ته ولاړه. د ۲۰۰۹ زکال په پسرلي کې د امریکا د سمندري ځواکونو نور ۱۱۰۰۰ سرتېري دغه ولایت ته ولېږل شول، دغه ځواکونه په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتونې اړوند د ولسمشر اوباما د هغه پلان برخه وه چې له مخې یې ۲۱۰۰۰ نوي سرتېري دغه هېواد ته ولېږل. [۳]

د ۲۰۰۹ زکال د جون په ۱۹ مه بریتانوي ځواکونو (د آیساف او افغان ملي اردو له ځواکونو سره یوځای) د پړانګ د چمبې (Operation Panther's Claw) عملیات پیل کړل، همدارنګه د ۲۰۰۹ زکال د جولای په ۲مه د متحده ایالاتو سمندریزو ځواکونو د خنجر عملیات پیل کړل چې موخه یې د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د سیمې د امنیت خوندیتوب و، خو په سیمه کې یې بیاځلي کړکېچ رامنځته کړ.

پیل[سمول]

په ۲۰۰۶ زکال کې بېرته تنظیم شوو طالبانو په هلمند، کندهار او له پاکستان سره په پوله نورو ولایتونو کې د ائتلافي ځواکونو پر وړاندې په لویه کچه بریدونه پیل کړل.

په هلمند ولایت کې افغان دولت له مرکزي ښار لښکرګاه بهر په نورو ولسوالیو ډېر لږ کنټرول درلود. په دغه ولایت کې د ناټو ځواکونو شمېر هم کم و او یوازې ۱۳۰ امریکايي سرتېرو د دوامدارې آزادۍ د عملیاتو په اډانه کې د ترهګرۍ ضد ماموریتونه ترسره کول. تر اپرېل میاشتې پورې د هلمند د ټسک فورس یا د هلمند د ځانګړو ځواکونو په نامه د بریتانوي سرتېرو یو واحد په دغه ولایت کې ځای پر ځای شو. په دغه واحد کې اصلي جګړه کوونکي سرتېري د هوايي بریدونو له ۱۶مې لوا او په ځانګړې توګه د پراشوټي قطعې له دریمې ډلګې څخه غوره شوي و. په باسټین کمپ کې چې هغه مهال یې لا ودانیزې چارې روانې وې ۳۳۰۰ تنه ضربتي سرتېري ځای پر ځای شول چې له دغو څخه یوازې یو په دریمه برخه یې جګړه کوونکي سرتېري وو. [۴]

تمه دا وه چې د هلمند ټسک فورس ځواکونه به په افغانستان کې د خپل حضور د لومړیو څلورو میاشتو پر مهال د دوامدارې آزادۍ په عملیاتو کې برخه واخلي او د طالبانو او القاعدې د سخت دریځو جنګیالیو په لټون کې به مرسته وکړي. له همدې امله دغه ځواکونه د مشترکو ځانګړو ځواکونو د ۷۶مې لوا د امریکايي قوماندان تورن جنرال بنجامین فریکلي تر قوماندې لاندې راوړل شول، خو له دې سره هم دوی په سویل کې د ایساف ځواکونو سیمه ییزې قوماندانۍ ته ځواب ویونکي و چې مشري یې کاناډايي برید جنرال ډېوېډ فریزر کوله. د قوماندانۍ دغې پېچلې لړۍ د دغو ځواکونو د جلا او ځینې مهال هم له یو بل سره د تضاد لرونکو ماموریتونو ترمنځ په لومړیتوب ټاکنه کې ستونزې راپارولې؛ دا چې دوی د سیمه ییزو وګړو ملاتړ خپل کړي او یا هم له طالبانو سره جګړه وکړي او هغوی له منځه یوسي. [۵][۶]

کلابندې شوې پوستې[سمول]

