د هایدروجن تولید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هایدروجن تولید د هایدروجن ګاز د تولید لپاره د صنعتي مېتودونو کورنۍ ده. له ۲۰۲۰ کال راهیسې ډېره برخه (۹۵ سلنه) هایدروجن له فوسیلي سون‌توکو څخه د طبیعي ګاز او نورو ټيټ وزنه مالیکولي هایدروکاربونونو د بخار د اصلاح، د لوړ مالیکلولي وزن لرونکو هایدروکاربونونو د جزوي اکسیډېشن او پر ګاز د ډبرو سکرو د بدلولو له لارې تولیدېږي. د ژوندیو موجوداتو کتلې پر ګاز بدلول، د صفر کاربن ډای اکسایډ په انتشار سره د تودوخې له لارې د میتان کیمیاوي بدلون او د اوبو الکټرولیز د هایدروجن د تولید نور مېتودونه دي. دا وروستي دوه مېتودونه چې د تودوخې له لارې د میتان کیماوي بدلون او د اوبو الکټرولیز کول دي، په مستقیم ډول د لمریزې برېښنا په څېر د برېښنا د هرې سرچینې په مرسته اجرا کېدای شي.[۱][۲]

د هایدروجن تولید په هره صنعتي ټولنه کې مهم رول لري، ځکه چې هایدروجن د ډېری اساسي کیمیاوي پروسو لپاره اړین دی. په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۷ میلیون ټنه هایدروجن تولید شوی دی چې په بېلابېلو کارونو لکه د تېلو په تصفیه کولو، (د هابر د پروسې له لارې) د امونیا (NH3) او (د کاربن مونو اکسایډ د کمولو له لارې) د میتانول (CH3OH) په تولید او په ترانسپورت کې د سون‌توکي په توګه کارول شوی دی. په ۲۰۲۱ کال کې په نړیوال بازار کې د هایدروجن د تولید ارزښت ۱۳۵.۹۴ میلیارد امریکايي ډالرو ته ورسېد او تمه کېږي چې دا شمېر تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۵.۴ سلنه مرکبې کلنۍ ودې د اندازې له مخې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۱۹.۲ میلیارد ډالرو ته لوړ شي.[۳][۴][۵]

د هایدروجن د تولید مېتودونه[سمول]

د هایدروجن د سوداګریز تولید لپاره څلور لویې سرچینې موجودې دي چې طبیعي ګاز، تېل، د ډبرو سکاره او د اوبو الکټرولیز دي؛ دا سرچینې په ترتیب سره د نړیوال هایدروجن د تولید ۴۸، ۳۰، ۱۸ او ۴ سلنه برخه جوړوي. فوسیلي سون‌توکي د صنعتي هایدروجن اصلي سرچینه ده. کاربن ډای اکسایډ له طبیعي ګاز څخه د هایدروجن د تولید لپاره په ۷۰ - ۸۵ سلنه مؤثریت سره او له نورو هایدروکاربونونو څخه د مؤثریت په بېلابېلو درجو سره جلا کېدای شي. په ځانګړې توګه په لویه کچه هایدروجن معمولاً د میتان یا طبیعي ګاز د بخار د اصلاح له لارې تولیدېږي.[۶][۷][۸][۹]

د بخار په مرسته د میتان اصلاح[سمول]

د بخار په مرسته د میتان اصلاح له طبیعي ګاز څخه د هایدروجن د تولید یو مېتود دی. د طبیعي ګاز ډېری برخه میتان (CH4) دی. دا په اوس مهال کې د صنعتي هایدروجن تر ټولو ارزانه سرچینه ده. د نړۍ شاوخوا ۵۰ سلنه هایدروجن په دې طریقه تولیدېږي. په دې پروسه کې د بخار او نېکل د کتلست په موجودیت کې ګاز ته له ۷۰۰ څخه تر ۱۱۰۰ سانتي ګرېد درجو (۱۲۹۲ تر ۲۰۱۲ فارنهایټ درجو) پورې تودوخه ورکول کېږي. د انډوترمیک تعامل په پایله کې د میتان مالیکولونه ماتېږي او کاربن مونو اکسایډ او مالیکولي هایدروجن (H2) جوړېږي. د کاربن مونو اکسایډ ګاز له بخار سره یو ځای د اوسپنې له اکسایډ یا نورو اکسایدونو څخه تېرېږي او د اوبو – ګاز د ځای پرځای کېدو تر یوه تعامل لاندې راځي تر څو ډېره اندازه هایدروجن ترلاسه شي. د دې پروسې نیمګړتیا دا ده چې فرعي محصولات یې په اتوموسفیر کې کاربن مونو اکسایډ، کاربن ډای اکسایډ او نور ګلخانه‌یي ګازونه خپروي. د خامو مادو (طبیعي ګازونو، بډایو یا غني ګازونو، نفتا او نورو) کیفیت ته په کتو سره یو ټن تولید شوی هایدروجن له ۹ تر ۱۲ ټنو پورې کاربن ډای اکسایډ تولیدوي او دا یو داسې ګلخانه‌يي ګاز دی چې ښايي جلا شي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د دې پروسې لپاره د لوړې تودوخې بخار (H2O) له میتان (CH4) سره په یوه انډوترمیک تعامل کې تعامل کوي او سنټېز ګاز تولیدېږي. [۱۳]

