د هسپانیا دویمه ایزابېلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دویمه ایزابېلا (زوکړه: د ۱۸۳۰ زکال د اکتوبر ۱۰مه – مړینه: د ۱۹۰۴ زکال د اپرېل ۹مه) له ۱۸۳۳ زکال راوروسته په ۱۸۶۸ زکال کې د ګوښه کېدو تر مهاله د هسپانیا ملکه وه. نوموړې د متحدې هسپانیا په تاریخ کې یوازنۍ واکمنه ملکه وه. [۱]

ایزابېلا د پاچا اووم فردیناند او ملکې ماریا کریسټینا مشره لور وه. د ایزابېلا له زیږون لږ وروسته د هغې پلار د زوی نه لرلو له امله د سالیک قانون د لغو کولو حکم صادر کړ څو وکولای شي د خپلې لور ځای ناستوب خوندي کړي. نوموړې له درې کلنۍ یوه میاشت وړاندې واک ته ورسېده، خو واکمني یې د تره اینفانټ کارلوس (د کارلېسټ خوځښت بنسټګر) له خوا وننګول شوه او د هغه له خوا د یوې ښځینه واکمنې له منلو ډډه د کارلېسټي جګړو لامل وګرځېده. د هغې د مور د نایب سلطنتۍ پر مهال د هسپانیا دولتي نظام له مطلقه پاچاهۍ څخه مشروطه پاچاهۍ ته واوښت چې په ۱۸۳۴ زکال کې یې سلطنتي اساسنامه او په ۱۸۳۷ زکال کې یې د دغه هېواد اساسي قانون تصویب کړ.

ایزابېلا په ۱۸۴۳ زکال کې د پاچاهۍ په عمر برابره اعلان شوه او خپل حکومتولي یې پیل کړه. د هغې اغېزمنه واکمني په داسې دوره کې وه چې د ماڼۍ دننه دسیسو، د دیوالونو د اورېدو (جاسوسیو) او همدارنګه د پوځي توطئو پر مټ مشخصه کېږي. د کادیز له دوک، فرانسېسکو ډي اسېس سره یې واده د ناخوښۍ لامل وګرځېد چې له امله یې رامنځته شوو شایعاتو د هغې شهرت ته زیان واړوه. د ۱۸۶۸ زکال په سپټمبر میاشت کې په کادیز کې سمندري پاڅون پیل شو چې د ځلاند انقلاب بنسټ یې کېښود. د لاتوره د لومړني مارشال دوک د ځواکونو له خوا د هغې ځواکونو ته په ماتې ورکولو سره د نوموړې واکمني پای ته ورسېده او فرانسې ته تبعید شوه. نوموړې په ۱۸۷۰ زکال په رسمي ډول د هسپانیا له تاج او تخت څخه د خپل زوی الفونسو په ګټه تېره شوه. په ۱۸۷۴ زکال کې د هسپانیا لومړنی جمهوریت د یوې کودتاه په ترڅ کې له منځه یووړل شو. د بوربون سلطنت بیاځلي حاکم شو او الفونسو د پاچا دوولسم الفنسو په توګه په تخت کښېناست. ایزابېلا دوه کاله وروسته هسپانیې ته ستنه شوه، خو ډېر ژر بېرته فرانسې ته ولاړه او په ۱۹۰۴ زکال کې د خپل مرګ تر مهاله همالته پاتې شوه.

زیږون او واکمني[سمول]

ایزابلا د ۱۸۳۰ زکال پر مهال د مادرید په سلطنتي ماڼۍ کې وزیږېده؛ دا د هسپانیې د پاچا اووم فردیناند او له ډوس سیسلي څخه د هغه د څلورمې مېرمنې ماریا کریسټینا لور وه. هغه سلطنتي روزونکې ماریا دل کارمن ماچین اورتیز ډي زاراته ته وسپارل شوه. ملکه ماریا کریسټینا د ۱۸۳۳ زکال د سپټمبر په ۲۹مه وروسته له هغه نایب السلطنت شوه چې درې کلنه لور یې ایزابېلا د خپل پاچا پلار، اووم فردیناند له مړینې وروسته واکمنه اعلان شوه.