د هلمند د ځانګړو ځواکونو لومړنی ماموریت د هلمند په نسبتا ارامه سیمه کې چې «مثلث» هم بلل کېده او د لښکرګاه او ګرشک چاپېر ته یې موقعیت درلود د بیارغونې د حیاتي پروژو اجرا کول و. ورته مهال د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالي په دغې ستراتیژۍ کې پام وړ بدلونونه رامنځته کړل. د ۲۰۰۶ زکال د پسرلي په لومړیو کې د باغران ولسوالۍ د لنډ مهال لپاره د یاغیانو تر کنټرول لاندې ورغله، همدارنګه د همدغه کال د مۍ په ۸مه طالبانو په موسی قلا برید وکړ چې له امله یې ۲۰ افغان پولیس ووژل شول. [۷]

په ټول ولایت باندې د طالبانو د برید احتمال د دغه ولایت د والي محمد داوود له خوا چې د ولسمشر حامد کرزي شخصي ملګری او متحد و جدي ونیول شو. داوود ټینګار درلود چې آیساف ځواکونه باید په هغو ولسوالیو کې ځای پر ځای شي چې د طالبانو د فوري بریدونو له ګواښ سره مخ دي؛ په دغو کې سنګین، نوزاد، موسی قلا، او د کجکي ولسوالۍ شاملې وې چې په کجکې کې د برېښنا د تولید ستراتیژیکو تاسیساتو هم شتون درلود. دا د سرتېرو د ځای پر ځای کولو په موخه د یوې جنجالي ستراتیژۍ پیل و چې له مخې یې د ګڼ شمېر بریتانوي سرتېرو په ګډون د ناټو ځواکونه د دغه ولایت په لرې پرتو شمالي برخو کې ځای پر ځای شول. د دوی ټولې پوستې د طالبانو د شدیدو او دوامداره بریدونو سره مخ وې او د زیات مهال لپاره په کلابندۍ کې پاتې شوې. د دغو ضربتي ځواکونو تجهیزات په خطرناکه بڼه له خلاصون سره مخ و او آن په یو شمېر حالاتو کې یې له امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شول.

سنګین[سمول]

د سنګین ولسوالۍ (د وګړو شمېر یې شاوخوا ۳۰۰۰۰ تنه دی) د افغانستان په سویل کې مهم سوداګریز مرکز دی؛ باور دا دې چې په سیمه کې د مخدره موادو تر ټولو لوی بازار همدلته دی. له همدې امله دغه ولسوالۍ د طالبانو او ائتلافي ځواکونو لپاره په یوې ستراتیژیکې موخې اوښتې وه. ویل کېږي چې دغه ولسوالۍ د ۲۰۰۶ زکال له جون میاشتې وړاندې تر ډېره بریده د یاغیانو په لاس کې وه. [۸][۹]

د ۲۰۰۶ زکال د جون په ۱۸مه د دغې ولسوالۍ ولسوال، جمعه ګل له خپلو څلورو ساتونکو سره یوځای د طالبانو په یو کمین کې برابر او ووژل شو. هغه مهال چې د نوموړي خپلوان د هغه د جسد د ترلاسه کولو به موخه سیمې ته ولاړل له هغوی څخه هم ۲۵ تنه ووژل شول. دغه پېښه چې ځینې مهال د «مخدره موادو د دوه قاچاقچیانو ترمنځ د نښتې» په توګه هم ګڼل کېږي لامل وګرځېده چې ایساف ځواکونه په سنګین ولسوالۍ کې ځای پر ځای شي. د جون په ۲۱مه یو شمېر بریتانوي ځواکونه د دغې ولسوالۍ د برحاله ولسوال د زوی د خلاصون په موخه چې له طالبانو سره په نښته کې ټپي شوی و، د دغې ولسوالۍ مرکز ته ولاړل. ورته مهال حامد کرزي خپله په دغه موضوع کې مداخله وکړه او دغو بریتانوي سرتېرو ته یې امر وکړ څو په سنګین کې پاتې شي او د مرکزي دولت حاکمیت دلته ثابت وساتي. [۱۰][۱۱][۱۲]