CH4 + H2O → CO + 3 H2

په دویم پړاو کې اضافي هایدروجن په ټيټه درجه تودوخه کې چې شاوخوا ۳۶۰ درجې سانتیګراد (۶۸۰ درجې فارنهايټ) وي، د اوبو – ګاز د تعامل له لارې تولیدېږي: 

CO + H2O → CO2 + H2

د اکسیجن اتوم له اضافي اوبو (بخار) څخه ایستل کېږي تر څو کاربن مونو اکسایډ کاربن ډای اکسایډ ته اکسیډایز شي. دغه اوکسیډېشن د تعامل د ساتلو لپاره اړینه انرژي هم برابروي. د پروسې د مخته وړلو لپاره اړینه اضافي تودوخه معمولاً د میتان د یوې برخې په سوځولو سره برابرېږي.

د ډبرو له سکرو یا کولې څخه د هایدروجن تولید[سمول]

د دې لپاره چې د ډبرو له سکرو یا کولې څخه هایدروجن تولید شي، د ډبرو سکاره پر ګاز اړول کېږي. د دې لپاره چې د ډبرو سکاره پر ګاز واړول شي، د ډبرو سکرو د مالیکولي رابطو د ماتولو لپاره بخار او اکسیجن کارول کېږي او د هایدروجن او کاربن ډای اکسايډ ګازي مخلوط جوړوي. کاربن ډای اکسایډ او ککړوونکي ښايي د ډبرو سکرو د سوځولو په پرتله له هغه ګاز څخه په اسانۍ سره حذف یا وایستل شي چې د ډبرو سکرو له ګازي کولو څخه ترلاسه شوی دی. بل مېتود د تودوخې په لوړه او ټيټه درجه کې د ډبرو د سکرو کاربني کول دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د کوک [د ډبرو له سکرو څخه تولیده شوې توره جامده ماده ده چې د سون‌توکو په توګه کارېږي] ګاز چې د ډبرو سکرو له تجزیه کولو څخه جوړ شوی، شاوخوا ۶۰ سلنه هایدروجن لري او پاتې نور یې میتان، کاربن مونو اکسایډ، کاربن ډای اکسایډ، امونیا، مالیکولي نایتروجن او هایدروجن سلفایډ (H2S) دي. هایدروجن د فشار د جذب د پروسې له لارې  له نورو ناپاکیو څخه جلا کولی شو. د اوسپنې تولیدوونکي جاپاني شرکتونه هایدروجن په دې طریقه تولیدوي.

له نفتي کوک څخه د هایدروجن تولید[سمول]

نفتي کوک د ډبرو سکرو د ګازي کېدو له لارې هم پر هایدروجن لرونکي سنټېز ګاز بدلېدای شي. تولید شوی سنټېز ګار تر ډېره له هایدروجن، کاربن مونو اکسایډ او هایدروجن سلفایډ څخه جوړ دی. کابو هره کاربني سرچینه که پر ګاز بدله شي، هایدروجن ترې تولیدېدای شي.[۱۸]

له اوبو څخه د هایدروجن تولید[سمول]

د فوسیلي سون‌توکو له کارولو پرته د هایدروجن د تولید په مېتودونو کې د اوبو د تجزیې پروسه هم شامله ده چې په دې کې اوبه تجزیه کېږي یا د اوبو مالیکول (H2O) پر خپلو اجزاوو یعنې هایدروجن او اکسیجن تجزیه کېږي. کله چې د انرژۍ سرچینه د اوبو د تجزیې لپاره بېرته نوې کېدونکې یا لږ کاربن لرونکې وي، په دې حالت کې تولید شوی هایدروجن کله ناکله زرغون هایدروجن بلل کېږي. دا تجزیه په بېلابېلو طریقو اجرا کېدای شي، خو په ټولیز ډول ټولې طریقې د فوسیلي سون‌توکو له لارې د تولید په پرتله قېمته دي.

