د هسپانیا کورنۍ جګړې ته نړیوال غبرګون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هسپانیا کورنۍ جګړې ته په نړیوال غبرګون کې ډیری هغه غیر هسپانوي وګړي شاملېږي چې په پوځي او مشورتي ډګرونو کې یې ځای درلود. د ایټالیا، جرمني او تر یوه بریده هم د پرتګال دولتونو د فرانسېسکو فرانکو په مشرۍ له ملت پالو ځواکونو څخه د پیسو، مهماتو او انساني قوې په برخو کې ملاتړ کاوه. یو شمېر هغو هېوادونو چې د بې پلویتوب اعلان یې کړی و هغوی هم په غیر مستقیمه توګه له ملت پالونکو څخه ملاتړ کاوه. له دې سره په خوا کې د شوروي اتحاد او همدارنګه تر یوې کچې د فرانسې او مکسیکو دولتونه د هسپانیا د دویم جمهوریت جمهوري غوښتونکو ته وفاداره پاتې شول. دغه مرستې د ټولو اروپايي قدرتونو له خوا په ۱۹۳۶ زکال کې د نه مداخلې د هوکړې له لاسلیک کېدو وروسته هم روانې وې. په داسې حال کې چې په لیبرال دیموکراسیو کې د هسپانیا د جمهوریت د ناوړه وضعیت اړوند پریمانه همدردۍ شتون درلود، خو سولې غوښتنې او همدارنګه د دویمې نړیوالې جګړې د رامنځته کېدو ګواښ هغو ته د وسلو د ورکړې او یا هم ورباندې د پلور مخه ونیوله. ورته مهال د ملت پالو غوښتنو ته د څو ورځو په ترڅ کې د اډولف هېټلر، بنیټو موسولیني او انتونیو دو اولیویرا سالازار له خوا مثبت ځواب ورکړل شو. سربېره پر دې په لسګونو زره داوطلب بهرني جنګیالي هسپانیا ته ولاړل چې له دغو څخه اکثریت یې بیا د جمهوريت غوښتونکو په خوا کې جګړه وکړه.

د نړیوالو نه مداخله[سمول]

د نه مداخلې وړاندیز د فرانسې او بریتانیا د دولتونو له خوا د یو ګډ دیپلماتیک ابتکار پر مهال د جګړې ضد احساساتو اړوند وړاندې شو. فرانسه اندېښمنه وه چې د ملت پالو ملاتړي به په فرانسه کې د کورنۍ جګړې د رامنځته کېدو لامل وګرځي. نه مداخله د هغه سیاست برخه وه چې موخه یې په نیابتي جګړې کې له ښکېلتیا او همدارنګه په دویمه نړیواله جګړه باندې د دغې جګړې له اوښتو څخه مخنیوی و.

د ۱۹۳۶ زکال د اګست په ۳مه نېټه فرانسوي دیپلمات شارل دو شامبرون د فرانسې د نه مداخلې طرحه وړاندې کړه؛ د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ګالئاتسو چانو هم ژمنه وکړه چې دغه طرحه به ولولي. ورته مهال بریتانویانو هم له ځنډ پرته د دغې طرحې اصول ومنل. راتلونکې ورځ دا د اندري فرانسو پونسه په واسطه جرمني ته ولېږل شوه. د جرمني دریځ دا و چې دغه ډول یوې اعلامیې ته اړتیا نه شته. شوروي اتحاد هم بریتانیا ته ورته کړنلار غوره کړه. د اګست په ۶مه نېټه چیانو په اصولو کې د ایټالیا ملاتړ تائید کړ. د شوروي دولت هم په اصولو کې په دې شرط دا تائید کړه چې پرتګال یې هم ومني او سربېره پر دې جرمني او ایټالیا په چټکۍ سره خپلې مرستې ودروي. د اګست په اوومه نېټه فرانسې په یو اړخیزه بڼه د خپلې نه مداخلې اعلان وکړ. د پرېکړه لیکونو مسودې د ایټالیا او جرمني دولتونو ته ولېږل شوې. همدغه ډول پرېکړه لیکونه له وړاندې څخه د متحدې پاچاهۍ، بلجیم، هالنډ، پولنډ، چکسلواکیا او شوروي اتحاد له خوا منل شوي و چې په مستقیمه او غیر مستقیمه بڼه یې د هر ډول پوځي مرستو څخه مخه نیوله. د پرتګال د بهرنیو چارو له وزیر ارمیندو مونټیرو څخه وغوښتل شول چې دا ومني، خو هغه خپل لاس ونیو. د اګست په ۹مه نېټه هم فرانسې هسپانیا ته خپل صادرات وځنډول. پرتګال دغه هوکړه د اګست په ۱۳مه نېټه په دې شرط ومنله چې پولې یې باید د جګړې څخه وه نه ګواښل شي.

د اګست په ۱۵مه نېټه بیا بریتانیا، هسپانیا ته د جنګي موادو صادرات منع اعلان کړل. ایټالیا هم دغه هوکړه تائید کړه او د اګست په ۲۱مه نېټه یې لاسلیک کړه. په لیدلورو کې دغه حیرانونکي بدلون له دې نظر څخه سرچینه اخیسته چې ګویا هېوادونه په واقعیت کې نشي کولای دغې هوکړې ته ژمن واوسي. همدا و چې د اګست په ۲۴مه جرمني هم لاسلیک کړه. شوروي اتحاد چې لېوالتیا یې لرله ګوښه پاتې نه شي د اګست په ۲۳مه یې د نه مداخلې یاده هوکړه تائید او ورپسې جوزف ستالین داسې یو فرمان لاسلیک کړ چې هسپانیا ته یې د جنګي موادو صادرات منع کړل؛ په دې سره شوروي د لویدیځو هېوادونو په کتار کې شامل شو.

