د هانانيو پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هانانيو پاڅون (د حلب پاڅون يا شمالي پاڅونونو په نوم هم پېژندل کېږي) په ۱۹۲۰ – ۱۹۲۱ ز کالونو کې شمالي سوريه کې د فرانسوي فوځي ځواکونو پر وړاندې پاڅون و، چې په عمومي ډول د حلب پر لويديځو سيمو باندې متمرکز و. د پاڅون ملاتړ د سوريې فرانسوي قيموميت “French Mandate of Syria” د رامنځته کېدنې سره د مخالفت له امله و. دا پاڅون چې په عمومي ډول د خپل مخکښ قوماندان ابراهيم هانانيو په نوم نومول شوی و، په اصل کې د جبل حريم، جبل قصير، جبل زاويه او جبل صيهون سيمو کې له څلور متحد پاڅونونو څخه جوړ شوی و. کليوالي مشرانو د پاڅون کونکو مشري کوله او زياتره يې د فرانسوي ځواکونو پر وړاندې چريکي بريدونو يا د کليدي زېربناوو ورانکارۍ کې بوخت وو. [۱]

د هنانيو پاڅون د سوريې په ساحلي غرونو کې د علوي پاڅون “Alawite Revolt” سره په يو وخت کې پېښ شو، چې مشري يې صالح العلي کوله او العلي او هنانيو دواړو په ګډه خپل پاڅونونه «د لويديځ حلب د عمومي ملي خوځښت» برخې ګڼلې. د پاڅون د لومړيو برياوو سره سره د ۱۹۲۰ ز کال په جولای کې د فرانسې له لورې د حلب له نيونې او دمشق کې د عرب حکومت له نسکودېدنې څخه وروسته چريکي عمليات ودرول شول، چې همدا د پاڅون کليدي ملاتړ و. د هنانيو ځواکونو د ۱۹۲۰ ز کال په نومبر کې وروسته له هغې پاڅون بيا پيل کړ، چې د مصطفی کمال له ترکي ځواکونو څخه يې پرېمانه فوځي مرستې تر لاسه کړې؛ يادو ترکي ځواکونو د سويلي اناتوليا د واک لپاره د فرانسې پر وړاندې جګړه کوله. ۱۹۲۰ زکال کې د پاڅون په لوړتيا کې هنانيو د حلب او مديترانې تر منځ سيمه کې يو نيمه دولت رامنځته کړ. پاڅون کونکو ته د ۱۹۲۰ ز کال په ډسمبر کې سترې ماتې ورکړل شوې او د فرانسې او ترکانو تر منځ له تړونونو څخه وروسته پاڅون کونکو لپاره ترکي فوځي ملاتړ د ۱۹۲۱ زکال پسرلي کې تر ډېره له منځه ولاړ. فرانسوي ځواکونو په جولای کې جبل زاويه سيمه کې د هنانيو وروستی لښکرکوټ لوټ کړ. هنانيو د فرانسوي قيموميت چارواکو له لورې محاکمه او په پای کې خوشې شو. د يوسف السعدون په مشرۍ په ټيټه کچه يو پاڅون دوام وکړ او له فرانسوي ځواکونو سره په ورستي ځل د ۱۹۲۶ زکال د اګسټ په ۸ نېټه جګړه کې ښکېل شول. وروستۍ جګړه د هېواد په کچه د ستر سوريايي پاڅون “Great Syrian Revolt” پر مهال پېښه شوه، چې د ۱۹۲۵ز کال اوړي کې پيل شو.