ایزابېلا وروسته له هغه واک ته ورسېده چې اووم فردیناند د هسپانیا له مقننه شورا څخه مرسته وغوښته چې د بوربونانو له خوا د ۱۸مې پېړۍ په لومړیو کې ټاکل شوی سالیک قانون له منځه یوسي او د ځای ناستوب اړوند د هسپانیا پخوانی قانون بېرته واکمن کړي. د فردیناند د تاج او تخت لومړنی مدعی د هغه کوچنی ورور او د مولینا کنټ، انفانټ کارلوس و چې د ایزابېلا د واکمنۍ پر مهال یې اووه کاله جګړه وکړه څو د هغې واکمني له پوښتنې سره مخ کړي. د کارلوس ملاتړي او اولادونه د کارلېسټانو په نوم پیژندل کېږي چې له امله یې په ۱۹مه پېړۍ کې د ځای ناستوب اړوند مخالفتونه د یو شمېر کارلیستي جګړو موضوعات جوړوي.

د ایزابېلا سلطنت یوازې د پوځ د ملاتړ پر مټ ساتل شوی و. مقننه شورا، معتدلو لیبرالانو او ترقي غوښتونکو یو ځل بیا مشروطه او پارلماني دولت رامنځته کړ، مذهبي احکام یې لغو کړل؛ د مذهبي بنسټونو او مشرانو (د یسوعیانو په ګډون) اموال یې مصادره کړل او هڅه یې وکړه څو یوځل بیا د هسپانیا مالي چارې تنظیم کړي. له کارلېستي جګړې وروسته د هغې مور ماریا کریسټینا د حکومت له نایب السلطنتۍ استعفا ورکړه څو د ویرګارا د شهزاده او د ډیر بریالي او مشهور ایزابلین جنرال، بالدومرو اسپارترو د نایب السلطنتۍ لپاره لار برابره کړي. ترقي غوښتونکی اسپارترو یوازې دوه کاله د حکومت نایب السلطنت و.

د هغې اقلیت حکومت د امیسټاډ کړکېچ اړوند له متحده ایالاتو سره د جنجالونو شاهد و.

بالدومرو اسپارترو په ۱۸۴۳ زکال کې د لئوپولډو اوډانل او رامون ماریا ناروایز په مشرۍ د سیاسي او پوځي کودتاه پر مټ له حکومته لرې کړای شو. دوی د خواکین ماریا لوپیز اي لوپیز تر مشرۍ لاندې کابینه جوړه کړه. دغه حکومت په مقننه شورا فشار راووړ څو ایزابېلا د ۱۳ کلنۍ په عمر د حکومت کولو وړ اعلان کړي.

د لویوالي پر مهال سلطنت[سمول]

پیل[سمول]

ایزابېلا د ۱۳ کلنۍ په عمر د پاچاهۍ په شرایطو برابره اعلان شوه او د ۱۸۴۳ زکال د نومبر په ۱۰مه نېټه یې د ۱۸۳۷ زکال د اساسي قانون له مخې لوړه وکړه. د پارلماني برترۍ له ادعا سربېره، په عملي بڼه په دولت جوړونه او د دولتونو په انحلال کې د ایزابېلا د رول اړوند «دوه ګونی باور» لامل وګرځېد چې ترقي غوښتونکي تضعیف شي. د معتدلو سیاستوالو او ترقي غوښتونکو ترمنځ جنجالي اتحاد چې د ۱۸۴۳ زکال په جولای میاشت کې یې اسپارترو له واکه راپرځولی و د ملکې د بلوغ پر مهال له منځه ولاړ. د ترقي غوښتونکي، سالوستیانو ډي اولوزاګا تر مشرۍ لاندې له لنډ مهالي حکومت وروسته اعتدال پلوه سیاستوالو د مقننه شورا د مشرۍ لپاره پېدرو خوزه پیدال نوماند کړ. د نومبر په ۲۸مه د مخالفې مقننې شورا د انحلال اړوند ګنګوسې خپرې شوې چې هغه په ملکې فشار راوړی د دغې چارې په موخه سلطنتي فرمان لاسلیک کړي. بالاخره اولوزاګا له قانوني چلن سره مخ شو، له خپلې سیاسي څوکۍ لرې کړای شو او تبعید ته اړ شو؛ په داسې حال کې چې ترقي غوښتونکی ګوند لا له وړاندې بې مشره شوی و؛ همدا و چې د ایزابېلا د حکومت پر وړاندې مخ پر زیاتوالي نارضایتۍ پیل شوې. [۲][۳][۴]

د اعتدال لسیزه[سمول]

د مخکښ مارشال ناروایز په مشرۍ د اعتدال د لسیزې په نامه د حاکمیت دوره په ۱۸۴۴ زکال کې پیل شوه. د ناروایز پر مهال په اساسي قانون کې اصلاحاتو د پاچا بشپړه واکمني او همدارنګه د هغو واکونه د ۱۸۳۷ زکال د اساسي قانون په پرتله را کم کړل او د ملي حاکمیت کچه یې د مقننې شورا او ملکې ترمنځ د «مشترک حاکمیت» تر بریده را ورسوله. [۵]