د نه مداخلې کمېټه[سمول]

هماغه مهال و چې د دغې هوکړې د ساتلو په موخه د نه مداخلې کمېټه جوړه شوه، خو له دې سره هم د شوروي اتحاد او جرمني ترمنځ دوه ګونې معامله له وړاندې څخه افشا شوې وه. د دغې کمېټې ظاهري موخه د نه مداخلې د هوکړې په څېر ښکېلو غاړو ته د پرسونل او تجهیزاتو له رسېدو مخنیوی و. دغې کمېټې د لومړي ځل لپاره د ۱۹۳۶ زکال د سپټمبر په ۹مه نېټه په لندن کې غونډه وکړه. د غونډې مشري بریتانوي ډبلیو.اس. موریسون کوله. په غونډه کې د فرانسې په استازولۍ چارلز کوربین، د ایټالیا په استازولۍ ډینو ګرانډي او د شوروي اتحاد په استازولۍ ایوان مایسکي ګډون کړی و. د جرمني استازولي یواخیم فون ریبنتروپ کوله او پرتګال ورته استازی نه و لېږلی په داسې حال کې چې شوروي د پرتګال د استازي ګډون لازمی بللی و. د دغې کمېټې دویمه غونډه د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه جوړه شوه. دوی د نه مداخلې اړوند د ورځنیو چارو د تعقیب په موخه یوه فرعي کمېټه تاسیس کړه چې په هغو کې د بلجیم، چکسلواکیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، شوروي اتحاد، سویډن او متحدې پاچاهۍ (بریتانیا) استازو شتون درلود. ورته مهال په دوی کې یوازې د بریتانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا استازو له نورو ډېر واک درلود. دغه مهال شوروي غیر نظامي مرستو ته مخه کړه چې اندېښمنونکې چاره وه، خو دا پوځي مرستې نه وې.

همدغه مهال د ملتونو د ټولنې د ۱۹۳۶ زکال غونډه پیل شوه. په دغه غونډه کې انتوني ادن، مونټیرو متقاعد کړ چې پرتګال باید د نه مداخلې له کمېټې سره یوځای شي. آلواراز دل وایو د نه مداخلې د هوکړې پر ضد خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې دغه هوکړه یاغي ملت پاله د جمهوري غوښتونکي دولت سره برابروي. په غونډه کې د بریتانیا د استازي موریسون ځای ارل پلیموث ونیو. دغه محافظه کار غړي به تر ډېره پورې ناستې د ایټالویانو او جرمنانو په ګټه ځنډولې او په دې سره یاده کمېټه د شوري ضد تبعیض په لرلو تورنه شوه.

د نومبر په ۱۲مه نېټه د هسپانیې پولو او بندرونو ته د څارونکو د لېږلو په موخه طرحې تصویب شوې څو د هوکړې څخه له سرغړونو مخه ونیول شي. فرانسه او بریتانیا د دې پر سر په اختلاف کې ښکېل شول چې آیا د فرانکو ځواکونه د متجاوزینو په توګه په رسمیت وپېژني، هماغه ډول چې بریتانیا غوښتل او یا هم هغه ډول چې فرانسې غوښتل ماته وخوري. دغه مهال داسې خبرونه خپاره شول چې ګویا د ایټالیا او جرمني دولتونو ملت پالونکي د هسپانیا د واقعي دولت په توګه په رسمیت پېژندلي. د ملتونو ټولنې دغه ډول مداخله وغندله او د خپلې شورا له غړو څخه یې وغوښتل د نه مداخلې څخه ملاتړ وکړي او منځګړیتوب وستايي؛ په دې سره یې د هسپانیا اړوند بحث بند کړ او دغه موضوع یې یادې کمېټې ته پرېښوده. له دې سره د منځګړیتوب پلان هم ډیر ژر له پامه وغورځول شو.

شوروي د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د دواطلبانو د منع کولو له غوښتنې سره مخ شو، له دې وروسته د جنوري په ۵مه له پرتګال او د جنوري په اوومه له ایټالیا او جرمني څخه هم ورته غوښتنه وشوه. ایټالیا د جنوري په ۲۰مه نېټه جګړې ته د داوطلبانو د تګ مخه ونیوله ځکه چې باوري و اوس نو د ملت پالو تدارکات کفایت کوي. نه مداخلې دواړه لوري له احتمالي ماتې سره مخ کول چې په ځانګړې توګه جرمني، ایټالیا او شوروي اتحاد نه غوښتل دغسې یوه چاره وشي.

د بهرنیو رسنیو پوښښ[سمول]

د هسپانیا کورنۍ جګړه په پراخه کچه د بهرنیو مطبوعاتو تر پوښښ لاندې وه، په داسې توګه چې د شاوخوا ۱۰۰۰ بهرنیو اخبارونو خبریالانو له هسپانیا څخه مالومات وړاندې کول.

سرچينې[سمول]