د هنانيو پاڅون نسکورېدنې د حلب په سياسي جوړښت کې د پام وړ بدلون ټکی په نښه کړ. په داسې حال کې چې له پاڅون څخه وړاندې د حلب سياسي ممتازه ډله کې زياتره يې د ترکيې له ملي سياست سره يو ځای شوي وو او دا په اصل کې هغه درغلي يا خيانت و، چې د حلب مشرانو د ترکي ملاتړ په شاتګ کې حس کړ، چې ډېری يې دې ته اړ کړل چې د سوريې له پاتې برخو سره ګډ برخليک ومني. ډېری سوريايي يووالي او له دمشق سره د پياوړې کېدونکو اړيکو لپاره د هنانيو له ملاتړ څخه هم اغېزمن شوي وو. د فرانسې او ترکيې تر منځ له تړونونو “Franco-Turkish accords” په پايله کې د حلب اناتوليايي غرنۍ سيمه چې د توکو لپاره يې ستر بازار او د خوراکي توکو او اومه موادو ستره بشپړونکې سيمه وه، ترکيې ته پرېښودل شوه. دې چارې د حلب او اناتوليا تر منځ په ګټور ډول د سوداګريزو اړيکو خدمت وکړ او پخوانيو اقتصاد يې زيانمن کړ.

شاليد[سمول]

د ۱۹۱۸ ز کال په اکتوبر کې متحد ځواکونو او شريفي لښکر له عثماني سترواکۍ څخه د سوريې واک واخيست. د انګليستان پّ فوخي ملاتړ سره د شريفي لښکر هاشمي “Hashemite” مشر امير فيصل دمشق کې لومړنی حکومت جوړ کړ، چې د خپل کنترول يې د سوريې شمالي ښارونو حمص او حلب ته وغزاوه. په ورته وخت کې فرانسې له انګليستان ته د سيکيس پيکوټ په نوم د کړي تړون له مخې سوريه کې د ځانګړو ګټو ادعا وکړه او غوښتل يې پر سيمه باندې فرانسوي قيموميت رامنځته کړي. د سوريې اوسېدونکو د فرانسې د هيلې مخالفت وکړ. فرانسوي ځواکونه د ۱۹۱۸ ز کال په نومبر کې د لاتاکيا شمالي ساحلي ښار ته دننه شول او د ساحلي غرونو له لارې يې د خاورې دننه تګ پيل کړ، چې د الاوايټ “Alawite” فيوډالي شېخ صالح العلي په مشرۍ له پاڅون سره په کې مخامخ شول. [۲][۳]

حلب کې سياسي او کلتوري احساسات[سمول]

د عربو د پاڅون “Arab Revolt” او له هغې څخه وروسته د حلب سياسي ممتازه ډله د دوه ډلې خلکو تر منځ وېشل شوې وه؛ يوه ډله يې هغه خلک وو چې د فيصل په مشرۍ د عرب ملتپال خوځښت يې منلی و او بله ډله يې هغه خلک وو، چې د عثماني دولت دننه يې حلب او د هغې د ساحلي سيمو شاته دننيو برخو لپاره يې خپلواکي غوښتله. يو شمېر عواملو د دمشق له ممتازې پرګنې او عوامو له کړو وړو څخه د حلب د ممتازې پرګنې او عوامو کړه وړه بېل کړل. د يو لپاره د حلب د اوسېدونکو اقتصادي هوساينه د حلب د اناتوليا ساحل شاته دننيو برخو پر پرانېستي سوداګريز لاسرسي باندې تکيه کوله، چې د ترکانو له لويه کچه په کې ترکان استوګن وو؛ سويل لويديځه اناتوليا د حلب د توليدي توکو اصلي بازار او د خوراکي توکو او اومه موادو اصلي چمتو کونکی و. [۴]