در نوامبر 2021 ، وزارت صنعت و تجارت سیستم را به پروژه آزمایشی Khabarovsk برای تولید 350 هزار تن هیدروژن سبز سالانه برنامه ریزی کرد.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د هایدروجن د کارولو ځایونه[سمول]

هایدروجن د هایډروکرکېنګ له لارې پر سپکو نفتي برخو د درندو برخو د بدلولو لپاره کارول کېږي. هایدروجن په نورو پروسو کې هم کارول کېږي چې د بېلګې په توګه اروماتیزېشن، هایدرو سلفرریزېشن او د هابر د پروسې له لارې د امونیا تولید یادولی شو چې دا په ټوله نړۍ کې د ۴۷ سلنه غذايي موادو د ودې لپاره د مصنوعي نایتروجن د کود تولیدولو لومړنی صنعتي مېتود دی.[۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Liu, Ke; Song, Chunshan; Subramani, Velu, المحررون (2009). Hydrogen and Syngas Production and Purification Technologies. doi:10.1002/9780470561256. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470561256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Life cycle emissions of hydrogen". 4thgeneration.energy. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Energy, U. S. D. o. The Impact of Increased Use of Hydrogen on Petroleum Consumption and Carbon Dioxide Emissions. 84 (Energy Information Administration, Washington, DC, 2008)
  4. Collins, Leigh (2021-05-18). "A net-zero world 'would require 306 million tonnes of green hydrogen per year by 2050': IEA | Recharge". Recharge | Latest renewable energy news (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Global Hydrogen Generation Market Size Report, 2030". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Press, Roman J.; Santhanam, K. S. V.; Miri, Massoud J.; Bailey, Alla V.; Takacs, Gerald A. (2008). Introduction to hydrogen Technology. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 249. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-77985-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Häussinger, Peter; Lohmüller, Reiner; Watson, Allan M. (2011). "Hydrogen, 1. Properties and Occurrence". Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry. doi:10.1002/14356007.a13_297.pub2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-527-30673-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "About Hydrogen Fuel Cell Vehicles (They're Not Clean)". 4 June 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "How Fuel Processors Work". HowStuffWorks. October 4, 2000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dincer, Ibrahim; Acar, Canan (2015). "Review and evaluation of hydrogen production methods for better sustainability". International Journal of Hydrogen Energy (په انګلیسي ژبه کي). 40 (34): 11096. doi:10.1016/j.ijhydene.2014.12.035. ISSN 0360-3199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Collodi, Guido (2010-03-11). "Hydrogen Production via Steam Reforming with CO2 Capture" (PDF). CISAP4 4th International Conference on Safety and Environment in the Process Industry. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Press, Roman J.; Santhanam, K. S. V.; Miri, Massoud J.; Bailey, Alla V.; Takacs, Gerald A. (2008). Introduction to hydrogen Technology. John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 249. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-77985-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "HFCIT Hydrogen Production: Natural Gas Reforming". U.S. Department of Energy. 2008-12-15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hordeski, M. F. Alternative fuels: the future of hydrogen. 171-199 (The Fairmont Press, inc., 2007).
  15. "Emissions Advantages of Gasification". National Energy Technology Laboratory. U.S. Department of Energy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Emissions from burning coal". U.S. EIA. U.S. Energy Information Administration. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lee, Woon-Jae; Lee, Yong-Kuk (2001). "Internal Gas Pressure Characteristics Generated during Coal Carbonization in a Coke Oven". Energy & Fuels. 15 (3): 618–23. doi:10.1021/ef990178a. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gemayel, Jimmy El; MacChi, Arturo; Hughes, Robin; Anthony, Edward John (2014). "Simulation of the integration of a bitumen upgrading facility and an IGCC process with carbon capture". Fuel. 117: 1288–97. doi:10.1016/j.fuel.2013.06.045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. https://lenta.ru/articles/2022/02/21/farmb/
  20. https://www.cnews.ru/articles/2023-04-13_evtushenkov_vladimir_biznes_na_blago
  21. https://raexpert.ru/database/person/evtushenkov_vladimir_petrovich/
  22. https://www.tadviser.ru/index.php/%D0%9F%D0%B5%D1%80%D1%81%D0%BE%D0%BD%D0%B0:%D0%95%D0%B2%D1%82%D1%83%D1%88%D0%B5%D0%BD%D0%BA%D0%BE%D0%B2_%D0%92%D0%BB%D0%B0%D0%B4%D0%B8%D0%BC%D0%B8%D1%80_%D0%9F%D0%B5%D1%82%D1%80%D0%BE%D0%B2%D0%B8%D1%87
  23. https://www.osnmedia.ru/ekonomika/feliks-evtushenkov-afk-sistema/
  24. Ritchie, Hannah. "How many people does synthetic fertilizer feed?". Our World in Data. Global Change Data Lab. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Häussinger, Peter; Lohmüller, Reiner; Watson, Allan M. (2011). "Hydrogen, 1. Properties and Occurrence". Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry. doi:10.1002/14356007.a13_297.pub2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-527-30673-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)