په پیل کې د دغې ولسوالۍ په مرکز کې وضعیت ارامه و، خو دغه وضعیت وروسته له هغه بدلون وکړ چې په سنګین کې ځای پر ځای شوو ځانګړو ځواکونو د جون په ۲۷مه د څلورو طالب جنګیالیو د نیولو هڅه وکړه او له امله یې دوه بریتانوي سرتېري ووژل شول. د جون په ۳۰مه طالبانو د دغې ولسوالۍ په مرکز باندې چې بریتانوي ځواکونه هم په کې استوګن و، ډله ئیز بریدونه پیل کړل. برید کوونکي د خپلو ۱۲ کسانو له وژل کېدو وروسته وتښتېدل. له دې سربېره بیا هم طالبانو له خپلو بریدونو لاس وا نه خیست او هره شپه به یې له سپکو وسلو، آر پي جي راکټونو او ۱۰۷ ملي متري راکټونو څخه په ګټنې بریدونه کول. بریتانویانو به هم په اتومات وسلو، هاوانونو، جاولین توغندیو او هوايي بریدونو د هغوی پر وړاندې غبرګون ښود. ځینې مهالونه به په دغه سیمه کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته د تجهیزاتو د رسولو چارې آن تر پنځو ورځو ځنډېدې ځکه چې د دوی چورلکې د طالبانو له خوا د ویشتو له ګواښ سره مخ وی. [۱۳][۱۴]

د جولای په ۱۵مه ائتلافي ځواکونو د غرنیو عملیاتو (Operation Mountain Thrust) د برخې په توګه له ټانګونو، زغروالو موټرو او د کاناډایي ځواکونو د کوچنیو کوډیاک ټانګونو څخه په ګټنې په سنګین ولسوالۍ کې نوي عملیات پیل کړل. له دغو ګڼ شمېر سرتېرو سره د جګړې له امله طالب وسله والو شاتګ غوره کړ او په دې سره د تدارکاتي وسایلو یو کاروان ښار ته ننوت. په دغه ځای کې د بهرنیو ځواکونو اډې وروسته له هغه خپلې دفاعي وړتیاوې لوړې کړې چې د انجینرۍ د برخې یو ټیم اډې ته راورسېد. [۱۵]

موسی قلا[سمول]

د ۲۰۰۶ زکال د مۍ له ۱۸مې نېټې وروسته ائتلافي ځواکونه د موسی قلا ولسوالۍ له مرکز څخه د دفاع په موخه په دغه ولسوالۍ کې ځای پر ځای شول. د دغې ولسوالۍ مرکز چې په کې د دغې ولسوالۍ بندخونې او امنیه قوماندانۍ هم موقعیت درلود د ولسوالۍ په مرکزي برخه کې یې موقعیت درلود. هغه موقعیت چې په کلکه سره یې د دغه ځای دفاع له خنډ سره مخ کړې وه. ورته مهال دلته ۸۰ افغان پولیسو هم شتون درلود چې د پولیسو پر ځای تر ډېره ملیشه وسله والو ته ورته و او د سیمه ییزو وګړو ترمنځ یې چندان محبوبیت نه درلود. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په December 2, 2006 باندې). Taliban Truce in District of Afghanistan Sets Off Debate. The New York Times.
  2. Martin, Mike (2014). An intimate war : an oral history of the Helmand conflict, 1978/2012. Oxford. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780190237912. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 2009-05-23 باندې). Stalemate in Afghanistan. Wall Street Journal
  4. Bishop, Patrick (2007). 3 Para. HarperPress. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-725778-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په July 20, 2006 باندې). Taliban resurgence tests British will. The Boston Globe.
  6. Bishop p.45
  7. Bishop, p. 52
  8. (په October 14, 2006 باندې). Opiate smuggling routes from Afghanistan to Europe and Asia. Geopium.org
  9. (په July 20, 2006 باندې). Taliban resurgence tests British will. The Boston Globe.
  10. Bishop, p. 107
  11. (په October 30, 2006 باندې). After the fighting and dying, the Taleban return as British depart. The Times.
  12. Bishop, p. 110
  13. (په 15 November 2007 باندې). British military fatalities in Afghanistan. BBC.
  14. Bishop, p. 120
  15. (په April 11, 2007 باندې). Relief at last for hard-pressed Fusiliers. The Guardian.
  16. Bishop, p. 154