د هرات کلابندي (۱۸۵۶ کال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هرات کلابندي (په پارسي: د هرات محاصره) (د ۱۸۵۶ کال له مارچ څخه د ۱۸۵۶ کال تر اکتوبر پورې) د حسام او السطنه، سلطان مراد میرزا په مشرۍ د قاجار پوځ له خوا د هرات په شاوخوا سیمو یرغل او دغه ولایت د ارګ بریالۍ کلابندي وه. د ۱۸۵۶ کال کلابندي د قاجار د پرېکنده هڅو یوه برخه وه چې غوښتل یې د لوېدیځ افغانستان، چې له تاریخي اړخه د ایران  یوه برخه وه، په بیا نیولو سره د ۱۸۰۴ – ۱۸۱۳ او ۱۸۲۶ – ۱۸۲۸ کلونو د روس-فارس په جګړو کې د ځمکو له لاسه ورکول جبران کړي. دا کړکېچ هم د بریتانوي اوهم  روسي سترواکیو تر منځ د پراخې سترې لوبې (Great Game) یوه برخه هم وه. [۱][۲]

د هرات په لور د فارس خوځښت د ۱۸۵۳ کال په جنوري کې د ناصرالدین شاه او انګلستان تر منځ د لاسلیک شوي تړون سره په ټکر کې و. د دې تړون پر بنسټ، د فارس حکومت هوکړه کړې وه چې د هرات په کورنیو چارو کې به لاسوهنې او یا هم پوځي یرغل نه کوي. دا کلابندي د انګلیس - پارس د اړیکو په ماتېدو د شخړو لوی ټکی و او په پایله کې د انګلیس - پارس جګړې لپاره کتلېست شو. د هرات له بريالۍ فتحې وروسته، بریتانوي استازي يا له فارس څخه وشړل شول او يا په خپل زړه ووتل. سره له دې چې فرخ خان غفاري د ډیپلوماټیک حل د خبرو اترو لپاره ولېږل شو، خو انګلیسانو له وړاندې د ۱۸۵۶ کال په جولای کې د فارس په وړاندې د پوځي اقدام د چمتووالي په درشل کې وو. د ۱۸۵۶ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، انګلیسانو له کلکتې څخه د فارس پر ضد د جګړې اعلان وکړ. د پارس پوځ د هرات نیولو ته دوام ورکړ، خو د پاریس د تړون له مخې چې د انګلیس او پارس جګړه پای ته ورسوله، پارس خپل پرمختګ ودرو. خو مخکې له دې چې له انګلستان سره د سولې تړون لاسلیک شي، د پارس حکومت په دې وتوانېد چې سلطان احمد خان د هرات د ګوډاګي واکمن په توګه وټاکي.  [۳]

تاریخچه[سمول]

په ۱۸۱۸ کال کې سدوزیو په هرات نیمه خپلواکه واکمني کوله، چې په دې وخت کې کابل او قندهار په ترتیب سره د بارکزیو او محمدزیو تر واک لاندې و. هرات له ۱۸۰۱ کال راهیسې عملاً خپلواک شو. د هرات د بیا نیولو لپاره فارس څو هڅې وکړې چې لږ بریا یې درلوده. د هرات د فتحې لپاره په ۱۸۰۷، ۱۸۱۱، ۱۸۱۴ او ۱۸۱۷ کلونو کې بېلابېلې هڅې وشوې، ځکه چې په هغه وخت کې یې د خراسان د بغاوت ملاتړ کاوه. په ۱۸۳۳، ۱۸۳۷ او ۱۸۵۲ کلونو کې، په تهران کې بریتانوي وزیرانو د هرات د نیولو د پرله پسې هڅو پر ضد غږ پورته کړ. د واک په چوکۍ  د سید محمد خان  په کېناستلو سره، په هرات کې ناخوښي په زیاتېدو شوه. په ځواب کې، د کندهار خانانو د هرات پر ضد یو نوی خوځښټ پیل کړ. قندهاري لښکرو د ۱۸۵۱ کال په لومړیو کې د هرات په ۱۰۰ کیلومترۍ کې د فراه، لاش او جواین او سبزوار سیمې ونیولې. پارس د سيد محمد خان په غوښتنه د ۱۸۵۱ کال په وروستيو کې په ښار کې لاس وهنه وکړه او د قندهار کوهندل خان يې په شا وتمبو. پارس د ۱۸۳۷ کال د خوځښت پر مهال د بریتانیا له لوري د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کېدو او د خارګ ټاپو په نیول کېدو، چې د ۱۸۳۷ کال د خوښت پر مهال یې هم دا کار کړی و، له پراخو تهدیونو سره مخ شو. له همدې امله، د ۱۸۵۲ کال د جنوري په میاشت کې له هرات څخه ووتل. ورپسې د ۱۸۵۳ کال د شیل نوري تړون لاسلیک شو چې موخه یې په هرات کې د پارس د نفوذ مخنیوی و.  [۴][۵][۶][۷]