برسېره پر دې د حلب سياسي ممتازه پرګنه چې توکميز او مذهبي ډول د نږدې ټول عرب مسلمان مېشت دمشق په پرتله د پام وړ زيات متنوع و، په کلتوري ډول د ترکيې عثماني ټولنې ته نږدې وه او د حلب د يادې پرګنې يو شمېر غړي له ترکي، کردي او سرکاسي “Cricasian” نسل څخه وو. د همدې عواملو له امله د حلب په سياسي ټولګي کې زياتره غړو د ۱۹۱۶ زکال د عربو د پاڅون ملاتړ ونه کړ او هغوی چې ورسره يو ځای شول، حس يې کړل چې پاڅون د دوی د تمو خلاف پر مخ تله، ځکه چې په پای کې يې عثماني واکمني پای ته ورسوله او په دې ډول يې د اسلامي يووالي پولې ماتې کړې او له اناتوليايي سيمو څخه د حلب بېلتون يې پيل کړ. حلب کې يوه بله خوابدي هم وه، چې تر عثماني واکمنۍ لاندې د حلب ولايت اداري مرکز و او په سياسي واک کې د فيصل تر مشرۍ لاندې د دمشق له سياسي دريځ سره برابر و. په داسې حال کې چې د حلب ډېری داسې اوسېدونکي وو، چې د فيصل د دمشق پر بنسټ حکومت کې يې نفوذ لرونکي دريځونه درلودل او حلب کې د فيصل سرلاري سياسي چارواکي له دمشق يا عراق څخه وو. که څه هم فرانسوي چارواکو په ناسم ډول باور درولد، چې د حلب او دمشق تر منځ سيالي يا مخالفت به ښايي د حلب ممتازه پرګنه د فرانسوي واکمنۍ منلو ته اړ کړي. پر ځای يې د تاريخپوه فيليپ اس خووري له نظره حلب په نوي سياسي اقليم کې د خپل غږ اورېدلو په موخه د فرانسوي نيونې (اشغال) پر وړاندې په کلکه مخالفت وکړ. [۴][۵]

د حلب ګڼو مشرانو د امير فيصل ملاتړ وکړ او د ۱۹۱۸ ز کال د اکتوبر په وروستيو کې حلب ته د شريفي لښکر له ننوتلو څخه وروسته ښار کې د عرب کلب “Arab Club” يوه څانګه جوړه شوه. عرب کلب د عرب ملتپالنې او حلبي سيمه ييزپالنې ګډه مفکوره درلوده. دې د سوريې د ملي يووالي مفکورې ته وده ورکړه او امير فيصل لپاره يې د يو سياسي ملاتړي بنسټ په توګه کار وکړ. د حلب ولايت د ولسمشريزې شورا مشر ابراهيم هنانيو، د حلب ولايت والي رشيد التايي، د حلب يو شتمن سوداګر نجيب بن زادي، حلبي ډاکتر عبدالرحمن الکايالي او د ښار مخکښ مسلمان عالم شېخ مسعود الکواکبي د عرب کلب د بنسټګرانو له ډلې څخه وو. [۶][۷]

د ۱۹۱۸ ز کال په نومبر کې[سمول]

د ۱۹۱۸ ز کال په نومبر کې د امير فيصل د لښکر سرتيري انطاکيه ته ننوتل او د ښار د عرب اوسېدونکو له لورې يې هرکلی وشو. د نومبر په وروستیو کې فرانسوي سرتېري د الکساندريتا خليج ساحل باندې پلي شول او د الکساندريتا ښار ته ننوتل، چې انطاکيه، الحمات او قېرقخان او الاموق سيمو کې يې د فرانسې ضد پاڅونونه هڅول. فرانسوي ځواکونو په ډسمبر کې انطاکيه ونيوله او د خپلې سترې کوماندانۍ پر حکومتي مرکز باندې يې د عرب بېرغ پر ځای د فرانسې بېرغ پورته کړ. پاڅونونو له ښار څخه د باندې سيمو کې دوام وکړ، چې د حربيا او القصير ګاونډ سيمې يې د بېلګې په توګه يادولی شو. [۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. Moubayed 2006, p. 604.
  2. Neep 2012, pp. 27–28.
  3. Fieldhouse 2006, p. 283.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Khoury 1987, p. 103.
  5. Khoury 1987, p. 104.
  6. Gelvin 1999, p. 84.
  7. Khoury 1987, p. 106.
  8. Arsuzi, ed. Sluglett and Weber 2010, pp. 586–587.
  9. Neep 2012, pp. 109–110.