اعتدال غوښتونکي ګوند د ۱۸۴۶ زکال د اکتوبر په ۱۰مه نېټه خپله شپاړلس کلنه ملکه اړ کړه څو له خپل تره زوی او د کادیز له دوک فرانسېسکو ډي آسېس (۱۸۲۲ – ۱۹۰۲ زکال) سره واده وکړي؛ په همدغه ورځ د هغې کوچنۍ خور انفانټ لوئیزا فرناندا د مونپنسیر له دوک آنتوان ډي اورلئان سره واده وکړ. د راپورونو له مخې هغه له خپل واده حیرانه پاتې شوې وه او وروسته یې خپل یو نږدې کس ته ویلي و: «زه به د هغه سړي اړوند څه ووایم چې د واده په شپه یې له ما څخه ښکلې او قیمتي جامې اغوستې وې». [۶]

دغه واده د فرانسې او د فرانسې د پاچا لوئي فیلېپ په ګټه و، چې دغه مهال یې له بریتانویانو سره شدید جنجال کړی و. له دې سره هم دوی خوشاله ګډ ژوند نه درلود؛ موجودې ګنګوسې دا وې چې د ملکې ایزابېلا ډېری ماشومان د هغې له مېړه څخه نه و، ځکه چې شایعاتو شتون درلود مېړه یې همجنس ګرا و. کارلېسټ ګوند بیا ادعا وکړه چې د پاچاهۍ څرګند وارث چې وروسته ۱۲م الفنسو بلل کېده د سلطنتي ځواکونو له قوماندان انریکو پوګمولتو مایانز څخه و. [۷][۸]

په ۱۸۴۷ زکال کې هغه مهال چې اوولس کلنې ملکې ایزابېلا له فرانسېسکو څخه د طلاق اخیستو لیوالتیا او همدارنګه له جنرال سرانو سره خپله مینه څرګنده کړه؛ لویه رسوايي رامنځته شوه. په داسې حال کې چې ناروایز او د ایزابېلا مور ماریا کریسټینا د سلطنت اړوند دغه ستونزه حل کړه خو سرانو په ۱۸۴۸ زکال کې له پلازمینې څخه تبدیل کړای شو او د ګراناډا د کېپتان جنرال په توګه وګمارل شو؛ له دغه مهال را وروسته د ملکې عامه شهرت زیان وموند. د ۱۸۴۸ زکال د انقلاب په رانږدې کېدو سره ناروایز ته تر ۱۸۴۹ زکال پورې د دیکتاتوري حکومت جوړولو دنده وسپارل شوه څو پاڅون کوونکي وځپي. [۹][۱۰][۱۱][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Monarchy and Liberalism in Spain: The Building of the Nation-State, 1780–1931. United Kingdom, Taylor & Francis, 2020.
  2. Cobo del Rosal Pérez, Gabriela (2011). "Los mecanismos de creación normativa en la España del siglo XIX a través de la codificación penal". Anuario de Historia del Derecho Español (81): 935. ISSN 0304-4319. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Moliner Prada, Antonio (2019). "Liberalismo y cultura política liberal en la España del siglo XIX" (PDF). Revista de História das Ideias. Coimbra: Imprensa da Universidade de Coimbra. 37: 228. doi:10.14195/2183-8925_37_9. ISSN 0870-0958. S2CID 244017803 Check |s2cid= value (لارښود). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Pérez Alonso, Jorge (2013). "Ramón María Narváez: biografía de un hombre de estado. El desmontaje de la falsa leyenda del "Espadón de Loja"" (PDF). Historia Constitucional: Revista Electrónica de Historia Constitucional (14): 539–540. ISSN 1576-4729. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Beltrán Villalva, Miguel (2005). "Clases sociales y partidos políticos en la década moderada (1844–1854)". Historia y política: Ideas, Procesos y Movimientos Sociales. UCM; UNED; CEPC (13): 49–78. ISSN 1575-0361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Sánchez Núñez, Pedro (2014). "El Duque de Montpensier, entre la historia y la leyenda" (PDF). Temas de Estética y Arte. Seville: Real Academia de Bellas Artes de Santa Isabel de Hungría (28): 219. ISSN 0214-6258. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Jasper Ridley, Lord Palmerston (1970) pp. 308–315.
  8. Juan Sisinio Pérez Garzón, Isabel II: Los Espejos de la Reina (2004)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Burdiel 2012، م. 33.
  10. Domingo, M.R. (13 February 2015). "Serrano, el amante de Isabel II que dio nombre a la calle más comercial de Madrid". ABC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Beltrán Villalva 2005، م. 50.