له هوکړې وروسته، سید محمد خان خپله بهرنۍ تګلاره له تهران څخه د انګلیسانو په ګټه واړوله. خو محمد یوسف سدوزی د ۱۸۵۵ کال د سپټمبر په میاشت کې، د فارس په ملاتړ د سید محمد ځای ناستی شو او وروسته یې سید محمد اعدام کړ. په همدې کال د کوهندل خان له مړینې سره سم، د هغه ورور او د کابل امیر، دوست محمد خان د کندهار د نیولو لپاره حرکت وکړ او دا ښار یې د ۱۸۵۵ کال په نومبر کې ونیو. دوست محمد خان د خپلو هوډونه له امله تهران په پراخه کچه اندېښمن کړی و. د ختیځ هند کمپنۍ د ۱۸۵۵ کال د مارچ په میاشت کې، له دوست محمد سره د یو تړون پر بنسټ نوموړی د ټول افغانستان امیر وټاکه. دوست محمد اوس د انګریزانو په ملاتړ، د خپل زوم سید محمد د وژنې د غچ په پلمه د هرات پر لور د خوځښت پرېکړه وکړه. ناصرالدین شاه په افغانستان کې سیاسي کړکېچ ته په کتو، د ۱۸۵۵ کال په ډسمبر کې، په پنځو ولایتونو کې د ځواکونو د خوښت لپاره یو شاهي فرمان صادرکړ. د هرات د نیولو لپاره د میرزا ملکم خان مبهمه غوښتنه د شاه د هوډ لپاره پلمه شوه. همدارنګه، د هرات لپاره د ایران ستراتیژیک لیدلوري، د بهرنیو چارو وزیر میرزا سعید خان، فرخ خان غفاري او په تهران کې د فرانسې د سفیر نیکولاس بورې له لوري طرح شوی و.  [۸][۹][۱۰]

حسام السلطنه[سمول]

سلطان مراد میرزا د قاجار د پوځ د مشرۍ لپاره غوره نوماند و. مراد میرزا چې د عباس میرزا د ۲۶ زامنو له ډلې و، یو نامتو قاجار شهزاده و. د سلطان مراد میرزا په غوره ځانګړتیاوو کې، یوه د نوموړي بریتانوي ضد احساسات و چې د هغه د نوماندی ملاتړ یې هم وکړ او په هغه وخت کې له لندن سره د تهران ډیپلوماتیکو اړیکو د خرابېدو لامل شو. نوموړی د حسن خان سالار له پاڅون وروسته یو باتجربه قوماندان و. سلطان مراد میرزا د مشهد د بېرته نیولو د هڅو په درشل کې، د خراسان نوی والي وټاکل شو. له دوو لښکرو څخه، نوموړی د یو لښکر مشر و چې ۷۰۰۰ ځواک او څلور توپونه یې درلودل. له سالار سره په جګړه چې د نوموړي  د تره زوی هم و، ډېر ژر په فرسایشي جنګ بدل او دا قوماندان د ۱۸۵۰ کال تر مارچ پورې د مشهد د دېوالونو تر شا پاتې شو. له پاڅون وروسته ناصرالدین شاه خپل تره ته د حسام السطنه (د سلطنت توره) لقب ورکړ. په دې توګه، د قاجار شاهي دربار پرېکړه وکړه چې د حسام السطنه سلطان مراد میرزا تر مشرۍ لاندې یو لښکر په چټکۍ د هرات د امنیت لپاره وخوځېږي او د دوست محمد خان د احتمالي فتحې مخنیوی وکړي. د فارس حکومت هڅه وکړه چې د دې کړنې د توجیې لپاره د تهران په جریده کې یوه بیانیه خپره کړي. په اعلامیه کې راغلي وو چې دوست محمد هوډ لري چې هرات و نیسي او وروسته په خراسان برید وکړي. تهران په دې بیانیه کې ادعا وکړه چې دا کار یوازې د خپلو بنسټونو د دفاع او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره کوي او هرات ته استول شوی پوځ د «دوست محمد له منګولو څخه د دوی د سلطنت د ژغورلو لپاره» و. [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Encyclopaedia Iranica. "THE HERAT QUESTION". iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Encyclopaedia Iranica. "THE HERAT QUESTION". iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Standish, J.F. (October 1966). "The Persian War of 1856-1857". Middle Eastern Studies. 3: 18–45. doi:10.1080/00263206608700060 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Foundation, Encyclopaedia Iranica. "Welcome to Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Encyclopaedia Iranica. "THE HERAT QUESTION". iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Christine., Noelle-Karimi (2014). The pearl in its midst : Herat and the mapping of Khurasan (15th-19th centuries). OCLC 1005905329. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7643-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Noelle, Christine (2012-06-25). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826-1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60317-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Foundation, Encyclopaedia Iranica. "Welcome to Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Noelle, Christine (2012-06-25). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826-1863) (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-60317-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Amanat, Abbas (1997). Pivot of the Universe : Nasir al-din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831-1896. Berkeley and Los Angeles: University of California Press. د کتاب پاڼې 279. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520083219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Foundation, Encyclopaedia Iranica. "Welcome to Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Amanat, Abbas (1997). Pivot of the Universe : Nasir al-din Shah Qajar and the Iranian Monarchy, 1831-1896. Berkeley and Los Angeles: University of California Press. د کتاب پاڼې 279. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520083219. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Standish, J.F. (October 1966). "The Persian War of 1856-1857". Middle Eastern Studies. 3: 18–45. doi:10.1080/00263206608700060 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)